Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Сентябрь
2022

Новости за 25.09.2022

مېکسیکو کې سپيو له ښوونځي د فراغت سندونه اخیستي

Mashaalradio.com 

په مېکسیکو کې کورنیو سپیو د قدرتي ناورينونو پر وخت د خپل څښتن د ژغورلو لپاره له تربیتي سکول څخه د فراغت سندونه تر لاسه کړي دي. د سپيو مالکان وايي خوشحاله دي چې سپي یې و روزل شول. دغه سپي د زلزلې پر وخت د مالک د موندلو پر جوګه کېدو سربېره نور مهارتونه هم لري. رویټرز خبري اژانس په دې اړه ویډیويي راپور لري

روسیه کې د پوځي انسجام ضد اعتراضونه؛ امنیتي ځواکونو نږدې۸۰۰ کسان نیولي

Pa.azadiradio.com 

په روسیه کې نږدې ۸۰۰ کسان داسې مهال نیول شوي چې په هغه هېواد کې د قسمي پوځي انسجام پر خلاف اعتراضونه روان دي. د OVD-Info په نوم د بشري حقونو دلې د اطلاعاتو له مخې، تر نن یکشنبې پورې په ۳۳ ښارونو تر ډېره مسکو کې لږ تر لږه ۷۹۶ تنه نیول شوي دي. دغه ډله چې په روسیه کې سیاسي توقیفونه او نیول کېدل څاري وايي، ځینې کسان چې تر پوځي رابلنې وروسته د مخالفانو د ځپلو پر مهال نیول شوي، کشران دي. اعتراضونه څو ساعته وروسته له هغې پیل شول چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین تېره چهارشنبه د پوځي انسجام اعلان وکړ... Читать дальше...

بدخشان کې چاودنې یو کس وژلی او درې ټپیان دي

Pa.azadiradio.com 

د بدخشان په مرکز فیض اباد کې چاودنې یو کس وژلی او ۳ یې ټپيان کړي. په بدخشان ولایت کې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس معزالدین احمدي وايي، دا چاودنه نن ۴ بجې او ۲۳ دقیقې د فیض اباد د ښاروالۍ څنګ ته وشوه. احمدي زیاتوي چې یو وژل شوی او درې ټپیان ملکي کسان دي او طالبانو ته په دې چاودنه کې تلفات نه دي اوښتي. په فیض اباد کې دا چاودنه داسې مهال کېږي چې له څو ورځو راهیسې د بدخشان په څو ولسوالیو کې د طالبانو او مقاومت ملي جبهې ترمنځ وسله والې نښتې هم شوې دي.



تاجکستان او قرغزستان بیا د وروستیو نښتو ملامتي پر یوه او بل واچوله

Pa.azadiradio.com 

تاجکستان او قرغزستان یو وار بیا د پولې په اوږدو کې د وروستیو خونړیو نښتو ملامتي پر یوه او بل واچوله. د تاجکستان د بهرنیو چارو وزیر سراج الدین مهرالدین پرون شنبه د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په وینا کې د قرغزستان د ولسمشر صدر جباروف د څرګندونو په باب خبرې وکړې. مهرالدین د تاجکستان پخوانۍ ادعا بیا تکرار کړه، هغه دا چې قرغزستان د اوربند له موافقې سرغړونه کړې ده. خو قرغزستان ویلي چې له دې موافقې سره سم یې عمل کړی دی. د قرغزستان ولسمشر تېره سې شنبه د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په خبرو کې پر... Читать дальше...

د افغان نجونو ښوونځیو پرانیستو په اړه د پاکستان له صدراعظم مرسته غوښتل شوې

Pa.azadiradio.com 

د نجونو د زده کړې د حقونو فعالې ملالې یوسفزۍ د پاکستان له صدراعظم شهباز شریف څخه غوښتي چې پر افغان طالبانو فشار راوړي څو په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونو زده کوونکو ته ښوونځي ته د تګ اجازه ورکړي. میترا د یوولسم ټولګي زده کوونکې چې نه شي کولی ښوونځي ته لاړ شي، اوس یې حکاکي یا پر لرګیو نقاشي پیل کړې. میترا چې له یوه کال راهیسې له زده کړو بې برخې ده وايي، غواړي ښوونځي ته د نه تګ اندېښنه د نقاشۍ او د تزیني توکو په جوړولو سره هېره کړي. نوموړې ازادي راډیو ته وویل، چې د نجونو لپاره د ښوونځیو... Читать дальше...

سیند له وفاق او پنجابه سېلاب ځپلو سیمو ته د روغتیاپالانو استولو غوښتنه کړې

Mashaalradio.com 

د سيند په دادو کې د سېلاب ځپلو د درملنې پر چارو بوخت د ځوانو ډاکترانو د اتحاديې يو غړی ډاکټر يعقوب زرګون وايي، د سيند په يوشمېر سيمو کې لا هم اوبه ولاړې دي او ځکه نو پکې بېلا بېلې ناروغۍ خپرېږي.



په بدخشان کې د طالبانو او مقاومت جبهې ترمنځ جګړه شوې

Pa.azadiradio.com 

په بدخشان کې د طالبانو او مقاومت جبهې ترمنځ جګړه شوې. په بدخشان ولایت کې د طالبانو او مقاومت جبهې ترمنځ جګړه د دواړو لوریو له خوا تاييد شوې ده. په بدخشان کې د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس معاذالدین احمدي وايي، د بدخشان د څلورو ولسوالیو ترمنځ د شېوې په سیمه کې نښتې شوي چې د نوموړي په وینا په دې نښتو کې دوی د مقاومت جبهې څلور وسله وال وژلي او ۲ یې ژوندي نیولي دي. احمدي زیاتوي: "یو شمېر مخالفان چې ۲۰ یا ۳۰ کسه وو، د یفتل، ارغنج خواه، شغنان او راغستان ولسوالیو ترمنځ د شېوې په سیمه کې... Читать дальше...

د اوکراین ولسمشر تسلېمېدونکو روسي سرتېرو ته د ضمانتونو وړاندیز وکړ

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي د روسیې هغو پوځیانو ته چې اوکرایني ځواکونو ته تسلیمېږي، نوي ضمانتونه وړاندې کړل. د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي په خپله پرونۍ وینا کې په روسي ژبه هغو روسي پوځیانو ته یوشمېر ضمانتونه وړاندې کړل چې جګړه کې نیول کېږي. نوموړي هغو سزاوو ته هم اشاره وکړه چې تازه په روسیه کې د تښتېدونکو یا هغو کسانو په ضد اعلان شوې چې له پوځي بسیج سره مخالفت لري. زلنسکي ویلي، اوکراین تسلیمېدونکو روسي سرتېرو ته درې خبرې تضمینوي، لومړی دا چې له هغوی سره به متمدنانه چلند کېږي، دویم دا... Читать дальше...

ملګري ملتونه: ګڼو افغان کورنیو خپلې وړې لوڼې واده کولو ته مجبوره کړي

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې د بېوزلۍ او نهیلۍ له کبله ګڼو کورنیو خپلې لوڼې په وړوکوالي کې واده کولو ته مجبوره کړي او اوس د دغو نجونو د څارنې او خوندیتوب مسوولیت ور تر غاړې دی. ملګرو ملتونو نن په یوه اعلامیه کې ویلي، له کله چې طالبانو پر افغانستان ولکه ټینګه کړې د نجونو پرمخ د منځنیو ښوونځیو او لېسو دروازې تړلي دي. تر یوه کال زیاته موده کېږي چې طالبانو په ملي او نړیواله سطحه د غوښتنو برخلاف نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د نور تعلیم اجازه نه ده ورکړې.

ایران کې د اعتراضونو دوام؛ حکومت پر انټرنېټ محدودیتونه لګولي

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې په ایران کې اعتراضونه روان دي، حکومت پر انټرنېټ محدودیتونه لګولي دي. د نېټ بلاکز په نوم د ویبسایټونو یوه څارونکي بنسټ پرون راپور ورکړ، چې په ایران کې د سکایپ فعالیت بند شوی او دا پر مخابراتي خدماتو د لګېدلو محدودیتونو لړۍ ده. تر دې مخکې پر نورو شبکو لکه انسټاګرام، واټس اپ او لینکډاین هم محدودیتونه لګول شوي دي. په ایران کې د ۲۲ کلنې مهسا امیني تر مړینې وروسته اعتراضونه روان دي. مهسا امیني د سپټمبر میاشتې پر ۱۳مه په بشپړ ډول د حجاب نه رعایت په تور د ایران د «ګشت ارشاد» پولیسو... Читать дальше...

امېل: افغانستان کې پر ښځو محدودیتونه پراخ شوي

Pa.azadiradio.com 

په ایران کې د ۲۲ کلنې مهسا امیني تر مړینې وروسته اعتراضونه روان دي چې ګڼې ښځې هم په کې برخه لري. ۲۲ کلنه مهسا امیني د سپټمبر میاشتې پر ۱۳مه په بشپړ ډول د حجاب نه رعایت په تور د ایران د «ګشت ارشاد» پولیسو له لوري ونیول شوه. هغه درې ورځې وروسته په کوما حالت کې روغتون ته ولېږدول شوه او بالاخره یې هلته ساه ورکړه. دا پېښه په ټول ایران کې د پراخو مظاهرو سبب شوه. په افغانستان کې هم د طالبانو تر بیاواکمنۍ وروسته ګڼو ښځو د خپلو حقونو لپاره لاریونونه کړي دي. زموږ همکار صالح محمد صالح د ښځو د حقونو... Читать дальше...

تحریک انصاف د ګرانۍ ضد مظاهرې کړې دي

Mashaalradio.com 

پاکستان تحریک انصاف ګوند د خیبر پښتونخوا په ګډون د هېواد په زیاتره ښارونو کې د ګرانۍ ضد احتجاجي غونډې کړې دي. د مظاهرو ګډونوالو د سېپټېمبر پر ۲۴مه په مردان او سوات کې د خیبر پښتونخوا له صوبايي او د پاکستان له وفاقي حکومته د ګرانۍ کمولو غوښتنې وکړې. د پاکستان وفاقي حکومت وايي، په ۲۰۱۸ز کال کې د تحریک انصاف له واکمنېدو راهیسې د ۲۰۲۲ز کال په اپرېل کې د پخواني وزیراعظم عمران خان تر ګوښه کېدو پورې د هېواد اقتصاد خورا خراب شو چې له وجې یې ګراني زیاته شوې چې د کمولو هڅې یې کوي. ویډیويي رپورټ.

اختر علي شاه وايي د ترهګرۍ ضد قامي کړنلارې عملي کول امن راوستی شي

Mashaalradio.com 

په مشال مرکه کې مو د خیبر پښتونخوا د کورنیو چارو له پخواني سېکرټر سید اختر علي شاه سره خبرې کړې دي. نوموړی د صوابۍ دی او د خیبر پښتونخوا د قبایلي ضلعو په ګډون په یوشمېر ښارونو کې یې پر دولتي څوکیو دندې ترسره کړې دي. دی د ناامنۍ وروستیو پېښو ته په کتو وايي، په سوات کې د ۲۰۰۷ز په څېر حالات نه دي ځکه چې هغه وخت وسله والو یو موازي حکومت جوړ کړی وو. دی وايي، د ترهګرۍ ضد د قامي تګلارې بشپړ عملي کول امن ته لاره هوارولای شي. د خیبر پښتونخوا امنیتي حالاتو په اړه بشپړه مرکه د غږ په ځای کې واورئ.

علي وزیر له روغتونه تر فراغت وروسته خیبر پښتونخوا ته لېږدول کېږي

Mashaalradio.com 

عدالت د سېپټېمبر پر ۱۳مه په کراچۍ کې په څلورمه او وروستۍ مقدمه کې د وزیر ضمانت درخواست منظور کړی وو خو د هغه پرضد په میرامشا کې مقدمه دایره شوې ده نو ځکه پولیسو او د زندان چارواکو د خالي (شنبې) پر ورځ د خیبر پښتونخوا پولیسو ته سپارلی دی.

د ملګرو ملتونو عمومي غونډه کې د افغانستان په استازیتوب څوک خبرې نه کوي

Pa.azadiradio.com 

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست دایمي استازي نصیر احمد فایق ویلي چې سږکال به د دغه سازمان په عمومي غونډه کې هیڅوک د افغانستان په استازیتوب خبرې ونه کړي. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست دایمي استازی نصیر احمد فایق وایي چې سږ کال به هم د دغه سازمان په عمومي اسامبله کې د افغانستان په استازیتوب خبرې ونه کړي. ښاغلي فایق د سپټمبر په ۲۴ ناوخته په خپله ټویټر پاڼه لیکلي: "افغانستان او میانمار د هغه توافق له مخې چې تېر کال په عمومي اسامبله کې رامنځته شو او خبرې یې ونه کړې سږکال به هم په هماغه... Читать дальше...

يوه هندي وګړي په سلګونو ټايپ رايټران راټول کړي دي

Mashaalradio.com 

د ټیکنالوجۍ پر دې پرمختللې دور کې هم د هند ځينې وګړي د زړو زمانو ټايپ رايټرانو د ساتلو شوق لري. يوه هندي وګړي د ۴۵۰ ټايپ رايټرانو يو ميوزيم جوړ کړی چې هدف يې دا دی چې دا د خلکو په حافظه کې پاتې شي. د رويټرز اژانس ويډيو.


Музыкальные новости
Концерт

Концерт дома детского творчества





Rss.plus
Арцах

Операция "Кольцо" 33 года спустя: Государственный терроризм на территории Республики Армения




Новосибирская область в мае представит программу научно-технического развития

Авиация, обрушение кровли и 120 спасателей. На востоке Москвы горит трехэтажное здание

Прошел юбилей со дня рождения художника Николая Крымова

Вверх или вниз? Эксперты объяснили, как изменятся цены на новостройки в мае




طالبانو په ټول افغانستان کې د ژورو څاه ګانو مالکانو ته نوې سپارښتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني چې لا هم د امریکا او د ملګرو ملتونو په تور نوملړ کې دی له والیانو، امنیه قوماندانانو او ولسوالانو غوښتي چې د ژورو څاه‌ګانو مالکانو ته، د څاه‌ګانو د سرونو د پوښلو سپارښتنه وکړي. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور رسنیو ته یو استول شوي پیغام کې ویلي: "ټولو اړونده چارواکو ته هدایت ورکول کېږي چې په خپلو اړوندو ولایتونو کې د څاه‌ګانو مالکینو ته خبر ورکړي، څو د خپلو څاګانو سرونه پټ کړي. د نه پټولو په صورت کې به اړوند کسان عدلیي او... Читать дальше...

د افغانستان د نجونو د فوټبال ټيم لوبغاړې له يوه البانيايي ټيم سره تمرين کوي

Pa.azadiradio.com 

۱۹ کلنه شبانه شريفي شاوخوا يو کال مخکې، وروسته له هغې چې طالبان پر کابل واکمن شول، له افغانستان ووته او البانيا ته لاړه. هغه چې يو وخت د افغانستان له ۲۳ کلنو د کم عمره فوټبال ملي لوبډلې غړې وه اوس په البانيا کې له يوه سيمه‌ييز ټيم سره د مېلمنې په توګه تمرين کوي.

ملګرو ملتونو له افغانستان سره د امریکا د تازه بشري مرستې هرکلی وکړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي ماموریت یا یوناما مرستیال د امریکا د متحدو ایالتونو د تازه بشري مرستې هرکلی وکړ. رامز الاکبروف پرون په ټویټر کې لیکلي، د ملګرو ملتونو د افغانستان څانګه او اوچا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سخاوتمندانه مرستې منندوی دي. د ده په وینا دغه مرستې به په افغانستان کې د خلکو د اساسي اړتیاوو پوره کولو او د ژوند ژغورنې پر چارو ولګول شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دوی په افغانستان کې د خلکو د بشري اړتیاوو پوره کولو لپاره د نږدې ۳۲۷ ملیون ډالرو په ارزښت اضافي بشري مرسته برابروي.

په افغانستان کې د ګوزڼ په وړاندې د مبارزې پر هڅو خوښي څرګنده شوې

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان یوه چارواکي په وروستیو دوو کلونو کې په افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ یا پولیو په وړاندې د مبارزې پر هڅو خوښي وښوده. په دغه سازمان کې ماشومانو د ګوزڼ یا فلج د اپیډمي لوژي مخکښ کارپوه، ډاکټر زبیر ودود پرون په هغه ویډیويي پیغام کې چې د روغتیا نړیوال سازمان خپور کړی ویلي: "کله چې د افغانستان او پاکستان خبره راځي، دا ډېره هڅوونکې ده چې لیدل کېږي په تېرو دوو کلونو کې ډېر پرمختګونه شوي. په افغانستان کې تر درېیو ملیونو ډېر ماشومان چې مخکې یې امکانات نه درلودل په دوامدار... Читать дальше...

افغانستان سره د امریکا د مرستې کچه له یو میلیارد ډالرو واوښته

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو نوې شارژدافیره وايي، د ۲۰۲۱م کال له اګست میاشتې راهیسې له افغانستان سره د واشنګټن مرستې څه باندې یو اعشاریه یو میلیارد ډالرو ته ورسېده. کرن ډیکر پرون په ټویټر کې لیکلي، د امریکا متحد ایالتونه «له افغانستان سره د بشرپاله مرستو یوازېنی ستر تمویلوونکی هېواد دی.» د امریکا نوې شارژدافیره وايي، په اوسنیو ستونزمنو شرایطو کې د افغانستان له خلکو سره د قطر دوامداره مرستې ورته د ستایلو وړ دي او د کرن ډیکر په وینا دا په خپله په سیمه کې د سولې او تیکاو لپاره د قطر د ژمنتیا يوه پیاوړې نښه ګڼل کېږي. Читать дальше...

د هند په شمال کې د توفاني هوا له کبله لږ تر لږه ۳۶ کسان مړه شوي

Pa.azadiradio.com 

د هند په شمال کې چارواکو پرون وویل چې د ۲۴ ساعتونو په موده کې د توفاني هوا له کبله لږ تر لږه ۳۶ کسان مړه شوي. په دې ډله کې ۱۲ کسان د تالندې له کبله مړه شوي او چارواکو خبرداری ورکړی، چې په راروانو ورځو کې به د اورښتونو شدت لا پسې زیات شي. په شمالي ایالت اترا پردېش کې ۲۴ کسان هغه وخت مړه شول، چې کورونه یې تر سختو اورښتونو وروسته ونړېدل. په دغه ایالت کې د یوې اوونۍ په موده کې د تالندې له کبله د مړو شمېر ۳۹ ته رسېدلی دی.



Москва

«Кубок футбольных мам» прошел на стадионе «Москвич» в Лобне


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: На Пасху городской транспорт будет работать дольше



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Бато Багдаев

Бурятия, Россия, Дети, Концерт: Театр кукол Ульгэр в Улан-Удэ представит "Вальс Победы" к празднику




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о чемпионате по профмастерству в авиастроении

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о подготовке специалистов в спортивной сфере

В дивизии имени Ф.Э. Дзержинского Росгвардии стартовал турнир по боксу «Кубок Победы»


WTA

Андреева обыграла Паолини и вышла в 1/4 финала турнира WTA в Мадриде



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Жизнь

Героическое участие армян в СВО. Часть третья



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России