طالبان: په ننګرهار کې یو ماشوم د یرغملګرو له منګولو وژغورل شو
په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت امنیه قومانداني وايي چې یو ماشوم یې د یرغملګرو له منګولو ژغورلی او خپلې کورنۍ ته سپارلی دی. د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند حافظ عبدالبصیر زابلي ازادي راډیو ته وویل، دا ماشوم شپږ میاشتې پخوا د کندز ښار له پنځمې حوزې تښتول شوی و.