Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Сентябрь
2022

Новости за 12.09.2022

مقاومت جبهې په پنجشېر کې د لسګونه طالبانو د وژلو ادعا وکړه

Pa.azadiradio.com 

په پنجشېر کې د طالبانو وسله وال مخالفان وايي چې طالبانو د ملا عبدالقیوم ‌ذاکر په مشرۍ د دوی پر ضد پراخ عملیات پیل کړي دي. له پنجشېر څخه د ترلاسه شویو راپورونو له مخې، طالبانو د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې د خپلو وسله والو مخالفانو پر ضد حملې پیل کړي دي. د طالبانو یوه وسله واله مخالفه ډله، چې د ملي مقاومت حبهه نومېږي، ادعا کوي چې په دغو حملو کې لسګونه طالبان وژل شوي دي. د دې جبهې ویندوی صبغت الله احمدي پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې طالبانو د فراج، ابدرې، حصارک، منجهور، عبدالله خیل، شابه، د درې... Читать дальше...

پوتین په زاپوریژیا اټومي بټۍ کې د ناورین د پېښېدو خبرداری ورکړ

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې د اوکراین پوځ د روسیې له لوري په نیول شویو سیمو کې چټک پرمختګ کوي، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په زاپوریژیا اتومي بټۍ کې د ناورین د پېښېدو خبرداری ورکړ. پوتین پرون پکشنبه د فرانسې له ولسمشر ایمانویل مکرون سره په په ټیلفوني خبرو کې خبرداری ورکړ چې په زاپوریژیا کې د روسي ځواکونو تر کنټرول لاندې سیمو کې د اوکرایني پوځیانو حملې غمیزه رامنځته کولی شي. کریمیلین پر خپله ویبپاڼه لیکلي چې د روسیې ولسمشر پر دغو تاسیساتو په تېره بیا د اټومي خځلو پر زېرمه د اوکرایني پوځیانو د پر له پسې حملو د دوام یادونه کړې ده. Читать дальше...



د افغانستان د فوټبال ځوانانو ملي لوبډله عمان ته رسېدلې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د فوټبال د ځوانانو ملي لوبډله عمان ته ورسېده. ټاکل شوې ده چې افغان لوبډله د اسیا تر شلو کلونو د کشرو لوبډلو د اتلولیو په سرلوبو کې ګډون وکړي. دا سیالۍ د سپټمبر له ۱۴ تر ۱۸ پورې د مسقط په سلطان قابوس لوبغالي کې ترسره کېږي. د افغانستان لوبډله به د تایلنډ، فلیپین او عمان له ټیمونو سره مخامخ شي. د افغان ځوانانو لومړۍ مسابقه به د چهارشنبې په ورځ له تایلنډ سره وي.

ایران د ملګروملتونو د اټومي انرژۍ څارونکو سره همکارۍ ته چمتووالی وښود

Pa.azadiradio.com 

ایران وايي، د ملګروملتونو د اټومي انرژۍ له څارونکو سره همکارۍ ته تیار دی. ایران د اتومي انرژۍ له څارونکو څخه په عین حال کې غوښتي چې د ایران د اټومي فعالیتونو په موضوع کې د اسراییل فشارونو ته غاړه کې نه ږدي. د ایران د باندنیو چارو وزارت ویندوی ناصر کنعاني دا خبره نن دوشنبه د اټومي انرژۍ د نن ورځې تر مهمې ناستې مخکې وکړه.

د اوکراین د امنیتي خدماتو پخوانی رييس د خیانت په تور نیول شوی

Pa.azadiradio.com 

د خارکییف په ختیځه سیمه کې د اوکراین د امنیتي خدماتو پخوانی عمومي رييس رومان دودین د خیانت په تور نیول شوی دی. ځايي رسنیو پرون یکشنبه د اوکراین د امنیتي سرچینو په قول وویل چې دودین د دغه هېواد د لوېدیځ په یوه سیمه کې نیول شوی او رسماً په دې تورن شوی چې د خیانت په نیت یې خپله دنده پرې ایښې ده.

د کرکټ اسیا جام سیالیو کې د سریلانکا د شپږم ځلي اتلولۍ جشن

Pa.azadiradio.com 

د سریلانکا د کرکټ ملي لوبډلې د تېرې یکشنبې په شپه د اسیا جام شل اوره سیالیو کې پاکستان ته په ماتې ورکولو اتلولي خپله کړه. د سریلانکا لوبډلې مینه والو په متحده عرب اماراتو کې د دې بریا جشن ونیوه. نور په ویډیو کې:

يو شمېر افغان ښوونکو د طالبانو د پوهنې د سرپرست وزير څرګندونې 'نا مسؤلانه' وبللې

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر افغان ښوونکي د طالبانو د حکومت د پوهنې وزارت د سرپرست نورالله منیر وروستۍ څرګندونې غیر مسؤلانه بولي. د طالبانو د حکومت د پوهنې د سرپرست وزیر نورالله منیر وروستۍ څرګندونې چې ویلي دي: " که ښوونکي د معاشونو په اوسنۍ اندازه خوشحاله نه وي لاړ دي شي بله دنده دې پیل کړي." له غبرګونونو سره مخ شوې دي. په بېلابېلو ولایتونو کې د یو شمېر ښوونځيو ښوونکي وايي، د پوهنې سرپرست وزير باید د دغه ډول څرګندونو پر ځای په روانو ناوړه حالاتو کې د ښوونکو ملاتړ وکړي. د پلازمېنې کابل په یو دولتي ښوونځي کې ښوونکی... Читать дальше...



د پوهنې وزير: خلک نه‌غواړي چې د نجونو ښوونځي دې پرانيستل شي؛ خو خلک يې ردوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د پوهنې وزير ارزګان ولایت ته د سفر پر مهال وویل چې، د افغانانو کلتور دا نه مني چې ۱۶ کلنې نجونې دې په اوسني شرایطو کې ښوونځيو ته لاړې شي. خو د ارزګان ولایت خلک دا خبري ردوي چې ګواکې دوی د نجونو ښوونځي نه‌غواړي. ددغه ولایت یو شمېر اوسېدونکو پر افغانستان له واکمنو غوښتنه وکړه چې له شپږم ټولګي پورته ښوونځي دې ژر تر ژره بېرته د نجونو پر مخ پرانيزي. د طالبانو د پوهنې سرپرست وزیر مولوی نور الله منیر وویل، د نجونو د ښوونځیو دروازې ځکه تړلي دي چې خلک نه‌غواړي له شپږم ټولګي پورته په خپلو لوڼو... Читать дальше...

پر امریکا د ترهګرو بریدونو ۲۱ کاله پوره شول

Mashaalradio.com 

پر امریکا د سپټمبر د یوولسمې د تروریستي حملو ۲۱ کاله پوره شول. دا دویم کال دی چې امریکا یې په افغانستان کې له خپل پوځي حضور پرته یاد ورځ نمانځي. نور حال د ازادۍ راډیو د خبریال اسد الله لودین په رپورټ کې.

کابل پريس کلب: د افغان خبريالانو د ستونزو په اړه مو ملګرو ملتونو ته ليک استولی

Pa.azadiradio.com 

کابل پریس کلب وايي، په پکتیا کې يې دافغان خبریالانو سره د شوي تاوتریخوالي او په ټوله کې د خبریالانو د ستونزو په اړه  يې د ملګرو ملتونو بشري څانګې او د رسنیو نړیوالو ملاتړو بنسټونو ته لیک استولی دی. د کابل پریس کلب له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د شنبې په ورځ د طالبانو د استخباراتو ریاست د پکتیا پریس کلب خبریالان بندیان کړي او سپک چلند يې ورسره کړی دی. په ورته وخت کې یو شمېر خبریالان وايي، ورځ تر بلې يې په وړاندې کاري ساحه تنګیږي. کابل پریس کلب وايي، د طالبانو د استخباراتو ریاست... Читать дальше...

د استنبول ښار په زړه کې د ماهیانو ښکار

Mashaalradio.com 

د ترکيې په استنبول کې پر باسفورس تنګي جوړ د ګلاتا په نوم پل د ښار دوه تاریخي برخې سره نښلوي. هره ورځ په زرګونه سیلانيان د پله او ورڅخه د ښار د ښکلې منظرې نندارې ته ورځي خو هلته په قطار کې ولاړ لسګونه کسان د کبانو ښکار هم کوي. د ماهیانو نیولو په اړه ویډیويي رپورټ.

له پوتين د ایمانویل مکرون غوښتنه: د اوکرايين له اټومي بټۍ خپل ځواکونه وباسئ

Pa.azadiradio.com 

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون له خپل روسي ساري، ولادمیر پوتین غوښتنه وکړه، چې د اوکرايین له یوې اټومي بټۍ خپلې وسلې او ځواکونه وباسي. مکرون دا غوښتنه وروسته له هغې وکړه، چې په دې اټومي بټۍ کې د یوې احتمالي فاجعې په باب په نړیواله سطحه اندېښنې مطرح شوې. د فرانسې او روسیې ولسمشرانو پرون یکشنبه د ټلیفون له لارې په خپلو کې خبرې وکړې. مکرون له پوتین دغه راز غوښتنه وکړه، چې د اوکرايین د غله جاتو د صادراتو په اړه هغه موافقه چې د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب ورباندې هوکړه وشوه، عملي کړي، چې دغه غله جات... Читать дальше...

ډبليو اچ او: تېر کال افغانستان کې د پوليو ضد واکسين ۸ کمپاينونه عملي شوي

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان یا (WHO) وايي، په تېر یوه کال کې په افغانستان کې په ملي کچه د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین ۷ او یو فرعي کمپاینونه عملي شوي دي. د دې سازمان په خبره، په دغو کمپاینونو کې دومره ډېر ماشومان واکسین شوي، چې په تېرو ۴ کلونو کې یې ساری نه و لیدل شوی. دغه سازمان نن په خپل رسمي ټویټر کې لیکلي، په افغانستان کې د ګوزڼ یا پولیو ختمېدل به له نړۍ څخه د پولیو د لمن د ټولولو په هدف کې مرسته وکړي. د روغتیا نړیوال سازمان وايي، تر هغو چې دا هدف ترلاسه شوی نه وي، دوی ارام نه کښېني. تر دې مخکې... Читать дальше...

پوتين په اوکرايين کې د يوې اټومي فاجعې د رامنځته کېدو خبرداری ورکړی

Pa.azadiradio.com 

د اوکرایین په اشغالي سیمو کې د اوکراییني ځواکونو له پرمختګ سره جوخت د روسیې ولسمشر د یوې اټومي فاجعې خبرداری ورکړی دی. ولاديمیر پوتین داسې وخت د اوکرايین په ختیځ کې د زاپروژیا په اټومي بټۍ کې د اټومي فاجعې خبرداری ورکړی چې د اوکرایین پوځیان د روسیې له خوا د اشغال شویو سیمو په بیا نیولو کې پرمختګ کوي. پوتین یکشنبه له خپل فرانسوي سیال امانویل مکرون سره په ټيلیفوني خبرو کې خبرداری ورکړی چې د روسي پوځيانو تر کنټرول لاندې په زاپروژيا اټومي بټۍ باندې د اوکراییني ځواکونو بریدونه به ناوړه پایلې ولري. Читать дальше...

د خوړو او درملو ملي اداره: کابل کې ۷۲ درملتونونه د کار جواز نه‌لري

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د خوړو او درملو ملي اداره وايي، په کابل ښار کې د درملتونونو څېړنې او معاینات ښيي چې ۷۲ درملتونونه یا د کار جواز او یا هم مسلکي کارکوونکي نه‌لري. د دې ادارې په اعلامیه کې چې پرون رسنیو ته استول شوې، راغلي چې پلټونکو ټیمونو د زمري له ۱۴مې د وږې تر ۱۴ پورې ۱۷۷ درملتونونه څارلي دي. په اعلامیه کې راغلي چې د سرغړونکو درملتونونو کار بند شوی دی. تر دې وړاندې هم په یو شمېر درملتونونو کې د تاریخ تېر درملو د خرڅلاو راپورونه ورکړل شوي وو.

طالبانو ترکيه کې افغان قونسلګرۍ لپاره استازی ټاکلی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د ترکیې په استانبول ښار کې د افغانستان د سرپرست سر قونسل په توګه د عبدالله صالحي د ټاکل کېدو خبر ورکړی. د ښاغلي صالحي د تقرر خبر په هغه مکتوب کې ورکړل شوی دی چې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي له لاسلیک سره ازادي راډیو ته رسېدلی. دا مکتوب په استانبول کې د افغانستان قونسلګرۍ هم تأیید کړی دی. عبدالله صالحي مخکې له دې په استانبول کې د افغانستان د قونسلګرۍ لومړی سکرټر و. ښاغلی صالحي لومړنی افغان ډیپلومات دی چې د طالبانو له خوا په ترکیه کې ټاکل کېږي. ښاغلی... Читать дальше...

يونېسف په پکتيکا او خوست کې ماشومانو ته د زده‌کړو ټولګي جوړ کړي دي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونېسف) وايي، په پکتیکا او خوست کې یې د جون میاشتې د زلزلې ځپلو ماشومانو لپاره د زده کړو ټولګي جوړ کړي دي. د یونېسف ادارې پرون په یوه ټویټ کې وویل چې، په دې اقدام سره ۴۰۰۰ ماشومانو ته د زده کړې زمینه برابره شوې ده. د جون د میاشتې زلزلې په دغو ولایتونو کې د یو زیات شمیر افغان ماشومانو د پلرونو او مېندو ژوند واخیست. په پکتیکا او خوست کې د جون میاشتې د زلزلې د تلفاتو رسمي احصایې ښيي چې تر ۱۱۵۹ ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی، زرګونه نور ټپیان شوي او تر ۳۰۰۰ ډېر کورونه ویجاړ شوي دي.

سرېلانکا د کرېکټ د اسيا جام اتلولي وګټله

Pa.azadiradio.com 

د اسیا جام پایلوبه بېګا په دوبۍ کې وشوه، سرېلانکا په اسیايي جام کې دا وار له شپږو لوبو یوازې یوه پر افغانستان بایللې وه پاتې نورې یې ټولې وګټلې او اتلولي یې په خپل نوم کړه. سرېلانکا په شلو اورونو کې ۱۷۰ منډې کړې وې، پاکستانۍ لوبډله په ۱۴۷ منډو باندې وسوځېده او هدف ته په رسېدو کې پاتې راغله. په دې ترتیب د اسیا د کرېکټ جام چې دا وار او د لومړي ځل لپاره شل اووریز ترسره شو سرېلانکا لوبډلې وګاټه. د سرېلانکا لپاره په دې لوبه کې تر ټولو زیاتې منډې بانوکا راجاپاکسا وکړې چې ۷۱ ناسوځېدلې منډې وې. خو... Читать дальше...

جو بايډن: ترهګر چې د نړۍ په هر ځای کې وي موږ يې څارو او له‌منځه يې وړو

Pa.azadiradio.com 

د امریکا ولسمشر وايي، ترهګر چې د نړۍ هر ځای کې وي دوی یې څاري او له منځه یې وړی. ولسمشر جوبایډن دا خبره د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر ۱۱ د بریدونو د ۲۱مې کلیزې په مناسبت یاغونډې ته په وینا کې وکړه. په هغو بریدونو کې نږدې درې زره امریکایان وژل شوي وو. د امریکا متحده ایالتونو ولسمشر جوبایډن ویلي سره له دې چې، د افغانستان ماموریت پای ته ورسېد خو د امریکا د دفاع لپاره هوډ پای نه مومي. ولسمشر بایډن د خپلې وینا یوه برخه کې وویل: "لس کاله یې وخت ونیوه څو اسامه بن لادن هدف وګرځوو او له‌منځه یې یوسو. خو موږ دا کار وکړ. Читать дальше...

رينا اميري: د ښوونځيو تړل کېدل په دين او کلتور پورې تړاو نه‌لري

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بشري حقونو، ښځو او نجونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې ویلي د نجونو د تعلیم د مخنیوي په خاطر د طالبانو «ظالمانه او تخریبي» سیاست د دوام لپاره هېڅ توجیه نه‌ده موجوده. رینا امیري دغه څرګندونې یکشنبه وروسته له هغه وکړې چې په پکتيا کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو له‌خوا یو لاریون وشو. د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د نجونو د زده کړو په اړه د طالبانو تګلاره د خواشیني وړ بللې او ویلي یې دي چې، دا کار د افغان نجونو خوبونه ماتوي او افغانستان لا پسې د فقر او نا امیدۍ خواته وړي. Читать дальше...



Москва

Обвалилась кровля На горящем заводе в Москве удалось локализовать огонь


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: На Пасху городской транспорт будет работать дольше



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Бато Багдаев

Артистка Госцирка Бурятии Аригма Цыремпилова начинала как девочка-каучук (Культура в России, Дети и Театр)




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Новинка от Edifier: беспроводные наушники Comfo Run для занятий спортом

В дивизии имени Ф.Э. Дзержинского Росгвардии стартовал турнир по боксу «Кубок Победы»

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о чемпионате по профмастерству в авиастроении


WTA

Соболенко вышла в полуфинал турнира WTA-1000 в Мадриде



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Участников СВО обучат для работы в органах власти



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России