Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Декабрь
2019

Новости за 15.12.2019

د امریکا یوې محکمې سناتور یوسف نورستاني د "عامه شتمنۍ په غلا" مجرم پېژندلی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ټاکنو کمېسیون پخوانی رئیس او د مشرانو جرګې اوسنی غړی احمد یوسف نورستاني د امریکا متحده ایالاتو د فدرال محکمې له خوا په فریبکارۍ مجرم پېژندلی دی. نورستاني د امریکا په جنوبي کلیفورنیا کې د ټولنیزې هوساینې یوې ادارې ته دروغ ویلي او په غیر قانوني توګه ۱۰۰ زره ډالر ترلاسه کړي دي. نوموړی په داسې حال کې چې د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۸ کلونو ترمنځ په افغانستان کې و او دولتي دنده یې درلوده، د امریکا فدرالې ادارې ته د خپل کار او سفر په اړه دروغ ویلي او د ټولنیزې هوساینې له ادارې یې مالي امتیازات ترلاسه کړي دي. Читать дальше...



ایراني چارواکي د یوې بلې سایبري حملې شنډولو خبره کوي

Pa.azadiradio.com 

د ايران د مخابراتو وزير محمد جواد اذري جهرمي نن يکشنبه اعلان وکړ چې دغه هېواد تر يوې اوونۍ په لنډه موده کې دويمه سايبري يا انټرنټي حمله شنډه کړې ده. ښاغلي جهرمي وویل، دا وار د دې انټرنټي حملې هدف د دولت د استخباراتو په اړه جاسوسي کول وو. د ايران د مخابراتو وزير نن په يوه لنډکي ټويټ کې ويلي چې دغه سايبري يا انټرنټي حمله تشخيص او د ايران د انټرنټي خونديتوب سپر په مرسته شنډه کړاى شوې ده.  نوموړي د نورو جزئیاتو له ورکولو پرته وویل، هغه استخباراتي ادارې هم تشخيص شوي چې دا حمله يې کړې او هکران هم څارل شوي دي. Читать дальше...



خوست کې د ښځو لپاره تعلیمي او روغتیايي امکانات ډېر شوي

Pa.azadiradio.com 

په خوست کې د ښځو د حقونو یوشمېر فعالانې وايي چې په هغه ولایت کې د ښځو لپاره تعلیمي او روغتیايي امکانات زیات شوي دي. په خوست ښار کې پرون د ښځو د حقونو یوشمېر فعالانو د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د نړیوال منشور د اعلان د کلیزي په مناسبت په غونډه کې په خپل ولایت کې د ښځو لپاره پر امکاناتو او ستونزو خبرې وکړې. د خوست د ښځو ریاست مشرې، شافعه نورزۍ ازادي راډیو ته وویل: "خوشبختانه، په خوست کې ورځ تر بلې د ښځو د بشري حقونو وضعیت ښه کېږي. د ښځو تعلیم زیات شوی او ډېرې ښځې حتی د کارونو غوښتونکې دي." د... Читать дальше...

هند کې د تابعیت نوي قانون پرضد اعتراضونه روان دي

Pa.azadiradio.com 

په هند کې د هغه نوي قانون پر ضد مظاهرې روانې دي چې پر اساس یې د درېیو هېوادونو مذهبي اقلیتونو ته د هند د تابعیت حق ورکول کېږي. د امریکا متحده ایالاتو له دې امله ټولو امریکايي وګړو ته خبرداری ورکړی چې هند ته سفر ونه کړي. امریکا او تر هغه مخکې بریتانیا خپلو وګړو ته خبرداری ورکړ چې هند ته د سفر پرمهال له احتیاطه کار واخلي. د هند د تابعیت قانون د تعدیل پر اساس، د افغانستان، بنګله دېش او پاکستان سیکانو، هندوانو او مذهبي اقلیتونه چې تر ۲۰۱۵ کال وړاندې هند ته تللي او مېشت شوي، د هند د تابعیت ورکول کېږي. Читать дальше...

'امریکا غواړي روانه اونۍ له افغانستانه د ۴ زره سرتېرو ویستلو اعلان وکړي'

Pa.azadiradio.com 

یوه امریکايي رسنۍ وايي، د ټرمپ اداره غواړي چې روانه اوونۍ له افغانستان څخه د څه باندې ۴ زره امریکايي پوځیانو د ایستلو اعلان وکړي. د دغو ځواکونو له ایستلو وروسته به په افغانستان کې د ۸ زره او ۹ زره ترمنځ امریکايي پوځیان پاتې شي. این بي سي نیوز تلویزیون د بې نومو امریکايي چارواکو په قول همداراز ویلي چې امریکا دا اعلان څو ورځې وروسته له دې کوي چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې له طالبانو سره له څو میاشتې ځنډه وروسته د سولې خبرې بیا پیل کړې. امریکا حاضردمه په افغانستان کې د ۱۲ زره او ۱۳ زره ترمنځ پوځیان لري. Читать дальше...

د امریکا د سنا یوه کمېټه پر روسیې د بندیزونو په اړه بحث پیلوي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د سنا جرګې یو پلاوی به د روسیې پر ضد د بندیزونو په اړه بحث پیل کړي. دا بحث وروسته له هغه کېږي چې د روانې میاشتې په لومړیو کې پر یوې لانجمنې لایحې له رأی اخیستلو ډډه وشوه. د امریکا د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټه به پر دې لایحې چې د کریملین له یرغله د امریکا د امنیت دفاع نومېږي، بحث وکړي. دا لایحه چې د امریکا د دواړو ګوندونو، جمهوري غوښتونکي او ډیموکرات غړیو وړاندې کړې، د نورو هیوادونو په ډیموکراتیکو پروسو کې د لاسوهنې، په سوریه کې د «ناوړه اقداماتو» او پر اوکراین د یرغل په خاطر پر روسیې د بندیزونو غوښتنه کوي.

جرمني: روسیې د چیچنیايي بېلتون پال ورسپارلو غوښتنه نه وه کړې

Pa.azadiradio.com 

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر دا خبره رد کړه چې ګنې مخکې تر دې چې په دغه هېواد کې یو چیچنیايي بېلتون غوښتونکی ووژل شي، روسیې د هغه د ورسپارلو غوښتنه کړې وه. هیکو ماس وویل، هیچا د دغه هېواد له حکومته غوښتنه نه وه کړې چې څلوېښت کلن زیلیم خان خانګوشویلي وروسپاري. خانګوشویلي چې د اګست په ۲۳ مه نېټه په برلین کې ووژل شو، مخکې تر دې چې جرمني ته پناه یوسي د روسیې په چیچنیا جمهوریت کې له نورو بېلتون غوښتونکو سره اوږه په اوږه د روسي پوځیانو پر ضد جنګېدلی و. د نوموړي د قتل په تور یو روسی له پېښې لږ وروسته... Читать дальше...

لیبیا کې د حکومت مخالف قومندان خلیفه حفتر او دولتي ځواکونو جګړه

Pa.azadiradio.com 

د لیبیا په پلازمېنه طرابلس کې د یاغي قوماندان خلیفه حفتر او د لیبیا د حکومت د پلوي ملېشو ترمنځ سخته جګړه روانه ده. تر دې دوې ورځې وړاندې قوماندان حفتر چې د لیبیا د ملي اردو په نوم د خپلسرو ځواکونو مشري کوي، ویلي و چې د طرابلس جګړه پیل شوې ده. اووه میاشتې پخوا د خلیفه حفتر جنګیالیو د طرابلس په جنوب کې یو ښار نیولی و. د حفتر په مشرۍ د لیبیا ملي اردو وايي چې د طرابلس په جنوب کې طاوغار ښار د دوی په کنټرول کې دی خو په طرابلس کې مېشت حکومت چې نړیوالې ټولنې په رسمیت پېژندلی، دا ادعا نه مني. دې جګړو... Читать дальше...

اروپايي ټولنه د البانیا زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره غونډه جوړوي

Pa.azadiradio.com 

اروپايي اتحادیې ویلي چې د راتلونکي کال د جنورۍ په میاشت کې به د البانیا له زلزله ځپلو سره د مرستې او بیا رغونې لپاره د مرسته کونکو هېوادونو استازو غونډه جوړه کړي. د اروپايي کمېسون مشرې اورسولا ون دیر لین پرون د ډسمبر په ۱۴مه وویل چې په البانیا کې د اوږدې مودې بیارغونې لپاره مرستې ته متعهد دي. په البانیا کې تېره میاشت د شدیدې زلزلې له امله ۵۱ تنه مړه شول. دغې زلزلې چې شدت یې د رېشتر ۶ اعشاریه ۴ درجې و، ګڼ شمېر کورونه او عامه تاسیسات ویجاړ کړل. په البانیا کې د زلزلې له امله ۱۳ زره وګړي بې کوره شوي او ۱۴ زره ودانۍ ړنګې شوې دي. Читать дальше...

په مزارشریف کې د قیصاري له وسله والو سره د پولیسو نښته روانه ده

Pa.azadiradio.com 

د بلخ پولیس وايي چې په مزارشریف ښار کې د ملي جنبش د یوه پخواني قوماندان نظام الدین قیصاري د غیرمسوولو وسله والو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته روانه ده. له مزارشریف ښاره د ازادي راډیو د خبریال د راپور له مخې، نښته تېره شپه لس بجې وروسته له دې پیل شوه چې پولیسو د قیصاري او د هغه د وسله والو کسانو د نیولو هڅه وکړه. په دې نښته کې دواړه خواوې له درنو او سپکو وسلو کار اخلي. تراوسه د مرګ ژوبلو په اړه معلومات نشته خو د پېښې ځای د ښار په یوه ګڼه ګوڼه ساحه کې دی. ویل کېږي چې پولیسو غوښتل چې قیصاري او د هغه وسله وال کسان له یوه غضب شوي کوره وباسي.

په غزني کې د سیمه ییزې اردو پر غړیو برید

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر لوېدیځو ورځپاڼو او نشریو په وروستیو ګڼو کې د غزني په قره باغ ولسوالي کې د سیمه ییزې اردو د یوه عسکر له لوري پر نورو سرتېرو د حملې په اړه لیکنه خپره کړې ده. په دې برید کې د سیمه ییزې اردو یو شمېر سرتېري ووژل شول. نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، طالبان د وژل شویو سرتېرو شمېر ۳۲ تنه ښيي خو دفاع وزارت ازادي راډیو ته د ۹ تنو وژل کېدا تایید کړه. ورځپاڼه وايي چې په دې برید کې د سیمه ییزې اردو یوه سرتېري خپل ټول ملګري وژلي، وسلې، مهمات او هاموې موټر یې ورسره وړي او طالبانو ته سپارلي دي. نیویارک... Читать дальше...



Москва

ГЕРОИЧЕСКОЕ УЧАСТИЕ АРМЯН В СВО. ЧАСТЬ ЧЕТВЕРТАЯ


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин. Главное за день



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Андрей Макаревич

СК заинтересовался Макаревичем* после разговора с "Зеленским" и слов о концерте в Киеве




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Юные тулячки завоевали серебро и бронзу турнира по синхронному плаванию

После концерта и в дождь дороже: как складываются цены на поездки на такси

«23 and Friends»: в Москве состоялся спортивно-музыкальный фестиваль Аш 23


Ролан Гаррос

Мирра Андреева впервые вышла в четвертьфинал турнира Большого шлема



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

"Святой Ленин" спасает мир и возглавляет "восстание ИИ машин... хороших по существу". 8 серия, СЕРЬЁЗНЫЕ НОВОСТИ.



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России