سرچینه: زلمی خلیلزاد نن کابل ته راځي
ټاکل شوې چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد نن...
ټاکل شوې چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد نن...
په فاریاب کې چارواکي د سېلابونو له امله د لسو تنو د مړینې خبر ورکوي. د والي ویاند احمد جاوید بیدار ازادي راډیو ته وویل: "په تېرو دوو درېیو ورځو کې چې په فاریاب کې سېلونه راغلي دي، شااوخوا لس تنه وژل شوي، پنځه ویشت تنه ټپيان شوي او دوه تنه تری تم دي." د فاریاب په پشتون کوټ، خواجه سبزپوش، شیرین تګاب، دولت اباد او قُرغان ولسوالیو کې او همداراز په مرکز میمنه کې سېلابونه بهېدلي دي. په تېرو درېیو ورځو کې د چارواکو په وینا، دې سېلابونو زرګونه کورونه وران کړي، زرګونه جریبه ځمکې یې لاندې کړي او شااوخوا دوه زره څاروي یې وژلي دي.
د دغه ولایت د عامې روغتیا مسؤلین وايي، د ګوزڼ دغه مثبته پېښه په چهارچینو ولسواليو کې ثبت...
د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر خبرداری ورکړ چې که چېرته د مکسیکو چارواکي د غیرقانوني کډوالو مخه ونه نیسي، له دغه هېواد سره به پوله بنده کړي. ډونالد ټرمپ پرون په فلوریډا کې خبریالانو ته وویل، که چېرته د غیر قانوني کډوالو ستونزه هواره نه شوه، نو ډېر امکان لري چې سر له راتلونکې اوونۍ سرحد بند کړي. ده وویل: "دغه اوس اوس دوه لوی موټر له ګواتیمالا راروان شوي دي، له مکسیکو راتېرېږي، مکسیکو کولای شي چې د دې کاروان مخه ونیسي، خو دا کار نه کوي، که یې مخه ونه نیسي، موږ به پوله وتړو." د مکسیکو د بهرنیو... Читать дальше...
د عراق ولسمشر برهم صالح وايي، دا په خپل هېواد کې د امریکايي ځواکونو د حضور سره کوم جدي...
د عراق د پارلمان رئیس د امریکا له متحده ایالتونو وغوښتل چې اجازه ورکړي چې عراق د لږترلږه درېیو کلونو په مخه له ایرانه برښنا واخلي. محمد الحلبوسي پرون په واشنګټن کې د امریکا د سولې په انسټيټیوټ کې وویل، ښایي ډېر وخت ونیسي چې عراق خپله انرژي په خپله چمتو کړي، نو هیله ده چې تر هغو پورې چې عراق له اقتصادي پلوه په خپلو پښو درېږي، اجازه ورکړل شي. الحلبوسي د عراق د سني اقلیت غړی دی چې له ایران سره ښې اړیکې لري. ده د امریکا د سفر په ترڅ کې د متحده ایالتونو له مرستیال ولسمشر مایک پنس سره کتلي دي. ... Читать дальше...
په ننګرهار ولایت کې پنځوس جریبه ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه شوه. د ننګرهار ولایت له نشه يي موادو سره د مبارزې رئیس ادریس ساپي ازادي راډیو ته وویل، له نشه يي موادو سره د مبارزې پولیسو په مومندرې ولسوالۍ کې (۵۰) جریبه ځمکه د کوکنارو له بوټو څخه پاکه کړه. ده وویل: "یوازې په مومندرې ولسوالۍ کې نه بلکې، د شینوارو، خوګیاڼيو او پچیر اګام ولسواليو په هغو سیمو کې چې امن دي، هلته هم د کوکنار کښتونه له منځه وړل شوي دي." د یادونې وړ ده چې تر دې مهاله د ننګرهار ولایت په ټولو ولسوالیو کې په رسمي ډول د کوکنارو د کښت اړولو کمپاین نه دی پیل شوی.
ورځپاڼې د شااوخوا لسو ولایتونو د مرګ ژوبلې شمېر د هغو رپوټونو په اساس خپور کړی چې خبریالانو یې په تأیید ...
کابل چاپ نننیو زیاترو ورځپاڼو بیا هم د سولې د هڅو او د سیګار د وروستي راپور په اړه لیکنې او تبصرې کړې...
خو د نظرپوښتنو پر اساس، درې کاندیدان، د اوکراین اوسنی ولسمشر پټرو پروشینکو، د هغه هېواد پخوانۍ صدراعظمه یولیا تیموشینکو او پېژندل...
د امریکا نامتو هنرمندې انجلینا جولي غوښتنه کړې چې د افغانستان د سولې لپاره به خبرو کې باید د افغانو ښځو شراکت زیات شي. انجلینا جولي په نړۍ کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ده. هغې پرون د مارچ په نهه ویشتمه د ملګرو ملتونو په سازمان کې وویل: "زرهاوو افغانې ښځې په دې وروستیو کې پرته له دې چې د خپل ژوند پروا وکړي، رامخکې شوي او نه غواړي چې د هغوی یا د هغوی د بچیانو حق د سولې په مذاکرو کې چې دوی ته برخه نه ده ورکړل شوې، قرباني شي." د روېټرز خبري اژانس په حواله، انجلینا جولي په ملګرو... Читать дальше...
د تخار ولایت پولیسو څه د پاسه لس کیلو ګرامه هیروئین ونیول. د تخار ولایت امنیه قوماندان عبدالرشید بشیر رسنیو ته وویل، دولس نیم کیلو ګرامه هیروئین په کلفګان ولسوالۍ کې هغه مهال ونیول چې په یوه موټر کې ځای پر ځای شوي او په پام کې وه چې له بدخشانه یې تخار ولایت ته قاچاق کړي. د یادونې وړ ده چې د دې موادو د قاچاقو په تور موټر چلوونکی هم نیول شوی دی.
د الجیریا په پلازمېنه الجزایر کې زرګونه کسانو پرون د مارچ په نهه ویشتمه نېټه مظاهرې وکړې. هغوی د ولسمشر عبدالعزیز بوتفلیقه د استعفا او د حکومتي نظام د بدلېدو غوښتنه کوله. پولیسو پر مظاهره چیانو د اوښکو بهوونکی ګاز استعمال کړی، یو شمېر کسان یې ووهل او مظاهره چیانو پولیس په ډبرو وویشتل. تر دې مظاهرو څو ورځې مخکې د الجیریا پوځ غوښتنه وکړه چې هلته د سیاسي بحران د پای ته رسېدو لپاره باید ولسمشر استعفا وکړي. عبدالعزیز بوتفلیقه تقریباً دوه لسیزې وړاندې په الجیریا کې د کورنۍ جګړې له پای سره چې دوه لکه کسان په کې ووژل شول، ځان مطرح کړ. Читать дальше...
د امریکا لوی څارنوال ویلیم بار پرون د مارچ په نهه ویشتمه وویل چې د ۲۰۱۶ میلادي کال د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د روسیې د مداخلې د امکان په اړه د ځانګړي مفتش رابرټ مولر رپوټ به د اپرېل د میاشتې په نیمايي کې خپور کړي. بار د امریکا د کانګرس د دواړو خونو د قضائیه کمېټې مشرانو ته په لیک کې لیکلي چې له رپوټه د حساسو مسئلو په لېرې کولو لګیا دی. دا رپوټ ۴۰۰ مخه دی. بار لیکلي: "په خپل کار کې د پرمختګ پر اساس داسې ګڼم چې د اپرېل د میاشتې ترنیمايي به یې خپرېدو ته تیار کړم." رابرټ مولر د مارچ په دوه... Читать дальше...
واشنګټن په ونزويلا کې د یو شمېر روسیې پوځيانو حضور غندلی دی. لوړرتبه امریکايي چارواکو پرون د مارچ په نهه ویشتمه وویل چې د ونزويلا په څېر هېواد ته چې له سیاسي او اقتصادي بحران سره مخامخ دی، د روسیې پوځیانو ورتګ بې ثباتي لازیاتولای شي. په همدې حال کې د ونزویلا لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي ایلیوت ابرامز پرون د بهرنیو چارو په وزارت کې خبریالانو ته وویل چې د امریکا حکومت اټکل کوي چې ۱۰۰ روسي پوځي استازي ونزویلا ته تللي دي. ایلیوت وویل چې د روسیې پوځيان د ونزویلا د هوايي دفاع پر راکټي سېستم اس... Читать дальше...
په افغانستان کې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله ۱۶ تنه مړه شوي او ۹ نور ټپیان دي. د بېړنیو حالاتو لپاره د دولت وزارت وايي چې څلور ولایتونه تر نورو ډېر ځپل شوي دي. د دې ادارې مرستیال ویاند حشمت بهادري پرون د مارچ په نهه ویشتمه ازادي راډیو ته وویل: "په هرات کې دوه تنه مړه او دوه ورک دي، په فاریاب کې دولس تنه مړه او اته زخمیان دي، د بادغیس په قادس ولسوالۍ کې یو او په بلخ کې هم یو تن مړ او یو بل ورک دی." بهادري وویل چې په بلخ، هرات، فاریاب او بادغیس کې سلګونه کورونه سېلابونو وړي او تخریب کړي دي. Читать дальше...
زلمي خلیلزاد ویلي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې د رد په اړه د پاکستان د حکومت وضاحت ته متوجې شوی دی. د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت ځانګړي استازي پرون د مارچ په نهه ویشتمه پر ټوېټر لیکلي چې د افغانستان د سولې له پروسې د پاکستان او د سیمې د نورو هېوادونو د ملاتړ هرکلی کوي. د پاکستان صدراعظم عمران خان د تېرې دوشنبې په ورځ وویل چې د افغانستان د حکومت دریځ په دې هېواد کې د سولې لپاره روانې هڅې له خنډ سره مخ کړي دي. خان وړاندیز وکړ چې په افغانستان کې دې موقت حکومت جوړ شي او ویې ویل چې دا د حل یوازنۍ لار ده. Читать дальше...
د افغانستان د سولې په اړه د امریکا د حکومت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پرون د مارچ په نهه ویشتمه ...
په بغلان ولایت کې څه د پاسه لس کیلو ګرامه هیروئین او چرس ونیول شول. د بغلان ولایت د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې (۱۳) کیلو ګرامه هیروئین او چرس هغه مهال ونیول شول چې په یوه کرولا موټر کې ځای پر ځای شوي او په پام کې وه چې له بغلان ولایته دباندې یې قاچاق کړي. د دې پېښې په تور یو تن نیول شوی او تر لومړنیو څېړنو وروسته له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ته معرفي شوی دی.
د هلمند ولايت چارواکي د نشه يي موادو په توليد او ساتنه کې د قاچاق کوونکو او طالبانو تر منځ د انډيوالۍ ...
په افغانستان کې یو شمېر معتادين نشه يي درمل له هغو درملتونونو څخه رانيسي چې له عامې روغتيا وزارت ...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости