افغانستان کې ډېر شمېر نجونې په نیمايي کې ښوونځی پرېږدي
د افغانستان په اکثرو سیمو کې ډیری داسې نجونې شته چې له څلورم، پنځم او یا شپږم ټولګې وروسته، له زده کړو بې برخې شوې دي.
د افغانستان په اکثرو سیمو کې ډیری داسې نجونې شته چې له څلورم، پنځم او یا شپږم ټولګې وروسته، له زده کړو بې برخې شوې دي.
په افغانستان کې یو امریکایي سرتیری ووژل شو، مخکې د یوه امریکایي عسکر تر وژلو وروسته د سولې خبرې ځنډیدلې وې. په پوځي برخه کې له پاکستان سره د واشنګتن مرسته، د روسیې د ترټولو پرمختللې الوتکې سقوط او د کرسمس جش په دې خبرې ټولګه کې:
د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنیو پایلو په تړاو د شکایتونو ثبتولو په دویمه ورځ، د ټاکنیزو ډلو له خوا د ټاکنو په کمېسیون کې د ثبتو شویو شکایتونو شمېر تر شپږو زرو واوښت.
په تېرو شپږ میاشتو کې د اسلامي دولت (داعش) ډلې د اورپکو ۲۳۴ ښځې او ماشومان د افغانستان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي. شفیع کریمي د داعش غړو له هغو کورنیو سره مرکه کړې چې د ملي امنیت په بند کې دي.
د روسیې چارواکي وایي چې د دې هېواد یوه ترټولو پرمختللې الوتکه د یوې ازمایښتي الوتنې په مهال را لویدلې ده. د روسيې "یونایټید ایرکرافت کارپوریشن" نن په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي چې دا یوه سو- ۵۷ ډوله الوتکه وه چې د روسیې په لیرې ختیځ د کمسمولسک ان- آمور په سیمه کې را ولویده. دا لومړی ځل دی چې د روسیې دغه ترټولو پرمختللې الوتکه د الوتنې په مهال را لویږي. تراوسه د دغې الوتکې د رالوېدو علت نه دی څرګند، خو د روسیې تاس خبري آژانس د دې هېواد د پوځي صنعت د یوه چارواکي له قوله چې نوم یې نه دی په ډاګه... Читать дальше...
د کاپیسا چارواکي په دې ولایت کې د افغانستان د هوایي ځواکونو په عملیاتو کې د طالبانو د پوځي عملیاتو د مسئول په ګډون د دې ډلې د څلورو غړو د وژل کېدو خبره کوي. د کاپیسا د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالشایق شورش نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه عملیات تېره شپه د نجراب ولسوالۍ په پچه غان دره کې شوي چې په نتیجه کې په څلورو وژل شویو کې د طالبانو د پوځي چارو مسئول مولوي نظرمحمد هم شامل دی. وسله والو طالبانو تراوسه د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي. نجراب د کاپیسا یوه له ناامنیو ولسوالیو ده چې طالبان پکې ډېر فعال دي.
د امریکا دفاع وزارت د هغه امریکایي پوځي هویت په ډاګه کړ چې پرون د افغانستان په کندوز ولایت کې د سړک د غاړې په یوه ماین چاودنه کې ووژل شو. دفاع وزارت ویلي، وژل شوی پوځي ۳۳ کلن مایکل ګوبل د نیوجرسي ایالت د واشنګټن ښارګوټي اوسیدونکی و. دفاع وزارت یا پنتاګون په خپاره کړي بیان کې ویلي چې د دغه سرتیري پوځي جزوتام په کندز کې پوځي عملیات ترسره کول چې په جریان کې یې هغه سخت ټپي شوی و. په دې اړه نورجزیات نه دي ورکړل شوي. وسله والو طالبانو د دغه برید مسولیت اخیستی. دا د روان میلادي کال له پیل راهیسې... Читать дальше...
د چاپیریال ساتنې ملي اداره وايي، هغه ښارګوټي چې هوا ککړوي، په یوه اوونۍ کې به ۲۵۰ زره افغانۍ جریمه شي.
د کندهار د کرنې او مالدارۍ رياست چارواکي وایي، دغه ولایت کې هره ورځ دېرش ټنه د چرګ غوښه توليديږي. د چرګانو د غوښو د تولید د مرکزونو مسوولين وایي، کندهار ته له ګاونډیو هېوادونو د چرګانو دواردولو مخه نېول شوې ده. جزئیات یې له کندهار د صادق رشتینې په دې ویډیويي راپور کې وګورئ
د امریکا متحده ایالتونو پاکستان ته اجازه ورکړې چې بیرته د پوځي روزنې له هغه پروګرام سره یوځای شي چې دوه کاله مخکې یې ځنډولی و. دا له پاکستان سره د امریکا د هغو پوځي مرستو یوه برخه ده چې ولسمشر ډونالد ټرمپ له دې هېواد سره په دې خاطر بنده کړې وه چې اسلام اباد یې تورن کړی چې د تروریزم په وړاندې کافي اقدامات نه کوي. پاکستان ته د پوځې روزنې په پروګرام کې د بیا شاملېدو لپاره د اجازې پرېکړه پرون اعلان شوه او هغه د اسلام اباد او واشنګټن په اړیکو کې د کړکیچ د کمېدو یوه نښه ده. وروسته له هغه چې د پاکستان... Читать дальше...
د افغانستان دفاع وزارت وایي چې لږترلږه اوه سرتیري په شمالي ولایت بلخ کې پریوې امنیتي پوستې د د ولت د وسله والو مخالفو په حمله کې وژل شوي دي. د دې وزارت مرستیال ویاند فواد امان نن ازادي راډیو وویل: "وسله والو دا حمله د بلخ د دولت آباد ولسوالۍ پریوې امنیتي پوستې کړې چې په نتیجه کې یې اوه سرتیري وژل شوي او درې سرتیري او د ملي امنیت درې تنه کارکونکي هم ټپیان شوي دي". د ښاغلي امان په وینا په دې اړه چې دغه حمله څه ډول شوې پلټنه پیل شوې ده. طالبانو چې د بلخ په دې ولسوالۍ کې فعال دي، د دغې حملې مسولیت یې هم اخیستې دی.
د هېواد په شمالي ولایتونو کې د نباتي ناروغیو د مخنیوي په هدف پراخ کمپاین پیل شو. د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل،چې دغه کمپاین د هېواد د شمالي ولایتونو په پنځو ولایتونو بلخ، جوزجان، سرپل، فاریاب او سمنګان کې پلی کېږي. نوموړي وویل،چې په یاد کمپاین کې به یو زرو ۷۰۰ جریبه باغ لروونکي میوي تر پوښښ لاندې راشي او دوا به پرې وشیندل شي.
د هرات د سوداګرۍ رئیس وايي، د روان هجري لمریز کال په ۹ میاشتو کې نږدې ۴۰۰ سوداګریز جوازونه لغوه شوي دي. میر عارف صادق نن ازادي راډيو ته وویل،چې دغه جوازونه د بېلابېلو دلایلو له امله د سوداګرو له لوري لغوه شوي دي. هغه زیاته کړه: "د شخصي، سلیقوي همدارنګه له دې وجې چې یو شمېر پانګونې د پروګرام پر بنسټ نه ترسره کېږي او ځینو شخصي مسایلو له امله راغلل او جوازونه یې لغوه کړل." هرات د افغانستان یو صنعتي ولایت دی چې مخکې تر دې په کې سوداګریزې چارې په کې ښې ارزول شوي. خو د دغه ولایت د سوداګرۍ خونې... Читать дальше...
د فراه ولايت امنيه قومانداني وايي په تېرو دريو مياشتو کې په ګډو هوايي او ځمکنيو پوځي عملياتو کې تر٩٠ زيات وسله وال طالبان وژل شوي دي. د امنيې قوماندانۍ وياند محب اله محب له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وويل، په وژل شويو کې د طالبانو مهم مشران هم شامل دي. هغه زیاته کړه: "تر ٩٠ زيات تروريست طالبان وژل شوي چې په وژل شويو کې د هغوى مهم قوماندان هم شامل دي، لکه د اناردرې لپاره د طالبانو تش په نوم ولسوال شيخ منصور، د ٢٠ ولايتونو لپاره د طالبانو د پوځي کمېسيون مشر مولوي کامران او د طالبانو بل کليدي قوماندان... Читать дальше...
