Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Декабрь
2019

Новости за 30.12.2019

د موسیقۍ کلاسیکه اله دوتار ایا د ایران کلتوري میراث دی؟

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتونو سازمان د کلتوري میراثونو څانګې "یونسکو" دوتار، د ایران په نوم له ثبتیدو وروسته د د هیواد د موسیقۍ استادانو سخت غبرګونونه پارولې دي. د ازادي راډیو خبریالې هیلۍ اسد په دې اړه ویډیو رپوټ جوړ کړی

ازادي ستوډيو - د نړۍ مهم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

زرګونو طالب زندانیان د دوی د مشرانو او امریکا تر منځ د سولې توافق د خپلې ازادۍ سند ګڼي. د ایران او روسیې چارواکو د اټومي موافقې خوندي پاته کولو په اړه خبرې وکړې. د امریکا لوړپوړي چارواکي وايي، په عراق کې يې د ایران پر ملاتړ لرونکې ډلې هوايي بریدونه کړي.



ولسي جرګې د سولې په چارو کې د دولت وزارت تشکیل تصویب کړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ولسي جرګې غړو د دوشنبې په ورځ تر اوږدو بحثونو وروسته، د سولې په چارو کې د دولت وزارت تشکیل چې شاوخوا شپږ میاشتې وړاندې د ولسمشر اشرف غني په فرمان رامنځته شوی، د رایو په اکثریت تصویب کړل. دغه وزارت د دولت له مخالفانو سره د سولې پروسې مخته وړلو په هدف جوړ شوی دی. که څه هم د ولسي جرګې د نن ورځې په بحثونو کې ځینو وکیلانو د دغه وزارت د تشکیل مخالفت کاوه، خو ځینو نورو بیا ویل چې د افغانستان وضعیت ته په کتو دا یوه اړتیا ده. ځینو وکیلانو، د سولې عالي شورا او د سولې په چارو کې د دولت وزارت د یوه هدف لپاره دوه موازي ادارې وبللې.

په بهرنیو اسعارو د معاملاتو مخنیوی؛ ننګرهار کې د افغانیو واړه بانکنوټونه کم دي

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار اوسېدونکي او کاروباریان وایي، په دغه ولایت کې د حکومتي ادارو له خوا پر پاکستاني روپیو د معاملاتو تر مخنیوي وروسته، د افغانیو وړو بانکنوټونو کموالي یې کاروبار اغیزمن کړی دی.

فوټبال: مصطفی ازادزوی د تایلند "ناخن پتم" لوبډلې سره یو کلن قرارداد وکړ

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړي مصطفی آزادزوی د تایلند د فوټبال په غوره لیګ سیالیو کې د لوبېدو په هدف ناخن پتم لوبډلې سره یوکلن قرارداد وکړ. د افغانستان د فوټبال فدارسیون د خپرونو مرستیال شمس امیني نن ازادي راډیو ته وویل، دی به د تایلند د غوره ‎لیګ په سیالیو کې ولوبېږي. مصطفی ازادزوی تېر کال د تایلند چیانګ مای لوبډلې سره لوبېدلی و.  د تایلند د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د اسیا په کچه د فوټبال د غوره لیګونو څخه مشهور لیګ ګڼل کېږي.



امریکا په عراق او سوریه کې د ایران پلوه ملېشو مرکزونه په نښه کړي

Pa.azadiradio.com 

د امريکا متحده ايالتونو دفاع وزیر مارک اسپر وايي، امریکايي ځواکونو په عراق او سوريه کې يې پنځه هغه هدفونه په دقيق ډول ويشتلي چې د عراق د يوې ايران پلوه ملېشه ډلې په کنټرول کې وو.   ښاغلي اسپر پرون په خپلو خبرو کې وويل: "د امريکا دفاع وزارت په عراق کې د خپل پرسونل او ګټو د دفاع لپاره د F-15 ډوله جنګي الوتکو په مرسته تهاجمي اقدامات وکړل. دا حملې پر پنځو اهدافو شوي چې په کتائب حزب الله پورې مربوط دي. دا د شيعه وو داسې ملېشه ډله ده چې ايران يې ملاتړ کوي." دفاع وزير وايي درې اهداف د عراق په لوېديځ... Читать дальше...

دفاع وزارت: دایکندي کې پوځي عملیاتو کې ۱۴ طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان دفاع وزارت وايي، په دايکندي ولايت کې د پوځي عملياتو له کبله ١٤ وسلوال طالبان وژل شوي دي. د دغه وزارت یوه وياند فواد امان نن ازادۍ راډيو ته وويل، دغه پوځي عمليات په ګجران ولسوالۍ کې شوي دي. هغه وویل: "تر لسو زيات کلي له طالبانو تصفيه شوي او په دغو عملياتو کې ١٤ وسلوال طالبان وژل شوي او زيات نور يې ټپيان شوي دي. د دوى زياته اندازه وسلې او مهمات د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو لاس ته ورغلي دي." فواد امان وايي د عملياتو پر مهال ٤ وسلوال طالبان نيول شوي هم دي. طالبانو په دايکندي کې د شويو عملياتو په اړه څه نه دي ويلي.

امریکايي ځواکونو سومالیا کې د الشباب افراطي ډلې څلور غړي وژلي

Pa.azadiradio.com 

په افريقا کې د امريکا د متحدو ايالتونو قومانداني وايي، په يوه هوايي حمله کې په سوماليا کې د الشباب افراطي ډلې څلور غړي وژل شوي دي. دغې قوماندانۍ پرون يکشنبه په يوه اعلاميه کې ويلي، په افريقا کې د امريکا قوماندانۍ د سوماليا د فدرال حکومت په همغږۍ هوايي حملې کړې دي. په اعلاميه کې ويل شوي په دغو حملو کې په دوو سيمو کې د الشباب افراطي وسلوال په نښه شوي دي. دا هوايي حملې وروسته له هغې کېږي چې تېره شنبه د سوماليا په پلازمېنه موګاديشو کې په يوه بمي چاودنه کې د محصلانو په ګډون اته اويا کسان ووژل شول او ١٢٥ تنه نور ټپيان شول. Читать дальше...

هرات کې چارواکي د طالبانو "درېیو مهمو غړو" د وژلو ادعا کوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په لویدیځ کې د هرات ولایتي چارواکي وايي، د طالبانو درې مهم غړي په پښتون زرغون ولسوالۍ کې په هوايي برید کې وژل شوي دي. د هرات د والي دفتر نن په يوه اعلاميه کې ويلي، د طالبانو د پوځي کميسيون مشر ملا نبي جان، په هرات کې د دې ډلې د ولايتي زندانونو مسوول اقا ولي او د طالبانو بل قوماندان سيد شاه پرون د دولتي ځواکونو له خوا په یوه هوايي برید کې په نښه شول. په اعلاميه کې ويل شوي، د دغو کسانو وژل کېدل به د هرات د ختيځو ولسواليو پر امنيتي وضعيت مثبت تاثير ولري. طالبانو د دې پېښې په اړه تبصره نه ده کړې.

د پاکستاني طالبانو یو قوماندان په خوست کې وژل شوی

Pa.azadiradio.com 

پاکستاني چارواکو ویلي، د "تحریک طالبان پاکستان" يو مهم قوماندان په افغانستان کې وژل شوى دى. د ازادي راډیو مشال څانګې د پاکستاني امنیتي چارواکو په حواله راپور ورکړی چې قاري سیف‌الله محسود په نوم دغه قوماندان د خوست ولایت ګلان کمپ ته نږدې د نامعلومه کسانو له‌خوا په نښه شوی دی. ځینو سرچینو د مشال راډیو خبریال ته د تحريک طالبان پاکستان د حکيم‌الله محسود ډلې د دغه قوماندان او وياند وژنه تأييد کړې او ویلي یې دي چې نوموړی همالته خاورو ته سپارل شوی دی. قاري سیف‌الله محسود په تحريک طالبان پاکستان ډله کې د ځانمرګو بريدونو عمده طراح ګڼل کېده. Читать дальше...

د جوزجان په فیض اباد ولسوالۍ کې ۱۴ دولتي سرتېري او ۷ طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د جوزجان د والي وياند عبدالمعروف اذر نن ازادۍ راډيو ته وويل، په فيض اباد ولسوالۍ کې ١٤ امنيتي سرتېري وژل شوي او ٥ تنه نور ټپيان شوي دي. د ښاغلي اذر په وینا، طالبانو نن سهار شاوخوا درې نیمې بجې د امنیتي ځواکونو پر پوستې برید پيل کړ او یو نیم ساعت جګړه روانه وه. هغه وویل: "له بده مرغه په دغو نښتو کې زموږ ١٤ امنيتي سرتېري د هېواد او ملي نواميسو د دفاع په لاره کې شهيدان شوي دي. زموږ ٥ امنيتي سرتېري ټپيان شوي او ٢ تنه ورک دي." د والي وياند وویل، هغه پوسته چې حمله ورباندې شوې، د ملي امنيت د رياست مربوط وه. Читать дальше...

د تکزاس په یوه ډکه کلیسا کې دوه کسان په ډزو وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د تکزاس ایالت په یوه له ګڼې ګوڼې ډکه کلیسا کې دوه کسان په ډزو وژل شوي دي. پېښه په ځايي وخت پرون غرمه مهال د فورټ وورت په نوم سیمه کې شوې. بي بي سي او امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې مشکوک بریدګر د کلیسا د دوو وسلوالو غړو له خوا په متقابل ډزو کې ووژل شو. د دې برید انګیزه تر اوسه روښانه نه ده. په سیپټمبر کې یو نوی قانون نافذ شو، هغه کسان چې د وسلو جواز لري کولی شي، له ځان سره عبادتځایونو ته وسلې یوسي. د امریکا تکزاس ایالت په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د دا ډول څو پېښو شاهد و. د اګست په میاشت... Читать дальше...

هلمند کې د نباتي ناروغیو او افتونو سره د مبارزې کمپاین

Pa.azadiradio.com 

هلمند کې د نباتي ناروغیو او افتونو سره د مبارزې کمپاین پیل شو. د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي وایي، په دې کمپاین کې د فني کارکوونکو له خوا بڼوالو او بزګرانو ته د نباتي ناروغیو او افتونو د وقایې هر اړخیزي لارې چارې په عملي او نظري ډول ښودل کېږي. د ده په خبره د دغه کمپاین په ترڅ کې دغه شان بڼوالو او بزګرانو ته د ترکیبي درملو جوړولو لارې چارې هم ښودل کېږي. د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت د معلو ماتو له مخې، له ترکیبي درملو په استفادې سره د ونو مضره حشرې، د ونو پر تنو... Читать дальше...

د چابهار بندر د کار له پیله تر اوسه ۵ لکه ټنه انتقالات ترسره شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ټرانسپورت او هوايي چلند وزارت وايي، د چابهار بندر د کار له پیل څخه تراسه پورې ۵ لکه ټنه انتقالات ترسره شوي دي. د دغه وزارت ویاند علي سینا سائد نن ازادي راډيو ته وویل، چې دامهال صادرات او واردات دواړه جریان لري. هغه زیاته کړ ه: "له کله نه چې د چابهار بندر په کار پیل کړی، تراوسه پوري ۵ لکه ټنه انتقالات پرې شوي دي، پر دې بندر صدارات او واردات جریان لري او عملا کار روان دی." افغانستان د چابهار له لارې د ۲۰۱۹ میلادي کال له فبرورۍ میاشتې راهیسې خپل صادرات پیل کړي. د چابهار بندر د... Читать дальше...


Музыкальные новости
Валерий Гергиев

Гергиев с артистами Мариинского и Большого театров продолжат фестиваль «Гений места»





Rss.plus
Дмитрий Песков

Песков: Москва и Пекин намерены продолжать диалог по поставкам газа




«Фабрика Станиславского» объявила свою программу

Режиссер Кузин высказался о «саратовской театральной мафии» в Москве

Свыше 22 тысяч выпускников Подмосковья сдали ЕГЭ по физике и обществознанию

В многоквартирном доме Подмосковья восстановили противопожарную безопасность




اسوشیټید پریس: طالبانو افغانستان کې له اوربند سره هوکړه وکړه

Pa.azadiradio.com 

اسوشیټید پریس خبري اژانس وايي، طالبانو پرون (یکشنبه) په افغانستان کې له اوربند سره هوکړه وکړه. د طالبانو له لوري له اوربند سره موافقه له امریکا سره د سولې د موافقې لاسلیک ته لار هواروي. اژانس په عین حال کې وايي چې د اوربند موافقه باید د طالبانو مشر تایید کړي. سره له دې باور کېږي چې د طالبانو مشر به هم له اوربند سره موافقه وکړي، دا نه ده څرګنده چې اوربند به د څومره مودې لپاره وي خو ویل کېږي چې لږترلږه به لس ورځینی وي. د اوربند په اړه د طالبانو له خپلمنځي سلامشورو خبرو سرچینو اسوشیټید پریس... Читать дальше...

د کابل نادرپښتون واټ دوکاندارانو د لاریونونو ګواښ وکړ

Pa.azadiradio.com 

د کابل په نادرپښتون واټ کې د سوځېدليو مارکیټونو دوکانداران وايي، که یې حق ورنه کړل شي نو لاریونونه به وکړي. د تېر کال د عقرب په نهمه په نادرپښتون واټ کې ۹ مارکیټونه وسوځېدل چې له کبله یې لسګونه ملیون افغانۍ تاوان پېښ شو. د دغو دوکانونو خاوندان وايي، له دوی سره ولسمشر د سوځېدلیو دوکانونو په ځای کې د نورو دوکانونو د پرانیستلو موافقه کړې خو نور چارواکي د دې ژمنې د عملي کېدو په لار کې خنډ کېږي. د دوکاندارانو یوه استازي حاجي ظاهر تېره شپه ازادي راډیو ته وویل: "ولسمشر مونږ ته وعده راکړه چې که دا... Читать дальше...

سیمه ییز چارواکي: د لوګر ۲۱ کلي له وسله والو طالبانو پاک شول

Pa.azadiradio.com 

د لوګر چارواکي وايي، افغان امنیتي ځواکونو د دې ولایت مرکز ته نږدې ۲۱ کلي له وسله والو طالبانو پاک کړي دي. د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویندوی څارمن شاهپور احمدزي ازادي راډیو ته وویل، دا کلي د تندر ۲۴ په نوم د عملیاتو په لړ کې د دولت له وسله والو مخالفانو پاک شوي دي. هغه زیاته کړه: "په دې عملیاتو کې ملي پولیسو ملي امنیت او ملي پولیس برخه لري څو د ولایت د مرکز شاوخوا کلي د دولت له وسله والو مخالفانو پاک شي." د احمدزي په وینا دا عملیات د جمعې په ورځ پیل شوي او په پاکو شویو سیمو کې به امنیتي خواکونه پوستې جوړې کړي.

چارواکي: تخار کې ۱۷ وسله وال مخالفان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي اردو چارواکي وايي، افغان هوايي ځواک په یوه برید کې په تخار کې د دولت ۱۷ وسله وال مخالفان وژلي دي. ۲۱۷ پامیر قول اردو په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې پرون (یکشنبه) ماسپښین افغان هوايي ځواک د تخار ولایت په دشت قلعه ولسوالي کې پر وسله والو طالبانو برید وکړ چې په نتیجه کې یې د دې ډلې د قاري حسن ګروپ ۱۷ غړي ووژل شول او ۵ نور ژوبل شول. په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې د طالبانو یو رینجر موټر، ۶ موټرسایکلونه او دوه سنګرونه ویجاړ شوي دي. طالبانو په دې اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي.

انګیلامیرکل له پوتین سره د بالټیک او لیبیا په اړه خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د جرمني صدراعظمې انګیلامیرکل د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره له بالتیکه تر لیبیا پورې پر بېلابېلو مسلو ټېلفوني خبرې وکړې. کریمیلین وویل، دا خبرې پرون (یکشنبه) د برلین په غوښتنه وشوې. د کریملین پر اساس، دواړو مشرانو موافقه وکړه چې د بالټیک سمندرګي په تل کې د نارد سټریم ۲ نللیکې د پروژې نور ملاتړ پکار دی. امریکا په وروستیو کې اعلان وکړ چې پر دې پروژې به بندیزونه ولګوي. مېرمن میرکل او د جرمني نور چارواکي د نارد ستریم ۲ د دوو نللیکو پر ضد د امریکا له بندیزونو سره مخالف دي. ټاکل شوې وه... Читать дальше...



Москва

Солнечные дети на сцене Кремля


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин открыл пешеходную галерею между станциями метро и МЦД-4 Кутузовская



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Тимати

"Звездач": рэпер Тимати купил мотоцикл за 3,1 млн рублей




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

После концерта и в дождь дороже: как складываются цены на поездки на такси

Чемпионат по служебному биатлону состоялся в столичном главке Росгвардии

«23 and Friends»: в Москве состоялся спортивно-музыкальный фестиваль Аш 23


Даниил Медведев

Российские ракетки сообразили на троих // Даниил Медведев, Мирра Андреева и Элина Аванесян дружно вышли в 1/8 финала теннисного Roland Garros



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

«Фабрика Станиславского» объявила свою программу



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России