Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Апрель
2020

Новости за 02.04.2020

"تر لوږې ، ښه ده چې له مرضه مړ شم"

Pa.azadiradio.com 

په هند کې د کرونا ویروس د لاخپرېدو دمخنیوي لپاره یویشت ورځې قرنطین اعلان شوی دی. له دې امله ملیونونه وګړي خواړه نه لري. سره له دې چې دهند حکومت په مختلفو ایالاتونوکې د غریبانو لپاره د مرستې ځینی پروګرامونه پېل کړي خو ویل کېږي چې چندان اغېز نه لري.

چارواکي: طالبانو بادغیس کې د ملي امنیت ۶ منسوبین وژلي

Pa.azadiradio.com 

د بادغیس سیمه‌ییز چارواکي وايي د ملي امنیت ۶ منسوبین د وسله‌والو طالبانو په برید کې وژل شوي دي. د بادغیس د والي ویاند نجم‌الدین برهاني نن پنجشنبه «۱۳۹۹ کال د وري ۱۴» ازادي راډيو ته وویل چې وسله‌والو طالبانو پرون شپه ناوخته د مقر ولسوالۍ په خارستان سیمه کې پر امنیتی ځواکونو برید کړی و. د برهاني په خبره نښتو یو نیم ساعت دوام وکړ. طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه‌دي ویلي. مقر د بادغیس یوه نا امنه ولسوالي ده چې مرکز قلعه‌نو ته څېرمه پرته ده او له ترکمنستان سره هم یو څه ګډه پوله لري.



د ونو په وړاندې کرکه

Pa.azadiradio.com 

حاجې درانی وايي، پرې شوي بوټي یې د کوچنیو اولادونو په څېر دي، ځکه چې ده‌یې د اولادونو په څېر روزنه کړې وه. دغه مېوه لرونکې ۴۰۰ ونې څو شپې وړاندې د لغمان په قرغیو ولسوالۍ کې د نامعلومو کسانو له لوري اره شوې دي. د ازادي راډيو خبریال سهار ګل امیرزي پري راپور برابر کړی اېډېټ: لېمه هادي

د چین مرسته کابل ته راورسېده

Pa.azadiradio.com 

مرسته شوې کڅوړې د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره نن د حمل میاشتې په ۱۴مه نېټه پلازمېنې کابل ته راورسېدې. دغه کڅوړې د مصنوي تنفسي ماشینونو په ګډون ماسک او د ډاکټرانو لپاره محافظتي جامې لري. نور حال د شفیع کریمي په راپور کې چې لېمه هادي یې وړاندې کوي

پاکستان د امریکايي خبریال په وژنې تورن کس د مرګ سزا ختمه کړه

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان يوې محکمې د امريکايي خبريال ډېنيېل پرل د وژنې په تور د نيول شوي کس د مرګ سزا ختمه کړې ده. پر احمد عمر سعيد شېخ تور و چې په ۲۰۰۲م کال کې يې په کراچۍ کې د وال سټريټ ژورنال ورځپاڼې خبريال ډېنيېل پرل تر تښتولو وروسته وژلی و، خو د سند ایالت سترې محکمې د اپرېل په دوهمه عمر شېخ يوازې د تښتونې په جرم محکوم کړ او د هغه د مرګ سزا يې په اووه کاله بند واړوله. بل‌خوا محکمې د پرل په وژنه د درېیو نورو تورنو کسانو د خوشې کولو امر هم وکړ. ۳۸ کلن ډېنيېل پرل د امريکايي ورځپاڼې وال سټريټ ژورنال د سوېلي اسيا څانګې مشر خبريال و. Читать дальше...



ولسمشر غني د مالیې سرپرست وزیر او کابل ښاروال معرفي کړل

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني نن د وېډيو کنفرانس له لارې عبدالهادي ارغندېوال د مالیې سرپرست وزیر او نوماند او داوود سلطان‌زوی د کابل د ښاروال په توګه معرفي کړل. عبدالهادي ارغندېوال او داوود سلطان‌زوی روانه اوونۍ د ولسمشر غني د حکم له مخې په یادو دندو ګمارل شوي وو. ښاغلی ارغندېوال د پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابینه کې د اقتصاد وزیر و او ښاغلی سلطان‌زوی هم د ولسمشر محمد اشرف غني د ستر سلاکار په توګه دنده ترسره کړې ده. تازه ولسمشر اشرف غني احمد ضیا سراج د ملی امنیت عمومي ریاست د نوماند... Читать дальше...

نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر له نهه‌نیم لکو واوښت

Pa.azadiradio.com 

په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته خلکو شمېر له نهه نیمو لکو واوښت. دا تازه شمېر نن د کرونا ویروس د قضیو د ثبتولو یوې وېب‌پاڼې ورلډومېټرس خپور کړی دی. د جانز هاپکنز پوهنتون شمېرې بیا ښيي چې نږدې نهه لکه او ۴۲ زره کسان په ټوله نړۍ کې په کرونا ویروس اخته شوي دي. په دې ډله کې امریکا د مثبتو قضیو له پلوه په لومړي سر کې ده ځکه هلته په کرونا ویروس د اخته خلکو شمېر نږدې ۲۱۷ زرو ته رسېدلی دی. په امریکا کې د مړو شمېر ۵۱۳۷ ښودل شوی. په ټوله نړۍ کې بیا د کرونا ویروس له لاسه د مړو شویو خلکو شمېر ۴۸ زره... Читать дальше...