د پاکستان د سیاسي مخالف پاکستان مسلم ليګ نواز ګوند يو مخکښ غړى احسان اقبال ونيول شو. دى پرون په راولپنډۍ کې څو ساعته وروسته له هغې ونيول شو، چې پر صدراعظم عمران خان يې په عامه انتقاد وکړ. محلي رسنۍ وايي، د پاکستان د احتساب ملي ادارې پر اقبال تور لګولى چې د پنجاب په نارووال کې يې په خپله انتخابي حوزه کې د څو مليارد ډالري سپورټي کمپلکس په رغونه کې اداري فساد کړى دى خو اقبال دا تورونه رد کړي دي. د پاکستان مسلم ليګ نواز ګوند وياندې مريم اورنګزېب په راولپنډۍ کې خبريالانو ته وويل، د سپورټي کمپلکس... Читать дальше...
د بريټانيا صدراعظم وايي، د روسيې په اړه په غلطه و او نور فکر نه کوي چې له مسکو سره اړيکې بېرته ورغول شي. دا په داسې حال کې ده، چې د بریټانیا او روسيې ترمنځ ګڼو اختلافاتو درز ايجاد کړى دى. بوريس جانسن د بریټانیا (سپيکټېټر) مجلې ته په خبرو کې چې پرون خپرې شوې ويلي: "ما واقعاً په دې اړه چې ايا له روسيې سره د اړيکو سمول امکان لري که څنګه خپل ذهنيت بدل کړى.؟ " بوريس جانسن چې له ٢٠١٦ څخه تر ٢٠١٨ میلادي کاله پورې د بریټانیا د بهرنيو چارو وزير هم و او د ٢٠١٩ میلادي کال په جولاى مياشت کې صدراعظم شو، ويلي دى ډېر مايوسه دى چې په غلطه و. Читать дальше...
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د ولسمشریزو ټاکنو لومړنیو پایلو، ناندرو، ننګونو او د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې روانو خبرو اترو په اړه لیکنې او تبصرې خپرې کړې دي.
د افغانستان د ماليې وزارت د ۱۳۹۹ لمریز مالي کال د بودجې سند د دوشنبې په ورځ ولسي جرګې ته وسپاره. د افغانستان د مالیې سرپرست وزیر وايي، د ۱۳۹۹ لمریز کال په بودجه کې ټول ملي او نړیوال معیارونه، د ولایتونو د پراختیايي پروژو انډول، اقتصادي وده، د کورنیو عوایدو شفاف راټولول، د حکومت لګښتونه، د پانګو د جذبولو پروګرامونه، د سوداګرۍ او صنعت وده او د خلکو د اقتصادي وضعیت ښه والي په پام کې نیول شوی دی. همایون قیومي دغه څرګندونې د دوشنبې په ورځ ولسي جرګې ته د ۱۳۹۹ لمریز مالي کال د بودجې سند د سپارلو پر مهال وکړې. Читать дальше...
د نړیوالو ځواکونو تلفات او د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو لومړیو پایلو اعلان د یو شمېر نړیوالو رسنیو پام ور اړولی دی.
د پاکستان حکومت د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د لومړیو پایلو د اعلان هرکلی او همداشان په افغانستان کې د ډیموکراتیک بهیر د ملاتړ اعلان کړی دی. دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ټاکنو کمېسیون د یکشنبې په ورځ د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان وکړ. ددغه پایلو له مخې اوسنی ولسمشر محمد اشرف د ۵۰،۶۴ رایو په ترلاسه کولو سره تر نورو ټولو کاندیدانو مخکې دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ په یوې خبرپاڼه کې ددغو پایلو د اعلان هرکلی کړی دی. ددغه وزارت په خبرپاڼه کې په دې اړه راغلي... Читать дальше...
افغان چارواکي د هرات ولایت لپاره د طالبانو د نظامي کمېسیون مرستیال د نیول کیدو خبر ورکوي. د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد د دوشنبه په ماښام آزادي راډیو ته وویل چې دغه طالب قومندان د افغان امنیتي ځواکونو د ځانګړو عملیاتو پر مهال د هرات په ګذرې ولسوالۍ کې نیول شوی دی. هغه زیاته کړه: "قاري امین الله چې په غور ولایت کې د طالبانو د نظامي کمېسیون مرستیال ، د دوشنبې په ورځ د هرات په ګذرې ولسوالۍ کې ونیول شو، دی یو خطرناک قومندان و چې په لویدیځه حوزه کې ډیری تروریستي بریدونه د ده لخوا پلان کېدل." ... Читать дальше...
د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې د ۳۰۰ کلابندو سرتېرو د اکمالاتو او لېږد لړۍ پیل شوه. د جوزجان د چارواکو په خبره د درزاب په آنتن تپه کې د کلابندو سرتېرو د لېږد لپاره د ۲۰۹ شاهین قول اردو د الوتکو لومړنۍ الوتنې د دوشنبې په ورځ ترسره شوې. د جوزجان د والي ویاند عبدالمعروف آذر تیرماښام آزادي راډیو ته وویل چې دا سرتېري به په نوبت له دې سیمي څخه شبرغان ښار ته ولیږدول شي. هغه زیاته کړه: "پریکړه شوې چې دوی(سرتیري) ژر تر ژره ولیږدول شي، د لېږد چارې پیل شوي دي، ډېر ژر به ټول هغه ځواکونه چې په درزاب کې کې... Читать дальше...
د ایران د اټومۍ انرژۍ چارواکي وایي دوی د ډیسمبر پر ۲۳ د اراک ریکتور د درنو اوبو په یوه اصلاح شوې برخه کې بدلون راوستی دی. دا هغه اقدام دی چې د راپورونو له مخې کولی شي دا هېواد د پلاتینیوم د تولید هغه سطحې ته یو بل ګام ور نږدې کړي چې د اټومي وسلو لپاره کارول کېږي خو دا کار له نړیوالو قدرتونو سره د ایران څلور کلن اټومي تړون هم نه نقض کوي. رویټرز خبري آژانس د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې د مشر علي اکبر صالحي له قوله لیکي چې وایي د ډیسمبر پر ۲۳ مه یې د دې افشا ګرۍ وروسته وویل: "مونږ نن د ریکتور یوه... Читать дальше...
د بوسنیا هرزګوینا پارلمان تر ۱۴ میاشتنې ځنډ وروسته نوی حکومت تایید کړ. له ۱۴ میاشتو راهیسې چې هلته عمومي انتخابات بې نتیجې پاته شول، د ناټو د احتمالي غړیتوب په اړه اختلافاتو له کبله په ټپه ولاړ حالت رامنځته شوی و او دا حالت د دې سبب شو چې د بالکان دغه هېواد د وزیرانو شورا ونلري. د دې هېواد د پارلمان له ۴۲ غړو څخه ۲۹ استازو د وزیرانو نوي شورا ته موافقې، ۸ تنو مخالفې او یوه کس ممتنع رایه ورکړه. دا موافقه وروسته له هغه وشوه چې د روانې میاشتي په سر کې د صربانو، کرواتانو او بوسنیایانو تر منځ جوړجاړی... Читать дальше...
د فراقضایي/تر قضایۍ صلاحیتونو د لوړو قتلونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي خبریالې آګنس کالامارد د سعودي عربستان له لوري د پنځو تنو په اعدام محکومول د عدالت، تعقیب او تحقیق مسخره کول، بللي دي. د سعودي عربستان لوی څارنوال پرون دوشنبه اعلان وکړ چې دا پنځه تنه د سعودي خبریال جمال خاشقجې د وژني د قضیې په تړاو په اعدام محکوم شوي دي. نوموړي دا هم وویل چې درې نور کسان په ۲۴ کلونو بند محکوم شوي دي. خو میرمن کالامارد پر خپل ټویټر لیکلي چې د دې وژني طراحان نه یوازي آزادانه ګرځي، بلکه هغوی تعقیب او محاکمه شوي هم نه دي. Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости