محب: طالبانو نورو ترهګرو ډلو ته افغانستان کې د فعالیت زمینه برابره کړې
د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار ویلي چې ترهګري، تندلاریتوب، تریاک او غیردولتي ډلې د سیاسي بې ثباتۍ او ګواښونو اصلي عوامل دي چې د سیمې امنیت یې له خطر سره مخامخ کړی دی.
د افغانستان د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار ویلي چې ترهګري، تندلاریتوب، تریاک او غیردولتي ډلې د سیاسي بې ثباتۍ او ګواښونو اصلي عوامل دي چې د سیمې امنیت یې له خطر سره مخامخ کړی دی.
په ابوظبۍ کې د ۲۰۱۹ کال په ورزشي سیالیو کې د موی تای افغان ورزشکار احمد شجاع خپل تایلندي سیال ته ماتې ورکړه. د افغانستان ملي المپیک کمېټې چارواکي وايي، احمد شجاع په ۶۰ کیلو ګرام وزن کې په دغو سیالیو کې برخه اخیستې ده او د خپل تایلندي سیال تر ماتولو وروسته بل پړاو ته لاره موندلې ده. دغه سیالۍ د ۳۵ اسیايي هېوادونو څخه د ۳۰۰ لوبغاړو په ګډون د روانې ډسمبر میاشتې په ۱۶ مه پیل شوي او یوه اوونۍ به دوام وکړي.
د ثبات او همپالنې، د سولې او اسلامي عدالت، او امنیت او عدالت انتخاباتي ټیمونه غواړي چې د افغانستان لویه څارنوالي د انتخاباتو کمیسیون د غړي محمد حنیف دانشیار د کار د دوام مخه ونیسي.
د اوربند او د طالبانو د پټنځایونو مساله د زلمي خلیلزاد او افغان چارواکو ترمنځ وڅیړل شوه. د دې سربیره په پاکستان او هند کې مظاهرې لیدلی شئ او د کډوالو په اړه د ملګرو ملتو د سرمنشي څرګندونې لرو.
په بلخ کې امنیتي ځواکونه وايي چې د جنبش اسلامي ګوند پخوانی قوماندان نظام الدین قیصاري لا هم د افغان قوتونو تر تعقیب لاندې دی او د پټنځای مشخص کېدو په صورت کې به یې په وړاندې اقدام وشي.
په موقت ډول د طالبانو او امریکا ترمنځ د مذاکراتو تر ځنډېدو پنځه ورځې وروسته، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته تللی او د افغانستان له حکومتي مشرانو سره یې کتلي دي.
ښاغلي ننګ وویل، یوازې په بغلان کې دغه پروسه لا هم روانه ده چې تر سبا پورې به ختمه شي.
افغاني تولیدات د هندوستان په کلکتې ښار کې (د مګا د ۱۷مې دورې په نړیوال نندارتون) کې نندارې ته وړاندې شول. د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند سمیر رسا نن ازادي راډیو ته وویل، په دې نندارتون کې ۶۴ شرکتونه چې ۳۰یې د مېرمنو دي خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کړل. د دغه وزارت د معلوماتو پر بنسټ یادو شرکتونو لاسي صنایع، غالۍ، وچې او تازه مېوې، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې، زعفران، د مرمر ډبرې او ګاڼۍ نندارې ته وړاندې کړې دي. د سوداګرۍ وزارت وايي، په دې نندارتون کې افغاني تولیدات د ګډونوالو پاملرنه... Читать дальше...
د افغانستان د صنعت او پانګونې خونې په خپل یوه تازه سروې کې موندلې چې نا امنیو او د بنسټیزو پروژو نشتوالی په دغه هېواد کې د کاروبار پر وړاندې جدي ستونزې پیدا کړي. دغه خونه نن د کاروبار د سروې په اتم کنفرانس کې چې د (جي ای زیټ) مؤسسې په همکارۍ جوړ شوی ستونزې او فرصتونه ارزوي. د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع خونې ویاند جان اقا نوید نن ازادي راډیو ته وویل، دغه سروې په پنځو سکټورونو هر یو ودانیزو چارو، تولید، سوداګرۍ، صادراتو او خدمتونو په برخه کې ترسره کېږي. هغه زیاته کړه: "له کاروبار سره د خلکو... Читать дальше...
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي تېره شپه د غزني ولایت په عمومي لویې لارې ۶ وسلهوال طالبان وژل شوي دي. د دغه وزارت مطبوعاتي دفتر نن په یوه اعلامیه کې ویلي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د غزني په شهباز، نوغي او اسفنده سیمو کې تصفیوي عملیات کول او دا طالبان په شهباز سیمه کې ووژل شول. د اعلامیې له مخې درې نور طالبان ټپیان شوي هم دي. کورنیو چارو وزارت تأیید کړې چې د طالبانو په ډزو کې دوه افغان پوځیان هم ټپيان شوي. خو د غزني د ولایت ویاند محمد عارف نوري د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو... Читать дальше...
د امریکا د استازو جرګې د مشرې نانسي پلوسي او ولسمشر ډونالد ټرمپ ترمنځ لانجه لا هم روانه ده. تازه مېرمن پلوسي اعلان کړی چې نن به د ولسمشر ټرمپ د استیضاح د مسئلې پر سر لومړی بحث او وروسته رأی اچونه وشي. څو دقیقې وروسته ولسمشر ټرمپ، پلوسي تورنه کړه چې د امریکا د ډموکراسۍ د لهمنځه وړلو لپاره کودتا کوي. د ټرمپ شپږ مخیز لیک تېره سې شنبه خپور شو او په یوه برخه کې یې نانسي پلوسي ته لیکلي چې تاریخ بهیې په اړه سخت قضاوت وکړي. پلوسي بیا په لیک کې ویلي چې استیضاح یو له ډېرو قوي اختیاراتو ده چې اساسي قانون دوی ته ورکړې ده. Читать дальше...
د اروپايي کمیسیون مشرې اروزولا وان دیر لاین ویلي چې تمه ده د راتلونکي کال په لومړیو کې د امریکا متحده ایالاتو له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره وګوري. هغې دا خبره پرون په ټویټر باندې کړې ده. وان دیر لاین چې مخکې د جرمني دفاع وزیره هم پاتې شوې ویلي چې له ټرمپ سرهیې په ټیلیفوني خبرو کې د امریکا او اروپا د منصفانه مشارکت غوښتنه کړې ده. د امریکا او اروپا سوداګریزې اړیکې کړکېچنې شوي. په تېرو درېیو کلونو کې ټرمپ په اروپایي هېوادونو د المونیمو او فولادو په برخه کې تعرفې لوړې کړي. واشنګټن همدارنګه د فرانسې... Читать дальше...
د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد کابل ته راغلی او له افغان چارواکو سره ګوري. د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیې انوري په خپله ټویټر پاڼه لیکلي افغانان د دوحې د روانو خبرو او همدارنګه په ټوله کې د سولې د بهیر په اړه د ښو خبرونو د اورېدو په تمه دي. زلمی خلیلزاد د قطر له پلازمېنې دوحې کابل ته راغلی دی. ده او د طالبانو د سیاسي ډلې غړو تېره شنبه خبرې پيل کړې وې او بیا په بګرام هوايي اډې د طالبانو د چهارشنبې برید په خاطر په خبرو کې دمه واخیستل شوه. خلیلزاد په خبرو... Читать дальше...
د کندهار یو شمېر اوسېدونکي وايي په دې وروستیو کې د غلاوو پېښې ډېرې شوي او دوی یې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي. هغوی وايي، وسله وال غله د وسلو په زور له خلکو پیسې، وسایط او نور قېمتي توکي اخلي او ژوند یې ورته ناارامه کړی دی. د روانې میاشتي د لومړی اونۍ د یکشنبي په ورځ سهار وسله والو غلو غوښتل د کندهار ښار په شپږمه حوزه کې له یوه ځوان څخه په زوره موټر واخلي چې بلاخره موټر چلوونکي د وسله والو غلو په برید کې لومړی ټپی او وروسته يي په روغتون کې ساه ورکړه. د دغې ورځې په ماښام د کندهار ښار په مختلفو برخو کې څو نورې غلاوې هم وشوې. Читать дальше...
نړیوالو ورځپاڼو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو کمښت، جګړې، طالبانو،د امریکایانو هڅو او نورو موضوعاتو په اړه مطالب خپاره کړي دي.
کابل چاپ یو شمېر ورځپاڼو نن تر ډېره خپلې سرلیکنې د ولسمشرۍ ټاکنو پایلو او له افغانستانه د بهرنیو عسکرو د ناڅاپي وتو پر اغېز لیکلي دي.
د لغمان چارواکي وايي په پام کې لري د دغه ولايت په ناامنو سيمو کې پوځي عمليات وکړي. په وروستيو کې د لغمان ځينو اوسېدونکو ازادۍ راډيو ته شکايت کړى چې د مرکز مهترلام تر څنګ په ځينو ولسواليو لکه قرغيو، الينګار، اليشنګ او دولت شاه کې د وسله والو تحرکات زيات شوي دي. خو د لغمان د والي وياند اسد الله دولتزي پرون ازادۍ راډيو ته وويل، دوى د وسله والو د ځپلو پلان لري: "افغان امنيتي ځواکونو په ټولو ولسواليو کې د وسله والو د ځپلو او له منځه وړلو لپاره خپل پلانونه او عمليات کړي دي، که بيا هم وسله وال په هره... Читать дальше...
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، له بغلان ولايت پرته په شپږو ولايتونو کې د رايو د بيا شمېرنې پروسه پرون ناوخته بشپړه شوه. د دغه کمېسيون يوه وياند ذبيح سادات تېره شپه ازادۍ راډيو ته وويل، په بغلان کې دا پروسه ځکه نه ده بشپړه شوې، چې هلته ډېرې رايې کارول شوي دي. هغه زیاته کړه: "په شپږو ولايتونو کې د رايو د بيا شمېرنې او تفتيش پروسه پاى ته ورسېده، يوازې په بغلان کې دغه پروسه دوام لري، ځکه په بغلان کې د محلونو شمېر زيات دى، همکاران مو کار کوي، موږ هم کاري قوه زياته کړې ده." سرپل، بغلان،... Читать дальше...
د غور ولايت چارواکي وايي د غور-کابل د لويې لارې د تصفيې په عملياتو کې ٥٥ وسله وال طالبان وژل شوي دي. سیمه ییز چارواکي وايي، د دولتيار ولسوالۍ په شمالي کليو کې دغه عمليات تېره اونۍ پيل شوي وو، چې تېر ماښام پای ته ورسېدل. د غور د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالمعروف رامش پرون ازادۍ راډيو ته وويل، د دولتيار ١٢کلي له وسله والو تصفيه شوي دي. ښاغلى رامش وايي، د عملياتو پر مهال ١٠ افغان پوځيان ټپيان شوي دي. د امنيې قوماندانۍ وياند وايي، د سمک په نوم کلى هم تصفيه شوى چې د وسله والو طالبانو اصلي مرکز ګڼل کېده. Читать дальше...
په کندوز ښار کې د هاوان د يوې مرمۍ د لګېدو په نتيجه کې ٦ ماشومان ټپيان شوي دي. د کندوز د امنيې قوماندانۍ ویاند انعام الدین رحماني ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغه هاوان تېر ماښام پر يوه جومات لګېدلى دى: "په باغ اميري ساحه کې پر يوه جومات د دښمن د هاوان مرمۍ د لګېدو له کبله ٦ تنه ماشومان ټپيان شوي دي." د امنيې قوماندانۍ وياند وايي ټپي شوي ماشومان د کندوز حوزوي روغتون انتقال شوي او روغتیايي وضعیت يې د ډاډ وړ دى. د دې چاودنې مسووليت چا نه دى منلى.
د پکتيکا والي وايي د مرکز ښرنې په ډنډک کلي کې د اول وار لپاره د نجونو لپاره ښوونځى جوړېږي. دا هغه کلى دى چې د مياخان اکا په نوم هغه پلار په کې اوسېږي چې د تعليم په اتل مشهور شوى دى. مياخان اکا چې د ٦٣ کلونو دى، هره ورځ خپلې درې لوڼې څه باندې ٢٠ کيلومتره لرې ښوونځي ته بيايي. د پکتيکا والي مجيب الرحمن څمکني پرون ازادۍ راډيو ته وويل، دوى مياخان اکا ته ويلي، چې دغه ښوونځى به يې په نوم وي: "په دې سپين ږيرتوب کې خپلې درې لورګانې مرکز ښرنې ته راولي، يا پر موټرسايکل يا پياده ورسره روان وي، دا وعده... Читать дальше...
د قزاقستان چارواکو تائيد کړه، چې په مصر کې يې د سفارت يو کارکوونکى وژل شوى دى. د قزاقستان د بهرنيو چارو وزارت وياند ايبک صمدياروف پرون په پلازمېنه نورسطان کې خبريالانو ته وويل، د مصر چارواکي په قاهره کې د ايلامان ژولداسوف د مړينې پلټنه کوي. د صمدياروف په خبره د دې قضيې په اړه مفصل جزئيات به نن چهارشنبه په ډاګه شي. تر دې مخکې رسنيو راپور ورکړى و، چې د قزاقستان د سفارت د دغه کارکوونکي مړى تېره جمعه د مصر په پلازمېنه قاهره کې د هغه اپارتمان ته نږدې موندل شوى دى. د ايلامان ژولداسوف د کورنۍ يوه... Читать дальше...
د امريکا د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزارت وايي، د کانګرس وروستى اقدام چې په ارمنستان کې يې ډله ييزه وژنه نسل وژنه بللې، د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې پاليسي نه منعکسوي. د بهرنيو چارو وزارت پرون په يوه لنډکۍ اعلاميه کې وويل، د دې قضيې په اړه د ټرمپ د ادارې دريځ بدل شوى نه دى. د امريکا مشرانو جرګې تېره اوونۍ د رايو په اتفاق، يوه پېړۍ مخکې د ترکيې د عثماني امپراتورۍ پر مهال د څه باندې يو مليون ارمنيانو وژنه د نسل وژنې په توګه په رسميت وپېژندله. د امريکا د استازو جرګې تر دې مخکې دېته... Читать дальше...
د پاکستان د کابينې يو وزير وايي، د پاکستان د پخواني پوځي واکمن پرویز مشرف قضيه به پاکستان د بحران خوا ته بوځي.
د امريکا د متحدو ايالتونو مشرانو جرګې پرون لوى اکثريت هغې لايحې ته رايه ورکړه، چې له مخې يې پر هغو شرکتونو بنديز لګېږي چې د روسيې پر يوه نلليکه کار کوي. هغه اروپايي هېوادونه ښايي پر دې موضوع نارضايتي وښيي چې غواړي د دې پروژې په مرسته طبيعي ګاز ترلاسه کړي. د امريکا مشرانو جرګې دغه لايحه په ٨٦ موافقو او ٨ مخالفو رايو سره تصويب کړه. دغه اقدام چې پر دفاعي لګښتونو د يوې لايحې برخه ګڼل کېږي، تېره پنج شنبه د استازو جرګې له خوا تصويب شوه. د لايحې هدف د نورد سټريم-٢ په نوم د روسيې د هغې نلليکې د رغونې... Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости