Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Сентябрь
2022

Новости за 20.09.2022

ګوتيريش: د افغانستان اقتصاد د ويجاړېدو په حال کې دی

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتيریش نن په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د پرانیستې په مراسمو کې وویل، په افغانستان کې بشري حقونه په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې شوي دي. ښاغلي ګوتيریش زیاته کړه چې د افغانستان تر نیمايي زیات خلک له سختې لوږې سره مخامخ دي او د دغه هېواد اقتصاد د ویجاړېدو په حال کې دی. طالبانو تر دې مخکې په افغانستان کې د دوی د واکمنۍ پر مهال د بشري حقونو د سرغړونو په اړه اندېښنې رد کړې دي. ښاغلي ګوتيریش په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو په کوربه‌توب... Читать дальше...

طالبانو کابل طبي پوهنتون کې ښځينه محصلانې له عکس او ويډيو اخيستلو منع کړي

Pa.azadiradio.com 

د کابل طبي پوهنتون ځینې استادانې تأییدوي، چې د دغه پوهنتون د ادارې له لوري ښځینه محصلانې له عکس او ویډیو اخیستلو منع شوې دي. د طالبانو تر کنترول لاندې د کابل (ابو علي سینا) طبي پوهنتون ریاست، د ټولو پوهنځیو ریاستونو ته په یو استولي کتبي مکتوب کې لارښونه کړې، چې ښځینه محصلانې دې د پوهنتون په چاپیریال کې عکسونه او ویدیوګانې نه اخلي. په دې مکتوب کې چې د دغه پوهنتون ځینو استادانو له ازادي راډیو سره شریک کړی او پر خواله رسنیو هم لاس په لاس شوی په‌کې راغلي: "د پوهنځیو له درنو ریاستونو څخه غوښتنه کوو... Читать дальше...

تايوان کې زلزلې ځاني او مالي زيانونه اړولي

Mashaalradio.com 

د تايوان په سوهېل ختيزو برخو کې د سېپټېمبر پر ۱۷مه او ۱۸مه راغلې زلزلې يو کس وژلی او ۱۴۶ نور يې ژوبل کړي دي. د رېختر پر کچ د ۶.۸ شدت دې زلزلې يوشمېر سړکونه او ريل ګاډو پټلۍ ويجاړې کړې او سکولونو، دوکانونو او کورونو ته يې هم زیانونه اړولي دي.



زښتو بارانونو د پکتیا بالاحصار ته خطر پېښ کړی

Mashaalradio.com 

د افغانستان د پکتيا ولایت په مرکز ګردېز کې د تاريخي کلا بالاحصار څوکې د وروستیو سختو بارانونو له کبله د نړېدو له ګواښ سره مخامخ شوې ده. د سیمې خلک وايي، که په لویو ډبرو د بالاحصار اېښوول شوې پاسنۍ څوکه نسکوره شي، نو د لرغونتوب نیمايي ارزښت به یې له مینځه ولاړ شي.

د آذربایجان او ارمنستان خونړۍ نښتې؛ د دواړو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو کتلي

Pa.azadiradio.com 

د آذربایجان او ارمنستان د بهرنیوچارو وزیرانو پرون دوشنبې په داسې حال کې په نیویارک کې سره وکتل چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم حاضر و. د ناګورناقره باغ د لانجمنې سیمې پرسر له خونړۍ جګړې وروسته چې نژدې ۲۰۰ کسان په کې ووژل شول، د آذربایجان او ارمنستان د بهرنیوچارو وزیرانو د لومړي ځل لپاره پرون په نیویارک کې سره وکتل. د آذربایجان د بهرنیوچارو وزیر جیحون بایراموف له خپل ارمني سیال ارارات میرزویان سره د امریکا د بهرنیوچارو د وزیر انتوني بلېنکین په منځګړتوب او د ملګروملتونو د عمومي کلنۍ اسمبلې په څنډه کې وکتل. Читать дальше...

کابل ښار مېشتي: د تېلو بیو په را کمېدو سره بیا هم د موټرو کرایه لوړه ده

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر کابل مېشتي شکایت کوي، چې د تېلو بیې را کمې شوي، خو لا هم د موټرو کرایه پورته ده. جمیله د کابل په یوه ښوونځي کې ښوونکې ده چې هره ورځ په ښاري موټرو کې تګ راتګ کوي. هغه وايي، د میاشتې اته زره افغانۍ معاش لري، خو په ورځني ډول یې ښوونځي ته د تګ راتګ کرایه ۸۰ افغانۍ کېږي. د جمیلې په خبره، وړاندې دا کرایه ۴۰ افغان کېده، خو اوس دوه چنده شوې ده. نوموړې زیاتوي: "زه یوه ښوونکې یم چې هره ورځ په ښاري موټرو کې ځم راځم. وړاندې کې د موټرو کرایه لس افغانۍ وه، اوس شل شوې ده. اوس خبره شوم چې تېل ارزانه شوي، خو بیا هم کرایه نه ده کمه شوې. Читать дальше...

د کابل ځینې ښاریان: لا هم ډېری طالبان په شخصي جامو کې پلټنې کوي

Pa.azadiradio.com 

د کابل یو شمېر ښاریان وايي، د طالبانو د پلټنو په پوستو کې لا هم د دوی زیات شمېر وسله وال یونیفورم نه لري. که څه هم د طالبانو د سرپرست حکومت د کورنیو چارو وزارت څه موده وړاندې اعلان وکړ چې له دې وروسته باید د پلټنې په پوستو کې هېڅ طالب وسله وال له یونیفورم پرته ونه لیدل شي، خو د کابل ښار د بېلابېلو سیمو د پلټنو په پوستو کې لا هم شته طالب وسله وال چې شخصي جامې یې په تن دي د کابل له باغ بالا د خوشحال خان مېنې پر لور غځېدلي سړک باندې د طالب وسله والو د پلټنې دوه پوستو کې هغه څه چې د طالبانو حکومت ویلي دلته نه دي عملي شوي. Читать дальше...

سپینه ماڼۍ: طالبان دې نور له یرغمل نیونې لاس په سر شي

Pa.azadiradio.com 

امریکايي چارواکي تاییدوي چې د طالبانو د یوه مهم غړي بشر نورزي د ازادۍ په بدل کې امریکايي مارک فریرکس خوشې شوی، خو له طالبانو غواړي چې نور له یرغمل نیونې لاس په سر شي. له بشر نورزي سره د مارک فریرکس له تبادلې وروسته، امریکا له طالبانو غواړي چې نور په خپلو ژمنو ودرېږي او د یرغمل نیونې مخه ونیسي. سپینې ماڼۍ د دوو امریکايي چارواکو له قوله چې د افغانستان په وخت پرون ناوخته یې رسنیو سره خبرې کړي لیکلي، که طالبان غواړي امریکا او نړۍ سره یې اړیکې عادي شي، باید یرغمل نيونه پای ته ورسوي. سپینې ماڼۍ له همدې چارواکو د یوه له قوله لیکلي... Читать дальше...



ملګري ملتونه وايي پاکستان کې به له ټولو افغان سېلاب ځپلو سره مرسته کوي

Mashaalradio.com 

په اسلام اباد کې د امریکا سفارت د سېپټېمبر پر ۱۹مه پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي چې د دوی لخوا تازه دوه ميليونه ډالره پر هغو ۵۰ ميليونو ډالرو سربېره دي چې واشنګټن د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې (يو اېس اې ای ډي) لخوا په پاکستان کې له سېلاب ځپلو سره د بشري مرستو په لړ کې د لګولو اعلان کړی دی.

د اذربایجان او ارمنستان جګړه؛ د دواړو هېوادو بهرنیو چارو وزیرانو کتلي

Pa.azadiradio.com 

د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ له وروستۍ خونړۍ جګړې وروسته د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو پرون په نیویارک کې سره وکتل. د ارارت میرزویان او سیحون بیراموف دا کتنه د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلېنکن له خوا تنظیم شوې وه. د کتنې هدف دا ښودل شوی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ نانندرۍ کمې او نازک اوربند پر ځای پاتې شي. د اذربایجان او ارمنستان ترمنځ د وروستیو ورځو سرحدي جګړو کې څه باندې دوه سوه کسان ووژل شول.

ملګري ملتونه: په پاکستان کې سېلابونو افغان کډوال هم ډېر ځپلي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو کډوالو اداره یا يو اين ايچ سي ار وايي، په پاکستان کې سېلابونو په پاکستانيانو سربېره افغان کډوال هم ډېر ځپلي دي. د دې ادارې وياند قیصر افريدي مشال راډيو ته وويل چې شاوخوا اته لکه افغان کډوال داسې دي چې په سېلاب ځپلو سيمو کې اوسېږي او سېلابونو پرې په بېلابېله بڼه بده اغېزه کړې ده. د هغه په وينا يو اين ايچ سي ار دې خلکو ته نغدې پيسې ورکوي او کوښښ یې کړی چې په وخت ورته خواړه، خېمې او نور شيان ورسوي. قیصر افریدی زیاتوي چې د سپتمبر په ۱۹مه ورته امريکا د نورو پيسو د ورکړې اعلان کړی چې د بشري مرستو رسول به لا اسانه کړي. Читать дальше...

له چین څخه افغانستان ته د باروړونکي دهلېز د ازمایښتي تطبیق چارې پیل شوې

Pa.azadiradio.com 

د ازبکستان د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، له چین څخه افغانستان ته د باروړونکي دهلېز/رېل ګاډي د ازمایښتي تطبیق چارې پیل شوې دي. رېل ګاډي له چین څخه قرغزستان، ازبکستان او په اخر کې افغانستان ته رسېږي. ازبک چارواکو ویلي، ازبکستان ته د دغه هېواد له لارې د محصولاتو د لېږد رالېږد په برخه کې ٧٠ سلنه تخفيف ورکړل شوی. په همدې حال کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د اورګاډي ادارې هم پرون وویل چې د چین، افغانستان، ازبکستان او قرغزستان ترمنځ د نوي اقتصادي دهلیز د یوې برخې په توګه له چین څخه سوداګریز... Читать дальше...

پاکستاني چارواکي: د زده کړې برخه کې افغانانو سره همکارۍ ته دوام ورکوو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق وايي، په افغان حکومت او ادارو کې څه باندې سل زره هغه افغانان دندې ترسره کوي چې له پاکستاني پوهنتونو او کالجونو فارغ شوي. محمد صادق دا خبره پرون په یوه ټوېت کې کړې ده. هغه زیاته کړې چې پاکستان تر بل هر هېواد زیات د افغانانو لپاره د تعلیم فرصتونه برابر کړي دي. محمد صادق دا خبره هم کړې چې هېواد به یې نه یواځې دا همکاري له افغانانو سره جاري ساتي بلکې لا به یې غښتلې کوي.

ایران کې لاریون کوونکي له پولیسو سره په نښتو اوښتي

Pa.azadiradio.com 

د ایران په پلازمېنه تهران او ګڼو نورو ښارونو کې قهرجنو مظاهره چیانو د مهسا امیني د وژل کېدو په غبرګون له پولیسو سره په نښته اوښتي دي. د تهران له څو سیمو په مظاهره چیانو باندې د پولیسو د اوښکي بهونکي ګاز او ان ډزو راپورونه راغلي. په ټولنیزو شبکو کې په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې د ایران د بلواګري ضد پولیس پر مظاهره چیانو برید کوي او د هغوی د خورولو هڅه کوي. راپورونه ورکړل شوي چې یوه وړه نجلۍ د پولیسو په مرمۍ لګېدلې او وضعیت یې نازک دی. خلک وروسته له هغه مظاهرو ته ووتل چې د ګشت ارشاد... Читать дальше...

چین د امریکا د ولسمشر پر وروستیو څرګندونو نیوکه وکړه

Pa.azadiradio.com 

چینايي چارواکو د تایوان په اړه د امریکا د ولسمشر پر وروستیو څرګندونو خپله ناخوښي څرګنده کړې ده. په یوه وروستۍ تلویزیوني مرکه کې، جو بایډن د دې پوښتنې په ځواب کې چې که چین پر تایوان برید وکړي دوی به د تایوان دفاع وکړي وویل: "هو، که واقعاً یو بې ساری برید وي." د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ماو نينګ پرون د سپټمبر په ۱۹مه په يوه خبري غونډه کې د ښاغلي بایډن څرګندونې د امريکا له تګلارې څخه په کلکه سرغړونه وبلله او ويې ويل چې دا د تايوان بېلتون غوښتونکو ځواکونو ته يو "جدي ناسم سيګنال" ورکوي.  ماو... Читать дальше...

په پاکستان کې د بارانونو او سېلابونو له امله ځاني او مالي زیانونه ډېر شوي

Pa.azadiradio.com 

په پاکستان کې د وروستیو بې مخینې بارانونو او سیلابونو له امله د مړو شویو کسانو شمېر تر یو نیم زرو تنو اوښتی دی. په پاکستان کې د مونسون بې ساري بارانونو له امله وروستیو سېلابونو شاوخوا ۳۳ میلیونه کسان اغېزمن کړي او سلګونه زره یې بې کوره کړي دي. د سند د اوبو د طغیاني کېدو او د سیلابونو له امله سلګونه کلي، سړکونه او پلونه نړېدلي او د پاکستان شاوخوا یو پر دریمه برخه خاوره سېلابونو اغېزمنه کړې. د اسوشیتد پرس د راپور له مخې ، د دغو سېلابونو له امله د ۵۵۲ ماشومانو او ۳۱۵ ښځو په ګډون ۱۵۴۵ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او زرګونه نور ټپیان شوي دي. Читать дальше...

انټوني بلېنکین: مارک فریرکس د سختو هڅو او خبرو په نتیجه کې راخوشې شو

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکین وايي، مارک فریرکس د امریکايي چارواکو د څو میاشتو سختو هڅو او خبرو په نتیجه کې راخوشې شو. انتوني بلېنکین وویل مارک فریرکس چې دوه نیم کاله په افغانستان کې یرغمل نیول شوی وو ژر به له خپلې کورنۍ سره یوځای شي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي بلېنکین زیاته کړه چې د فریریکس د خوشې کولو لپاره څو میاشتې خبرې روانې وې. هغه زیاته کړه: "د حکومت له بیلابیلو څانګو د ملي امنیت ګڼو متخصصینو په ګډه دا هڅه وکړه چې مارک له بنده را وباسي او کور ته یې راولي. زه له ټولو... Читать дальше...

مېل انلاین: د طالبانو غړی 'بشر نورزی' د هیروینو د قاچاق په جرم زنداني و

Pa.azadiradio.com 

مېل انلاین: مېل انلاین د طالبانو د یوه مشهور غړي بشر نورزي او د امریکا د سمندري ځواکونو د پخواني افسر مارک فریرکس پر تبادلې لیکنه کړې ده. د طالبانو حکومت پرون اعلان وکړ چې حاجي بشر نورزی د کابل هوايي ډګر کې دوی ته تسلیم شو او د مېل انلاین په لیکنه همدې هوایي ډګر کې مارک فریرکس هم امریکایانو ته سپارل شوی دی. مېل انلاین د لوېدیځو اژانسونو په استناد لیکلي، د طالبانو دغه ټوپکوال له ۲۰۰۵ کال راهیسې د هیروینو د قاچاق په جرم د امریکا له خوا زنداني و او د لیکنې پر بنسټ مارک فریرکس دوه کاله له طالبانو سره تېر کړل. Читать дальше...

د ملګرو ملتونو سرمنشي: طالبان دې له تبعیض پرته ژر د نجونو ښوونځي پرانېزي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش په طالبانو غږ وکړ چې له ځنډ پرته دې د نجونو ښوونځي پرانېزي. د ملګرو ملتونو له خوا د پوهنیز تحول په سرمشریزه کې ټینګار وشو چې د افغان نجونو ښوونځي باید پرانیستل شي. د غونډې یوه ویناواله د افغانستان د نجونو د روباټیک د ټیم مشره او د دولسم ټولګي زده کوونکې سمیه فاروقي وه. فاروقي وویل: "نن د نجونو متوسطې او لېسې ښوونځي بند دي. له زده کړو پرته زما خپلوانې، ملګرې او میلیونونه افغان نجونې د یوې نامعلومې راتلونکې څخه وېرېږي او ځان یواځې/ګوښې احساسوي. طالبان کاملاً په ټولنه کې زموږ موجودیت محوه کوي. Читать дальше...



Москва

XXIII Московский Пасхальный фестиваль проходит при поддержке Relax FM


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин и Белозеров запустили на линии МЦД поезд нового поколения «Иволга 4.0»



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Баста

Баста запланировал провести донской кубок с участием ФК «Ростов», «Чайка» и «СКА-Ростов»




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

«Кубок футбольных мам» прошел на стадионе «Москвич» в Лобне

Эксперт Президентской академии в Санкт-Петербурге о подготовке специалистов в спортивной сфере

В дивизии имени Ф.Э. Дзержинского Росгвардии стартовал турнир по боксу «Кубок Победы»


WTA

16-летняя теннисистка Андреева обновила рекорд турниров WTA-1000



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России