Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Сентябрь
2022

Новости за 30.09.2022

د کابل برید او امنیت ته د هزاره و اندیښنه

Pa.azadiradio.com 

د کابل په ختیځ کې د جمعې په ورځ د کاج په روزنیز مرکز کې د برید له امله په لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته. دا په کابل کې پر هزاره و یو له خونړیو بریدونو څخه و. د کابل لویدیځ کې اکثر هزاره ژوند کوي، دوی وایي تر دې حملې وروسته یې خپل امنیت ته اندیښنې ډیرې شوې دي.

نورستان کې د وژل شوي قوماندان کورنۍ: که عدالت ونه‌شي خپل غچ اخلو

Pa.azadiradio.com 

د جمهوري نظام پر مهال د نورستان د منډول ولسوالۍ د پخواني امنیه قوماندان بهرام‌الدین کورنۍ خبرداری ورکوي چې د هغه د قتل بدله به واخلي. ادعا کېږي چې د نورستان د منډول ولسوالۍ پخوانی امنیه قوماندان بهرام‌الدین د طالبانو له‌خوا لومړی نیول شوی او له سختې شکنجې وروسته، وژل شوی دی. اوس د دې پخواني چارواکي د کورنۍ یو غړی چې نه‌غواړي د امنیتي ستونزو له امله نوم یې په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل، طالبان باید دا پیدا کړي چې بهرام‌الدین څه ډول او د چا له‌خوا وژل شوی، ګني دوی به خپل قصاص په خپله واخلي. Читать дальше...

ولاديمير پوتين د روسيې له قلمرو سره د اوکرايين د ۴ سيمو د الحاق تړون لاسليک کړ

Pa.azadiradio.com 

په هغو مراسمو کې چې نن په کریملین کې جوړ شول د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتین او د اوکرایين د دې څلورو سیمو مشرانو خپل نومونه په تړون کې ولیکل. دونېڅک، لوهانسک، خرسون او زاپوریژیا چې د اوکرايین د ټول قلمرو پنځلس سلنه جوړوي هره یوه په تقریبي ډول د امریکا له ماساچوست ایالت سره ورته مساحت لري. روسیې پر دې سیمو لا پخوا په پوځي، اقتصادي او نورو برخو کې ولکه ټینګه کړې ده. د دې سیمې ځینې نور خصوصیات: دونېڅک او لوهانسک د روس پلوو بېلتونپالو تر ولکې لاندې سیمې دي چې د دونېڅک د خلکو د جمهوریت او د... Читать дальше...



کابل کې چاودنه: ۲۲ کسان وژل شوي، ۲۷ ژوبل دي، ګڼ غبرګونونه يې پارولي دي

Pa.azadiradio.com 

د کابل د ۱۳مې حوزې اړوند دشتي برچي سیمه کې چاودنې ۱۹ کسه وژلي او ۲۷ نور یې ټپیان کړي. چاودنه نن سهار نږدې اته بجې د کابل لوېدیځ دشت برچي سیمه کې د کاج په نوم په یو ښوونیز مرکز کې رامنځته شوه. د پېښې دوه عیني شاهدانو چې نه یې غوښتل په راپور کې یې نومونه واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل پېښه داسې مهال رامنځته شوه چې په یاد ښوونیز مرکز کې له زده کوونکو د ازمايښتي کانکور ازموینه اخیستل کېده. يوه زده کوونکي وويل: "نن سهار شپږ بجې په کاج کورس کې موږ د کانکور ازمایښتي ازموینه درلوده چې لاړو ټول چې شپږ... Читать дальше...

امریکا کې سمندري طوفان لوی زیانونه اړولي

Mashaalradio.com 

د امریکا په فلورېډا ایالت کې د این په نوم سمندري طوفان لوی تاوانونه اړولي دي. ولسمشر جو بایډن وايي، دا ښايي د فلورېډا په تاریخ کې تر ټولو زیات ویجاړوونکی طوفان وي. تر اوسه په طوفان کې د مرګژوبلې په اړه معلومات نه شته خو سړکونو او ودانیو ته خورا زیات زیان رسېدلی دی. د رویټرز اژانس له ویډیوګانو جوړ رپورټ.

د هرنايي پرلتوالو د بلوچستان اسمبلۍ مخې ته احتجاجي مظاهره کړې

Mashaalradio.com 

پرلتوال غوښتنه کوي چې د پېښې د پلټنو لپاره دې عدالتي کميسيون جوړ کړل شي، د خوست په ګډون دې د هرنايي له نورو سيمو څخه امنيتي ځواکونه و ایستل شي، د ضلعې واک دې انتظامي چارواکو ته وسپارل شي او خالقداد بابر دې په سرکاري توګه شهيد ومنل شي او د هغه کورنۍ ته دې د شهيدانو مراعات ورکړل شي.

د ماشومانو د ملاتړ مؤسسه: پاکستان کې د سېلابونو له امله لسګونه زره افغان ماشومان بې‌کوره شوي

Pa.azadiradio.com 

د ماشومانو د ملاتړ موسسه یا (Save The Children) وايي، په پاکستان کې لسګونه زره افغان کډوال وروسته تر دې بې‌کوره شوي چې د کډوالو اړوند کمپونه یې وروستیو سېلابونو ویجاړ کړل. بلوچستان، سند او خیبر پښتونخوا هغه سیمې دي چې د ماشومانو د ملاتړ موسسې یا (Save The Children) له قوله، د ۱،۳ میلیونه افغانانو کورونه په‌کې دي. د ماشومانو د ملاتړ موسسې په یوه راپور کې چې د جمعې په ورځ یې خپور کړ لیکلي، د دې افغان کډوالو سم نیمايي ماشومان دي. خو په همدې سیمو کې وروستیو سېلابونو هغه افغانان خورا ډېر وځپل چې د کډوالو په کمپونو کې مېشت وو. Читать дальше...

کابل کې چاودنه؛ لږ تر لږه ۱۹ تنه وژل شوي، د مرګ‌ژوبلې د زیاتېدو امکان شته

Pa.azadiradio.com 

کابل له څو میاشتو وروسته نن یو ځل بیا د یوې خونړۍ حملې شاهد و. د کابل ښار لوېدیځ کې پر کاج ښوونیز مرکز حمله کې لسګونه کسان وژل شوي او ټپيان شوي دي. ډېری قربانیان هغه زده‌کوونکي وو چې په کانکور ازموینه کې د ګډون لپاره‌یې چمتووالی نیوه.



بلاول بوټو زرداري: افغان طالبان دې ټي ټي پي د پاکستان ایین منلو ته اړ باسي

Mashaalradio.com 

سمیع یوسفزی وايي، دواړه ډلې د پخواني افغان حکومت خلاف يوځای جنګېدلې دي. " افغان طالبان دومره ځواک لري چې تحريک طالبان پاکستان د افغانستان له خاورې بهر کړي خو داسې به و نه کړي ځکه چې دا به د افغان طالبانو د نظريې او اصولو خلاف کار وي."

افغان کډوالو اسلام اباد کې پرلت ته دوام ورکړی دی

Mashaalradio.com 

د ۲۰۲۱ز په اګست کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ګڼ خلک پاکستان او ایران ته کډوال شول. په اسلام اباد کې د کډوالو لسګونه کورنیو له څلورو میاشتو راهیسې د احتجاج خیمې درولې دي او له ملګرو ملتونو غواړي چې پرمختللیو هېوادونو ته دې یې ولېږدوي. د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د احتجاجیانو غوښتنې په اړه څه نه دي ویلي. ویډیويي رپورټ.

فنلنډ سر له نن په سياحتي ويزو دغه هېواد ته د روسي اتباع ننوتل منع کوي

Pa.azadiradio.com 

فنلند سر له نن څخه د (سپتمبر له ۳۰) دغه هېواد ته په سیاحتی ویزو سره د روسي اتباعو ننوتل منع کوي. په دې کار سره فنلنډ اروپایي ټولنې ته د هغو روسانو لاره بندوي چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین لخوا تېره اوونۍ د پوځي بسیج په خاطر جبري عسکري ته ورغوښتل شوي. د فنلنډ د بهرنیو چارو وزیرې پِکا هاویستو د دې پرېکړې هدف فنلنډ ته د روسي ګرځندوی او د دغه هېواد له لارې د ټرانزیټ په بشپړ ډول مخنیوی بللی دی. دا اقدام په دې مانا دی چې فنلنډ له پولنډ او بالتیک هېوادونو سره یو ځای له روسیې سره د ګډو ځمکنیو پولو د تېرېدو په برخه کې د سیلانیانو مخه نیولې. Читать дальше...

ناټو د 'نارډ سټريم' نل‌ليکو ته د اوښتو زيانونو په اړه اندېښنه ښودلې

Pa.azadiradio.com 

ناتو په بالتیک سمندرګي کې د نارډ سټریم نل‌لیکو ته د اوښتو زیانونو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او دا پېښه یې قصدي، بې احتیاطه او غیرمسولانه تخریبي عملونه بللي دي. د ګازو په دغو نل‌لیکو کې د روانې اوونۍ په پیل کې په دریو ځایونو کې لیکونه چې دوه یې د ډنمارک او یو د سویډن په اوبو پورې تړلي دي، وموندل شول. د ګازو دغه نل‌لیکې چې له روسیې جرمني ته د ګازو د لېږدولو لپاره ډیزاین شوي په‌کې یې له څو ورځو راهیسې د ګازو لېږد درېدلی خو د نل‌لیکو په داخل کې تر اوسه ګاز شته. د سویډن ساحلي ګارډ پرون وویل... Читать дальше...

افغاني سرې مياشتې ټولنې د خوست له ۴۰۰ زلزله‌ځپلو کورنيو سره مرستې کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغاني سرې میاشتې ټولنه وایي، د خوست په سپېرې ولسوالۍ کې یې له ۴۰۰ زلزله‌ځپلو کورنیو سره مرستې کړي دي. دغې ادارې پرون په څو ټیونو کې ویلي چې، په دغو مرستو کې چې ترکیې ورسره کړي، وریجې، لوبیا، بوره، مکروني، چای، غوړي، او بیسکوټ شامل دي. د افغاني سرې میاشتې ټولنې ویلي چې زلزله‌ځپلي د را روان ژمي په درشل کې نورو مرستو ته اړتیا لري. په خوست او پکتیا ولایتونو کې په تېر دوبي کې سختې زلزلې له زرو زیات کسان مړه او په لسګونه زره نور بې کوره کړل.

د طالبانو حکومت: تر اوسه مو د کابل له ښار ۹۵۰۰سوالګر راټول کړي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت وایي، د کابل ښار لپاره ګومارل شوې د سوالګرو د را ټولولو کمېټې تر اوسه له دې ښاره نژدې نهه نیم زره سوالګر راټول کړي دي. په هغه خبرپاڼه کې چې پرون د طالبانو د رئیس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له دفتره خپره شوې ویل شوي چې، د دغو سوالګرو په منځ کې ۶۴۹۵ یې ښځې، ۲۱۷۶ ماشومان او ۷۷۶ نارینه دي. طالبانو ویلي، له مستحقو سوالګرو سره به په دوامداره توګه مرستې کېږي خو تر اوسه نه‌ده څرګنده چې د مرستو مستحق سوالګر به په څه ډول په نښه کېږي. د طالبانو حکومت له کابل ښاره د سوالګرو د را ټولو بهیر درې اوونۍ مخکې پیل کړ. Читать дальше...

د سره صليب کمېټې په ۷ مياشتو کې له سل زره د ډېرو معلولينو درملنه کړې

Pa.azadiradio.com 

د سره صلیب نړیواله کمیټه وایي چې، په افغانستان کې یې د روان کال د جنوري له میاشتې تر جولای پورې له سل زرو زیاتو معلولینو درملنه کړې ده. د افغانستان لپاره د دې ادارې دفتر پرون په یوه ټویټ کې ویلي چې، دغه کسان په افغانستان کې د دې ادارې په اوو مرکزونو کې تداوي شوي دي. د سره صلیب نړیوالې کمېټې ویلي چې، په افغانستان کې د معلولینو شمېر لسګونو زره کسانو ته رسیږي چې ډېرو یې د جګړو او چاودنو په نتیجه کې د خپل بدن غړي له لاسه ورکړي دي.

د کډوالو عالي کمېشنرۍ کندهار کې پر ۱۳۷ کورنيو سولري کيټونه ويشلي دي

Pa.azadiradio.com 

د ملګروملتونو د کډوالو اداره یو ان ایچ سي آر وایي، د افغانستان په جنوب د کندهار په پنجوایي ولسوالۍ کې یې پر۱۳۷ کورنیو سولري کیټونه ویشلي دي. دغې ادارې په یوه ټویټ کې ویلي، دا هغه کورنۍ دي چې په افغانستان کې دننه له بې ځایه کېدو، یا له بهره بېرته خپلو سیمو ته راستنې شوي یا هم په سیمه کې مېشتې زیانګالې کورنۍ دي. دغې ادارې په یوه بل ټویټ کې د زابل په مرکز قلات کې له راستنه شویو سره د روغتیا په برخه کې د لومړنیو روغتیایي خدمتونو د یوه مرکز د پرانيستلو خبر هم ورکړی. د کډوالو عالي کمېشنرۍ ويلي،... Читать дальше...

کابل کې په يوه ښوونيز مرکز کې د چاودنې له امله ۱۹ کسان وژل شوي او ۲۷ ژوبل دي

Pa.azadiradio.com 

د کابل په ۱۳مې حوزې اړوند دشت برچي سیمه کې چاودنې ۱۹ کسه وژلي او ۲۷ نور یې ټپیان کړي. د طالبانو کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ازادي راډیو ته وویل، دغه چاودنه د کاج په نوم په یو ښوونیز مرکز کې رامنځته شوې. نوموړي وويل: "نن د کابل ښار د دیارلسمې حوزې اړوند د کاج په نوم یو کورس کې چاودنه رامنځته شوې چه له امله په تاسف سره زموږ ۱۹ عام بې ګناه زده کونکي په شهادت رسېدلي او همدارنګه ۲۷ نور زخمیان دي، عاملین زموږ د ځواکونو تر تعقیب لاندې دي، زر ده چې دوی ونیول شي." له بلې خوا بیا یو شمېر... Читать дальше...


Музыкальные новости
Эстрада

В театре Эстрады состоялся финальный показ музыкально-драматического спектакля «Дом окнами в поле»





Rss.plus
Диана Шурыгина

«За границей расцвела». Выяснились подробности личной жизни Шурыгиной




Названы регионы РФ с самым большим миграционным приростом в начале 2024 года

Shot: пожарный пострадал во время тушения пожара в цехе на востоке Москвы

Заболотный — о новом контракте с ЦСКА: никаких подвижек

Алексей Гончаров возглавит Министерство строительства Забайкалья




مسکو نن د اوکرايين څلور سيمې له روسيې سره ملحق کوي

Pa.azadiradio.com 

روسیې پرون پنجشنبې اعلان وکړ چې د اوکرايین څلور سیمې به نن جمعه رسماً له خپلې خاورې سره ملحق کړي. د کریملین ویاند دیمیتري پیسکوف وویل چې، په دې مناسبت به نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې ولسمشر ولادمیرپوتین او د اوکرایين پر څلورو سیمو د مسکو تپل شوي مشران هم په‌کې حضور ولري، په دې اړه د روسیې له فدراسیون سره د دغو سیمو د الحاق موافقې لاسلیک شي. دا څلور سیمې، د اوکرايین لوهانسک، دونیڅک، خیرسون او زاپوریژیا سیمې دي چې په ډېرو سیمو کې یې د روسیې اوکرايیني ځواکونو ترمنځ تر اوسه سختې جګړې روانې دي. Читать дальше...

ملګري ملتونه: ۲۴ ميليونه افغانان بشري مرستو ته اړتيا لري

Pa.azadiradio.com 

د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا یو ځل بیا په افغانستان کې روان بشري وضعیت ته اندېښنه وښوده. دغې اداري په یوه ټویټ کې ویلي چې، د افغانستان خلک په بې‌ساري توګه مرستو ته اړتیا لري. د يادې ادارې په ټوېټ کې راغلي: "۲۴ ملیون وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشري مرستو ته اړ دي، ۲۵ ملیون وګړي یې په بې وزلۍ کې ژوند کوي او نولس ملیون وګړي د خوړو خوندیتوب نه‌لري." دغې ادارې ویلي چې وخت باید ضایع نه‌شي او پر نړیوالو غږ کوي چې له زیانمنو شويو خلکو او ټولنو سره د مرستو لپاره بسپنه ورکړي. ... Читать дальше...

نورستان کې د پخواني حکومت د يو قوماندان وژنه؛ طالبانو د پېښې د څېړنې ژمنه کړې

Pa.azadiradio.com 

د نورستان ولایت د منډول ولسوال غلام قادر حيدري وایي، په پخواني حکومت کې د دې ولسوالۍ د امنیې قومندان د وژل کېدو پېښه په جدي توګه تعقیبوي او د همدې لپاره له یو شمېر نورو ولسوالانو سره کابل ته تللی دی. نوموړی وايي: "اوس زه راغلی یم، یوازې زه نه بلکې د غربي نورستان نور ولسوالان هم، له مشرانو سره کښېنو. په دې رابطه کې موږ هم په تشویش کې یاستو چې ولې داسې وشو. مشرانو موږ ته ډاډ راکړی چې مکمل به د دې پلټنه کوي. والي صاحب او تربره مسولینو پورې، نو ان شاالله له مشورو وروسته به تاسو سره نتیجه شریکه کړو."... Читать дальше...

مېل انلاین: طالبانو کابل کې ښځینه لاریون کوونکو سره شخړه کړې

Pa.azadiradio.com 

مېل انلاین: مېل انلاین ورځپاڼې لیکلي طالبانو له هغو ښځو سره شخړه کړې چې د ژوند او ازادۍ شعارونه یې ورکول. د ورځپاڼې په وینا په ایران کې د مهسا امیني په نوم د پولیسو په توقیف کې د یوې ایرانۍ نجلۍ تر وژل کېدو وروسته د اعتراضونو لمن افغانستان ته پراخه شوه. مېل انلاین لیکي چې د پنجشنبې په ورځ شاوخوا ۲۵ افغان ښځو په کابل کې د ایران سفارت مخې ته د مهسا د وژنې پر ضد مظاهره وکړه. ورځپاڼې لیکلي، چې طالبانو مظاهره کوونکې ښځې په هوايي ډزو سره له سیمې لرې کړې. د ورځپاڼې لخوا په یوه خپاره شوي عکس کې... Читать дальше...

غور کې د معتادینو د درملنې مرکز کارکوونکو له ۶ میاشتو راهيسې معاشونه نه دي اخيستي

Pa.azadiradio.com 

په غور ولایت کې د معتادینو د درملنې مرکز کارکوونکو له شپږو میاشتو راهيسې معاشونه نه دي اخيستي. غور یو له هغو ولایتونو څخه دی چې هلته د نشه يي بوټو کښت، نشه يي موادو توليد او قاچاق ډېر دی، له همدې امله په دې ولایت کې معتادین هم ډېر دي، خو د دې ټولو معتادینو لپاره په غور ولایت کې يوازې يو شل بستريز مرکز فعال دی. خو اوس په غور کې د دې مرکز کارکوونکي وايي چې له شپږو میاشتو راهيسې يې معاشونه نه دي اخیستي. د غور د شل بستريز روغتون یو ډاکټر عبدالغفار سروري وايي چې، د معاشونو نه اخيستلو له امله له جدي اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. Читать дальше...

ملګرو ملتونو له افغانستانه د نشه يي موادو د قاچاقو په تړاو نوې غوښتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

ملګري ملتونه له نړیوالې ټولنې څخه غواړي چې په افغانستان کې د نشه يي موادو د توليد او قاچاقو د ستونزې په برخه کې ځواب ويلو ته چمتو شي. یو کال کېږي چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې د نشه يي بوټو کښت، نشه يي موادو توليد او قاچاقو وضعيت په مستقيم ډول نه څاري او په دې اړه د لومړي لاس راپور هم په لاس کې نه لري، ځکه يې نو د طالبانو د حکومت په تخميني ژمنو او راپورونو بسنه کړې ده. د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې ادارې مشره مېرمن ګاډا ويلي وايي چې، په افغانستان کې په تېر يوه کال کې... Читать дальше...



Москва

«Кубок футбольных мам» прошел на стадионе «Москвич» в Лобне


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: в 2024 году в ТиНАО будет построено более 35 километров дорог



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Фрэнк Синатра

ДиКаприо споет голосом Синатры




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Новинка от Edifier: беспроводные наушники Comfo Run для занятий спортом

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о чемпионате по профмастерству в авиастроении

«Кубок футбольных мам» прошел на стадионе «Москвич» в Лобне


Полина Михайлова

Россиянка Михайлова стала чемпионкой Франции по настольному теннису



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Українські новини

Депутат Миколаївської облради Кормишкін вперше опублікував своє весільне фото



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России