خوست: پر وزیرستانیو کډوالو مرستې بندې شوې دي
د خوست د ګربزو ولسوالۍ په ګلان کېمپ کې وزیرستاني کډوال وايي، چې دوی سره د نوي زیږدیز کال له پیله د خوړو د نړېوالې ادارې له لوري میاشتنۍ مرستې بندې شوي، چې له دې کبله دوی د سختو ستونزو سره مخامخ شوي دي.
د خوست د ګربزو ولسوالۍ په ګلان کېمپ کې وزیرستاني کډوال وايي، چې دوی سره د نوي زیږدیز کال له پیله د خوړو د نړېوالې ادارې له لوري میاشتنۍ مرستې بندې شوي، چې له دې کبله دوی د سختو ستونزو سره مخامخ شوي دي.
دا اوونۍ په مشال مرکه کې د تلویزوني خپرونو ویانده او اداکاره مینه شمس مېلمنه ده. نوموړې وايي، دا چې د پښتو ډرامې معیار د پخوا په شان لوړ نه دی پاتې نو ځکه یې ټوله پاملرنه ترې اړولې او د تلویزوني خپرونو د کوربنې په حیث یې خپل کار ته دوام ورکړی دی.
د پاکستان حکومت د افغانستان د مشرقي ولایتونو هغو ۸۰۰ هغو زده ته تعليمي سکالرشيپونه ورکوي چې له ۱۲مو ټولګو فارغ شوي دي. په همدې موخه په ننګرهار کې پوهنتون کې د يکشنبې په ورځ ازموینه واخيستل شوه.
افغان کډواله انیسه له شاوخوا دوه کلونو راهیسې په اسلام اباد کې پېرکي یا بولاني خرڅوي چې هلته یې خلک د الو پراټه بولي. نوموړې کونډه ده او د ماشومانو د تعلیم او روزنې لپاره تر شپې ناوخته پېرکي پخوي. د اسلام اباد اوسېدونکي وايي، د دې افغان کډوالې د لاس بولانۍ خورا خوندورې دي. په اړه یې ویډیويي رپورټ وګورئ.
د پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند چارواکي، د پخواني وزیراعظم نواز شریف د صحي وضعې په اړه اندېښنې ښيي خو حکومتي چارواکي بیا وايي، د نوموړي صحي وضع ښه ده.
اسد قیصر د جنورۍ پر ۲۶مه په پېښور پوهنتون کې د تحریک انصاف ګوند د زده کوونکو فېډرېشن یا ټولنې غونډې ته په وینا کې وویل، وزیراعظم عمران خان په خیبر
انټرنیشنل کرکټ کونسل د جنورۍ پر ۲۷مه، پر سرفراز احمد تر هغې وروسته د څلورو لوبو بندیز ولګاوه چې هغه د جنورۍ پر ۲۲مه، د جنوبي افریقا د یوه تور پوستي لوبغاړي په اړه پر نسلي تعصب ولاړې څرګندونې کړې وې.
پښتون ژغورنې غورځنګ، په کراچۍ ښار کې، د جنورۍ پر ۲۷مه هم خپله احتجاجي ناسته جاري وساتله.
په عین وخت کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي دي چې د جنورۍ پر ۲۷مه په کابل کې له افغان چارواکو سره غږېږي.
د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان ویلي دي چې له طالبانو سره په خبرو کې د افغان حکومت ګډون اړین دي. نوموړي د جنورۍ پر ۲۶مه د باچا خان او ولي خان تلینونو په مناسبت د اوونۍ پای غونډې ته په وینا کې وویل، د سیمې امن او ثبات لپاره موافقه د افغان حکومت له شمولیت پرته نشي کېدای. غونډې ته په پېښور کې افغان قونصل محمد هاشم نیازي هم وینا وکړه او پر طالبانو یې له حکومت سره د خبرو غږ وکړ. طالبانو تر اوسه له افغان حکومت سره له مخامخ خبرو انکار کړی. ویډیويي رپورټ وګورئ.
په دوی کې اختر خان وزیر، اقبال هوتي، سید رضا شاه باچا، عاطق وزیر، شیرزاده او اعجاز افغان شامل دي. دوی د ۲۰۱۸ز کال په اپرېل میاشت کې د پښتون تحفظ
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости