Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Сентябрь
2022

دوستم: که نړيوال مو ملاتړ وکړي ۱۵ ورځو کې شمالي ولايتونه له طالبانو پاکوم

0
د افغانستان د جنبش ملي اسلامي ګوند مشر مارشال عبدالرشید دوستم وایي، که نړۍوال د مقاومت جبهې ملاتړ وکړي په ۱۵ ورځو کې به د افغانستان شمال له طالبانو تصفیه کړي.


عبدالرشید دوستم چې د جمعیت اسلامي ګوند مشر برهان الدین رباني د یوولسم تلین په مناسبت یوه انلاین غونډه کې خبرې کولې، د افغانستان د وروستي وضعیت او د طالبان د چلند په اړه غوسه څرګنده کړه.


نوموړي ويلي، که نړۍ د طالبانو ضد د مقاومت د ملي جبهې ملاتړ وکړي، دوی به په ۱۵ ورځو کې د افغانستان ټول شمالي ولایتونه د طالبانو له حضوره پاک کړي.


ښاغلي دوستم چې د جمعیت اسلامي ګوند مشر برهان الدین رباني د یوولسم تلین په مناسبت په یوه جوړه شوې انلاین غونډه کې خبرې کولې او د دې غونډې ویډیو پر خواله رسنیو خپره شوې ویلي، له دوی (طالبانو) سره زور په کار دی او باید یې پر وړاندې یې مبارزه وکړي.


نوموړي د روانې اوونۍ په ترڅ کې په ویانا کې د افغان سیاستوالو غونډې ته په اشارې وویل: "په جلسو او اعلامیو او نورو مسایلو دا خبرې نه کېږي، یوازې همدا بهرنیانو سره خبرې وکړئ، یوازې له موږ سره چې لږ خبرې هم وشي، دا لور تر کابله او بل لور ته تر هراته په ۱۵ ورځو کې به د دوی خبره ختمه شي."




عبدالرشید دوستم وایي، زوی یې یارمحمد دوستم دا مهال له خپلو څو قوماندانو سره تاجکستان ته تللی چې د ده په خبره طالبان یې اندېښمن کړي دي، خو په اړه یې ډېر جزیات نه په ډاګه کوي چې نوموړی په څه هدف تاجکستان ته تللی دی.




دوستم وایي، د افغانستان په سقوط او د دوی په وتلو امریکا او ټولې نړۍ ته دا روښانه شوه چې طالبانو په خپلو ژمنو عمل نه‌دی کړی او په خبره یې له القاعدې ډلې سره یې اړیکې نه دي پرې کړي - هغه تورونه چې وړاندې طالبانو رد کړي دي.


نوموړی دا خبرې په داسې حال کې کوي، چې خپله هم د بشر د حقونو د نړیوال سازمان له‌خوا د بشري حقونو په نقض تورن دی.


هڅه مو وکړه د عبدالرشید دوستم د څرګندونو په اړه د طالبانو د حکومت نظر هم ولرو خو ویاند یې ذبیح الله مجاهد د دې راپور تر خپرېدو زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې.


خو وړاندې یې د عبدالرشید دوستم په ګډون ده ته ټول نږدې پخواني سیاستوال «جګړه ماران او ازمایل شوي» کسان یاد کړي دي.




تر دې وړاندې د سنبلې په ۲۶مه د طالبانو ضد د مقاومت ملي جبهې مشر احمد مسعود په ویانا کې د افغان سیاستوالو په غونډه کې وویل، د افغانستان اوسنی وضعیت پوځي نه بلکې د خبرو له لارې حليږي.


هغه وویل، طالبان غواړي چې دوی تسلیم شي خو په خبره یې تر هغه وخته چې ټول ګډونه حکومت چې په خبره د ټولو افغانانو حقونه په کې خوندي وي رامنځته نه کړي، جګړه به کوي خو د دوستۍ لاس هم غځوي.






Губернаторы России





Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России