د ماشومانو د حقونو تصویب شوي قانون پر سر ولسي جرګه کې اعتراضونه
د ماشومانو د حقونو د ملاتړ قانون چې د تېرې دوشنبې په ورځ د ولسی جرګې لخوا تصویب شو، د دغې جرګې د یوشمير غړیو له خوا یو ځل بیا ستونزمن وګڼل شو.
د ماشومانو د حقونو د ملاتړ قانون چې د تېرې دوشنبې په ورځ د ولسی جرګې لخوا تصویب شو، د دغې جرګې د یوشمير غړیو له خوا یو ځل بیا ستونزمن وګڼل شو.
د افغانستان امنیتي چارواکي وايي، د کابل په شمال کې د پروان ولایت د بګرام هوایي ډګر کې ته څېرمه د نن سهار په موټر بمب برید کې یوه ښځه وژل شوې او تر ۹۰ ډېر کسان ټپیان شوي دي.
نن بګرام هوايي ډګر ته نیږدې په چاودنه کې یوه ښځه ووژل شوه او تر اتیا کسانو نور ټپيان شول. د پاکستان یوې محکمې نن حافظ سعید د تروریستي فعالیتونو په تمویل تورن کړ. د تیتسو ناکامورا مړی په جاپان کې خاورو ته وسپارل شو. دا او نور مهم خبرونه له ازادي ستوډیو.
د افغانستان کرکټ بورډ اصغر افغان یو ځل بیا د کرکټ ملي لوبډلې کپتان ټاکلی، خو دغې پرېکړې ځینې مخالفتونه هم راپارولي دي.
د افغانستان طبی شورا وايي، په تېر یوه کال کې د سرطان د ناروغۍ له امله په ټول هېواد کې څه باندې ۱۳ زره کسان مړه شوي دي.
په هند کې د تابعیت د تعدیل یوې نوې لانجمنې لایحې د دې هېواد په یوشمېر سیمو کې اعتراضونه راپارولي، خو له مسلمانانو پرته یوشمېر مذهبي کډوال پرې ډېر خوښ دي.
د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکي وايي، اصغر افغان یو ځل بیا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې کپتان وټاکل شو. نوموړی به په درېیو واړو فارمټونو (ټیسټ، شل اوریزو او پنځوس اوریزو لوبو) کې د افغانستان د لوبډلې مشري کوي. د افغانستان د کرکټ بورډ رئیس فرهان یوسفزي نن په کابل کې په یوې خبرې ناستې کې وویل، دغه پرېکړه د کرکټ لوبې د پیاوړتیا په هدف شوې ده. پخوانی کپتان راشد خان به تر دې وروسته د اصغر افغان مرستیال وي.
د افغانستان د برښنا شرکت وايي، دغه سکتور په ۱۳۹۸ لمریز کال کې له شاوخوا ۳۵۰ ناوړو امنیتي پېښو سره مخ شوی چې کابو ۹ میلیارده افغانۍ زیان یې اړولی دی. ددغه شرکت ریيس امان الله غالب د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان د ۳۴ ولایتو د برشنا ریيسانو په غونډه کې وویل، په دغو زیانونو کې د مخالفینو له خوا د برښنا مزو پرې کېدل، د ستنو ویجاړېدل او د برښنا د سیستم ګډوډول شامل دي. نوموړي دا هم وویل، د برښنا شرکت ولایتي رییسان به په دغه درې ورځنۍ غونډه کې خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړي، څو د دوې د... Читать дальше...
د پاکستان یوې محکمې نن پرېکړه وکړه چې پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري په ضمانت له زندانه خوشي کړي، ترڅو خپله درملنه د هېواد دننه په هر روغتون کې چې غواړي، وکړي. زرداري د پاکستان د پخوانۍ وژل شوې صدراعظمې بېنظر بوټو میړه دی چې د جون په میاشت کې د پاکستان د فساد ضد کمیټې له لورې د میلیونونو ډالرو سپینولو په تور بندي شو. تمه ده چې دی نن ناوخته له زندانه خوشي شي.
د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر ډونالد ټرمپ او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف تر پرونۍ کتنې وروسته سپینې ماڼۍ څرګنده کړه چې ښاغلي ټرمپ ښاغلي لاوروف ته خبرداری ورکړ چې په هېڅ ډول د امریکا په انتخاباتو کې مداخله ونه کړي. ښاغلي ټرمپ په ورته وخت کې مسکو وهڅاوه چې د اوکراین شخړې حل کړي. ولسمشر ټرمپ ټینګار وکړ چې دی په نړیواله کچه د وسلو د اغېزناک کنټرول ملاتړ کوي چې په هغه کې یوازې روسیه شامله نه وي، چین هم پکې وي. د امریکا ولسمشر همداراز له روسیې وغوښتل چې ایران د اټمي وسلو له جوړولو وګرځوي او شمالي کوریا له اټمي وسلو خالي کړي. Читать дальше...
د افغانستان د ټاکنو کمېسیون یوه ویاند میرزا محمد حق پرست وايي، ددغه کمېسیون دارلانشا د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړنیو پایلو راپور د کمېشنرانو بورډ ته سپارلی دی. ښاغلي حق پرست ازادي راډیو ته وویل، کمېشنران ددغه راپور په ارزولو لګیا دي. هغه زیاته کړه: "په راپور باندې د کمېسیون رهبري کار کوي خبرې ورباندې روانې دي. که چېرې ستره ستونزه په راپور کې نه وه، د نن ورځې تر ماښامه به د کمېسیون رهبري د پایلو د اعلان په اړه پرېکړه کوي." خو د ټاکنو کمېسیون غړی مولانا محمد عبدالله بیا وايي، د ۲۴ زرو محلونو قسمي پایلې به ډېر ژر اعلان شي. Читать дальше...
د خبریالانو د ساتنې نړیوالې کمېټې ویلي چې روان کال کې چین تر بل هر هېواد ډېر خبریالان زنداني کړي دي. د دې کمیټې په کلني راپور کې راغلې چې په چین کې سږکال لږ تر لږه ۴۸ خبریالان بندیان شوي دي. د خبریالانو د ساتنې نړیواله کمېټه څرګندوي چې په ټوله نړۍ کې په ۲۰۱۹ کال کې لږ ترلږه ۲۵۰ خبریالان بندیان شوي او تېرکال دا شمیر ۲۵۵ ته رسېده. له چین څخه وروسته ترکیه دوهم هېواد دی چې سږ کال یې ۴۷ خبریالان بندیان کړي خو تېرکال په ترکیه کې ۶۸ ژورنالیستان بندیان شوي وو. تر ترکیې وروسته په سعودي عربستان کې ۲۶... Читать дальше...
په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر مسئولان وايي، د طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ په خبرو کې تر دې دمه په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر کمولو او اوربند هوکړه نه ده شوې.
د غزني ولایت د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، په دې ولایت پانګهونه او سوداګري په ټپه ولاړه ده. د دې خونې ريیس عبدالمتین قلندرزي ازادي راډیو ته وویل، که څه هم په دې وروستیو کې د دې ولایت امنیتي وضعیت یو څه ښه شوی دی، خو د ټاکنیزو جنجالونو او د سولې د پېچلو خبرو له کبله، په دې ولایت کې کار روزګار، سوداګري او پانګهونه نسبت تېر وخت ته خرابه شوې ده. دی زیاتوي، په دې وخت کې ان دولتي پروژې درېدلي او په غزني د بهرنیو ملاتړ کوونکو موسساتو د غړیو شمېر او فعالیت پیکه شوی دی. ښاغلی قلندرزی وايي، د غزني... Читать дальше...
د افغانستان د متشبثینو بورډ ريیس وايي، اوسمهال ۸ لویې دولتي فابریکه غیر فعاله دي، خو حکومت ورته پام نه کوي. رحم الدین حاجي اغا ازادي راډیو ته وویل، دا کارخووني د کابل، هرات او بغلان په ګډون د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې دي. هغه وايي: "حکومت څو ځل وویل چې دا فابریکې باید په خصوصي سکټور وپلوري، دا ټولې اته لویې فابریکې دي چې فعالیت نه لري. " دی وايي، که چېرې دا فابریکې فعالې شي، نه یوازې دا چې افغانستان به د تولید په برخه کې ښه پرمختګ ولري، بلکې نږدې ۲ سوه زره کسانو ته به هم د کار زمینه برابره شي. Читать дальше...
پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي ویلي له افغانستان سره د امریکا متحده ایالتونو سلګونه میلیونه ډالرو مرستو په دغه هېواد کې د اداري فساد په وده کې مرسته وکړه. کرزي ویلي د هغو پیسو حساب کتاب نه و چې افغانستان ته راتللې. هغه دا خبرې پرون له اسوشیټیډ پریس خبري اژانس سره په یوه مرکه کې کړې ده. کرزي د واشنګتن پُسټ ورځپاڼې د هغه رپوټ په ځواب کې غږیدلی چې ویلي یې دي د امریکا د دریو ولسمشرانو ادارو د افغانستان د جګړې په اړه خپلو خلکو ته حقایق نه دي ویلي. د کرزي نوم هم په دغو سندونو کې راغلی او ویل شوي... Читать дальше...
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولاد یمیر پوتین یې د پام او علاقې وړ کسان دي. هغه دا خبرې د انقرې په یوه پوهنتون کې د وینا پر مهال کړي. اردوغان دا هم ویلي چې اروپا د رهبرۍ له جدي بحران سره مخ ده. اردوغان ویلي چې که د چا خوښیږي یا نه خو ټرمپ یو مهمه نوم دی او هیڅ کومه پټه اجنډا نه لري. د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان خپل روسی سیال ولادمیر پوتین هم ستایلی چې د ده په نظر د ترکیې پر وړاندې یې دریځ روښانه دی او کوم څه نه ترې پټوي. اردوغان همداراز... Читать дальше...
عبدالله عبدالله ویلي که د ټاکنو کمیسیون د دوی د قانوني غوښتنو له رسیدګي پرته لومړنۍ پایلې اعلان کړي نه یې مني او په وړاندې یې بې تفاوته نه پاتې کیږي. هغه دا خبره نن په خپله فیسبوک پاڼه لیکلې ده. د افغانستان اجراییه رییس او د ولسمشرۍ ټاکنو کاندید عبدالله عبدالله داسې وخت دا خبره کړې چې د ټاکنو کمیسیون ویلي ژر به د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي. د انتخاباتو کمیسیون یوه ویاند مرزامحمدحقپرست پرون ازادي راډیو ته وویل چې د انتخاباتو کمیسیون او انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ناسته درلوده او تر یوه معقول... Читать дальше...
چارواکي وايي، کندهار د چرګ غوښو د تولېد له اړخه په ځان بسيا شوی دی. د کندهار د کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي وایي، په دې ولایت کې هره ورځ د چرګانو له فارمونو څخه دېرش ټنه د چرګ غوښه توليديږي، چې له دې اړخه کندهار په خپل ځان بسيا شوی دی. په عین وخت کې کندهار کې د چرګانو د غوښو د تولید د مرکزونو مسوولين وایي له ګاونډیو هېوادونو د چرګانو د واردولو مخه نېول شوې ده. افغانستان تر ډېره د چرګانو غوښته به ګاونډیو هېوادونو واردوله خو اوس په کور دننه د هېواد په ډیری سیمو کې د چرګانو فارمونه شته دي چې د خلکو اړتیا پوره کولی شي.
