دانش: د بيان ازادي د نورو مدني ارزښتونو د ټينګېدو اصل دی
د افغان ولسمشر دوهم مرستيال په يوه ټولنه کې د بيان ازادي د نورو مدني ارزښتونو د ټينګېدو اصل وبلله. سرور دانش نن په کابل کې د خبريالانو د ملي ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وويل: "که په يوه ټولنه کې د بيان ازادي حاکمه وي، دا د دې نښه ده چې په هغه هېواد کې بشري حقونه هم رعايت کېږي، سياسي، اقتصادي او فرهنګي ازادي هم پهکې شته." د ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې نى عمومي مشر مجيب خلوتګر پرون ازادي راډيو ته وويل، دا ورځ په داسې وخت کې لمانځل کېږي چې تر درېيو مياشتو په لنډه موده کې د رسنيو ٤ کارکوونکي وژل شوي دي. Читать дальше...