Добавить новость
103news.com
World News in Pashto
Сентябрь
2022

کابل کې د هند د تحصیلي بنسټونو افغان محصلانو اعتراض وکړ

0
هغه افغان محصلان چې د هند بورسیې لري او د طالبانو تر بیاځلي واکمنېدو وروسته په افغانستان کې بند پاتې دي، نن یې په کابل کې اعتراض وکړ.


نصیر احمد په هندوستان کې د دوکتورا محصل او یو شمېر نورو هغه افغان محصلینو چې مخکې یې د هندوستان بورسیې ترلاسه کړي د دغه هېواد د ویزو د نه ورکړې له امله په کابل کې اعتراض وکړ.


نصیر احمد وايي، له تېرو ۱۳ میاشتو راهیسې په افغانستان کې بند پاتې او نه دی توانېدلی چې خپلو درسونو ته تعقیب کړي.


هغه زیاتوي: "له تېرو ۱۳ میاشتو راهیسې زموږ تحصیلي ویزې د حکومت په بدلیدو سره کنسل شوي او تر اوسه موږ ته ویزې نه دي راکړل شوي. له بده مرغه په دې برخه کې له چارواکو سره مو هم لیدلي خو د قناعت وړ ځواب مو نه دی ترلاسه کړی. زموږ د نن ورځې اعتراض چې د محصلینو تر کچې و له هندي چارواکو مو وغوښتل چې زموږ د ویزو برخلیک معلوم کړي او په دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي."


فایزه یوسفي هم، چې د هندوستان د پنچاب ایالات په (PTO) پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي محصله او د دې اعتراض یوه غړې ده وايي، په افغانستان کې له سیاسي بدلون وروسته یې د هند حکومت تحصلي ویزه لغوه کړې.


اغلې یوسفي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، ډېری افغان محصلینو له خپلو پوهنتونونو نه ایمیلونه ترلاسه کړي چې ژر تر ژره خپلو درسونو ته حاضره شي، کنه نو بورسیې به یې لغوه شي.


هغه زیاتوي: "د هندوستان حکومت افغان محلصینو لپاره ۹۵۰ بورسې اعلان کړي، خو هغه ۲۵۰۰ محصلین چې په افغانستان کې ګیر پاتې د هغوی په اړه یې هېڅ اقدام نه دی کړی، ډېری محصلیونو د خپلو پوهنتونو له مسولینو ایمیلونه ترلاسه کړي دي چې تر یوې میاشتې پورې باید خپلو درسونو ته حاضر شي او که حاضر نه شي بورسیې به یې لغوه شي."


د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت ویاند احمد تقي په دې اړه زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.


دا په داسې حال کې ده، چې د هند بورسیه لرونکو افغان محصلانو مخکې هم خپله دا ستونزه ازادي راډیو سره شریه کړې وه.


دوی په داسې حال کې په ټینګار سره دا غوښتنه مطرح کوي، چې تازه په هندوستان کې د افغانستان سفیر فرید ماموندزي په خپل ټویټر پاڼه افغان محصلینو ته د ۹۵۰ بورسیو د اعلان خبره کړې.


نوموړي لیکلي: "زه د ای سي سي ار او د هندوستان د لوړو زده کړو وزارت نه مننه کوم چې افغان محصلینو ته یې د۹۵۰ بورسیو د ورکړې اعلان کړی."


موږ هڅه وکړه چې له ښاغلي ماموندزي نه ددې بورسیو په اړه معلومات ترلاسه کړو، چې په دغه بورسیو کې ایا نجونو ته هم ونډه ورکړل شوی او کنه خو له زیاتو هڅو سره بریالي نه شو.


د راپورنو له مخې، هندوستان د ۱۳۹۵ کال راهیسې په کلني ډول له زرو زیاتې وړیا بورسیې افغان محصلینو ته ورکوي.






Губернаторы России





Губернаторы России
103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media


103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости




Спорт в России и мире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России