قبایلو ته تګ اسانه خو پر خبریالۍ محدودیتونه د پخوا په څېر دي: خبریالان
د بي بي سي خبریال دلاور خان وزیر وايي، دا سمه ده چې د خبریالانو په ګډون هر کس قبایلي سیمو ته ورتللای شي خو بې له محدودیتونو، په ازاد مټ خبریالي اوس هم نشي کولای
د بي بي سي خبریال دلاور خان وزیر وايي، دا سمه ده چې د خبریالانو په ګډون هر کس قبایلي سیمو ته ورتللای شي خو بې له محدودیتونو، په ازاد مټ خبریالي اوس هم نشي کولای
د مشال خان د قضیې یو وکیل شهاب الدین خټک وايي، د فبرورۍ پر دویمه د څلورم کس بیان اخیستل کېږي، بیا به وکیلان پوښتنې کوي او تر بحث وروسته به عدالت فیصله تیاروي
د بلوچستان د مرکز کوټې تښتول شوی ډاکټر ابراهیم خلیل نن [د جنورۍ پر۳۰مه] سهار ۴۸ ورځې وروسته خپل کورته رسېدلی دی. د مشال راډيو خبریال وايي چې برمته ګرو د ډاکټر ابراهیم خلیل له کورنۍ پنځه کروړه روپۍ اخیستې دي او دیې د سیند صوبې له صنعتي ښار کراچۍ څخه خوشې کړی دی.په دې اړه دا ویډيويي رپورټ وګورئ.
د عاصمه راني پلار وایي د مالي پرېشانیو له کبله نور د وکیل پیسې هم نشي ورکولای. غلام دستګیر وایي حکومت ورسره د انصاف ډېرې ژمنې وکړې، خو لا یې هم نه دي پوره کړې. عاصمه راني د ۲۰۱۸م کال د جنورۍ پر ۲۷مه په کواټ کې له کور سره نېږدې وژل شوې وه
دا موضوع د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د خېبرپښتونخوا د سوداګرو اتحاديې مشر زاهد شنواري او په جلال اباد کې مدني فعال ډاکټر اسدالله خالېز سره څېړل شوې ده.
د پېښور ارمي پبلک سکول د پېښې په اړه عدالتي کمیشن د پاکستان یو لوړپوړی پوځي چارواکی ورغوښتی دی او د هغه بیان يې ریکارډ کړی دی. د وژل شویو ماشومانو د میندو پلرونو تنظیم (شهداء فورم) مشرانو له مشال ریډیو سره په خبرو کې د کمیشن په کار خپل ډاډ ښودلی او هیله يې څرګنده کړې چې عدالت به هغه خلکو ته سزا ورکړي، چې د ناغېړۍ له کبله یې دغه ناورین رامنځ ته شوی وو. په دې اړه د امریکا غږ ډیوه راډیو ویډیويي رپوټ وګورئ.
شوکت علي د موسيقۍ پروګرامونو ترڅنګ د پښتو او اردو يو شمېر مشهورې ډرامې هم جوړې کړې وې.
د وېنزوېلا سپریم کورټ د اپوزیشن پر مشر خوان ګواډو سفري بندیزونه لګولي او د هغه د بانک اکاونټونه يې کنګل کړي دي.
د امریکا د استخباراتي ادارې سي ای ای مشره وايي، په افغانستان کې پر ترهګرو ډلو فشار ساتل مهم دي.
دا چې اسيه بي بي اته کاله قېد د درواغو تورونو له وجې تېر کړ نو د پاکستان ځينې سياسي ګوندونه او اسلامي نظرياتي کونسل وايي بايد چې د مذهب د سپکاوي ضد قانون ناسم استعمال ودرول شي او په دې لړ کې قانون سازۍ ته اړتيا ده.
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости