Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Сентябрь
2022

Новости за 21.09.2022

سیند کې سېلابونو د څارویو لپاره د ګیا کمی رامنځته کړی

Mashaalradio.com 

چارواکي وایي د پاکستان په ورستیو سېلابونو کې تر لسو لکو زیات څاروي وژل شوې دي. د دې ترڅنګ سېلابي اوبو ځیني څاروي له ځان سره وړي او څه بیا له ناروغیو مړه شوې دي. خو په سیند صوبه کې د څارویو مالکان وایي هلته ګیا او د څارویو لپاره د خوراک سخت کمی دې نو ځکه زیاتره یې له لوږې مړه کیږي. نور تفصیل د رويټرز اژانس په ویډیویي رپورټ کې

په کابل کې چاودنې ۳ کسان وژلي، ۱۳ ژوبل کړي دي

Mashaalradio.com 

د افغانستان  په سرښار کابل کې نن (د سيپتمبر په ۲۱مه) د يو ریسټورنټ سره نيږدې شوې چاودنه کې ۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۳ نور زخميان دي.‌ د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند خالد ځدراڼ مشال راډيو ته ويلي چې د دهمزنګ څلور لارې سره شوې د دې برید انګېزه لا معلومه نه ده خو لږ تر لږه پکې ۳ کسان مړه او ۱۳ زخميان دي. خو په ټولنيزو رسنيو ځيني ويډيوګانې خپرې شوې چې خلک پکې د ګېس خرڅولو دکان سره نيږدي زخميان وباسي. د زخميانو وړونکي په ويډيو کې وايي چې چاودنه د یوې ګیس ډبې له چاودنې شوې خو په کابل کې د طالبانو د حکومت چارواکي وايي پلټنې یې روانې دي. Читать дальше...

د پاکستان کورنيو چارو وزیر: جبري لادرکۍ د ریاست لپاره شرم دی

Mashaalradio.com 

د پاکستان کورنيو چارو وزير وايي د رياست لپاره دا د شرم خبره ده چې خلکو سره د قانوني چلند پر ځای هغوی په زور لادرکه او بیا یې مړي وموندل شي. د کورنيو چاروزير رانا ثناالله د سيپتمبر په شلمه په کراچۍ کې د متحده قامي مومنټ د سياستوالو سره تر ملاقات وروسته پر ټويټر ليکلي چې دا هم هر چا ته معلومه ده چې په دې برخه کې د ملکي حکومت واک تر کومه حده وي خو کوښښ کوي چې په "افهام و تفهيم" سره دا مسله حل شي. رانا ثناالله او د اقتصادي وزير ایازا صادق د سيپتمبر په شلمه کراچۍ ته د متحده قومي مومنټ مشرانو سره... Читать дальше...



کابل کې د امنیتي پېښو دوام؛ دهمزنګ کې چاودنې ۳ کسان وژلي او ۱۳ ټپیان دي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو امنیتي مسوولان تاييدوي چې د پلازمېنې کابل د درېیمې امنیتي حوزې اړوند دهمزنګ څلور لارې ته څېرمه چاودنې ۳ تنه ملکیان وژلي او ۱۳ نور يې ټپیان کړي دي. د کابل د درېیمې امنیتي حوزې اړوند دهمزنګ څلور لارې ته څېرمه په یو هوټل کې چاودنې یو شمېر ملکیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. پېښه د چهارشنبې په ورځ له غرمې وروسته نږدې دوه نیمې بجې د برښنا شرکت تر څنګ په یوه هوټل کې وشوه. د پېښې عینې شاهدانو ازادي راډيو ته وویل چې له چاودنې وروسته يې د مړو جسدونه او ټپیان په خپلو سترګو لیدلي چې طالبانو موټرو ته پورته او له سیمې یې انتقال کړل. Читать дальше...

د سولې نړيواله ورځ: ملګري ملتونه وايي د جنس په بنياد دې توپيري چلند مه کوئ

Mashaalradio.com 

د سيپتمبر ۲۱مه هر کال د امن د نړیوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي. ملګرو ملتونو پر خپله وېبپاڼه د دې ورځې په مناسبت لیکلي، باید د یوې داسې ټولنې د جوړولو لپاره کار وشي چې پکې د ټولنې هر وګړی او هر اوسېدونکی خپل ښه راتلونکی او روښانه مستقبل وویني او له چا سره هم د صنف او جنس پر بنیاد توپيري چلند ونه شي. خو سږ کال په خيبر پښتونخوا کې دا ورځ په داسې حال کې لمانځل کېږي چې هلته خلک د ناامنۍ د پېښو خلاف احتجاجونه کوي او پر خپله خاوره د امن غوښتنه کوي. بلخوا په افغانستان کې د طالبانو د حکومت یو کال تېرېدو... Читать дальше...

د هوټلونو مالکان: اقتصادي بحران او د طالبانو محدوديتونو مو کاروبار اغېزمن کړی

Pa.azadiradio.com 

د رستورانتونو ځینې خاوندان ادعا کوي چې د اقتصادي بحران او دغه شان د طالبانو له‌خوا د یو شمېر محدودیتونو له امله یې مشتریان کم شوي دي. عام خلک هم د رستورانتونو د خاوندانو د خبرو په تائید سره وایي، چې د طالبانو له وېرې د خپلې کورنۍ له مېرمنو سره هم ډوډۍ خوړلو ته نه‌شي تللی. یو شمېر کابل ښاریان وایي، چې په تېرو شلو کلونو کې د افغانستان په نږدې ټولو ولایتونو په ځانګړي ډول پلازمېنه کابل کې، په پرمختللي ډول رستورانتونه جوړ شول، چې په دې رستورانتونو کې نارینه او هم ښځې په کار بوختې وې. دوی وايي، وخت... Читать дальше...

د کور پر کور تالاشي او غبرګونونه؛ طالبانو کندهار کې ښځينه پوليسې پر دندو ګمارلي

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې په کندهار کې د طالبانو له لوري د کور په کور تالاشیو پر مهال د ښځینه پولیسو نه موجودیت او دغه شان په هلمند کې د طالب ځواکونو له لوري د دوه مېرمنو د وژل کېدو په اړه غبرګونونه او انتقادونه مخ پر زیاتېدو دي، طالبان وايي د هلمند د پېښې په اړه څېړنې پیل شوي او په کندهار کې د تالاشیو لپاره يې ښځینه پولیسي پر دندو ګومارلي دي. د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ طالبانو د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د کورونو د تالاشۍ پر مهال د یوې کورنۍ له غړو سره تر لفظي شخړې وروسته پر هغوی ډزې وکړې چې له امله... Читать дальше...

د روانې بې امنۍ مخنيوی څنګه کیدلی شي؟

Mashaalradio.com 

د خیبر پښتونخوا په بیلا بیلو برخو کې د بې امنۍ پیښې ډیرې شوې خو پر ضد یې خلکو احتجاجونه هم روان ساتلي دي. پوځ وايي د هر قسمه عملياتو جوګه دی خو په عملي ډول څه کيدلی شي؟ د ترهګرو د مخنيوي لپاره څه کول پکار دي؟ پر دې موضوع د کرښې پر غاړه خپرونه کې بحث شوی چې شاهين بونیری یې کوربه دی



لويديځو مشرانو اوکرايين کې د روسيې د ټول‌پوښتنې پلان رد کړ

Pa.azadiradio.com 

لویدیځو مشرانو د روسیې تر کنټرول لاندې د اوکرايین په څلورو سیمو کې د ریفرینډم یا ټولپوښتنې پلان رد کړ. د امریکا، فرانسې، کانادا او اروپایي ټولنې استازو دغه ټولپوښتنه نامشروع بللې ده. بل‌لور ته د روسیې ولسمشر د اوکرایين جګړې ته په نسبي ډول د ریزرف قطعاتو د لېږلو فرمان لاسلیک کړی دی. د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان ویلي، واشنګټن " په ښکاره ډول" د دغه پلان مخالفت کوي. د روسیې خبري اژانسونو راپور ورکړی چې، د دوی له هېواد سره د اوکرايین د څلورو سیمو خرسون، لوهانسک، دونتڅک او زاپوریژیا د یو ځای کېدو په اړه ټولپوښتنه کوي. Читать дальше...

د ملګرو ملتونو عمومي مشر: پاکستان نه یوازې په سېلابونو بلکې قرضونو کې هم ډوبیږی

Mashaalradio.com 

د ملګرو ملتونو عمومي مشر، انتونيو ګوتيريش وايي په نړۍ کې د چاپيريال تودوخه یوه لويه ستونزه ده چې له وجې یې د پيدا کيدونکو ويجاړيو مخنيوي لپاره بايد، لوی اقتصاد لرونکي هېوادونه ګامونه واخلي. ګوتيريش د سيپتمبر په ۲۰مه په نيويارک کې د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په خبرو کې د پاکستان مثال ورکړ او وي ويل چې هلته یې په وروستيوو کې د سفر په مهال د سېلاب تباهي ليدلي چې د چاپيريال د تودوخې د کړې زیان سترګې پرانيستونکې نمونه ده. هغه زیاته کړه: "پاکستان نه يوازې د سېلابونو په اوبو بلکې په قرضونو کې هم ډوبیږي. Читать дальше...

دوستم: که نړيوال مو ملاتړ وکړي ۱۵ ورځو کې شمالي ولايتونه له طالبانو پاکوم

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د جنبش ملي اسلامي ګوند مشر مارشال عبدالرشید دوستم وایي، که نړۍوال د مقاومت جبهې ملاتړ وکړي په ۱۵ ورځو کې به د افغانستان شمال له طالبانو تصفیه کړي. عبدالرشید دوستم چې د جمعیت اسلامي ګوند مشر برهان الدین رباني د یوولسم تلین په مناسبت یوه انلاین غونډه کې خبرې کولې، د افغانستان د وروستي وضعیت او د طالبان د چلند په اړه غوسه څرګنده کړه. نوموړي ويلي، که نړۍ د طالبانو ضد د مقاومت د ملي جبهې ملاتړ وکړي، دوی به په ۱۵ ورځو کې د افغانستان ټول شمالي ولایتونه د طالبانو له حضوره پاک کړي. ښاغلي... Читать дальше...

د موسيقۍ مينه وال حاجي اسلم خان څلور نيم زره ککوړي راټول کړي دي

Mashaalradio.com 

د خيبر پښتونخوا د نوښار اوسېدونکی حاجي اسلم خان د فلمونو او موسیقۍ يو داسې مينه وال دی چې په خپل شخصي زیار يې شاوخوا د۴،۵۰۰ ګرافونونه او کېسټونه راغونډ کړي او د خپل کور کوټه يې په ميوزيم بدله کړې ده. نوموړي د پښتو فلمونو په اړه يو څېړنيز کتاب هم ليکلی دی.

د قرغزستان ولسمشر تاجکستان سره خبرو ته چمتووالی ښودلی

Pa.azadiradio.com 

د قرغزستان ولسمشر سادیر جباروف وايي، چمتو دی چې له تاجکستان سره د سرحدي لانجې د حل په مقصد خبرې وکړي. د دغو دوو هېوادونو په لانجمن سرحد کې د وروستیو څو ورځو په نښتو کې لږ تر لږه سل کسان وژل شوي دي. ښاغلي جباروف بېګا د ملګروملتونو د عمومي اسمبلې غونډې ته د وینا پرمهال وویل، هېواد یې باور لري چې د سرحدونو او نورې دوه اړخیزې لانجې باید د خبرو د مېز پرسر حل شي او زیاته یې کړه چې د ده هېواد دې کار ته چمتو دی. هغه د سرحدي نښتو پړه پر تاجکستان واچوله خو د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت د قرغزستان لوری... Читать дальше...

جو بايډن د روسيې لپاره 'لين ټريسي' د سفيرې په توګه نومولې ده

Pa.azadiradio.com 

ولسمشر جوبایډن یوه تجربه کاره ډيپلوماته چې په روسیه کې د څو کلونو کار سابقه لري په مسکو کې د امریکا د سفیرې په توګه نومولې ده. سپینې ماڼۍ بېګا اعلان وکړ چې په ارمنستان کې د امریکا اوسنۍ سفیره لین ټریسي Tracy Lynne د دې دندې لپاره نومول شوې ده. امریکايي رسنیو مخکې راپور ورکړی و، چې مېرمن ټریسي په مسکو کې ټاکل کېږي خو ځکه اعلان نه شوه چې دا پرېکړه د ډيپلوماتیک پروتوکول په اساس د مسکو تأیید ته اړتیا لري. دا تأیید یوه عادي پروسه ده خو په دې ځانګړي مورد کې تراوسه معلومه نه‌ده ځکه د امریکا او روسیې اړیکې په دې وروستيو کې سړې شوې دي.

يونسکو ۲۵ زره افغان ځوانانو ته د سواد زده کړې زمينه برابروي

Pa.azadiradio.com 

يونسکو وايي د یو کمپاین له لارې به د افغانستان ۲۵ زره لویانو او ځوانانو ته د سواد زده‌کړې زمینه برابره کړي. ددغه سازمان مسؤلينو په کندهار کې د سواد زده کړې د ورځې د نمانځغونډې پر مهال وویل، غواړي د خپلو کاري شریکانو سره په ګډه "سواد د یوه روښانه راتلونکي لپاره" تر عنوان لاندې یو کمپاین پیل کړي تر څو د سواد زده کړې په برخه کې عامه پوهاوی رامنځته کړي. د یونسکو د مسؤلينو په وینا د دې کمپاین پر مهال به د هېواد د ۲۰ ولایتونو په ۱۰۰ ولسوالیو کې ۲۵ زره لویانو او ځوانانو ته د عمومي او اساسي زده کړو کورسونه وړاندې شي. Читать дальше...

يوګاناډا کې يو تن د 'ايبولا وايروس' له امله مړ شوی

Pa.azadiradio.com 

یوګاناډا پرون تر ۲۰۱۹م کال وروسته د لومړي وار لپاره په ایبولا وژونکي وایروس د یوه تن د مړینې خبر ورکړ. دغه هېواد په مرکزي ولسوالۍ موبیندي (Mubende) کې د ایبولا د خپرې خبر ورکړی دی. د یوګاناډا روغتیا وزارت پرون په ټویټر کې خبر ورکړی، چې په ایوبا یو ۲۴ کلن سړی مړ شوی دی. له ۲۰۱۴ څخه تر ۲۰۱۶میلادي کاله پورې په دې ویروس ۱۱،۰۰۰ کسان مړه شوي وو چې ډېری قربانیان په ګینه، لابریا او سیرالیون کې وو.

د مهسا اميني د وژنې له امله اعتراضونه دوام لري

Pa.azadiradio.com 

پر ایران د یوې ځوانې ښځې د مړینې له کبله فشارونه وروسته له هغې لا زیات شول، چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو یوې مخکښې چارواکې او یوه ایراني وکیل پرون په دې باب خپلې اندېښنې وښودې. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سرپرست کمشنیرې، نادا النشیف پرون په توقیف کې د مهسا امیني د مړینې او د اعتراض کوونکو په وړاندې د ایران د امنیتي ځواکونو د ناوړه غبرګون په اړه اندېښنه وښوده. دغه ۲۲ کلنه ښځه د حجاب نه رعایتونو له کبله د «ګشت ارشاد» پولیسو له خوا لومړی ونیول شوه چې وروسته د راپورونو له مخې د شکنجې په نتیجه کې مړه شوه. Читать дальше...

د افغانستان بانک نن ۱۲ ميليونه ډالر ليلاموي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان بانک وايي، په پام کې لري نن چهارشنبه ۱۲ ملیونه امریکايي ډالره په یوه داوطلبۍ کې لیلام کړي. دغه بانک پرون په یوه خبرپاڼه کې له خصوصي بانکونو، شرکتونو، صرافیو او د پولي خدماتو وړاندې کولو له ادارو چې پر شرایطو برابر وي، په دې داوطلبۍ کې د ګډون غوښتنه کړې ده. د افغانستان بانک زیات مهال په بازارونو کې د افغانیو د ثبات په هدف په ملیونونو ډالر لیلاموي، که څه هم دې کار د افغانیو بیه یوڅه ثابته ساتلې خو خلک شکایت لري، چې د خوراکي او نورو ضروري توکو بیې لوړې شوې دي.

اوچا د هغو زده کوونکو په اړه اندېښنه ښودلې چې له زده‌کړو بې برخې دي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) د هغو زده کوونکو په اړه اندېښنه وښوده چې د افغانستان په ګډون په ځینو هېوادونو کې له تعلیم بې برخې پاتې دي. اوچا پرون په خپل ټویټر کې ولیکل، چې په افغانستان کې له څه باندې ۳۶۵ ورځو راهیسې نجونې له شپږم ټولګي پورته نور تعلیم نه‌شي کولی. د دې ادارې په خبره، په پاکستان کې هم وروستیو سېلابونو د درې نیم ملیون زده کوونکو د تعلیم بهیر ټکنی کړی او په اوکرايین کې روانې جګړې هم نږدې د شپږو ملیونو ماشومانو زده کړه اغېزمنه کړې ده. د ملګرو ملتونو دغې ادارې... Читать дальше...

د پوهنې وزارت لپاره نوی سرپرست وزير وټاکل شو

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو یوه ویاند د پوهنې وزارت د سرپرست په توګه د کندهار د ولایتي شورا د اوسني رئیس، مولوي حبیب الله اغا د ټاکلو اعلان وکړ. ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې ویلي، د پوهنې سرپرست مولوي نور اله منیر د مرکزي دارالافتا د رئیس په توګه ټاکل شوی دی. د طالبانو د پوهنې سرپرست مولوي نور الله منیر د نجونو د تعلیم په باب وخت نا وخت داسې څرګندونې کولې چې ډېر بحثونه یې پارولي. ښاغلي مجاهد پرون په یوه اعلامیه کې د ګڼو نورو کسانو د تبدیلۍ خبر هم ورکړی دی.

د جرمني صدر اعظم: نړيواله ټولنه دې اوکرايين کې د روسيې د ټول‌پوښتنې پلان رد کړي

Pa.azadiradio.com 

د جرمني صدرعظم اولاف شولڅ وايي، نړیواله ټولنه دې هغه ټول‌پوښتنې رد کړي، چې په اوکرايین کې د روسیې تر ولکې لاندې سیمو لپاره پلان شوې دي. دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي، چې روسي رسنیو پرون راپور ورکړ، هغه ډله چې ځان په خرسون کې د عمومي شورا ډله ګڼي، غواړي ډېر ژر یوه ټولپوښتنه راوبولي، چې له روسیې سره د خرسون د یوځای کېدو په باب پرېکړه وشي. مسکو د روسیې له خاورې سره د اوکرايین د هغو سیمو د یو ځای کېدو لپاره چې تر ولکې لاندې یې دي، د ټولپوښتنو پروګرام مخې ته وړي. د مسکو د پلان له مخې به په دغو... Читать дальше...

بلېنکن: پر افغانستان د طالبانو له ولکې وروسته د ښځو ۲۰ کلنې لاسته راوړنې په اوبو لاهو شوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر وايي، له کله چې طالبانو پر افغانستان بیا ولکه ټینګه کړې د ښځو د تېرو ۲۰ کلونو لاسته راوړنې یې په اوبو لاهو کړي. په افغانستان کې ګڼې ښځې له کارونو منع شوي، تر یوه کال زیاته موده کېږي چې نجونې تر شپږم ټولګي پورته تعلیم نه شي کولی او له نورو محدودیتونو سره مخامخې دي. انتوني بلېنکن پرون په نیویارک کې «د افغان ښځو د اقتصادي خوځښت د اتحاد» د اعلان په مناسبت رابلل شوې غونډې ته وویل، پر ښځو او نجونو د طالبانو محدودیتونه هم د افغانستان د نیمايي برخې په زیان دی، هم د طالبانو حکومت ته کومه ګټه نه کوي. Читать дальше...

ډبليو‌ اف‌ پي بې‌وزلو ته د مرستې د دوام خبر ورکوي؛ خلک: اړو کسانو ته مرستې نه‌رسېږي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) وايي، د افغانستان په بېلابېلو برخو کې بې‌وزلو کسانو ته د دوی مرستې دوام لري، خو ځینې کسان وايي دغه مرستې اړو کسانو ته نه رسېږي. په همدې حال کې د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر سره د افغانستان پر اقتصادي او بشري وضعیت خبرې کړې دي. پر افغانستان د طالبانو د ولکې د بیا ټینګولو څه باندې ۱۳ میاشتې کېږي، خو په دې موده کې د اقتصادي رکود او د بې‌وزلۍ د پراخېدو ګڼ راپورونه ورکړل شوي دي. له ۱۳ میاشتو راهیسې... Читать дальше...



Москва

Обвалилась кровля На горящем заводе в Москве удалось локализовать огонь


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин и Белозеров запустили на линии МЦД поезд нового поколения «Иволга 4.0»



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Николай Басков

«20-летних я уже не потяну»: Басков раскрыл идеальный возраст избранницы




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Новинка от Edifier: беспроводные наушники Comfo Run для занятий спортом

«Кубок футбольных мам» прошел на стадионе «Москвич» в Лобне

В дивизии имени Ф.Э. Дзержинского Росгвардии стартовал турнир по боксу «Кубок Победы»


Ролан Гаррос

Увидит ли Париж Мирру из России? Андреева дает жару в Мадриде и включается в олимпийскую гонку



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


News Every Day

Online Alarm Clock for efficient time management



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России