د ارزګان ولایت روغتیايي مسؤلین خبر ورکوي چې په دغه ولایت د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۹ رسېدلی. د دغه ولایت د عامي روغتیا ریاست مشر ډاکټر خان اغا میاخیل ازادي راډيوته وویل د پولیو یوه تازه پېښه د خاص ارزګان ولسوالۍ اړوند د پرامورز په کلي کې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمې کې ثبت شوې ده. میاخیل وايي، ګوزڼ وهلي ماشوم هلک دی او ۱۲ میاشتنی دی چې ګوزڼ یې راسته لاس او پښه وهلي او په خبره يې تراوسه پورې هېڅ ډول واکسین نه دی اخیستی. تر دې مخکې په ارزګان کې د ګوزڼ۸پېښې ثبت شوي چې ۵ يې په مرکز ترینکوټ، یوه په شهید حساس او ۳ په چورې ولسوالۍ کې دي. Читать дальше...
کابل چاپ نننیو ورځپاڼو تر ډېره د افغانستان په جګړې، د سولې او د ټاکنو لومړنیو ممکنه پایلو د اعلان په څرنګوالي لیکنې او تبصرې کړې دي.
د واشنګتن پوسټ ورځپاڼې تازه راپور چې په څه باندې دیرش مخونو کې خپور شو د یوشمیر نړیوالو چاپي خپرونو توجه جلب کړې ده.
د جوزجان د والي مرستيال وايي، د هغو ٧ کسانو له ډلې چې د وسله والو طالبانو له خوا د شبرغان پر لار تښتول شوي وو، څلور تنه يې خوشې شوي دي. عبدالقادر ماليه پرون ماښام ازادۍ راډيو ته وويل، د دريو نورو کسانو د خوشې کېدو لپاره هم د مخورو هڅې روانې دي. هغه وايي: "اووه کسان په جنازه کې د ګډون لپاره شبرغان ته راتلل، طالبانو د لارې په اوږدو کې له موټره کښته کړي او ٧ واړه کسان يې له ځانونو سره بېولي دي، سپين ږيرو ورسره خبرې وکړې، څلور کسان خوشې شوي او درې تنه لا هم د طالبانو په بند کې دي." د جوزجان د والي... Читать дальше...
د ننګرهار چارواکي وايي د ډاکټر ټیټسو ناکامورا د وژل شويو افغان همکارانو له کورنيو سره به د حکومت له خوا هر ډول مرسته کېږي. د جاپان د سولې طبي موسسې رئيس ناکامورا تېره چهارشنبه د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې له خپلو پنځو افغان همکارانو سره د وسله والو په ډزو ووژل شو. تر دې مخکې د دغو وژل شويو افغانانانو خپلوانو له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې شکايت کړى و، چې چا يې لاسنيوى نه دى دى. خو د ننګرهار د والي وياند عطا اله خوږياڼي پرون ازادۍ راډيو ته وويل: "د ډاکټر ناکامورا له وژل شويو افغان همکارانو... Читать дальше...
د غزني ولايت د خواجه عمري ولسوال وايي په دې ولسوالۍ کې د ملي اردو دوو لويو پوځي اډو ته اړتيا ليدل کېږي. احمد ضيا يعقوبي له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وويل، که دغه دوې پوځي اډې جوړې شي، خواجه عمري به بيا د دولت د وسله والو مخالفانو لاس ته نه لوېږي. هغه وايي: "د امن د تامين لپاره که دوه بېسونه په حساسو پوځي ساحو قلور او ده دولت کليو کې ځاى پر ځاى شي، مقصد اردو بايد زمونږ تر څنګ وي، ځکه د دوى امکانات ډېر ښه دي، نو په ډاډه زړه تاسو ته ډاډ درکوم چې هېڅکله به بيا خواجه عمري ولسوالي سقوط ونه کړي." ... Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости