چارواکو جوزجان کې د ۱۷ طالبانو د وژلو ادعا کړې
د جوزجان سیمه ییز چارواکي ادعا کوي چې په دې ولایت کې یو هوايي برید ۱۷ وسله وال طالبان وژلي دي. د جوزجان د والي ویاند عبدالمعروف ازر نن ازادي راډیو ته وویل، دا هوايي برید نن د حانقا ولسوالۍ په شاه مرزا سیمه کې پر هغه ځای شوی چې وسله والو طالبانو په کې د شبرغان مزارشریف پر لویه لاره ګمرک جوړ کړی او له باروړونکیو موټرو پیسې اخلي. هغه زیاتوي: "د خانقا ولسوالۍ په شاه مرزا کلي کې په دې هوايي برید کې 17 وسلوال طالبان وژل شوي نهه تنه نور ټپیان دي. په وژل شویو کې د سرکاتب په نوم ددې ډلې یو سروګروپ او... Читать дальше...