د نیو زیلینډ برید کې د نهو پاکستانیانو او دوو افغانانو د وژنې تصدیق
د مارچ پر ۱۵مه د نیو زیلینډ پر دوو جوماتونو د ډزو په پېښه کې ټول ۵۰ کسان وژل شوي دي چې پکې په افغانستان، بنګلا دېش، ترکیې، سعودي عرب، انډونیشیا، ملایېشیا،
د مارچ پر ۱۵مه د نیو زیلینډ پر دوو جوماتونو د ډزو په پېښه کې ټول ۵۰ کسان وژل شوي دي چې پکې په افغانستان، بنګلا دېش، ترکیې، سعودي عرب، انډونیشیا، ملایېشیا،
د هلمند مدني فعالان وایي، که له کجکي تر لښکرګاه د برښنا د لین د شبکې په پروژه کې د فساد مخه ونه نیول شي...
د افغانستان د مشرانو جرګې اداري پلاوی او د نړیوالو چارو افغان کارپوهان وايي چې مؤقت حکومت منل او راتګ یې د نظام د ړنګېدو په معنا ده.
د بوټو د ساتنې او قرنطين تر ټولو لوی لابراتوار به ډېر ژر ګټې اخېستنې ته وسپارل شي. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل چې د دغو لابراتوارونو له ډلې يو هم د کابل په بادام باغ کې د بوټو ساتنې او قرنطين لابرتوار دی. نوموړي وویل، پهدې مرکز کې نباتي ناروغۍ او افتونه له ډلې باکتريايي او ويروسي ناروغۍ پېژندل کېږي. د کرنې وزارت وايي، د دې لابراتوار د کار په پيلېدو سره به په هېواد کې کروندګرو او سوداګرو لپاره د ښه اسانتيا رامنځته کولو ترڅنګ د نړيوال سوداګريز سازمان «WTO» ژمنو ته هم ښه ځواب وویل شي.
یو شمېر چینايي کمپنۍ هڅه کوي چې د افغان سوداګرو د مالونو د انتقال لپاره تر ټولو اسانه او بانکي سیسټم رامنځته کړي. په افغانستان کې د «Beijing Ming Management» کمپنۍ عمومي مسؤل عین الدین نجمان نن ازادي راډيو ته وویل چې په راتلونکو څو ورځو کې به د افغانستان او چین یو شمېر بانکونه سره ونښلول شي، څو افغان سوداګر خپلې پیسې د دغو بانکونو له لارې ولېږدوي. نوموړي وویل، د وایټنر په نوم دغه سافټ ویر له لارې به د سوداګرو پیسې په شفافه توګه د بانکونو له لارې انتقالېږي. دا پهداسې حال کې ده چې تر دې مخکې... Читать дальше...
د نيو زيلېنډ وزيراعظمه نن د اتوار په ورځ په ويلېينګټن کې يو جومات ته تللې وه او هلته یې د مسلمانانو سره غمرازي وکړه. د جمعې په ورځ په نيوزيلېنډ کې پر دوو جوماتونو شوو ډزو کې ۵۰ کسان وژل شوي وو
د اندونیزیا په ختیځ پاپوا ولایت کې د زیاتو ورښتونو او سیلابونو له امله لږ تر لږه ۵۰ کسان وژل شوي دي. د ژغورنې ډلې وايي، دوی په سیلاب ځپلو سیمو کې د لادرکه کسانو په لټه کې دي. د پرلهپسې ورښتونو په نتیجه کې راوتلو سیلابونو او د مځکې خوئېدو پېښو ۵۹ نور کسان ژوبل کړي او لسګونو کورنو ته يې زیان رسولی دی. د اندونیزیا د طبیعي پېښو ادارې ویره ښودلې ده چې د ژغورنې د عملیاتو په بشپړېدو سره ښايي د مرګژوبلې شمېره لوړه شي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن له یوه لوړ پلاوي سره یوځای د متحده عربي اماراتو ابوظبۍ ته لاړ. جمهوري ریاست وايي، ولسمشر غني به پهدې سفر کې د اماراتو له ولیعهد شیخ محمد بن زاید النهیان سره خبرې وکړي او د دواړو مشرانو په حضور کې به د افغانستان او متحده عربي اماراتو د ګډې اعلاميې د خپرولو ترڅنګ په مختلفو برخو کې ۶ تفاهنامې هم لاسلیک شي. تمه ده چې دواړه هېوادونه د کرنې، پوهنې، کانونو، انرژۍ، فرهنګ او ورزش په برخو کې تفاهنامې لاسلیک کړي.
د غزني چارواکي وايي چې د دې ولایت مرکز ته څېرمه په قاضي کلا سیمه کې د ماین په چاودنه کې د ملي اردو سرتېرو او ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د ولایت ویاند محمد عارف نوري د یکشنبې په شپه ازادي راډیو ته وویل چې په دې چاودنه کې درې سرتیري وژل شوي او درې نور ټپیان دي. نوري زیاتوي له چاودنې وروسته وسلهواله نښته هم شوې ده، خو تر اوسه پورې د نورو تلفاتو په اړه راپورونه نهدي ورکړل شوي. بل لور د غزني د ملکي روغتون رئیس بازمحمد همت ازادي راډیو ته وویل چې د جګړې له ځایه دوه ټپیان هم د دوی روغتون ته ور وړل شوي چې ملکیان دي.
د بنګلهدیش د کرکټ ټیم چې لوبغاړي يې په نیوزیلنډ کې پر جوماتونو له وروستي برید ژوندي ووتل، خپل هېواد ته ستون شو. بنګلهدیشي لوبغاړو ویلي چې یو څه وخت به ونیسي چې د دې بریدونو له شاک څخه ووځي. د بنګلهدیش د ټیم کپتان محمدالله ریاض د ډهاکې په هوايي ډګر کې خبریالانو ته وویل: "فقط دومره ویلي شي چې دوی ډېر خوش نصیبه وو." د بنګلهدیش د کرکټ ټیم لوبغاړي په کرایس چرچ ښار کې د جمعې د لمانځه لپاره هغه جومات ته په داخلېدو و چې یوه وسلهوال پهکې پر راټولو شویو کسانو ډزې وکړې. په دوه جوماتونو کې په... Читать дальше...
په فاریاب کې پولیسو د شخصي موټرو له هیندارو د تور فلم د لېرې کولو کمپاین پېل کړ. هغوی همدا راز هغه نمبر پلېټونه چې خلکو په خپل سرلګولي له موټرو اخلي. د فاریاب امنیه قوماندان، جنرال غیبالله سادات پرون، د مارچ په شپاړسمه نېټه، د ازادي راډیو خبریال ته وویل: "ځینې کسانو د غیر قانوني کارونو لپاره په موټرو جعلي نمبر پلېټونه لګولي او پر ښیښو یې تور فلم لګولی وي." د فاریاب د مرکز مېمنې اوسېدونکي وايي چې جعلي نمبر پلېټونو او د تورو ښيښو موټرو ډېرې ګډوډۍ ته لار جوړه کړې ده.
په پنجشیر ولایت کې سلګونه کسانو د سولې پر هڅو خبرې وکړې. دا مشورتي غونډه پرون د مارچ په شپاړسمه د پنجشېر ولایتي شورا جوړه کړې وه. د شورا مرستیالې، راحله عطايي وویل: "په ۱۷ کلونو کې ښځو زیات پرمختګ کړی، د ولایتي او ملي شورا ګانو غړې دي، که طالبان راشي، څه فکر کوئ؟ ایا ستاسو خویندو ته به د تعلیم او کار اجازه ورکړي؟" وسلهوالو طالبانو د فبرورۍ په پینځمه نېټه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د اسلام او افغاني دود په چوکاټ کې د ښځو ټول حقونه مني. د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت ځانګړي استازي... Читать дальше...
د افغانستان ولسمشر ویلي، د هغو پوځي عملیاتو په اړه چې د ملکي تلفاتو ادعا پهکې شوې باید تحقیق وشي او جزئیات يې ژر تر ژره ورسره شریک شي. د ارګ په خبرپاڼه کې چې پرون د مارچ په ۱۶مه نېټه خپره شوه، ویل شوي چې ولسمشر پهدې اړه د امنیتي ارګانونو له مشرانو سره خبرې کړې دي. خبرپاڼه وايي چې په پرونۍ غونډه کې په پوځي عملیاتو کې د ملکي تلفاتو د مخنیوي طرحه هم ولسمشر ته وسپارل شوه. د ارګ په پرونۍ خبرپانه کې ویل شوي چې د حکومت رهبري د ملکي تلفاتو په اړه د معلوماتو نشتوالی نهشي منلای. په خبرپانه کې... Читать дальше...
د اذربایجان ولسمشر الهام علياف تر ۴۰۰ زیات زندانیان خوشې کړل. په هغوی کې د علياف د حکومت یو شمېر سیاسي مخالفین هم وو چې د بشري حقونو د ملاتړ یو شمېر نړیوالو ادارو سیاسي زندانیان بللي وو. علياف پرون د مارچ په ۱۶مه نېټه، د دې کسانو د ازادۍ فرمان لاسلیک کړ. د اذربایجان د روغتیا پخوانی وزیر علي انسانوف، ژورنالېست فکرت فرامزاغلو، د مساوات په نوم د مخالف ګوند یو غړی علي کرم خورشیدوف او د ولسي جبهې په نوم د مخالف ګوند مرستیاله ګوزل بیراملي څو پېژندل شوي کسان دي چې د فرمان له مخې له بنده ازاد شول. Читать дальше...
د امریکا د سمندري قواوو پخوانی منصبدار، مایکل وایټ په لس کاله زندان محکوم شوی دی. د هغه وکیل مارک زېد پرون د مارچ په شپاړسمه، له واشنګټنه اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس ته ویلي چې وایټ د ایران ستر مذهبي مشر، ایت الله علي خامنه اي ته د سپکاوي او پر انټرنیټ د شخصي معلوماتو د خپرولو په جرم محکوم شوی دی. له ۲۰۱۷ میلادي کال راهیسې چې ولسمشر دونالډ ټرمپ په امریکا کې قدرت ته رسېدلی، مایکل وايټ لومړی امریکايي وګړی دی چې په ایران کې نیول شوی دی. د هغه وکیل ویلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغه پر مایکل وایټ د حکم خبر ورکړ. Читать дальше...
د ونزوئلا لپاره د امریکا خاص استازي، ایلیت ایبرامز د مارچ په اتلسمه او ۱۹مه په روم کې د روسیې د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر سرګي ریابکوف سره ګوري. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون د مارچ په شپاړسمه دا خبر خپور کړ. پهدې اړه په بیان کې ویل شوي چې دواړه ډپلوماتان به په ونزوئلا کې د خراب وضعیت په اړه خبرې وکړي. به بیان کې راغلي چې ایبرامز به همدا راز په روم کې له یو شمېر چارواکو سره ګوري. د ونزوئلا د پارلمان مشر خوان ګوېدو چې د حکومت د اپوزېسیون مشر هم دی، د جنورۍ په ۲۳مه نېټه ځان جمهور رئیس اعلان کړ. Читать дальше...
په لیکنه کې ویل شوي، طالبان له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو مهالویش غواړي او د امریکا متحده ایالات بیا د دې ضمانت غواړي...
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان د سیاسي حالاتو په اړه ګنې لیکنې چاپ کړي دي.
د نوي زیلنډ صدراعظمې، جاسیندا آردرن خپلو پولیسو ته سپارښتنه کړې چې په ټول هېواد کې د جوماتونو امنیت تر هغو ونیسي چې د خطر امکان له منځه تللی وګڼل شي.
کمیسیون مستقل حقوق بشر افغانستان از افزایش تلفات ملکی در جریان عملیاتهای نظامی در افغانستان ابراز نگرانی کردهاست ...
د کندز سیمهییز چارواکي وايي چې دوی د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان پر اساس د دې ولایت پر څه باندې ۶۰۰۰ وچکالۍ ځپلو کوچیانو د زر ټُنه غنمو د وېشلو لړۍ پیل کړې ده.
د پکتیکا د ولایتي شورا غړي، ځوانان او مدني فغالان وايي، د دغه ولایت د «پې.ار. ټي» سامانونه د چور کېدو له حالت سره مخ او د کباړ په نوم پاکستان ته انتقالېږي.
د خوست د موسی خېلو ولسوالۍ ځوانانو او مشرانو د یادې سیمې په غرونو او غونډیو کې د نیالګیو د کینولو حشر پیل کړی دی.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости