په پاکستان کې د افغانستان سفیر بېرته اسلام اباد ته ستنېږي
ټاکل شوې چې په پاکستان کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل بېرته اسلام اباد ته ستون شي. د پاکستان د صدراعظم عمران له هغو څرګندونو وروسته چې ویې ویل، د یوه موقت حکومت جوړېدل د افغانستان د ستونزې یوازنۍ حل لاره ده، افغان حکومت ښاغلی مشعل د سې شنبې په ورځ د سلا مشورو لپاره کابل ته راوغوښت. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دې څرګندونو په اړه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت له سپیناوي وروسته پرېکړه وشوه چې افغان سفیر خپلې دندې ته ستون شي. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي تېر ماښام... Читать дальше...