پېښور کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسه
پښتون ژغورنې غورځنګ په پېښور کې، د خپل وژل شوي مخکښ ارمان لوڼي د څلویښتۍ په مناسبت یوه جلسه کوي.
پښتون ژغورنې غورځنګ په پېښور کې، د خپل وژل شوي مخکښ ارمان لوڼي د څلویښتۍ په مناسبت یوه جلسه کوي.
د پاکستان د پیپلز ګوند مرستیال مشر بلاول بهټو زرداري په افغانستان کې د موقت حکومت جوړولو په اړه د پاکستان ...
د کرنې او مالدارۍ وزارت په هرات ولایت کې ۲۰۰ کلیوالې ښځې د دغه وزارت له پراختیایي پروژو برخمنې کړي دي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډيو ته وویل، دغه ښځې چې په مستقیم ډول د انجیل ولسوالۍ د څارویو په مدیریت کې ښکېلې دي، د لبنیاتو د پراختیا او د کلیوالو کورنیو د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لپاره ورته دا خدمات ورسېدلي دي. نوموړی وایي، د سیمې د اوسېدونکو په همکارۍ په دغه ولایت کې د شېدو د راټولولو یو مرکز هم جوړ شوی چې تجهیزات او وسایل یې د همدغې پروژې له درکه ورکړل شوي دي او ارزښت یې څه باندې دوه میلیونه افغانیو ته رسېږي.
په بلخ ولایت کې د بزګر د ورځې د نمانځنې په مناسبت د کرنیزو محصولاتو یو نندارتون نن پرانیستل شو. د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ مشر شېر احمد سپاهي زاده نن ازادي راډیو ته وویل چې دا جشن د دغه ولایت د کرنې ریاست له لوري جوړ شوی چې په کې د ښځو د لاسي صنایعو او کرنیزو محصولاتو ۴۰ غرفې نندارې ته ايښودل شوې دي. نوموړی زیاتوي چې په دې نندارتون کې د جرګانو او د شاتو د مچییو د فارمونو تولیدات، کورني تولیدات لکه مربا او اچار او دغه شان د ښځو لاسي صنایع شامل دي چې د دوو ورځو لپاره به دوام ولري.
په ارزګان کې مسؤلين وايي، په دغه ولايت کې د نورو کلونو په پرتله د ښځينه زده کوونکو په نوي شموليت...
د نړۍ د کاتولیکانو مشر پاپ فرانسېس پر نړیوالو غږ وکړ چې د کډوالو په وړاندې په خپل چلند کې بدلون راوړي. ده وویل، کله چې ناهیلي خلک د نوي ژوند په لټه خپل اصلي ټاټوبی پرېږدي، سمه نه ده چې د هغوی مخه ونیول شي. پاپ پرون شنبه مراکش ته د دوه ورځني سفر په پیل کې وویل، د مهاجرت مسئله به هېڅ کله د خنډونو یا د لارو په بندولو حل نه شي. پاپ د مراکش په پلازمېنې رباط کې د یوې کاتولیکې خیریه موسسې په یوه مرکز کې له پناه غوښتونکو سره وکتل.
د امازون کمپنۍ له لوري یو کرایه شوی امنیتي پلټونکی وايي چې د سعودي عربستان چارواکو د امازون شرکت د اجرائيه رئيس جیف بیزوس ټيليفون هک کړی او د هغه شخصي معلوماتو ته یې ځان رسولی و. دغه پلټونکي ګافین دي بېکر پرون شنبه د ډیلي بیسټ ورځپاڼې په ویبپاڼه کې لیکلي، د دوی پلټونکي او څو متخصصان په پوره باور دې نتیجې ته ورسېدل چې سعودیانو د بیزوس ټيليفون ته لاسرسی پیدا کړی او شخصي معلومات یې ورڅخه اخیستي دي. د امازون شرکت اجرائیه رئيس جیف بیزوس د نړۍ تر ټولو ستر ميلیاردر دی. واشنګټن پوسټ ورځپاڼې چې بیزو... Читать дальше...
د ترکیې خلک نن د خپل هېواد د ښاروالیو په انتخاباتو کې ګډون کوي. نظرپوښتنې ښيي چې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په مشرۍ واکمن ګوند به په پلازمېنه انقره او نورو لویو ښارونو کې له خطر سره مخامخ شي. له کله چې اردوغان په ۲۰۱۷ میلادی کال په اساسي قانون کې د بدلون له لارې خپل اجرائیه واک زیات کړی، دا لومړی ځل دی چې په دې هېواد کې د ښاروالیو انتخابات کېږي. د نننیو انتخاباتو په نتیجه کې نږدې یو زرو څلور سوه ښاروالان او د ښاروالیو د شوراګانو غړي غوره کېږي. د ترکیې په ۸۲ ميلیونه وګړو کې ۵۷ ميلیونه او ۷ لکه د رأیې ورکولو په شرایطو برابر دي.
هشت صبح ورځپاڼې په خپل یوه مطلب کې لیکلي، په قطر کې له طالبانو سره د امریکايي چارواکو او افغان سیاستوالو...
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د هرات پر هغو افغان نجونو یوه لیکنه خپره کړې چې تېر کال یې د ربوټ جوړولو په سیالیو کې د ګډون لپاره ...
په افغانستان کې د سېلابونو او شدید باران له امله د مړو شمېر پنځه دېرشو ته لوړ شوی دی. د چارواکو په وینا، د شدیدو سېلابونو له امله د خلکو کلي او کورونه تخریب یا په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي. د بېړنیو حالاتو لپاره د دولت وزارت ویلي چې د افغانستان د نورو ولایتونو په پرتله په فاریاب، بلخ، بادغیس او هرات کې ډېرې سیمې تخریب شوې دي. د فرانسې خبري اژانس وايي چې یوازې په بلخ کې سېلابونو او شدید باران تر درې زره زیات کورونه تخریب کړي دي. په هرات کې د افغاني سرې میاشتې ادارې مشر میر ګلاب الدین میري فرانس... Читать дальше...
په خوست کې د "اقراء" په نوم کور په کور کمپاین پیل شو. دا حرکت غواړي د خوست خلک وهڅوي چې خپل ماشومان ښوونځیو کې شامل کړي. په دې ټولنیز حرکت کې د خوست مدني ټولنې فعالان، دیني عالمان او د بشري حقونو مدافعان شامل دي. د دې حرکت یوه غړي شمس الله زیارمل پرون د مارچ په دېرشمه ازادي راډیو ته وویل: "موږ غواړو چې په کلیو کې کور په کور وګرځو، لېرې پرتو سیمو ته ورشو، خلک وپوهوو چې خپل ماشومان ښوونځي ته ولېږي." ملګرو ملتونو تېر کال په یوه رپوټ کې وویل چې درې اعشاریه اووه ميلیونه کوچنیان له ښوونځیو پاتې شوي دي. Читать дальше...
په اوکراین کې نن یکشنبه د مارچ په یو دېرشمه د جمهوري ریاست انتخابات دي. د کاندیدانو لپاره د ټاکنیزو مبارزو وخت رسماً د جمعې په ورځ پای ته ورسېد. د اوکراین د ولسمشر څوکۍ ته ۳۹ تنه کاندیدان دي. خو د عمومي نظرپوښتنو پر اساس، داسې ګڼل کېږي چې درې کاندیدان ولسمشر پټرو پروشینکو، پخوانۍ صدراعظمه یولیا تيموشینکو او پېژندل شوی کميډین ولادیمیر زیلینسکي تر نورو مخکې دي. د اوکراین ولسمشر پټرو پروشینکو ویلي چې که بیا وټاکل شو، په اروپايي اتحادیه او ناټو کې به د خپل هېواد د غړیتوب لپاره کار وکړي. کاندیدې... Читать дальше...
روسیې په ونزویلا کې د خپلو پوځيانو د حضور په اړه د واشنګټن اندېښنې رد کړې. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروا پرون شنبه د مارچ په دېرشمه په یوه بیان کې وویل چې ونزویلا ته د هغوی "متخصصین" د پوځي همکاریو د موافقې پر اساس ونزویلا ته استول شوي دي. د جمعې په ورځ د امریکا د حکومت د ملي امنیت سلاکار جان بولټن د جمعې په ورځ خبرداری ورکړ چې بهرني هېوادونه باید ونزویلا ته د پوځي پانګو له لېږدولو لاس واخلي. تر دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ پر روسیې غږ وکړ چې له ونزویلا ووځي. خو روسیې... Читать дальше...
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د لاتینې امریکا درېیو هېوادونو هندوراس، ګواتیمالا او السلوادور ته به مرستې بندې کړي. د روېټرز خبري اژانس په حواله، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پرون د مارچ په دېرشمه ویلي چې کانګرس به په دې مسئله کې ښکېل کړي. دا په دې معنی ده چې د کانګرس غړي باید دې هېوادونو ته د امریکا د حکومت د بهرنیو مرستو د پروګرامونو بندېدل تصویب کړي. د روېټرز په حواله، د امریکا ولسمشر د جمعې په ورځ پر دې هېوادونو سخت انتقاد کړی او ویلي يې دي چې امریکا غیر قانوني کډوال وراستوي. ټرمپ... Читать дальше...
د غزني له اندړو ولسوالۍ څخه د شنبې په ورځ لسګونو کسانو د څلورو تنو ماشومانو مړي مرکز ته له ځان سره ...
د ونزویلا لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي ایلیوت ابرامز د جمعې په ورځ په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل چې د امریکا ...
د دې وزارت ویاندې نوریې نزهت د جګړې له ټولو خواوو غوښتنه وکړه چې د معارف د کارکوونکو او زده کوونکو امنیت...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости