Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Декабрь
2019

Новости за 16.12.2019

له ازادي سټوډیو مهم خبرونه وګورئ

Pa.azadiradio.com 

افغان پوځیانو په مزارشریف کې د نظام الدین قیصاري د نیولو لپاره دوه شپې عملیات وکړل خو ویې نه شو نیولای. په هند کې د تابعیت د نوي قانون پر ضد مظاهرو نن هم دوام وکړ. په پاکستان کې د پولیو ضد واکسین لګولو پنځه ورځنی کمپاین پیل شو. ازادي سټودیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.

ننګرهار کې د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې خبرداری

Pa.azadiradio.com 

په ختیځ کې د ثبات او همپالنې ټاکینزې ډلې ملاتړو خبرداری ورکړ که په ولسمشریزو ټاکنو د درغلۍ په مټ هر څوک بریالی اعلان شي نو دوی ته به د منلو وړ نه وي. په ننګرهار کې د ثبات او همپالنې انتخاباتي ټيم ختیځوالو غړو نن په یوه غونډه کې پر ټاکنو کمېسیون غږ وکړ چې پاکې رأیې دې له ناپاکو بېلې او په دې برخه کې دې قانون پلی کړي. دې غونډې کې د ولسي جرګې پخواني مرستیال حاجي عبدالظاهر قدیر وویل چې مونږ خپل سرنوشت او اینده په تقلب کې نه غواړو او نه یې منو او په خبره یې چې غیر بایومټریک رأیې دې نه منل کېږي. دی وایي... Читать дальше...



کابل کې د مود او فېشن نندارتون

Pa.azadiradio.com 

دغه نندارتون ډي ان اې سوداګریزې مجلې په نوښت جوړ کړی دی. د دې نندارتون جوړونکي غواړي چې افغاني برنډونه نړیوالو ته ور وپېژني. نور جزئیات په راپور کې:

ویسټ انډیز په یوه ورځنۍ لوبو لړۍ کې هند ته ماتې ورکړه

Pa.azadiradio.com 

د ویسټ انډیز او هندوستان کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یو ورځنۍ لوبو په لړ کې تېره ورځ ویسټ انډیز هندي لوبډلې ته په اته ویکټو ماتې ورکړه. د دې سیالۍ پچه یا ټاس ویسټ انډیز وګاټه او هندي لوبډلې ته یې د توپوهني بلنه ورکړه. هندوستان په ټاکلو ۵۰ آورونو کي د ۸ لوبغاړو په سوځېدو مقابلې لوبډلې ته د ۲۸۹ منډو هدف وټاکه.  ویسټ انډیز د ۲ لوبغاړو په سوځېدو سره ورکړل شوی هدف د لوبي په 48 ام اور کې پوره کړ او په دې سره یې هند ته په ۸ ویکټو ماته ورکړه. د ویسټ انډيز او هندوستان کریکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۳ یو ورځنیو... Читать дальше...



د اسیايي اتلولیو په لوبو کې د افغانستان د موټای لوبغاړو ګډون

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د موی ټای لوبغاړي د اسیا د اتلولۍ په سیالیو کې د ګډون په هدف متحده عربي اماراتو ته لاړل. د افغانستان د بدني روزنې ریاست د معلوماتو له مخې په دې سیالیو کې د ۳۵ اسیايي هېوادونو نږدې درې سوه لوبغاړي برخه اخلي. د دغه ریاست مسولین وايي چې اوه افغان لوبغاړي چې نجونې هم په کې شته په دې سیالیو کې برخه اخلي. یادې سیالۍ نن د متحده عربي اماراتو په کوربه توب په ابوظبۍ ښار کې پیل شوې او د روانې میلادي میاشتې تر ۲۲ مې نېټې دوام کوي.

قزاقستان ته د پوهنتونونو د پهلوانۍ لوبډلې سفر

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د پوهنتونونو د ورزشي فدراسیون د پهلوانۍ لوبډله، د نړېوالو لوبو لپاره قزاقستان ته ولاړه. په دغه سیالیو د دوه افغان لوبغاړو ترڅنګ د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو 68 نور لوبغاړي هم برخه لري. د افغانستان د بدني روزنې مرستیال قاسم حمیدي نن ازادي راډيو ته وویل، چې د پهلوانۍ دغه سیالۍ به سبا په قزاقستان کې پیل شي او د روانې میلادي میاشتې تر ۲۴ مې نېټې به دوام وکړي.

پنجشېر، سرپل او جوزجان کې بیا شمېرنه بشپړه شوې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په اوه ولایتونو کې چې پرون په کې د رایو بیا شمېرنه او څېړنه پیل شوې، په درې کې یې دا بهیر بشپړ شوی دی. پنجشېر، سرپل او جوزجان د افغانستان له هغو اوه ولایتونو څخه دي چې د رایو بیا شمېرنه او څېړنه په کې تېره ورځ بشپړه شوه. تخار، فاریاب، بدخشان او بغلان کې بیا د دغه هېواد د ټاکنو د خپلواک کمېسیون په وینا، دا بهیر له کومې ستونزې پرته روان دی. د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا ريیس حبیب الرحمان ننګ د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، دوی هڅه کوي چې له خپلو ټولو سرچینو په... Читать дальше...

د ټاپې پروژې اړوند څلور هوکړه لیکونه لاسلیک کېږي

Pa.azadiradio.com 

ټاکل شوې د ټاپې پروژې اړوند څلور هوکړه لیکونو لاس لیک شي. د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر متفي نن ازادي راډيو ته وویل، دغه هوکړه لیکونه د ځمکو د استملاک، له استملاک څخه استفاده او د ګازو د ټرانسپورټ په برخو کې دي. د ښاغلي متفي په خبره، د ټاپې پروژې په اړه یو شمېر نړېوالو کمپنیو د پانګونې په برخه کې علاقمندي هم ښودلې ده. هغه وايي: :"یو شمېر نړېوال ډونران په دې برخه کې علاقمنده شوې او د اسیا پراختیایي بانک هم ددې پروژې تمویل برخه کې شین څراغ ښودلی او دغه ملاتړې به په منظم... Читать дальше...

د افغانستان او المان ترمنځ د پانګونې ګډه خونه پرانېستل شوه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او المان ترمنځ د پانګونې ګډه خونه پرانېستل شوه. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند جان اقا نوید نن ازادي راډيو ته وویل، دغه خونه د دواړو هېوادونو د یو شمېر سوداګرو لخوا د ښو سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په هدف پرانستل شوې. د ښاغلي نوید په خبره، افغانستان له هندوستان، ایران، ترکیه او یو شمېر نورو د منځنیو اسیا هېوادونو سره ګډې سوداګریزې خونې لري. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند ددغه ډول خونو پرانېسته د سوداګریزو راکړو ورکړو په برخه کې اغیزمن ګام بولي.

د اقلیم په اړه اسپانیا کې غونډه بې پایلې پای ته رسېدلې

Pa.azadiradio.com 

د ملګروملتونو په نوښت د اسپانیا په پلازمېنه مادرید کې د اقلیم په اړه له دوو اونیو راهیسې پیل شوې خبرې نن بې کومې نتیجې پای ته ورسېدې او په نړیوالو بازارونو کې د کاربن د پلور او پېر د اصولو د څرنګوالي په اړه مهمه پرېکړه ۲۰۲۰ میلادي کال ته پاتې شوه. د نړۍ د نژدې ۲۰۰ هېوادونو پلاوو په دې نړیواله غونډه کې چې د خبرو په پایله کې یې د نړۍ هېوادونو د ځمکې د تودوخې په اړه په ډېرې سختۍ سره موافقه وکړه ګډون کړی و. خو د هغه څه په اړه موافقې ته ونه رسېدل چې ساینسپوهان یې د بېړني حالت پر وړاندې د مقابلې لپاره مهم بولي. Читать дальше...

ننګرهار او خوست کې د پاکستانیو روپیو نه کارولو کمپاین دوام لري

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار او خوست ولایتونو کې د پاکستاني روپیو د نه کارولو کمپاین پیل شوی دی. د افغانستان په دغو دوو سرحدي ولایتونو کې ورځنی کاروبار تر ډېره په پاکستاني روپیو چلېده. د افغان چارواکو په خبره د پاکستاني روپیو کارول نه یواځې د افغانيو ارزښت کماوه بلکې د افغانستان اقتصاد ته یې زیان رساوه. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي بیګا شپه ازادي راډیو ته وویل چې اوس د پاکستاني روپیو د نه کارولو لپاره عملي اقدامات پيل شوي. هغه زیاتوي: "د عملي اقداماتو د پیل لومړۍ برخه دا وه چې د ننګرهار والي تېره... Читать дальше...

نامعلومو وسله والو هرات کې ۳ پولیس وژلي

Pa.azadiradio.com 

په هرات کې پرون شپه ناوخته درې پولیس د نامعلومه وسله والو له خوا وژل شوي دي. د هرات د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده ازادي راډیو ته تائید کړه چې دغو پولیسو د لسمې امنیتي حوزې په شاوخوا کې ګزمه کوله چې په موټر سایکل سپرو نامعلومه وسله والو پرې ډزې وکړې. پولیسو په ځوابي ډزو کې دوه بریدګر هم وژلي دي. اخوا د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب محمد عارف جلالي ازادي راډیو ته وویل چې له دغې پېښې د دوی روغتون ته څلور ملکیان او یو پولیس ټپي وروړل شوي دي او درملنه یې روانه ده. د یو بل خبر له مخې د... Читать дальше...


Музыкальные новости
Мариинка

Испанские страсти: «Дон Кихот» Мариинки сорвал овации в Большом





Rss.plus
Сергей Собянин

Собянин: Трасса Солнцево — Бутово — Варшавское шоссе будет готова в 2026 году




В округе объявлен карантин

Как живут сыновья главы Минфина Антона Силуанова: яхты, мотоциклы и спорные фото с оружием

Три лесных пожара потушили в Подмосковье 28 мая

Мужчина попытался украсть из столичного магазина носки за пять тысяч рублей




ټاکنو کمېسیون: په ۷ ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنې بهیر پیل شوی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې پرون یې په اوه ولایتونو کې د رایو د بیا شمېر او ابطال پروسه پیل کړه او د ورځې تر پایه یې په پنجشیر ولایت کې دا پروسه بشپړه هم کړه. دا وروسته له هغه چې یکشنبه د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم په اوه ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنې ته اجازه ورکړه. تر دې مخکې د افغانستان په ۲۷ ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنه بشپړه شوې وه. د عبدالله عبدالله ټاکنیزې ډلې په اوو ولایتونو (تخار، سرپل، بدخشان، جوزجان، فاریاب، بغلان او پنجشیر) کې د رایو بیا... Читать дальше...

السیسي: لیبیا کې حکومت د ملیشو له خوا ایسار دی

Pa.azadiradio.com 

د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي وايي په ګاونډ لیبیا کې د ملګرو ملتونو له ملاتړ برخمن حکومت د ملیشو له خوا ایسار دی. السیسي پرون په شرم شیخ ښار کې یوې ټلویزیوني وینا پر مهال وویل چې ولې د لیبیا حکومت خپلواکي نه لري او په خپله خوښه عمل نه کوي ځکه د ده په خبره طرابلس د ملیشو او تروریستانو په لاس کې دی. ده وویل چې د لیبیا اوسنی کړکیچ مستقیماً په مصر باندې تاثیر کوي. د السیسي له دغو خبرو دری ورځې مخکې د لیبیا د ملي پوځ په نوم د یوې وسله والې ډلې مشر خلیفه حفتر د لیبیا د حکومت پر ضد د یوې لا قوي مبارزې اعلان وکړ. Читать дальше...

کرملین: د روسیې او امریکا د اړیکو ښه کېدو لرلید کمرنګه ښکاري

Pa.azadiradio.com 

د روسیې جمهوري ریاست ماڼۍ کرملین ویلي چې د مسکو او واشنګتن د اړیکو د ښه کېدو لرلید کمرنګه ښکاري. د کرملین ویاند دیمتري پسکوف وروسته له هغه پرون دا خبره کړې چې پنځه ورځې مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف واشنګتن ته تللی و او هلته یې له خپل سیال مایک پمپيو او ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وکتل. سپینې ماڼۍ او نورو امریکايي چارواکو ویلي چې ټرمپ او پمپيو د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ته د امریکا په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د روسیې د لاسوهنو په باب خبرداری ورکړ. د امریکا استخباراتي... Читать дальше...



Москва

Эксперт сенсационно раскрыл загадку Мессинга и Жириновского.


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин сообщил о планах благоустройства Южного округа Москвы



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Игорь Бутман

«Петя и Волк»: премьера спектакля Игоря Бутмана и Константина Хабенского на Moscow Jazz Festival




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

ЦСКА разорвал дистанцию // Армейцы увеличили преимущество в финальной серии Единой лиги ВТБ

ТАСС: Паралимпийский комитет России провел урок и мастер-классы для участников СВО

Сергей Собянин. Главное за день


Надежда Петрова

Теннисистка Петрова: Карацеву не хватает игровой уверенности



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


РПЛ

РОСГВАРДЕЙЦЫ ОБЕСПЕЧИЛИ ПРАВОПОРЯДОК ПРИ ПРОВЕДЕНИИ ФУТБОЛЬНОГО МАТЧА РПЛ «АХМАТ» - «ЗЕНИТ» В ГРОЗНОМ



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России