د چین یوه تحقیقاتي فضايي بېړۍ د سپوږمۍ پر تیاره خوا را کښته شوه
د چین یوه تحقیقاتي فضايي بېړۍ د سپوږمۍ پر تیاره خوا، یا هغه لوري چې له ځمکې پټ وي، را کښته شوه. دا په بې ساري ډول مهم فضايي تحقیقاتي ماموریت بلل کېږي. د چین دولتي ټلوېزیون نن پنجشنبه د جنورۍ ۳مه ویلي چې دا فضايي بېړۍ سورلۍ نه لري. له دې سره چین د نړۍ لومړۍ هېواد دی چې د سپوږمۍ په پټ اړخ یا تیاره خوا کې یې د تحقیقاتو ماموریت پېل کړی دی. د دې ماموریت نور جزئیات نهدی څرګند شوي. د چین د رسنیو په حواله، دا بېړۍ د ډسمبر په ۲۹مه او ۳۰مه د سپوږمۍ محور ته داخله شوه او د سپوږمۍ له غولي په ۱۵ کیلومتره واټن کې یې حرکت کاوه.