Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Сентябрь
2022

Новости за 02.09.2022

کابل کې یوناما او معترضو مېرمنو د 'الهې' د قضیې څېړنه وغوښته

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یا یوناما  او یو شمېر معترضو مېرمنو د طالبانو حکومت د یو پخواني چارواکي له خوا د الهې په نوم یوې نجلۍ سره د جبري واده او له هغې نه د ناوړې ګټنې په تړاو اندېښنه څرګنده او د دې قضیې د څېړلو غوښتنه یې وکړه. په کابل کې یو  شمېر مېرمنو په سرپټي ځای کې د الهې لپاره د عدالت غږ پورته کړ. دوی وايي، که طالبان د حاکم نظام مسوولان باید د الهې نومې نجلۍ په برخه کې عدالت ټینګ کړي. د افغانستان د پیاوړو مېرمنو خوځښت مسوولې مونسې مبارز له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې... Читать дальше...

قرة العین وزیر: له خپلو خلکو سره ډېره مینه لرم

Mashaalradio.com 

د نوښار مرستیاله کمېشنره قرة العین وايي، په یاده ضلع کې د سېلابونو له وجې خلکو ته د اوښتو زیانونو جاج اخلي او اړمنو خلکو ته به مرسته رسوي. نوموړې وروسته له هغې په ټولنیزو رسنیو کې وځلېده چې د سېلابونو نه مخکې په نوښار کې کور په کور وګرځېده او خلکو ته یې وویل چې د سېلابونو له راتلو وړاندې دې خپل کورونه پرېږدي. له نوموړې سره د مشال راډیو خبریالانو عظمت علي شاه او غلام غوث مرکه کړې ده.



اویغور فعالانو د ملګرو ملتونو د وروستي خپور شوي راپور هرکلی کړی

Pa.azadiradio.com 

په چین کې اویغور فعالانو د ملګرو ملتونو د هغه راپور هرکلی کړی چې د شین جن په سیمه کې یې د چارواکو د ناوړه چلند په اړه خپور کړی دی. اویغور فعالان او د بشري حقونو د خوندیتوب ډلو ویلي دي چې د ملګرو ملتونو د راپور یوه برخه یې د دې لپاره رابرسېره کړې ده چې له پیکنګ سره حساب کتاب وشي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنره میشل باچله وایي، چین په شین جن ایالت کې د اویغورانو، قزاقانو، قرغزیانو او یو شمېر نورو مسلمان اقلیتونو حقونه سخت تر پښو لاندې کړې دي. مېرمن باچله زیاتوي چې د چین دا اقدمات د بشريت ضد جنایت ګڼل کېدای شي. Читать дальше...

ملګري ملتونه: طالبان دې د 'الهې' قضیه وڅېړي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما وايي، د یو ښځې هغو تورونو اندېښمن کړي چې د طالبانو یو پخوانی چارواکی یې په اجباري نکاح او ناوړه استفاده تورن کړی دی. یوناما نن پر خپل ټوېټر په خپاره کړي پیغام کې له طالبانو څخه غوښتي د ښځو د حقونو څخه د سرغړاویو د ټولو ادعاوو په اړه دې شفافې څېړنې وکړي، عاملانو سره دې حساب وشي او د ښځو او نجونو خوندیتوب دې ډاډمن شي. هغه مېرمن چې خپل نوم الهه ښيي تازه یې په یوه ویډیو کې ادعا کړې چې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت پخواني ویاند قاري... Читать дальше...

نړیوال سازمانونه: د الهې د استوګنځي او خوندیتوب څرنګوالي په اړه دې پوښتنه وشي

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان په یو بیان کې چې د پنجشنبې په ناوخته خپور شوی، له ملګرو ملتونو او په کابل له بهرنیو ډیپلوماتانو غوښتي چې چې د الهې دلاورزۍ د استوګنځي او خوندیتوب د څرنګوالي په اړه پوښتنه وکړي. په دې سازمان کې د ښځو د حقونو د څانګې مسوولې هیدر بار په دې اړه د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "موږ پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د بشر د حقونو د شورا په راتلونکي ناسته کې چې د سپټمبر په پیلېږي، د یو پیاوړي لارښود لپاره دې هڅې وکړي تر څو په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض پېښې وڅېړي او په دې اړه د حساب ورکوونې په هکله دې ځان ډاډمن کړي.

ملګري ملتونه: په افغانستان کې رسنیزه فضا ورځ تر بلې تنګېږي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د یوناما دفتر د رسنیو په وړاندې ورځ تر بلې محدویتونه ته اندېښنه ښودلې. په افغانستان کې له لسګونو خبریالانو یو تن نه غواړي د امنیتي ستونزه له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي. نوموړي له ازادي راډیو سره په خبرو کې اطلاعاتو ته د نه لاسرسي په اړه وویل: "اطلاعاتو ته لاسرسی محدود شوی. خبریالان د خبري مسایل پوښښ ته لاسرسی نه لري. کله چې په کابل کې یوه چاودنه وشي امنیتي ځواکونه زما همکارانو ته د پېښې د پوښښ لپاره اجازه نه ورکوي. له بلې خوا د وزارتونو ویاندویان هم له موږ سره معلومات... Читать дальше...

له افغانستانه بهر ته تلونکی هر مسافر به ۲۰ ډالره مالیه ورکوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت وايي، له دې وروسته له افغانستانه بهر ته تلونکو کسانو ۲۰ ډالره مالیه اخیستل کېږي. د طالبانو حکومت د ټرانسپورټ، ملکي او هوايي چلند اداره وايي، په یوې تازه پرېکړه کې له دې وروسته هغه کسان چې غواړي له افغانستان بهر سفر وکړي ۲۰ ډالره مالیه به ورکوي. د دغې ادارې ویاند امام الدین احمدي نن جمعه ازادي راډيو ته وویل، دغه پرېکړه د روانې میلادي میاشتې له پیل نه د عملي کېدو وړ ده. احمدي وايي: "په افغانستان کې هم د هوايي چلند د امنیت برخې لپاره ټکس ټاکل شوي چې په نړیوالو الوتونو کې ۲۰ امریکايي... Читать дальше...



مجیب الرحمان انصاري په هرات کې د چاودنې له امله ووژل شو

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند محمود شاه رسولي دغه پېښه ازادي راډیو ته تاييدوي. هغه وايي، د لومړنيو شمېرو پر بنسټ په دې پېښه کې پنځه تنه وژل شوي خو د تلفاتو د ډېرېدو احتمال هم شته. د طالبان حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټګور هم ازادي راډيو ته تایید کړه چې د هرات په ګازرګاه جومات کې چاودنه شوې خو د تلفاتو په اړه جزییات ورنه کړه.

خيبر پښتونخوا کې سېلابونو څارويو ته سخت زيان رسولی

Mashaalradio.com 

د خيبر پښتونخوا د مالدارۍ محکمې مشر ډاکټرعالم زيب ويلي دي چې په خيبر پښتونخوا کې سيلابونو څارويو ته هم سخت زيان رسولی دی. نوموړي د سېپټمبر پر دوېمه مشال راډيو ته وويل چې ۶۵۰۰ غواګانې، ۳۰۰۰ میښې، ۷۵۰۰ ګډان او ۵۵۰۰ بيزې سيلابونو لاهو کړي دي. د ده په خبره په ټوله صوبه کې ۱۸۰۰۰ د چرګانو فارمونه هم اغېزمن شوي دي. نوموړی دا خبره په داسي حال کې کوي چې په پاکستان کې د سېلابونو له وجې د وژلو شویو کسانو شمېر له ۱۲۰۰ نه اوښتی دی.

کراچۍ: د ترهګرۍ ضد عدالت کې د علي وزیر د ضمانت اورېدنه وځنډېده

Mashaalradio.com 

د علي وزير وکيل قادر خان اېډوکېټ مشال راډیو ته وویل چې عدالت د علي وزیر د ضمانت اورېدنه تر سبا (د سېپټمبر دریمې) پورې وځنډوله. نوموړی وايي، کله چې په عدالت کې اورېدنه شروع شوه نو د پولیس فایل او متعلقه کس نه وو موجود.

طالبان: هرات کې د مولوي انصاري په ګډون ۱۸ کسان وژل شوي او ۲۳ ټپیان دي

Pa.azadiradio.com 

د هرات په ګازرګاه جومات کې له خونړۍ چاودنې وروسته د پېښې زړه بوګونکې ویډيو چې په ټولنیزو رسنیو خپره شوې. په ویډيو ښکاري چې د چاودنې له امله زیات شمېر خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت په دې پېښه کې د هرات د مشهور دیني عالم مجیب الرحمان انصاري تر څنګ د ۱۸ نورو لمونځ کوونکو وژل کېدل او ۲۳ نورو ټپي کېدل تاييد کړي دي. د دې وزارت ویاند عبدالنافع ټکور ازادي راډيو ته وویل: "په ډېرې خواشینۍ سره باید ووایو چې د هرات په پېښه کې د مولانا مجیب الرحمان انصاري په ګډون اتلس... Читать дальше...

ایران د اټومي تړون بیا ژوندي کولو لپاره د امریکا وړاندیزونو ته ځواب ورکړی

Pa.azadiradio.com 

ایران د سپټمبر په لومړۍ نېټه د متحده ایالاتو هغو وړاندیزونو ته یو لیکلي ځواب استولی چې هدف یې د نړۍ له پیاوړو هېوادونو سره د ۲۰۱۵م اټومي تړون بیا ژوندي کول دي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني په یو بیان کې ویلي، د ایران له خوا استولی شوی متن د مذاکراتو د نهايي کولو لپاره رغنده چلند دی، خو ده د متن د منځپانګې په اړه یې جزییات نه دي ورکړي. د ایران دولتي رسنۍ وايي، د تهران ځواب د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیف بورېل ته استول شوی چې د ایران د اټومي تړون د بیا ژوندي کولو لپاره خبرې اترې تنظیموي. Читать дальше...

د کندهار یو شمېر مېرمنې: د کار پراختیا لپاره د اړتیا وړ توکي نه لرو

Pa.azadiradio.com 

په کندهار کې په شخصي کاروبار بوختې مېرمنې وايي، د ځان د بسیاینې وړتیا لري خو د کار لپاره د اړتیا وړ توکي نه لري. دغه مېرمنې چې په بېلابېلو صنعتي کارونو بوختې دي غواړي په دې برخه کې مېرمنو ته د کارخونو د جوړولو او خامو موادو د برابرولو په برخو کې د طالبانو حکومت او مرستندویه موسسې ورسره همکاري وکړي. د دغو مېرمنو له ډلې یوه یې د ساقي جانې په نوم ده چې د شامپو او صابون جوړولو کوچنۍ کارخونه لري وايي، د کمزوري اقتصاد له امله خپل کاروبار ته پراختیا نه شي ورکولای. نور تفصیل د صادق رښتیني په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلی شئ... Читать дальше...

شهباز شریف: ما په خپل ټول ژوند کې تر دې لوی سېلاب نه دی لیدلی

Mashaalradio.com 

د قدرتي افتونو د نظم قامي ادارې ويلي چې په تېر يو شواروز کې سېلابي اوبو په خيبر پښتونخوا کې څه کم څلور زره او په سيند کې بيا تر ۶۲ زره زيات کورونه ړنګ کړي دي. د یادې ادارې په وینا، په سېلابونو کې تر شپږ زره زيات کسان ژوبل شوي او ۱۱ لکه ۷۲ زره کورونه ړنګ شوي دي.

د کندهار فابريکه لرونکي: پاکستان د پنبې صنعت د سقوط هڅې کوي

Pa.azadiradio.com 

کندهار کې د پنبې فابريکه لرونکي وايي، پاکستان يې د صنعت د سقوط هڅې کوي. دوی وایي، پاکستان يې ۳۰ میلیونه هغه ډالر نه ورکوي چې دوی پرې پنبه پلورلې. د پنبې د فابريکو څښتنان وایي، پاکستان په دې توګه هڅه کوي څو کندهار کې د پنبې شته فابريکې وتړي. په عین وخت کې د کندهار د کانونو او صنايعو رياست وایي، د طالبانو حکومت د دې ستونزي د ژر هواري ژمنه ورکړې ده. نور تفصیل د صادق رښتیني په راپور کې د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

امریکا د افغانانو لپاره د بشر دوستانه لنډمهاله ویزو پروګرام بندوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا حکومت وایي، هغه پروګرام بندوي چې له مخې افغانان کولای شي د بشر دوستانه لنډمهاله ویزو له لارې دغه هېواد ته ولاړ شي. سپینه ماڼۍ وایي، له دې وروسته به د افغانانو پر مخ هغه بشردوستانه ویزې بندې شي چې له مخې یې افغانان کولای شي په موقت ډول دغه هېواد دننه شي. د متحدو ایالاتو د سپینې ماڼۍ ویاندې کرین ژان پییر چې د سپټمبر په لومړۍ نېټه په یوه خبري ناستې کې خبرې کولې ټینګار یې وکړ چې امریکا به د دې بشر دوستانه ویزو د نوي ماډل له مخې دا کسان به په درېیم هېواد کې له پاتې کېدو پرته او مستقیم امریکا ته ځي. Читать дальше...

ملګري ملتونه د بصرې تاریخي ودانۍ بیا رغوي

Mashaalradio.com 

د عراق په البصره ښار کې د ملګرو ملتونو لخوا له ۱۰۰ کلونو څخه زیاتو پخوانیو کورونو د بیا ودانۍ کار پیل شوی دی. دې کورونو ته په عراق کې شناشیل ویل کېږي او ملګري ملتونه وايي چې باید د دې هېواد دا تاریخي ورثه خوندي وساتل شي. انیسې اجمل په دې اړه د رویټرز خبري اژانس له ویډیو دا راپور جوړ کړی دی.


Музыкальные новости
Анастасия Волочкова

Волочкова сообщила подписчикам об очередной поездке на Мальдивы





Rss.plus
Сергей Собянин

Сергей Собянин поздравил москвичей с 1 Мая




Военнослужащие Росгвардии провели патриотическое мероприятие для димитровградских лицеистов

Популярный стендап-комик Сергей Орлов выступит в Кемерове с новой программой

Во Владивостоке пройдет фестиваль «МАЙСКИЕ»

Иван Стебунов объяснил, почему не выносит немецкий язык




ازادي راډيويي مجله؛ طالبان ۳۵ مستند فلمونه نندارې ته وړاندې کوي

Pa.azadiradio.com 

طالبان ۳۵ مستند فلمونه نندارې ته وړاندې کوي، پروان کې ادبي فعاليتونه او د يو علمي بنسټ د جوړولو هوډ، د ارګ د يوې تاريخي ماڼۍ په اړه مالومات، شعرونه، د کيسو نقد او يو شمېر نور فرهنګي مطالب په نننۍ خپرونه کې راټول شوي دي. ازادي راډيويي مجله چې احمد شيبر يې جوړوي، د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو يې اورېدلی شئ:

امریکا ته د افغانانو د ورتګ مخکینی پروګرام په تدریجي ډول لیرې شوی

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحد ایالتونه وايي، دغه هېواد ته یې په چټکۍ د افغانانو د داخلېدو لپاره مخکینی پروګرام په تدریجي ډول لیرې کړی دی. تر دې مخکې دغه افغانان د بشردوستۍ د یوه لنډمهاله موقف په مرسته امریکا ته داخلېدل، خو د دایمي استوګنې د اسنادو په ترلاسه کولو کې یې ستونزه وه. د امریکا حکومت وايي، په پالیسۍ کې دغه بدلون د اکتوبر میاشتې له لومړۍ نېټې عملي کېږي او دا به له نورو افغانانو سره په امریکا کې د استوګنې د اسنادو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي. د نویو بدلونونو له مخې به امریکا له څینو استثناآتو پرته... Читать дальше...

په سېلابونو کې د راګیر شویو پاکستانیانو د ژغورنې هڅې کېږي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان په جنوب کې نن هم ژغورونکي چې پوځي څرخي الوتکې او کښتۍ یې ملتیا کوي په سېلابونو کې د میلیونونو راګیر پاتې شویو کسانو د ژغورنې هڅه کوي. چارواکي وايي، اټکل کېږي، چې په دغو سیمو کې به نور سېلابونه هم وبهېږي. د پاکستان د طبیعي افتونو د تنظیم اداره وايي، دغه سېلابونه چې په یوه ثانیه کې یې اندازه ۲۰زره مترمکعبو ته رسېږي له شمال څخه بهېدلي چې ډېر ژر به د سند ایالت لویو ښارونو ته ورسېږي. دغو سېلابونو چې د جون میاشتې له نیمايي بهېږي، سند ایالت تر ټولو زیات ځپلی دی. په دغو سېلابونو کې د مړو... Читать дальше...

امریکا د چین په اړه د ملګرو ملتونو د وروستي راپور هرکلی وکړ

Pa.azadiradio.com 

د امریکا متحدو ایالتونو د ملګرو ملتونو د وروستي راپور هرکلی وکړ، چې په کې ویل شوي چين ښايي په لویدیځه سیمه شین جین کې د بشر ضد جنایتونه کړي وي. دغه راپور د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د لویې کمشنرې میشل باشلي له خوا برابر شوی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پرون په یوه اعلامیه کې وویل، مېرمن باشلي په خپل راپور کې له اویغور مسلمانانو او نورو اقلیتونو سره د چین چلند «ظالمانه» بللی دی. چین تر دې مخکې په شین جین کې د ناوړه چلند هر ډول راپورونه رد کړي دي او ټینګار کوي چې په دغه... Читать дальше...

د بشري حقونو څار ډله: ملګري ملتونه دې د الهې قضیې په اړه څېړنې وکړي

Pa.azadiradio.com 

د بشري حقونو د څار ډلې له کابل مېشتو دیپلوماتانو غوښتي چې د هغې نجلۍ په اړه معلومات ترلاسه کړي چې ادعا کوي د طالبانو د کورنیو چارو وزارت پخواني ویاند پرې جنسي تېری کړی دی. الهې دلاورزۍ په څو ویدیوګانو کې ادعا کړې چې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو پخواني ویندوی سعید خوستي پرې جنسي تېری کړی دی. د دغو ویدیوګانو له خپرېدو وروسته د الهې دلاورزۍ د نیول کېدو او ژوند په اړه اندېښنې زیاتې شوې. د بشري حقونو د څار ډلې د ملګروملتونو د بشري حقونو له غړیو هېوادونو غوښتي چې د دې قضیې په اړه پلټنې وکړي.

ملګري ملتونه: له مرستو پرته د کوکنارو کښت منع کولو بې‌وزلي ډېره کړې ده

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو او جرمونو سره د مبارزې اداره وايي چې، په افغانستان کې د کوکنارو د کښت منع کولو راهيسې بزګرو ته تر اوسه بديل کښت په واک کې نه دی ورکول شوی او د بديل کښت په نشتوالي کې په دې سيمو کې بېولي هم ډېره شوې ده. بزګران وايي، که څه هم له دوی سره ژمنه شوې وه چې د کوکنارو نه کرلو په صورت کې به له دوی سره مرستې وشي، خو اوس چې د طالبانو د حکومت له خوا د کوکنارو د کښت منع کولو نژدې پنځه مياشتې تېرې شوي، له دوی سره دا مرستې نه دي شوي. که څه هم د طالبانو حکومت ادعا کوي چې، د مخکينيو... Читать дальше...



Москва

Магнитная буря 2 мая может спровоцировать северное сияние в Москве


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: На Пасху городской транспорт будет работать дольше



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Анастасия Волочкова

Волочкова о видео с Джигурдой: "Я не то, что в ту дверь вошла, — я у себя дома"




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о чемпионате по профмастерству в авиастроении

Новинка от Edifier: беспроводные наушники Comfo Run для занятий спортом

«Кубок футбольных мам» прошел на стадионе «Москвич» в Лобне


WTA

WTA предвкушает дуэль Елена Рыбакина — Юлия Путинцева на турнире в Мадриде



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Минск

В Минске одобрен проект соглашения о системе таможенного транзита ЕАЭС



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России