د امریکايي چارواکو او طالبانو په خبرو کې پرمختګ شوی
نن پنجشنبه، په قطر کې له امریکايي چارواکو سره د طالبانو د خبرو څلورمه ورځ ده او دواړه لوري هڅه کوي چې د افغانستان د اوولس کلنې جګړې د ختمولو پر لارو چارو خبرې وکړي.
نن پنجشنبه، په قطر کې له امریکايي چارواکو سره د طالبانو د خبرو څلورمه ورځ ده او دواړه لوري هڅه کوي چې د افغانستان د اوولس کلنې جګړې د ختمولو پر لارو چارو خبرې وکړي.
د پاکستان په سېنېټ کې د پلانونو او پرمختيا قايمه کميټۍ د قبايلي سيمو بشپړي بيا رغونې په اړه د جنورۍ په ۲۴مه غونډه وشوه. په غونډه کې د قبايلي سيمو لپاره لس کلن اصلاحاتي پلان ته عملي شکل ورکولو په اړه خبري وشوي. تر غونډې وروسته د يادې کميټۍ غړي سېنېټر هدايت الله مشال راډيو ته وويل چې د يو څو محکمو چارې له وفاق سره پاتې دي او د فرورې په پای کې به د انضمام بهير بشپړ شي. د پاکستان سېنېټ قايمه کميټۍ په داسي حال کې د قبايلي سيمو اصلاحاتي پلان د ارزوني سپارښتنه کړي چې د جنورۍ په ۲۳مه د خيبر پښتونخوا ايپکس... Читать дальше...
د پاکستان ټولې رسني، سياستوالان او ان ټول خلک دا خبره کوي چې راو انوار قاتل دی، نقيب بې ګناه دی خو قاتل ازاد ګرځي.
له باجوړه به په مخکنیو وختونو کې خلک، د غوزانو،دنداسې،توراملوکو او د ګډو بیزو د اخستو لپاره دیر ته تلل خو اوس د بندیز له وجې دغه کاروبارونه اغېزمن شول.
درد وايي، له تېرو ۳۰ کلونو راهيسې د خپلو سندرو له لارې د سيمې خلکو ته د مينې او امن پيغامونه ورکوي.
دا په داسې حال کې ده چې په دا وروستيو کې په ټولنيزو رسنیو خپرې شوې یوه ویډیو کې د شمالي وزيرستان د خیسور سيمې یو ماشوم حیات خان وايي چې پاکستانيو پوځیانو یې د کور پرده ماته کړې ده.
بي بي ته یوه عدالت شاوخوا نهه کاله مخکې د اسلام پیغمبر د سپکاوي په تور د مرګ سزا اورولې وه. د دې پر ضد نوموړې د لاهور های کورټ ته درخواست وکړ خو هغه عدالت یې هم د مرګ سزا برقراره وساتله.
د خزانې وفاقي وزیر اسد عمر وړوکې بوجه (بجټ) وړاندې کړه او و یې ویل چې دې اقتصادي اصلاحاتو کې د ولس د اسانتیاو لپاره یوشمېر ټېکسونه کم کړل شوي دي.
په کوټه کې یوشمېر اوسېدونکي د وفاقي بجټ په اړه خپل نظرونه داسې بیانوي. نور د ډیوې راډیو په ویډیويي رپورټ کې.
په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پلويانو د عالمزېب مسود د نيولو او د شمالي وزيرستان په خيسور کې د امنيتي ځواکونو لخوا په مبينه توګه کورونو ته د ننوتلو پر ضد مظاهره کړې ده. دوی غوښتنه کوي چې عالمزېب مسود دې خوشې کړل شي او په خيسور کې د ماشوم حيات خان وزير کور ته د امنيتي ځواکونو د ننوتلو په اړه دې پلټنې وشي او ککړو ته دې سزا ورکړل شي. پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستانۍ پلازمېنې اسلام اباد په ګډون په پېښور، کوټه، ډېره اسماعیل خان، ژوب، چمن او د سیند مرکز کراچۍ سره سره په ګڼو نورو ښارونو کې احتجاجي مظاهرې وکړې. Читать дальше...
پښتون ژغورنې غورځنګ په چارشنبه د پېښور پرېس کلب مخې ته د نېشنل لاجیسټیک سېل پرضد سيمينار وکړ چې د دوی په وینا پر تورخم بندر یې د ترسیلاتو ټېکه په خپله ولکه کې اخیستې ده او د مالونو وړلو لپاره خپل ټرکونه او کنټېنرې چلوي.په دې اړه دا ویډیو وګورئ. شخصي ټرانسپورټران او اېجنټان وايي چې ياده اداره ورته په ګټه برابره برخه نه ورکوي او د دوی پر کاروبار ېې سمه قبضه کړې ده. پي ټي ايم دا سيمنار د لارې پر غاړه وکړو ځکه چې د پېښور پرېس کلب سمبالوونکیو دننه غونډې کولو ته نه پرېښودل.
افغان چارواکي وایي، په کندهار ولایت کې د هوا د سړېدو له امله زيات ماشومان د موسمي ناروغۍ ښکار شوي دي. روغتياپالان د سړې هوا پر مهال د روغتيایي تدابيرو نه مراعت په موسمي ناروغۍ د اخته کېدو لامل يادوي. ویډیو:صادق ریښتینی ایډيټ: لېمه هادي
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости