Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Декабрь
2019

Новости за 12.12.2019

د پلچرخې زندان د بندیانو په لاس د جوړو شویو آثارو نندارتون

Pa.azadiradio.com 

د کابل په پلچرخي زندان کې د بندیانو د لاسي صنایعو نندارتون پرانیستی دی. د یوه محبوس له خوا د قرآنکریم له لیکل شوې خطي نسخې نیولې د کور تر تزییني وسایلو پورې په دې نندارتون کې بېلابېل شیان لیدلای او پېرودلای شئ. هیلۍ اسد دې نندارتون ته ورغلې ده.

ازادي سټودیو - د نړۍ مهم خبرونه

Pa.azadiradio.com 

د امریکا دفاع وزارت وايي له افغانستانه د یو شمېر سرتیرو په ایستلو غور کوي. په بریټانیا کې نن پنجشنبه پارلماني انتخابات وشول. په نیویارک کې د کریسمس د جشن لپاره د نڅا پروګرام جوړیږي. ازادي سټوډیو د شپې په ۸ بجو له پيشګام ټلویزیون وګورئ.



شهرزاد اکبر : بشري حقوق باید دسولي دخبرو اساسي موضوع وي

Pa.azadiradio.com 

دافغانستان دبشری حقوق دخپلواک کمیسیون مشره شهرزاد اکبر وايي دامریکا او طالبانو ترمینځ مذاکراتو کې دبشري حقوق په هکله خبرې نه دې شوي او دا موضوع باید دبین الافغانی خبرو اساسي مسئله وي . میرمن اکبر داخبره فیروزې عزیزي سره مرکه کې کړې .

ننګرهار کې چاودنې یو ماشوم وژلی او څلور تنه یې ټپیان کړي

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې چاودنې یو څلور کلن ماشوم وژلی او ۴ تنه یې ټپیان کړي دي. د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګیاڼي نن رسنیو ته په یوه استولي پیغام کې ویلي چې دغه چاودنه نن ماسپښین یوه بجه د خوګیاڼو ولسوالۍ په کرم خېلو سیمه کې شوې ده. په پیغام کې راغلي چې چاودنه د وسله والو طالبانو لخوا د ځای پرځای شوي ماین د چاودنې له امله رامنځته شوې ده. د پېښې ټپیان د خوګیاڼو ولسوالۍ په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.

روسیې په متقابل اقدام کې د جرمني دوو ډیپلوماتانو ته د وتلو امر کړی

Pa.azadiradio.com 

روسیې په یوه متقابل اقدام سره اعلان وکړ چې دوه جرمني ډیپلوماتان به وباسي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د جرمني سفیر ګیزا اندریاس وان ګیر احضار کړی او ورته یې ویلي چې دا دوه ډیپلوماتان اووه ورځې وخت لري چې له دغه هېواده ووځي. جرمني تېره اوونۍ دوه روسي ډیپلوماتان وروسته له هغه وایستل چې د ډسمبر په څلورمه د فدرال څارنوال دفتر وویل، کافي دلایل شته چې په برلین کې د یوه ۴۰ کلن سړي زلیم خان خانګوشویلي د وژلو امر یا د روسیې حکومت او یا هم د چیچنیا جمهوریت ادارې ورکړی دی. دا کس د اګست میاشتې په پای کې په برلین کې په یوه پارک کې په ډزو ویشتل شوی وو.



په کابل کې د شطرنج د دوستۍ جام سیالۍ پیل شوې

Pa.azadiradio.com 

په دغو سیالیو کې د افغانستان له ټولو ولایتونو څخه شااوخوا ۸۲ ښځینه او نارینه لوبغاړو ګډون کړی دی. د شطرنج فدارسیون د مسوولینو په وینا په دغو سیالیو کې د شطرنج د نړیوالو قوانینو په پام کې نیولو سره ۷ پړاوه په سویسي سیسټم سیالۍ ترسره کیږي. دغه سیالۍ به اووه ورځې دوام وکړي.

د کرنې وزارت: سږکال افغانستان کې د زعفرانو حاصل څه باندې ۱۸ ټنه و

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت شمېرې ښيي چې روان کال په هېواد کې د زعفرانو حاصلات ۱۸،۳ مټریک ټنو ته رسیږي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي راډیو ته وویل، د تېر کال په پرتله سږکال د زعفرانو د حاصل کچه ۲،۳ ټنه زیات شوی. نوموړی زیاتوي چې د زعفرانو کښت ځمکه پنځه زره جریبه زیاته شوې او روان کال د افغانستان ۹۰ په سلو کې زعفران له هېواده بهر صادر شوي دي.

