ارزګان کې پوهنیز کمپاین: خلکو! خپل ماشومان ښوونځیو ته واستوئ
په ارزګان کې د پوهنې رياست له لوري پهدغه ولايت کې د زدهکړو په برخه کې د عامه پوهاوي او ماشومانو زدهکړو ته د هڅولو په ...
په ارزګان کې د پوهنې رياست له لوري پهدغه ولايت کې د زدهکړو په برخه کې د عامه پوهاوي او ماشومانو زدهکړو ته د هڅولو په ...
نور سلطان نظربایف له نېږدې۳۰ کلنې واکمنۍ وروسته د قزاقستان د ولسمشرۍ له څوکۍ استعفا وکړه.
د افغانستان سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد وايي، د افغانستان د سولې بهیر له پېچلتياوو ډکه ده.
د ملګرو ملتونو راپور وايي، په ۲۰۱۸ز کال کې د افغانستان په جګړه کې ۹۲۷ ماشومان وژل شوي دي. د جګړې له امله زيات شمېر ماشومان له زده کړو بې برخي شوي او مزدوريو ته اړه شوي دي. د ۱۲ کلن ماشوم ذبيح الله پلار په ځانمرګي بريد کې وژل شوی، هغه او کورنۍ يې له کړاوه ډک ژوند تېروي.په دې اړه عبدالحی کاکړ د رویټرز ویډیويي اېډېټ کړې ده.
د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب د استعفا راپورونه رد کړل. د دې شورا مرستیال ویاند عبدالکبیر واثق ازادي راډيو ته وویل چې پهدې اړه خپاره شوي ټول خبرونه تشې اوازې او ښاغلی محب خپلې دندې ته دوام ورکوي. نوموړي زیاته کړه: "د محب د استعفا خبرونه یوازې فېسبوکي اوازې دي چې هېڅ صحت نهلري." تېره شپه داسې راپورونه خپاره شول چې ګوندې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب له خپلې دندې استعفا ورکړې، خو د ولسمشر اشرف غني له لوري نهده منل شوې. Читать дальше...
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې يا «يونېسف» د کرکټ وتلى ستورى راشد خان په افغانستان کې د ښه نيت د سفير په توګه ونوماوه. دغې ادارې نن په يوه اعلاميه کې ويلي له دې سره به ۲۰ کلن راشد خان د نجونو د زدهکړو د ودې، د خوارځواکۍ او ګوزڼ ناروغۍ په لهمنځه وړلو او د واکسين د پراختيا په برخه کې مرسته وکړي. راشد خان د يونېسف ادارې مننه کړې چې د روغتيا، تعليم او تغذيې په برخه کې د همکارۍ لپارهيې ورته زمينه برابره کړې ده. په افغانستان کې د يونېسف ادارې استازې ادېل خضر د راشد خان مننه کړې چې تر دې مخکې هم د ماشومانو حقونو ته ژمن و. Читать дальше...
افغان ځواکونو په کندز کې د وسلهوالو طالبانو د ځپلو په هدف پسرلني تصفیوي عملیات پیل کړي دي. په کندز کې د پامیر د شلمې فرقې د چارواکو د خبرو پر بنسټ، له دوو ورځو راهيسې دغه پوځي عمليات لا هم روان دي. د پامیر د شلمې فرقې درستيزوال سید قربان موسوي پهدې اړه نن ازادي راډيو ته وویل: "په روانو عملیاتو کې ۳۰ تنه وسلهوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او د دښمن یو شمېر مرکزونه هم تخریب شوي دي." په کندز کې د پامير د شلمې فرقې چارواکي خلکو ته ډاډ ورکوي چې ټولې سیمې به د وسلهوالو طالبانو له شتون څخه تصفیه شي. Читать дальше...
په نيوزيلنډ کې خاورو ته د هغو کسانو د سپارلو مراسم ترسره شول چې پر دوو جوماتونو په حمله کې وژل شوي دي. نن په کرايستچرچ ښار کې سلګونه کسانو د خالد مصطفى او د هغه د ۱۵ کلن زوى حمزه چې له سوريې کډوال شوي وو، د جنازې په مراسمو کې برخه واخیسته. تېره جمعه په دغه ښار کې پر دوو جوماتونو په ډزو ٥٠ کسان ووژل شول او نږدې ٤٠ تنه نور ټپيان شول. د استراليا يو ٢٨ کلن وګړی برينټون تارنت، پر لمونځ کوونکو په ډزو تورن شوى دى. په غير رسمي ډول ويل شوي چې په قربانيانو کې د پاکستان، افغانستان، بنګلهدېش، ترکيې،... Читать дальше...
د ۶۳۱ میلیونه ډالرو په ارزښت به بدخشان ته د برښنا رسولو او شیوهبند د جوړولو تفاهم لیک لاسلیک شو. جمهوري ریاست نن په یوه بیان کې ویلي چې د جمهور رئیس محمد اشرف غني په حضور کې بدخشان ته د برښنا رسونې او شیوهبند د جوړولو تفاهم لیک تېره ورځ ناوخته لاسلیک شوی. د دغه تفاهملیک هدف د اغاخان اقتصادي پراختیا صندوق او د دوی انکشافي شریکانو د ۶۳۱ میلیونه ډالرو پانګونې په ارزښت د بدخشان خلکو ته د برښنا تولید دی. د بدخشان ولایت د برښنا انرژۍ د اړتیاوو رفع کولو په خاطر د دغې پروژې د تړون موده ۳۰ کاله... Читать дальше...
د افغانستان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په بلخ ولایت کې د غوښینو چرګانو د روزنې لپاره د ۵۰ فارمونو د جوړولو چارې پیل کړي. د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه فارمونه هر یوه یې د ۵۰۰ چرګانو د روزنې وړتیا لري. یاد فارمونه د بلخ ولایت په نهر شاهي او بلخ ولسوالیو کې د اقتصادي ودې په هدف هغو اړمنو کسانو ته جوړېږي چې مخکې له مخکې سروې شوي دي. د چرګانو د فارمونو له جوړولو څخه هدف د چرګانو د بې کیفیته غوښو او هګیو د واردولو مخنیوی او د کورنیو اقتصادي پیاوړتیا ده.
د میدان وردګو ولایت چارواکي وايي، د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ۴ وسلهوال طالبان وژل شوي او يو ټپي دى. د ولایت مقام د مطبوعاتو مسؤل محیبالله شریفزوى نن چهارشنبه ازادي راډيو ته وویل چې بهرنیو ځواکونو تېره شپه دغه وسلهوال د نرخ ولسوالۍ اړوند په کورکه سیمه کې په نښه کړي دي. نوموړي وايي، دغو وسلهوالو د ملکي خلکو له موټره په استفادي وسلې لېږدولي چې بې پيلوټه الوتکې ورباندې حمله وکړه. وسلهوالو طالبانو تر اوسه پهدې اړه څه نه دي ویلي. خو د ميدان وردګ د ولایتي شورا غړي شريف الله هوتک بيا ويلي، چې وژل شوي کسان ملکيان دي.
په پام کې ده قاسم قاسم جومارت توکایف «Qasym-Zhomart Toqaev» به نن چهارشنبه د قزاقستان د سرپرست ولسمشر په توګه لوړه وکړي. له دې سره پهدغه هېواد کې د پخواني ولسمشر نور سلطان نظربايف نږدې ٣٠ کلنه واکمني پاى ته رسېږي. نظربايف چې د ولسمشرۍ له څوکۍ لېرې شو، تمه کېږي چې لاهم پهدغه هېواد کې له پراخ نفوذه برخمن وي. ۶۵ کلن توقايف چې په مسکو کې يې زده کړې کړي، د قزاقستان د صدراعظم او د بهرنيو چارو وزير په توګه يې هم دنده ترسره کړې ده. ده نن سبا د قزاقستان د مشرانو جرګې د رئيس په توګه دنده ترسره کوله. Читать дальше...
د امريکا متحدو ايالتونو د وسلو د کنټرول يوه چارواکې وايي، د ايران د ميزائيلو پروګرام منځنى ختيځ بې ثباته کوي او «د سيمهييزې وسلهوالې سيالۍ» خطر ته زمينه برابروي. د وسلو د کنټرول تاييد او تطبيق لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيالې يليم پابليتې وويل: "د ايران د ميزائيلو پروګرام د کړکېچ په زياتولو او د سيمې په بې ثباتۍ کې عمده رول لوبولى چې د سيمهييزې وسلهوالې سيالۍ خطر يې زيات کړى دى." پابليتې پرون په جنيوا کې د ملګرو ملتونو له خوا د بې وسلې کولو پر موضوع رابلل شوي کنفرانس ته دا خبره وکړه. Читать дальше...
د کابل د نن ورځې چاپ ورځپاڼو د بېلابېلو مسایلو په اړه تبصرې او مقالې خپرې کړي دي.
سټارز اېنډ سټرایپس ورځپاڼه لیکي د افغانستان ولسمشر اشرف غني چې یو وخت هیلهمند و چې وروسته له ۱۷ کلونو جګړې به ...
ملګرې ملتونه وايي، د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې یې تر ۱۲۲ زرو زیات هغه کسان معلوم کړي چې وروستیو سیلابونو ځپلي او بشري مرستو ته اړتیا لري. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې د سې شنبې په ورځ په یو راپور کې وویل، وروستیو سیلابونو په ټول افغانستان کې شاوخوا ۶۳ کسان وژلي او ۳۱ نور یې ټپیان کړي دي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا «OCHA» په خپل راپور کې زیاته کړې چې په کندهار او هرات ولایتونو کې د سیلابونو له کبله خلکو ته د اوښتو زیانونو ارزونه پای ته رسیدلي او... Читать дальше...
طالبان وايي، د بادغیس په بالامرغاب کې اسیر شوي ۵۸ افغان حکومتي سرتیري یې خوشې کړي دي. د افغانستان دفاع وزارت تردې مخکې ویلي و چې د بادغیس په بالامرغاب کې د سختو نښتو په نتیجه کې ۵۸ تنه امنیتي سرتیري د طالبانو لهخوا نیول شوي چې د خوشې کېدو لپاره یې هڅې رواني دي. خو د سې شنبې په ماښام طالب ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په یو استولې پیغام کې ویلي چې دا سرتېري د دوی د مشرتابه په امر خوشې شوي دي. دفاع وزارت تر اوسه د دې سرتېرو د خوشې کېدو په اړه تبصره نهده کړې.
د تهران په مهراباد هوايي ډګر کې یوې الوتکې د ناستې پرمهال اور اخېستی. چارواکي وايي، له پېښې څخه د الوتکې ټولې سپرلۍ ژغورل شوي دي. د ایران د بیړنیو خدمتونو د ادارې مشر پیرحُسین کولیوَند وايي، دې الوتکې پرون سې شنبه ماښام هغه مهال اور واخېست چې د ناستې پرمهال یې ټایرونه په سمه توګه ونه شو پرانېستلی. د نوموړي په وینا د دې «فوکر ۱۰۰» ډوله مسافر وړونکې الوتکې ټولې ۱۰۰ سپرلۍ پرته له مرګ ژوبلې ژغورل شوي دي. دا الوتکه د «ایران ایر» هوايي شرکت اړوند ده چې زیاتې برخې ته یې زیان اوښتی دی. ویل کېږي... Читать дальше...
د روسیې د دفاع وزیر په دمشق کې د سوریې له ولسمشر بشارالاسد سره کتلي دي. د روسیې دفاع وزارت وايي، سرګي شویګو بشار الاسد ته د ولسمشر ولادمیر پوتین پیغام سپارلی دی. پهدې اړه چې دا پیغام څه و، جزئیات نهدي ورکړل شوي. د روسیې د دفاع وزارت خبرپاڼه وايي چې شویګو او اسد د سې شنبې په ورځ د نړیوالې ترهګرۍ سره د مبارزې او د کړکېچونو له پای ته رسېدو وروسته د منځني ختیځ پر امنیت خپلو کې خبرې کړي دي. د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو همدارنګه ویلي چې د هېواد په ملاتړیې د ترهګرۍ پرضد مبارزه کې د پام وړ بریاوې ترلاسه شوي دي. Читать дальше...
د ونزوئلا لپاره د امریکا استازی وايي، متحدو ایالتونو او روسیې د ونزوئلا په اړه ګټورې او واقعي خبرې اترې کړي. خو الیټ ایبرامز زیاته کړې چې دواړه هېوادونه تر اوسه هم د ونزوئلا د کړکېچ د هواري پر څرنګوالي بېلابېل لیدلوري لري. الیت ایبرامز پرون سې شنبه د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت له مرستیال سرګي ریابکوف سره په روم کې له لیدنې وروسته وویل، د خبرو دا پړاو ستونزمن او په عین حال کې روښانه و. سره له دې چې د امریکا د ځانګړې استازي او د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال د سې شبې د ورځې لیدنه د تړلو... Читать дальше...
د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړى استازى زلمى خليلزاد وايي، د افغانستان د سولې پروسه له ...
د سالنګ لویه لاره چې یوه شپه او ورځ تړل شوې وه، بېرته د ترافیکو پر مخ پرانېستل شوې ده. د سالنګونو د حفظ او مراقبت رئیس عبدالبصیر حبیبي د سې شنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل، سخت توپان او واورې ښوئیدنې دوی اړ کړل چې د سالنګ لویه لاره د ترافیکو پر مخ وتړي. ښاغلي حبیبي وویل، اوس بېرته لاره پرانېستل شوې، خو نوموړې هغو موټر چلونکو ته چې له دې لارې تګ راتګ کوي سپارښتنه وکړه چې په احتیاط دې له سالنګونو تېر شي. نوموړي زیاته کړه: "زموږ جدي سپارښتنه دا ده چې موټر چلوونکي دې په ورو سرعت حرکت وکړي. باید چین او ځنځیر ولري. Читать дальше...
د کال وروستۍ ورځ ده او افغانستان په سختو امنیتي تدابیرو کې د ۱۳۹۸ هجري شمسي کال لومړۍ ورځې یا نوروز ته هرکلی ...
نور سلطان نظربایف له نږدې ۳۰ کلنې واکمنۍ وروسته د قزاقستان د ولسمشرۍ له څوکۍ استعفا وکړه. نږدې درې لسیزې کار او ...
په غزني کې د مدني ټولنو له لوري راوتلي ځوانانو د ښار په بېلابېلو برخو کې خیمې درولي او پهدغه ولایت کې د سېلاب ځپلو له پاره چندې راټولوي.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости