افغانستان کې ۱۲۴ ماشومان د شري ناروغۍ مړه کړي
د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د شري ناروغۍ تر اوسه پورې په افغانستان کې ۱۴۲ ماشومان مړه کړي دي. د دې ادارې پر اساس په ټول افغانستان کې نږدې ۱۸ زره ماشومان په شري اخته شوي دي. د روغتیا نړیوال سازمان له دې جلا په یو بل خبر کې ویلي چې په افغانستان کې یې د ماشومانو د شري پر ضد واکسیناسیون په داسې حال کې پیل کړی چې دا ناروغي په شدت خپرېږي او د ماشومانو ژوند اخلي. د واکسیناسیون په دې کمپاین کې چې د شنبې په ورځ پیل شو او د پنجشنبې تر ورځې دوام کوي، یو ملیون او ۲ لکه ماشومان د شري پر ضد واکسین کېږي. Читать дальше...