اسلام اباد: د باچا خان او ولي خان تلین ولمانځل شو
په اسلام اباد کې د باچاخان او عبدالولي خان په یاد یوه غونډه وشوه چې پکې د عوامي نېشنل ګوند ځینو مشرانو د دغو دواړو مشرانو د ژوند په اړه وینا ګانې وکړې. نور په دې ویډیو کې.
په اسلام اباد کې د باچاخان او عبدالولي خان په یاد یوه غونډه وشوه چې پکې د عوامي نېشنل ګوند ځینو مشرانو د دغو دواړو مشرانو د ژوند په اړه وینا ګانې وکړې. نور په دې ویډیو کې.
د خیبر پښتونخوا په سوات کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پلويانو په کراچۍ کې د عالمزېب مسود د نيولو او د شمالي وزيرستان په خيسور کې د امنيتي ځواکونو لخوا په مبينه توګه کورونو ته د ننوتلو پر ضد مظاهره کړې ده. دوی غوښتنه کوي چې عالمزېب مسود دې خوشې کړل شي او په خيسور کې د ماشوم حيات خان وزير کور ته د امنيتي ځواکونو د ننوتلو په اړه دې پلټنې وشي او عاملينو ته دې سزا ورکړل شي. په دې اړه د نیاز احمد خان ویډیويي رپورټ وګورئ.
د بي ټي ایم یوه مخکښ او د قامي اسمبلۍ غړي محسن داوړ له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې عالمزېب مسود یې د څلورو ورځو په جسماني ریمانډ پولیسو ته سپارلی دی.
په بلوچستان کې د جنورۍ پر ۲۱مه د ګوزڼ ضد درې ورځنی کمپاین پیل شوی چې پکې به تر ۲۵ لکه زیاتو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکي ورکول کېږي. په دې اړه د ایوب ترين ویډیويي رپورټ وګورئ.
د افغان حکومت چارواکي وايي، چې په خوست کې د ولسمشر غني لخوا د پاچا خان پوهنتون جوړیدل منظور شوي او کارونه به يې ډېر ژر پیل شي.
له قبایلي ضلعو ځینو پارلېماني غړیو په قامي اسمبلۍ کې د خپلو ویناګانو پرمهال غوښتنه وکړه چې د شمالي وزیرستان خیسور سیمې پېښې پلټلو لپاره دې یوه پارلېماني کمېټۍ جوړه کړل شي.
په افغانستان کې د بدخشان ولایت ۲۳ کلنه لیکواله او شاعره مدینه هادي چې مورنۍ ژبه یې دري ده د کابل پوهنتون د پښتو ادبیاتو له څانګې فارغه شوې ده. هغه وايي، له پښتو ژبې سره مینه لري او هېله یې دا ده چې ماستري هم په پښتو ژبه وکړي. په دې اړه د امریکا غږ اشنا ویډیويي رپورټ وګورئ.
روسي چارواکي وایي، د جنورۍ پر۲۱مه د کرایمیا په ساحلي سیمو کې په دوو تجارتي کشتیو کې چې د تنزانیا بیرغونه پر لګېدلي وو، د اور لګېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي دي.
د مشال راډیو په نوې ویډيويي خپرونه "له اسحاق خان سره بنډار" کې مو دا ځل د پښتو ژبې هنرمند بختيار خټک مېلمه دی. نوموړی وايي لومړی يې اداکاري کړې وه خو وروسته يې په سندرو ويلو پېل وکړ. اسحاق خان له بختيار خټک سره د ده د هنر او ژوند په اړه ویډیويي مرکه کړې ده.
د بشري حقونو سازمان د شمیرو له مخې په ۱۶-۲۰۱۵ م کلونو کې په هغه هیواد کې ۲۰۴۲ کسان په پولیس مقابلو کې وژل شوي و. تېر کال په کراچۍ کې د نقیب مسود تر وژنې او د مدني ټولنو د سختو احتجاجونو وروسته په پولیس مقابلو کې جوت کمی راغلو او تېر کال پکې د وژل شویو شمېر ۸۱ ته ټیټ شو.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости