د فوټبال نړیوال جام سیالۍ؛ نن څلور لوبې ترسره کېږي
د فوټبال د نړیوال جام ګډونوالو لوبډلو پرون خپلې دوهمې لوبې له بریاوو او ماتو سره ترسره کړې. د ۲۰۲۲ کال د فوټبال د نړیوال جام د ګډونوالو لوبډلو دوهمو لوبو راتلونکي پړاو ته د دې لوبډلو نتایج یوڅه ستونزمن کړل. هالنډ چې خپله مخکینۍ لوبه یې ګټلې وه پرون د نومبر ۲۵مه له اکوادور سره یو- یو مساوي شو او دواړه لوبډلې اوس څلور- څلور امتیازونه لري نو ځکه بل پړاو ته د یوې لوبډلې تګ هم قطعي نه دی. ایران ویلز ته دوه- صفر ماتې ورکړه او د دریو امتیازونو خاوند شو، خو برخلیک یې بیا هم روښانه نه دی. د ایران... Читать дальше...