په خېبر پښتونخوا کې یو شمېر ځوانان د ایس په نشه روږد شوي
چارواکي او د ذهني رنځونو پوهان وايي چې د پېښور په ګډون د پښتونخوا په بېلا بېلو ښارونو او سیمو کې ایس په نوم نشې ډېرې عامې شوي دي چې له کبله یې د ځوان کهول یوه لویه شمېره د ذهني رنځونو ښکار شوې ده.