ملګري ملتونه د نشه يي موادو کښت او قاچاق د افغانستان د ثبات او امنيت لپاره خنډ بولي
د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا د افغانستان د تېرو شپږو مياشتو د څېړنې په اړه په نیویارک کې ځانګړې غونډه جوړه...
د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا د افغانستان د تېرو شپږو مياشتو د څېړنې په اړه په نیویارک کې ځانګړې غونډه جوړه...
په خوست کې د ژمن په نوم د یو خصوصي تلویزیون کارکوونکی سلطان محمود خیرخواه چې د مارچ پر ۱۵مه د ناپېژاندو وسله والو لخوا ټپي شوی و، تېره شپه يې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه.
د نوموړي د وروستیو ورځو په اړه د دې ښار د عدلي طب له ادارې نوې ترلاسه شوي اسناد ښيي چې د مرګ پر مهال او یا ...
رواني ډاکتران وايي چې د نورو فعالیتونو ترڅنګ ورزش د ځوانانو لپاره ښه مصروفيت او له نشې څخه د...
په بدخشان ولایت کې دوه کسان د نشه يي او کېمیاوي موادو د قاچاق په تور ونیول شول. د بدخشان ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې ریاست چارواکو رسنیو ته ویلي چې پولیسو دا دوه کسان په داسې حال کې نیولي چې (۱۰۳) لېټره کېمیاوي مواد یې د نشه يي موادو جوړولو لپاره د بدخشان ولایت کشم ولسوالۍ ته قاچاق کول. په یوه بله پېښه کې درې کسان په دې تور عدلي او قضايي ادارو ته معرفي شوي چې څلور کیلو ګرامه تاریاک یې له بدخشان ولایت څخه یوه ګاونډي ولایت ته قاچاق کول.
د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشا رئیس او د سولې د سیمه ییزې اجماع په چارو کې د ولسمشر ...
د سې شبنې په سهار د غزني د اندړو ولسوالۍ په لېوانو کلي کې د بهرنیو ځواکونو په هوايي برید کې د ښځو او ماشومان په شمول ۱۴ تنه وژل شوي دي. نور حال د حبیب الرحمن تاثیر په راپور کې لیدلی شئ. اېډېټ: لېمه هادي
د پنجشېر ولایت اوسېدونکو د نشه يي موادو د قاچاقو او خرڅلاو پرضد مظاهره وکړه. مظاهره کوونکو ادعا کړې چې په پنجشېر ولایت کې د نشه يي مواد قاچاق او خرڅلاو ازاد دی، خو سیمه ییز چارواکي یې مخه نه نيسي. اعتراض کوونکي وايي چې پنجشېر ولایت د نشه يي موادو د قاچاقو په لاره بدل شوی او دغه ډول په دې ولایت کې نشه يان هم ډېر شوي دي. د پنجشېر د والي وياند منصور عنابي ازادي راډيو ته وويل، د نشه يي موادو خرڅوونکي په دې ولايت کې په پټه نشه يي مواد خرڅوي، خو د دوی د نيولو لپاره هڅې رواني دي. ده وویل: "پنجشېر... Читать дальше...
ځایي مسؤلین وایي چې په پکتیا کې د پولیو له واکسینه د انکاري کورنیو شمېر مخ په کمېدو دی. د پکتیا ولایت د کتلوي معافیت د څانګې یوه مسؤل رحمت الله وایي، د واکسین په تېرو دورو کې د انکاري ماشومانو د شمېر زیاتوالي اندېښنې راپارولې وې، خو د عامې روغتیا ریاست او اړوندو همکارو ادارو او د رضاکارو مبلغینو په مرسته توانېدلي چې دا شمېر راټیټ کړي. ده وویل: "سي ای پي ټیمونه چې اکثره یې علماء کرام دي، دوی انکاري کورنیو ته ورځي او هغوی ته قناعت ورکوي، د دوی د کړنو پایله موږ ته ښيي چې مثلاً د ۱۶۵۴ کې ۹۵۱ یې... Читать дальше...
نن د ټول افغانستان په کچه د پیسو د بدلولو او حوالو مارکېټونه او سرایونه بند دي. د کابل د شهزاده سرای د صرافانو مشر حاجي ځیرک نن ازادي راډيو ته وویل چې دوی د اعتراض په ډول د ټول هېواد په کچه مارکېټونه ځکه تړلي چې سوداګرو او صرافانو ته په دې وروستیو کې په بې ساري ډول ګواښونه متوجې دي او نشي کولای چې په اسانه توګه دغه کاروبار پر مخ یوسي. د نوموړي په خبره، صرافان او سوداګر د ناامنیو له امله له غلاوو، انسان تښتونو، وژنو او ګڼو نورو ستونزو سره مخ دي چې وروستۍ پېښه یې په کابل کې د یوه صراف د لور چې مهسا نومېده، وژل دي. Читать дальше...
اذربایجان په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د پانګونې ژمنه کړې ده. له ولسمشرۍ ماڼۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلي غني اذربایجان ته د خپل سفر په ترح کې د هغه هېواد د اقتصاد وزیر شاهین مصطفی وف سره په خبرو کې ټینګار کړی چې د دغو دوو هېوادونو سوداګریزې اړیکې دې لا پیاوړې شې. ولسمشر غني دا هم ویلي چې اذربایجان د افغانستان د وچو او تازه مېوو، زعفرانو او کرنیزو محصولاتو لپاره ښه مارکېټ کېدلی شي او ژر به دغه هېواد په اذربایجان کې د افغاني تولیداتو لپاره یو نندارتون جوړ کړي. له دې سره د اذربایجان... Читать дальше...
د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر ټوېټر لیکلي دي چې د افغانستان د سولې بهیر په سم لوري روان دی. خلیلزاد وړاندې لیکلي دي چې بېرته واشنګتن ډي سي ته ستون شوی دی. ښاغلي خلیلزاد او د ده ټیم د قطر په پلازمېنه دوحه کې له طالبانو سره تر شپاړس ورځنیو خبرو وروسته واشنګتن ته ستون شوی. خلیلزاد د دې غونډو په اړه معلومات د متحده ایالتونو له چارواکو سره شریک کړي دي. خو ده په دې برخه کې نور جزیات نه دي ورکړي.
د بلغاریا څارنوالان د استرالیا د هغه کس په اړه تحقیقات کوي چې شک پرې کېږي چې پرون یې د نیوزیلنډ په کریست چرچ ښار کې په دوو جوماتونو کې نهه څلوېښت تنه ووژل. د بلغاریا لوی څارنوال سوتیر ساتساروف پرون وویل، د استرالیا دغه مشکوک وګړی برینتون تارانت تېرکال د نومبر له نهمې تر پنځلسمې په بلغاریا کې و. د لوی څارنوال په وینا، تارانت ادعا کړې ده چې د لرغونو ځایونو د لیدنې لپاره بلغاریا ته تللی و. تارانت د دوه زره شپاړسم کال د ډېسمبر په اته ویشتمه او دېرشمه په بس کې صربیا، کرویشیا، مونتي نیګرو او بوسنیا هرزګوینا ته سفر کړی و.
د چین او د امریکا د متحد ایالتونو ترمنځ د پرېکړه لیک پر سر اختلاف د دې سبب شو چې دا ماموریت پرون په نیویارک کې...
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل د درېیمې امنیتي حوزې اړوند د کوټه سنګي په چوک کې د یوه مقناطیسي ماین په چاودنه کې یو تن وژل شوی او یو بل ټپي شوی دی. د کورنیو چارو وزارت د ویاند د دفتر سرپرست نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وویل چې دغه پېښه نن سهار رامنځته شوې ده. د نوموړي په خبره، ماین په یو شخصي کرولا ډوله موټر کې ځای پر ځای شوی و.
له افغانستانه د شاتګ وخت نه دی، دا د واشنګتن پوسټ ورځپاڼې د مقالې عنوان دی چې د امریکا د استخباراتو ...
په هند کې هندوان خپل مذهبي مېله هولي لمانځي. د هند په شمالي ښارګوټې بارسانه کې د هولي مراسم پېل شول.
سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې د افغان سولې په اړه د طالبانو د قطر د دفتر د مشر ملا برادر ...
په خوست کې د ژمن په نوم د یوه خصوصي ټلویزیون کارکوونکی سلطان محمود خیرخواه چې د جمعې په ورځ د ناپېژاندو وسله والو له خوا ټپي شوی و، تېره شپه په نهو بجو يې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه. سلطان محمود خیرخواه چې شااوخوا له تېرو پنځلسو کلونو په سیمه ییزو ټلویزیونونو کې ټولنیزې خپرونې پرمخ بیولې او له دوو کلونو راهیسې يې د ژمن په نوم د یو خصوصي ټلویزیون سره کار کاوه. سلطان محمود خیرخواه د جمعې په ورځ کور ته په لاره و چې اداري کمپلکس ته په نږدې سیمه کې د مخ پټو موټرسایکل سپرو له خوا ورباندې ډزې وشوې... Читать дальше...
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ویلي چې د جنګي جرمونو د نړیوالې محکمې استازو ته به چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د فعالیت د څرنګوالي په اړه تحقیق غواړي، وېزې ور نه کړي. هغه پرون د مارچ په پنځلسمه خبریالانو ته وویل چې دا کار په امریکا کې د قانون حاکمیت په اړه سوال پیدا کوي. مایک پامپیو وایي: "د امریکا متحده ایالات به دا ګامونه د نافذو قوانینو او د ملګرو ملتونو له موافقې سره سم واخلي، د وېزې محدودیت به زموږ د هڅو پای نه وي، که محکمه خپله لار بدله نه کړي، موږ نور اقدام ته هم تیار... Читать дальше...
د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ پرون د مارچ په پنځلسمه نېټه له خپلو لوړ رتبه پوځي او استخباراتي چارواکو سره د افغانستان په اړه پټه غونډه کړې ده. په دې غونډه کې د هغه مرستیال مایک پنس، د لویو درستیزانو د کمېټې مشر جوزف ډانفورد، د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو، د سي ای اې مشره جینا هاسپل او د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار جان بولټن حاضر وو. د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي د خپل هویت د پټ پاتې کېدو په شرط اسوشېټېډ پرېس ته ویلي چې دا کسان په واشنګټن کې د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب تر خبرو وروسته سره را غونډ شوي وو. Читать дальше...
د افغانستان د سولې عالي شورا په نیوزیلنډ کې پر جوماتونو پرونۍ حملې وغندلې. د دې شورا ویاند سید احسان طاهري پرون د مارچ په پنځلسمه پر ټوېټر ولیکل چې ترورېستان دین نه لري. د نیوزیلنډ په کرایسټ چرچ ښار کې پرون په دوو جوماتانو کې پر خلکو چې د جمعې د لمانځه د ادا کولو لپاره ورغلي وو، حملې وشوې. سید احسان طاهري دا حملې ترورېستي او وحشیانه بللې دي. د نیوزیلنډ د پولیسو مشر ویلي چې په دواړو حملو کې ۴۹ تنه وژل شوي او ۳۹ تنه زخمیان دي. په اسټرالیا کې د افغانستان سفارت پرون وویل چې په حملو کې یو افغان وژل شوی او درې نور افغانان سخت زخمیان دي.
امریکا، اروپايي ټولنې او کاناډا پر یو شمېر روسي چارواکو او سوداګرو نوي بندیزونه ولګول. دا کار د اوکراین په چارو کې د روسیې د خصمانه مداخلې د دوام له امله شوی دی. د امریکا د خزانې وزارت پرون د مارچ په پنځلسمه په دې اړه په یوه بیان کې وویل: "بندیزونه پر هغو وګړو او شرکتونو لګول شوي چې د اوکراین پر بېړیو د روسیې په غیر موجه حمله کې یې رول درلود، د کريمیا ټاپووزمې په جلا کولو کې یې مرسته کړې او د اوکراین په ختیځ کې یې د بېلتون غوښتونکو د غیرقانوني انتخاباتو ملاتړ کړی دی." د بندیزونو په لېست کې... Читать дальше...
محب په یوه ټوېټ کې لیکلي چې افغانان رښتینې او تل پاتې سوله غواړي او هغه هېوادونه چې د افغانستان شریکان ...
ډونالد ټرمپ پر ټوېټر لیکلي چې د نیوزیلنډ له صدراعظمې سره غږېدلی او ډاډ یې ورکړی چې امریکا هر ډول...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости