يونېسف: افغانستان کې سلګونه زره ماشومان د تلف کېدو له ګواښ سره مخ دي
د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونېسف وايي، په افغانستان کې په سلګونو زره ماشومان د تلف کېدو له خطر سره مخامخ دي. معرفه هغه مور ده، چې خپل ماشوم یې په بد حالت کې د ارزګان د مرکز ترینکوټ ولایتي روغتون ته راويستلی دی. دغه مور وايي، په کلي کې یې د ماشوم درملنې ته امکانات نه وو، کله چې یې په کور کې صحي وضعیت لا خراب شو، دوی اړ شول چې په نه امکاناتو یې روغتون ته ولېږدوي. هغې ازادۍ راډیو ته وویل، میاشت کېږي، چې ماشوم یې په نس ناستې اخته دی. نوموړې وويل: "میاشت کېږي چې کانګې کوي، له نسه ایله دی او تبې یې کېږي. Читать дальше...