کابل کې چاودنه؛ لږ تر لږه ۱۹ تنه وژل شوي، د مرګژوبلې د زیاتېدو امکان شته
کابل له څو میاشتو وروسته نن یو ځل بیا د یوې خونړۍ حملې شاهد و.
د کابل ښار لوېدیځ کې پر کاج ښوونیز مرکز حمله کې لسګونه کسان وژل شوي او ټپيان شوي دي. ډېری قربانیان هغه زدهکوونکي وو چې په کانکور ازموینه کې د ګډون لپارهیې چمتووالی نیوه.