افغانستان د ګرځندويۍ له درکه سږکال ۳۳ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي

Pa.azadiradio.com 

افغانستان روان لمریز کال د ګرځندويۍ صنعت له درکه ۳۳ میلیون افغانۍ عواید ترلاسه کړي. د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند صابر مومند ازادي راډیو ته وویل، چې روان کال کې شااوخوا ۲۰۰۰ ګرځندویانو له درېیو ولایتونو بامیان، بدخشان او هرات څخه لیدنه کړې.​ ښاغلي مومند زیاته کړه: ​"د عوایدو په برخه کې مو ۲۷ میلیونه افغانۍ هدف ټاکل شوی و، خو موږ۳۳ میلیونه افغانۍ عواید ترلاسه کړي، یعنې موږ له ټاکل شوي هدف پنځه میلیونه زیات عواید ترلاسه کړي." د هغه په خبره، د تېر کال په پرتله روان کال افغانستان ته د ګرځندویانو راتګ زیات شوی دی. Читать дальше...

بریتانیا کې عمومي انتخابات؛ له اروپايي اتحاديې د وتلو برخلیک هم روښانه کېږي

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا خلک نن د ډسمبر په ۱۲مه، په داسې انتخاباتو کې ګډون کوي چې یا به د دې هېواد لپاره له اروپايي اتحاديې د وتلو لار خلاصه کړي او یا به یې د بلې یوې ټولپوښتنې پر لور بوځي چې له اروپايي اتحادیې د وتلو پرېکړه لغوه کولای شي.

د ټاکنو کمېسیون نن پرېکړه کوي چې قسمي یا لومړنۍ پایلې اعلان کړي

Pa.azadiradio.com 

د ټاکنو خپلواک کمېسیون یوې سرچینې ازادي راډیو ته وویل، د ټاکنو د لومړنیو یا هم قسمي پایلو د اعلان لپاره ټول چمتووالی نیول شوی دی. سرچینې چې د موضوع د حساسیت له کبله نه‌غواړي نوم‌یې واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل، دغه کمېسیون د وخت او د پایلو د ډول په اړه نن بحث کوي. بل‌خوا بیا د ټاکنو خپلواک کمېسیون یو ویاند میرزا محمد حق‌پرست وايي، کمېسیون د پایلو اعلان ته بشپړ چمتو دی، خو په دې اړه د کمېسیون رهبرۍ رسما پرېکړه نه‌ده کړې او په دې اړه غونډه روانه ده. د ټاکنو خپلواک کمېسیون داسې مهال د ولسمشرۍ... Читать дальше...

طالبانو د جوزجان فیض اباد ولسوالۍ کې ۴۰ یرغمل کسان خوشي کړي

Pa.azadiradio.com 

طالبانو د جوزجان ولایت د فیض اباد ولسوالۍ هغه ۴۰ اوسېدونکي خوشې کړي چې درې ورځې مخکې یې په سیمه کې د ولسي پاڅونوالو له یوه مشرسره د همکارۍ په تور له ځان سره بیولي وو. د فیض اباد ولسوال الف شاه عطایي نن ازادي راډیو ته تایید کړه چې دغه څلویښت تنه نن خوشې شوي، خو ۴ تنه نور تراوسه له طالبانو سره یرغمل دي. د پاڅون کونکو مشر الله بیرن چې د شبرغان او مزارشریف ترمنځ د لویې لارې د امنیت چارې یې سمبالولې، درې ورځې مخکې د شبرغان اندخوی پرلاره په یوه ترافیکي پیښه کې مړ شو. دغو کسانو غوښتل د هغه د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړي چې طالبانو برمته کړل. Читать дальше...

ایران پر یوې دولتي اداري انټرنټي حمله شنډه کړې

Pa.azadiradio.com 

ایران وایي، پر یوې دولتي الکترونیکي ادارې یې سایبري یا انټرنټي حمله شنډه کړې ده. ایراني رسنیو دا خبر د دې هېواد د مخابراتو وزیر محمد جواد آذري جهرمي له قوله ورکړی دی. هغه ویلي، دغه سایبري حمله په لوړه کچه تنظیم شوې وه، خو بیاهم چارواکي په دې اړه پلټنه کوي چې دقیقه اندازه یې معلومه کړي. ښاغلي جهرمي هغه دولتي اداره نه ده په ډاګه کړې چې دغه حمله پرې شوې او نه یې هم د دې حملې تور په کوم هېواد پورې کړی خو ژمنه یې کړې چې په دې اړه به وروسته یو راپورخپور کړي. دا نه ده روښانه چې ایا دغه وروستۍ پېښه... Читать дальше...

فرانسې او نیجر د "جي پنځه" سرمشریزه د راتلونکي کال لومړیو ته وځنډوله

Pa.azadiradio.com 

د فرانسې او نیجر مشرانو نن موافقه وکړه چې د "جي پنځه" په نوم ډلې سرمشریزه به د ۲۰۲۰ کال لومړیو ته وځنډوي. ټاکل شوې وه د افریقا د وچې د ساحل سیمې پنځو هېوادونو بورکینافاسو، موریتانیا، مالي، چاد او نیجر د مشرانو دغه سرمشریزه روانه میاشت په فرانسه کې جوړه شي. د فرانسې د ولسمشر امانوئل مکرون دفتر وویل، دغه وړاندیز د نیجر له ولسمشر سره په ګډه شوی دی. په دې اړه پرېکړه وروسته له هغې کېږي چې پرون له مالي پولې سره نږدې د نیجر پر یوې پوځي اډې په حمله کې شااوخوا ۷۱ سرتېري ووژل شول. د نیجر دفاع وزارت... Читать дальше...

کابل کې د کمپنۍ د نړېدلي پل نه جوړېدو لاملونه څه دي؟

Pa.azadiradio.com 

دغه پل چي پلازمېنه کابل له میدان وردک او یوشمېر جنوبي ولایتونو سره نښلوي او دغه شان پرې سلګونه واړه او باروړونکي موټر تګ راتګ کوي د روان لمریز کال د حمل په ۳۰ مه د سختو سیلابونو د راوتلو له امله ونړید. دا چې تراوسه ولې نه دی رغول شوی، په اړه یې د ازادي راډیو خبریالې لیمه هادي ویډیويي راپور وګورئ.

نن بریتانیا کې خلک په عمومي انتخاباتو کې ګډون کوي

Pa.azadiradio.com 

نن بریتانویان په عمومي انتخاباتو کې ګډون کوي چې نتیجه به‌یې د برېکزېټ یا له اروپایي ټولنې د بریتانیا وتلو لپاره برخلیک ټاکونکې وي. د رأی ورکولو مرکزونه د سهار په اوو بجو پرانیستل کېږي او د شپې تر ۱۰ بجو به د رأی ورکوونکو پر مخ پرانیستي وي. کاندیدان په بریتانیا کې د ۶۵۰ انتخاباتي حوزو له لارې هڅه کوي چې مرکزي پارلمان ته لاره ومومي. په بریتانیا کې د نظرپوښتنې شپږو مؤسسو روانه میاشت وموندله چې خلک تر ډېره د صدراعظم بورېس جانسون محافظه‌کار ګوند چې غواړي له اروپایي ټولنې بریتانیا وباسي، له نورو غوره بولي. Читать дальше...


Музыкальные новости
Филипп Киркоров

Обманул сына, бросил жену в 90 лет и потерял дочь: яркая жизнь Бедроса Киркорова





Rss.plus
Филипп Киркоров

Обманул сына, бросил жену в 90 лет и потерял дочь: яркая жизнь Бедроса Киркорова




МИД: Россия должна учитывать суверенное право «Талибана»* в вопросе о правах женщин

Власти Турции обсудят вступление страны в БРИКС на саммите в РФ

Султанат Оман впервые станет гостем ПМЭФ

В Евпатории появится уютный жилой квартал "Кубики"




د ادبیاتو نوبل جایزې پر ګټونکي اتریشي لیکوال انتقادونه

Pa.azadiradio.com 

د نوبل د ادبیاتو د جایزې د ګټونکي اتریشي لیکوال، پیتر هندکې په وړاندې د اعتراض په ترڅ کې بوسنیا او هرزګوېنا او کوسوو ویلي چې نه‌غواړي هغه دې هېوادونو ته ورشي. د بالکان په سیمه کې زیات وګړي په دې باور دي چې ۷۷ کلن هندکې د هغو جنګي جنایتونو په اړه چې صربانو په سیمه کې د کورنۍ جګړې پر مهال کړي وو، د عفوې دريځ غوره کړی و. د سرایوو کورني پارلمان پرون یوه لایحه تصویب کړه چې پر اساس‌یې هندکې غیر مطلوب وګړی معرفي شوی. د بوسنیا د پارلمان غړو همداراز د سویډن د نوبل اکاډمي غندلې چې سږ کال‌یې د ادبیاتو... Читать дальше...

امریکا د ایران پر ځینو ټرانسپورټي شرکتونو بندیزونه ولګول

Pa.azadiradio.com 

دا ځل د ایران د ټرانسپورت زیات شرکتونه چې یمن ته‌یې پوځي وسایل او د ډله‌یېزې وژنې وسلې لېږدولې، په نښه شوي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو پرون پر دغو شرکتونو د بندیزونو اعلان وکړ. هغه وویل: "تر څو چې د ایران له شره ډک فعالیت روان وي، د زیات فشار راوستلو ته به دوام ورکوو. زه د ایران د ټرانسپورت پر درېیو شرکتونو د بندیزونو خبر اعلانوم چې له یمن سره‌یې د ډله‌ییزې وژنې لپاره د وسلو د پروګرام په صادرولو کې مرسته کوله." پامپیو همداراز وویل، دوی هیله لري چې د بندیانو هغه تبادله چې په... Читать дальше...

بغلان او ارزګان کې د پولیو دوه نوې پېښې ثبت شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان په شمال او جنوبي ولایتونو بغلان او ارزګان کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو دوه نوې پېښې ثبت شوي چې په دې سره په ټول افغانستان کې د پولیو پېښې ۲۵ ته ورسېدې. د بغلان د عامې روغتیا رئیس محب‌الله حبیب تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې د ماشومانو د ګوزڼ یا فلج نوې پېښه د بغلان په ډنډ غوري ولسوالۍ کې ثبت شوې ده. ښاغلي حبیب وویل، دا هغه ولسوالي ده چې طالبانو په‌کې له یوه کال راهیسې ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین مخه نیولې. هغه زیاته کړه: "موږ پر دې کار کوو چې څنګه طالبانو ته قناعت ورکړو چې... Читать дальше...

نیجر کې د وسله‌والو برید کې ۷۱ دولتي سرتېري وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د نیجر د دفاع وزارت وایي چې د مالي له پولې سره نږدې د دې هېواد پر یوې پوځي اډې په حمله کې شااوخوا ۷۱ سرتېري وژل شوي دي. دفاع وزارت په یوه بیان کې ویلي چې په دغه حمله کې چې پرون شوې، یو زیات شمېر ترورېستان له‌منځه وړل شوي او د پوځ ۱۲ تنه ټپیان شوي او یو شمېر نور لادرکه دي. د دغې حملې مسؤلیت تر اوسه کومې ډلې نه‌دی اخیستی، خو له اسلامي دولت ډلې او نورو سخت دریځو ډلو سره تړلي وسله‌وال اکثره وختونه د دا ډول حملو مسؤلیت اخلي.

میلي: پنتاګون پر دې غور کوي چې افغانستان کې لږ شمېر سرتېري پرېږدي

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د وسله‌والو ځواکونو لوی درستیز جنرال مارک میلي وایي، پنټاګون پر دې غور کوي چې په افغانستان کې لږ شمېر سرتېري پرېږدي. ښاغلي میلي پرون د امریکا کانګرس ته په خبرو که څه هم په دې اړه چې څه شمېر سرتېري په پام کې ده په افغانستان کې پاتې شي، زیات جزئیات ورنه‌کړل، خو دا یې ومنله چې په دې هېواد کې له ترورېزم سره د مبارزې لپاره د لږو امریکایي سرتېرو پرېښودل یو اغېزناک اقدام دی. هغه زیاته کړه، "موږ پر ډېرو غوراویو غور کوو چې یو یې هم دا دی." په اوس وخت کې شاوخوا ۱۳ زره امریکایي سرتېري په افغانستان... Читать дальше...



Москва

Два дня, наполненных театром, музыкой, книгами и наукой, — в Парке Горького во 2-й раз прошел Московский детский фестиваль искусств «НЕБО»


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин одобрил три проекта по программе создания мест приложения труда



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Анастасия Волочкова

Волочкова заявила, что введение дресс-кода для артистов вызовет обратный эффект




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

«23 and Friends»: в Москве состоялся спортивно-музыкальный фестиваль Аш 23

Ход конем. В Москве на Гоголевском бульваре открылся летний шахматный клуб

После концерта и в дождь дороже: как складываются цены на поездки на такси


Анастасия Потапова

Потапова о поражении от Свентек на "Ролан Гаррос": организм дал сбой



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Минск

«Генерал КГБ»: Лукашенко на закрытом совещании объявил, что скоро вступит в войну



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России