پېښور کې د کاکاجي صنوبرحسین مومند ۵۶ تلین ولمانځل شو
د نومیالي لیکوال، شاعر او سیاسي مبارز ارواښاد کاکاجي صنوبرحسین د ۵۶ تلین په مناسبت د جنورۍ په شپږمه نېټه په پېښور کې غونډه وشوه چې پکې پوهانو د نوموړي په ژوند او کار رڼا واچوله او له حکومته یې غوښتنه وکړه چې د پښتنو د داسې اتلانو نومونه دې د سکولونو په نصابونو کې شامل کړي.