Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Сентябрь
2022

Новости за 16.09.2022

احمد مسعود: طالبان راڅخه غواړي چې تسلیم شو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي مقاومت په نوم جبهې مشر احمد مسعود په ويانا کې د طالبانو د مخالفو افغان سياستوالو سره د يوې غونډې په څنډه کې نن خبريالانو سره خبرې وکړې. د دې غونډې هدف د «يو ګډ سياسي دريځ جوړول» ښودل شوي دي.

څېړنه: د معتادينو ۷۰ سلنه مړینه د نشه‌يي موادو د اندازې د ډېروالي له امله ده

Pa.azadiradio.com 

يوه تازه څېړنه ښيي چې، په سلو کې تر (۷۰) ډېرو معتادینو مړینه د نشه يي موادو د ډېر استعمال یا اوورډوز (overdose) له امله ده. دا څېړنه چې د ملګرو ملتونو له نشه يي موادو سره د مبارزې ادارې او روغتيا نړیوال سازمان په ګډه کړې په نتيجه کې يې موندلې چې، د نشه يي موادو اندازه هغو معتادینو ډېره کړې چې تازه له زندان څخه ازاد شوي دي. د دې څېړنې پايله ښيي چې، په اروپايي هېوادونو کې په سلو کې (۷۷) معتادین د نشه يي موادو د اندازې ډېرېدو یا اوورډوز له امله مړه کېږي. د معتادینو د درملنې متخصص ډاکټر واحدالله... Читать дальше...

د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې د تارياکو بيې دوه برابره لوړې شوي دي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د جنوبي ولایتونو د نشه يي موادو د رانیولو او خرڅولو په بازارونو کې د تارياکو بيې دوه برابره لوړې شوي دي. په هلمند ولایت کې يوې سرچينې او کندهار کې د نشه يي موادو کاروباریانو ازادي راډيو ته ويلي چې، په وروستۍ اوونۍ کې د یوه من تارياکو بيه تر درو لکو پاکستانیو کالدارو پورې وه. د افغانستان په جنوب کې د نشه يي موادو کاروباریان وايي چې، د تارياکو د بیې د لوړوالي علت له مخکيني فصل څخه لاس ته راغلي تارياک دي، ځکه بزګرانو د تېر فصل تارياک زېرمه کړي او هيله لري چې په راتلونکي ژمي کې به يې په لوړه بيه خرڅ کړي. Читать дальше...



اوکراييني چارواکي: ايزيوم ښار ته نږدې يې ۴۴۰ مړي موندلي

Pa.azadiradio.com 

اوکرایني چاواکو پرون (پنجشنبه) اعلان وکړ چې په خارکیف سیمه کې د ایزیوم بېرته نیولي ښار ته نژدې یې یو ډله‌ییز قبر موندلی چې د ۴۴۰ تنو مړي په‌کې خښ وو. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د اوکرايیني ځواکونو د تېرې اوونۍ په عملیاتو کې له ایزیوم ښاره، چې په خارکیف کې لوژیستیکي مرکز ګڼل کېده، زرګونه روسي پوځیان تښتېدلي دي. روسي پوځیانو خپله اکثره وسله او مهمات پرې ایښي دي. د اوکرايین دفاع وزارت په یوه ټویټ کې ویلي چې، د ایزیوم ښار له نیولو وروسته یې په دغه ښار کې ډله‌ییز قبرونه موندلي دي. د خارکیف... Читать дальше...

يو شمېر دولتي کارکوونکي: معاشونه مو کم خو د توکو بيې څو برابره لوړې شوي

Pa.azadiradio.com 

يو شمېر دولتي کارکونکي په ورځني ډول د خوراکي او سون توکو له لوړو بیو او دغه شان د میاشتني معاش د کمښت له امله شکایت کوي. دوی وايي، سره له دې چې د طالبانو حکومت د دوی معاشونه کم کړي خو له بلې خوا د خوراکي او سون توکو بیې لوړې شوي او دوی یې د پېرلو توان نه‌لري. د دوی په خبره، په داسې حال کې چې په تېرو ۱۵ کلونو د هر څه بیې څو برابره زیاتې شوي خو د دوی په معاش کې تغیر نه‌دی راغلی. فتانه په کابل کې له تېرو ۱۳ کلنو راهیسې په یو دولتي ښوونځي کې ښوونکي ده. نوموړې په تېر حکومت کې ۱۰ زره افغانۍ معاش... Читать дальше...

د ژغورنې نړيوالې کمېټې سويس ته د افغانستان د شتمنۍ د لېږد هرکلی وکړ

Pa.azadiradio.com 

د ژغورنې نړیوالې کمېټې د امریکا له لوري سویس ته د افغانستان د شتمنیو د لېږدېدو هرکلی وکړ. دې کمېټې ویلي چې، د بایډن د حکومت د دې پرېکړې هرکلی کوي چې د افغانستان د شتمنیو درې نیم ملیارد ډالره په سویس کې دېره صندوق ته لېږدوي چې د افغانستان د اقتصادي ثبات او په نهایت کې افغانستان بانک ته د هغو د انتقال لاره هواروي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د افغانانو له کنګل شویو شتمنیو څخه ۳،۵ میلیارد ډالر به ډېر ژر د "افغان وجهي صندوق" له لارې دوی ته ور وګرځوي. د دغه وزارت ویاند نید پرایس د... Читать дальше...

د ارمنستان دفاع وزير: اذربايجان سره اوربند دوام کړی

Pa.azadiradio.com 

د ارمنستان دفاع وزیر نن وویل، له اذربایجان سره اوربند دوام کړی او د وروستیو ورځو له شخړو وروسته په وضعیت کې بدلون نه‌دی راغلی. د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ ( سپټمبر په ۱۳ مه) د دواړو خواوو ترمنځ جګړه ونښته خو وروسته د بېلابېلو هېوادونو په غوښتنه د جګړې اور سوړ شو. دواړه هېوادونه چې له ډېرو کلونو راهیسې د لانجمنې ناګورنو قره باغ پر سر اختلاف لري، اړیکې یې په دې وروستیو کې یو وار بیا ترینګلي شوي دي.

له ۱۷ کلونو وروسته د انګلينډ کرېکټ لوبډله پاکستان ته تللې

Pa.azadiradio.com 

د انګلیستان یا انګلينډ د کرېکټ لوبډله له ۱۷ کلونو وروسته په لومړي ځل د سیالیو لپاره پاکستان ته تللې ده. د انګلیستان او ګڼو نورو هېوادونو د کرېکټ ټیمونه د نا امنۍ له درکه د اندېښنو په خاطر پاکستان ته نه تلل. د انګلیستان د کرېکټ ټیم وروستی ځل په ۲۰۰۵ م کال پاکستان ته سفر کړی و.



افغانستان کې د ښځو د ځان وژنې پېښو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی

Pa.azadiradio.com 

هره ورځ په لس هاوو ښځې او پېغلې نجونې د افسرده‌ګۍ او رواني ناروغیو د درملنې په هدف د کاپیسا مرکزي روغتون ته ورځي. د دې روغتون د رواني صحت یوې مشاورې فروزان جمشیدي فرانسې خبري اژانس ته ویلي، د تېر په پرتله‌یې د مراجعینو په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی او حتی زیاتره پېغلې نجونې ځان وژنه کوي.

د تاجکستان او قرغزستان پر پوله تازه نښتې؛ درې کسان وژل شوي لسګونه ژوبل دي

Pa.azadiradio.com 

د تاجکستان او قرغزستان په پوله د تاز او درنو نښتو راپورونه ورکول شوي دي چې، تر اوسه پورې په دې نښتو کې چې دوه ورځې مخکې پیل شوې د درې کسانو د وژل کېدو او لسګونو نورو د ټپي کېدو راپورونه ورکړل شوي دي. د قرغزستان پوله ساتې ادارې تاجکستاني سرتیري تورن کړي دي چې د جمعې په سهار یې یو ځل بیا په لانجمنه غرنۍ سرحدي سیمه کې د دوی پر څو پوستو بریدونه کړي چې په کې یې له ټانکونو، توپونو او هاوان کار اخیستی دی. قرغزي پوله ساتو همدارنګه ددې هېواد په جنوبي سیمو لایلیک او باتکین کې د نښتو د دوام خبر ورکړی دی. Читать дальше...

کب نيوونکي له سېلابه د خلکو ژغورلو لپاره کښتۍ جوړوي

Mashaalradio.com 

په سیند کې ځینې کب نیوونکي د سېلاب له وجې د ګیرو شوو خلکو راویستو لپاره بېړۍ جوړوي. دوی وايي چې اوس هم په ګڼو سیمو کې خلک ګیر پاتي دي چې له وجې یې د کشتیو طلب زیات شوی دی. کب نیوونکي زیاتوي چې دا مهال د یوې کشتۍ نرخ خواوشا دوه لکه روپۍ دی. د رويټرز اژانس ويډيو:

پوتین: د اوکراین بحران په اړه د چین متوازن دریځ ته د قدر په سترګه ګورو

Mashaalradio.com 

چینايي ولسمشر شي جېنپېنګ له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره په ملاقات کې په اوکراین کې د مسکو جګړې په اړه د اندېښنو څرګندونه کړې ده. دا شاوخوا اووه میاشتې مخکې د کرېملېن د حملې تر اعلان وروسته د دواړو ګاونډیو هېوادونو د مشرانو لومړۍ لیدنه وه چې پرون(د سېپټېمبر ۱۵مه)  په ازبکستان کې د شانګهای همکارۍ سازمان سرمشریزې پر مهال وشوه. د ملاقات موخه، پر داسې مهال د دواړو هېوادونو د تعلقاتو پیاوړي کول ول چې دواړه له غرب سره له زیاتېدونکو ترینګلتیاوو سره مخامخ دي. پر اوکراین د یرغل پر سر د سختو نړیوالو... Читать дальше...

پاکستان: د پيناډالو کمېدل، د اندېښني وړ خبره ده او کنه؟

Mashaalradio.com 

په پاکستان کې یو شمېر رسنیو ویلي دي چې په هغه هېواد کې د پیناډال په نوم دوا کمه شوې ده. اېکسپرېس ټرېبیون، ډان او یوشمېر نورو ورځپاڼو او ټېلېوېژنونو ویلي دي چې د پاکستان په مختلفو برخو کې د پیناډال دوا کمښت پیدا شوی دی چې له وجې یې ناروغان له مشکلاتو سره مخامخ دي. رسنۍ وايي، شرکتونو د دوا بیه زیاتول غوښتل خو حکومت یې اجازه ور نه کړه نو ځکه یې جوړول ودرول. پیناډال د پړسوب یا سوزش ضد دوا ده چې د درد، تبې او زکام پر وخت کارېږي او بې نسخې خرڅېږي. د خیبر پښتونخوا د عامې روغتیا ټولنې مشره ډاکتره صایمه عابد... Читать дальше...

د بښنې نړيوال سازمان موندنې: طالبانو په غور کې شپږ هزاره افغانان وژلي

Pa.azadiradio.com 

د بښنې نړېوال سازمان په یوه راپور کې ویلي چې، د دوی د موندونو پر بنسټ طالبانو د افغانستان په غور ولایت کې په قصدي ډول شپږ هزاره افغانان وژلي دي. د بښنې نړیوال سازمان په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې، طالب جنګیالیو د افغانستان په غور ولایت کې په قصدي ډول پر توکمیزو لږکیو د برید په پایله کې شپږ هزاره ګان وژلي دي. ددې سازمان په خبره، د ۲۰۲۲ کال د جون په ۲۶مه طالبانو په غور ولایت کې د یوه پخواني امنیتي چارواکي محمد مرادي چې د تېر حکومت کې سیمه‌ییز پولیس وو او د طالبانو په ضد جنګېدلی وو په لټه کې د شپې د... Читать дальше...

کابل ښاروالۍ له خلکو د کورونو د صفايي پيسې غواړي؛ خلک: موږ د ډوډۍ پيسې نه‌لرو

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې یو شمېر کابل ښاریان وايي، د طالبانو د حکومت په راتګ سره بې‌کاري ډېره شوې او له اقتصادي ستونزو سره مخ دي، د طالبانو تر کنترول لاندې کابل ښاروالۍ، د جایدادونو له خاوندانو غوښتې چې خپل د کورنو د څو تېرو کلونو صفایي پیسې يو ځای ژر تر ژره تحویل کړي. د کابل ښاروالی د نشراتو رئیس او ویاند نعمت الله بارکزي ازادي راډیو ته وویل، د صفایي پوروړو کورونه ته جلب لېږل کېږي، خو په خبره یې پوروړي تجارتي او صنعتي ځایونه به مهر او لاک شي. د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي بیا وايي، د خپلو کورونو د صفایي... Читать дальше...

ډاکتر شکيل: سيندونه خپلې لارې نه بدلوي

Mashaalradio.com 

دا اوونۍ مو په مشال مرکه خپرونه کې ډاکټر شکيل مېلمه کړی دی چې په پاکستان کې د اوبو په ملي شورا کې د خيبر پښتونخوا استازي دی. نوموړي د اوبو په سياست کې لوړې زده کړې له بهره ترلاسه کړي دي. ډاکټر شکیل مشال راډیو ته وویل چې سيندونو له زرګونو کلونو راهيسي خپل لاره جوړه کړې وي، خو په دې وروستيو کلونو کې د وچکالۍ له وجې خلکو په خوړونو او سيندونو کې ودانۍ جوړي کړي او دا خبره يې هېره کړې چې دا علاقه د سيندونه ده. ډاکټر شکيل زياته کړه چې بايد حکومت په خيبر پښتونخوا کې تر ۲۰۱۰ز کال وروسته د سيندونو د خوندې ساتلو قانون عملي کړي. Читать дальше...

د بښنې نړيوال سازمان: طالبانو پنجشېر کې د مقاومت جبهې غړي صحرايي محاکمه کړي

Pa.azadiradio.com 

د بښنې نړیوال سازمان وايي د دوی لومړنۍ څېړنې ښيي چې طالبانو په پنجشېر کې د مقاومت ملي جبهې غړي صحرايي محاکمه کړي. د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد تېره ورځ ازادي راډيو ته ویلي و چې، د خپرې شوې ویډو د ثبت نېټه روښانه نه‌ده. د بښنې نړیوال سازمان تازه موندنې ښيي چې په پنجشېر ولایت کې د طالبانو له‌خوا د ملي مقاومت جبهې دغړو وژل کېدو په تړاو خپره شوې ویډو تازه ده او طالبانو ددغې جبهې غړي صحرايي محاکمه کړي دي. د بښنې نړيوال سازمان په خپل تویټر پاڼه لیکلي، په دې اوونۍ کې له افغانستان نه د بې... Читать дальше...

سیاست والان ولې د پوځ د مشر د کاري مودې غځولو په اړه بیانونه ورکوي؟

Mashaalradio.com 

د پاکستان د پوځ د مشر جنرال قمر جاوید باجوه د کار موده د ۲۰۲۲ کال د نومبر په اخره کې ختمېږي او دا د حکومت کار دی چې د هیواد د پوځ نوی مشر و ټاکي. د پاکستان د ایین له مخې وزیراعظم او ولسمشر د پوځ مشر کاري موده غځولی شي خو په هغو حالاتو کې چې ضرورت یې ورپېښ وي.

د افغانستان د معلولینو د باسکټبال لوبډلې تمرینونه پیل کړي

Mashaalradio.com 

د افغانستان په هرات کې د ښځینه معلولینو د باسکټبال لوبډله یو ځل بیا تمرینونو ته ورستنه شوې ده. د هغو ۱۵ لوبغاړو لپاره باسکټبال یوازې لوبه نه بلکې هر څه دي. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.


Музыкальные новости
Николай Басков

«20-летних я уже не потяну»: Басков раскрыл идеальный возраст избранницы





Rss.plus
Арцах

Героическое участие армян в СВО. Часть третья




IV художественно-промышленная выставка-форум "Уникальная Россия".

Сотрудники «Мособлпожспаса» спасли девочку с гвоздем в руке

Концерт к открытию теплого сезона прошел в парке Солнечногорска

В Москве задержаны последователи китайской секты «Фалунь Дафа»*, возбуждено дело




ايا افغانستان د ترهګرو لپاره په خوندي ځای بدليږي؟

Mashaalradio.com 

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد د سېپټېمبر په ۱۴مه په يوه خبري غونډه کې ويلي وو چې د القاعده سره هېڅ اړیکې نه لري او نه به هم څوک پريږدي چې په بل هېواد حملې پلان کړي.

امريکا له اوکرايين سره د ۶۰۰ ميليون ډالرو پوځي مرستې اعلان وکړ

Pa.azadiradio.com 

سپینې ماڼۍ له اوکرايین سره د ۶۰۰ میلیونه ډالرو اضافي پوځي مرستې اعلان وکړ. سپینې ماڼۍ داسې وخت د اوکرايین لپاره د ۶۰۰ مېلیونه ډالرو اضافي پوځي مرسته اعلان کړې ده چې امریکا د روسیې یرغل پر وړاندې د کییف د ځوابي حملو ملاتړ ته دوام ورکوي. د سپټمبر پر ۱۵مه د سپینې ماڼۍ په یوه اعلامیه کې راغلي دي چې، ولسمشر جو بایډن به د ولسمشریزې غوښتنې واک، چې له مخې یې هغه د امریکا له زېرمو څخه وسلې انتقالولی شي، وکاروي. سپینې ماڼۍ په بیان کې ویلي دي چې، په مرستو کې وسایل، خدمات او روزنه شامله ده. په بیان کې... Читать дальше...

پاکستان کې د سېلابونو له امله د مړو شمېر ۱۵۰۰ ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

په پاکستان کې د بارانونو او سېلابونو له امله د مړو شویو کسانو شمېر تر ۱۵۰۰ تنو لوړ شوی دی. د طبیعي ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې (اېن ډي اېم اې) تېر ماښام په يو بیان کې ویلي دي چې، د سپټمبر پر ۱۵مه په پاکستان کې د ۲۲ کسانو مړینې له تأیيدېدو سره د جون له نیمايي راهیسې د وژل شویو شمېر ۱۵۰۸ ته رسېدلی دی. په دې کې ۵۳۶ ماشومان هم شامل دي. اېن ډي اېم وايي، د سږنیو بارانونو او سېلابونو له وجې په ټول هېواد کې تر ۵۸۱،۰۰۰ زیات کورونه په بشپړه توګه وران شوي دي. بیان زیاتوي چې اوس‌مهال د سیند... Читать дальше...

ارزګان کې يو اته کلن ماشوم د تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی

Pa.azadiradio.com 

په ارزګان ولایت کې طالب چارواکي خبر ورکوي چې، په دغه ولایت کې یې یو اته کلن ماشوم د انسان تښتونکو له منګولو ژغورولی دی. د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر مولوي امین ازادي راډيوته وویل، دغه ماشوم درې میاشتې مخکې د کندهار ولایت د لوی ویالې په سیمه کې انسان تښتوونکو تښتولی و. د هغه په خبره نن امنیتي ځواکونو د یو لړ عملیاتو پر مهال د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ د خیرو کاریز په سیمه کې ژغورلی دی. د یاد ماشوم د تښتونې په تور یوه ښځه او دوه نارینه هم نیول شوي دي.

د افغانستان پر وضعيت د نړيوالو ورځپاڼو تبصرې

Pa.azadiradio.com 

ډيپلوماټ خپرونه: ډیپلوماټ خپرونې له چین څخه افغانستان ته د اورګاډي د یو درې میاشتنۍ امتحاني دهلیز د پرانیستو په اړه لیکلي چې، له دې لارې به د چین محصولات له قرغزستان او ازبکستان له لارې افغانستان ته ځي او د افغانستان صادرات به هم په همدې لاره چین ته ځي. خپرونه وايي ددې نوي دهلیز له لارې د چینايي مالونو لومړۍ جوپه د سه شنبې په ورځ د چین په سین کیانګ ایالت کې د کاشغر له ښاره قرغزستان اوش ښار ته واستول شوه چې له هغه ځایه به د ازبکستان له لارې د افغانستان په بلخ ولایت کې د حیرتان بندر ته ورسیږي.... Читать дальше...

د چين ولسمشر له پوتين سره ليدنه کې د اوکرايين د جګړې په اړه اندېښنه ښودلې

Pa.azadiradio.com 

د چین ولسمشر شي جین پینګ د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره په کتنه کې په اوکرايین کې د روسیې د جګړې په اړه اندېښنه څرګنده کړه. دا د فبرورۍ له ۲۴ راهیسې چې کریملين پر اوکرايین یرغل ته امر ورکړی، لومړی ځل دی چې دواړه مشران په خپلو کې سره ګوري. د چین او روسیې ولسمشرانو پرون پنجشنبې د ازبکستان په سمرقند ښار کې د شانګهای د همکارۍ د سازمان د سرمشریزې په څنډه کې سره وکتل. که څه هم شي جین پینګ په عام محضر کې د اوکرايین نوم وانه‌خیست خو دومره یې وویل چې هېواد یې چمتو دی چې د ثبات پر لور د نړۍ د پرمختګ په چاره کې له روسیې سره یو ځای رول ولوبوي. Читать дальше...



Москва

Продвижение новых песен с высоким результатом


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: На Пасху городской транспорт будет работать дольше



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Баста

Баста: если Акинфеев на десять минут выйдет за «СКА‑Ростов», мы все будем плакать




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Росгвардейцы обеспечили безопасность во время футбольного матча в Москве

Новинка от Edifier: беспроводные наушники Comfo Run для занятий спортом

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о чемпионате по профмастерству в авиастроении


WTA

WTA предвкушает дуэль Елена Рыбакина — Юлия Путинцева на турнире в Мадриде



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о развитии «зеленой» экономики в РФ



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России