پلټونکی: سعودي چارواکو د امازون کمپنۍ د اجرائیه مشر ټیلیفون هک کړی
![پلټونکی: سعودي چارواکو د امازون کمپنۍ د اجرائیه مشر ټیلیفون هک کړی](https://gdb.rferl.org/5B7B2269-B167-41BC-9004-CB17037105EE_cx0_cy10_cw0_w800_h450.jpg)
د امازون کمپنۍ له لوري یو کرایه شوی امنیتي پلټونکی وايي چې د سعودي عربستان چارواکو د امازون شرکت د اجرائيه رئيس جیف بیزوس ټيليفون هک کړی او د هغه شخصي معلوماتو ته یې ځان رسولی و.
دغه پلټونکي ګافین دي بېکر پرون شنبه د ډیلي بیسټ ورځپاڼې په ویبپاڼه کې لیکلي، د دوی پلټونکي او څو متخصصان په پوره باور دې نتیجې ته ورسېدل چې سعودیانو د بیزوس ټيليفون ته لاسرسی پیدا کړی او شخصي معلومات یې ورڅخه اخیستي دي.
د امازون شرکت اجرائیه رئيس جیف بیزوس د نړۍ تر ټولو ستر ميلیاردر دی.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې چې بیزو یې خاوند دی، تېر کال په استانبول کې د سعودي ژورنالېست جمال خاشقجي خبر خپور کړی و.
ګافین دي بېکر وايي چې سعودي عربستان دې ورځپاڼې ته د یوه لوی دښمن په سترګه ګوري.