کراچۍ: د ترهګرۍ ضد عدالت کې د علي وزیر د ضمانت اورېدنه وځنډېده
د علي وزير وکيل قادر خان اېډوکېټ مشال راډیو ته وویل چې عدالت د علي وزیر د ضمانت اورېدنه تر سبا (د سېپټمبر دریمې) پورې وځنډوله. نوموړی وايي، کله چې په عدالت کې اورېدنه شروع شوه نو د پولیس فایل او متعلقه کس نه وو موجود.