طالبانو سره د خبرو لپاره د افغان حکومت له پلاوي د پاکستان هرکلی

Pa.azadiradio.com 

پاکستان د افغانستان حکومت له‌خوا له طالبانو سره خبرو لپاره د پلاوي د جوړولو هرکلی کړی دی. د پاکستان بهرنيو چارو وزارت پرون په بيان کې ويلي دي چې دې سره به بين‌الاافغاني خبرو اترو لپاره لاره هواره شي. په بيان کې ويل شوي چې پاکستان باور لري دا يو مهم ګام دی او د افغانستان حکومت ژمنتيا په ډاګه کوي چې په هغه هېواد کې د سولې پروسه پر مخ بوځي. افغان حکومت وایي کابل ته د طالبانو ورغلي درې کسیز پلاوي سره‌‌یې کتلي دي او په خبرو کې د بندیانو د تبادلې په اړه بحثونه شوي دي.

د کرونا ویروس مخنیوي لپاره د چین مرستې کابل ته راورسېدې

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د چین هېواد مرستې نن کابل ته ورسېدې. د چین سفیر وانګ‌هو د افغانستان د ولسمشر د دوهم مرستیال سرور دانش په حضور کې د دغو مرستو د تسلیمي پر مهال وویل چې چین د نړۍ له یو شمېر هېوادونو سره د کرونا ویروس د مبارزې تجربې شریکې کړې دي. هغه وویل نننۍ مرسته شوي وسایل به د کرونا ویروس د مخنیوي په لارو چارو کې مؤثرې تمامې شي. د چین په دې مرستو شویو موادو کې ماسکونه، د تنفس دستګاوې او د ډاکترانو لپاره محافظتي لباسونه شامل دي. د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال... Читать дальше...

ناټو سازمان نن د افغانستان په وروستیو پرمختګونو بحث کوي

Pa.azadiradio.com 

نن د ناټو سازمان د بهرنیو چارو وزیران غونډه لري او د افغانستان په وروستیو پرمختګونو هم بحث کوي. د ناټو سازمان دا غونډه د وېډيو کنفرانس له لارې دایرېږي. د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ پرون وویل چې په دې غونډه کې به د ناټو سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران په افغانستان کې د دایمی سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د ناټو په دایمي تعهد بحث وکړي. هغه زیاته کړه چې شرایط سخت دي او طالبان او ټول سیاسي لوري باید د بین‌الافغاني خبرو د پيلېدو لپاره په خپل تعهد ودرېږي.

ایا طالبان د سولې خبرو ته ژمن دي؟

Pa.azadiradio.com 

طالبانو د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه له امریکا سره د سولې له موافقې وروسته د افغانستان په بېلابېلو برخو کې حملې زیاتې کړې دي.


Музыкальные новости
Певица

Певица Валерия и Иосиф Пригожин улетели из России в Турцию





Rss.plus
Арцах

Грубая фальсификация Баку: Уничтожающий собственный народ Азербайджан обвиняет армян




Московский зоопарк переходит на летний режим работы с 1 июня

В дептрансе Москвы сообщили об отсутствии пострадавших в результате инцидента в метро

Что случилось на Сокольнической линии: Показан "виновник" переполоха в метро Москвы

Откровение генерала на фоне коррупционных скандалов в Минобороны: "Мне стыдно перед людьми"




د امریکا ۴ نورو ایالتونو کې هم ګرځ‌بندیز ولګول شو

Pa.azadiradio.com 

د امریکا څلور نور ایالتونه هم د هغو ۳۰ ایالتونو په ډله کې شامل شول چې اوسېدونکو ته‌یې کور کې د پاتې کېدو امر شوی دی. د فلوریدا، جورجیا، مسي سیپي او نوادا والیانو پرون اعلان وکړ چې دغو ایالتونو کې یې د خلکو په تګ راتګ کلک بندیزونه لګولي دي. د جانز هاپکنز پوهنتون شمېرې ښيي چې تر اوسه امریکا کې ۵۱۱۹ کسان دغه ویروس مړه کړي دي. امریکا کې تر اوسه څه باندې دوه لکه او ۱۶ زره کسان په کرونا اخته شوي دي. امریکا هغه هېواد دی چې دا مهال د نړۍ په کچه د کرونا تر ټولو زیاتې پېښې لري، خو د دغه ویروس د مړینې... Читать дальше...

روسیې څخه د طبي وسایلو ډکه الوتکه امریکا ته ورسېده

Pa.azadiradio.com 

امریکا ومنله چې له روسیې څخه د اخیستل شویو طبي وسایلو الوتکه متحده ایالاتو ته رسېدلې ده. امریکایي چارواکو تېره اوونۍ د ډونالد ټرمپ او روسي سیال ولادیمیر پوتین ترمنځ له ټیلیفوني خبرو وروسته وویل چې له مسکوه طبي تجهیزات اخلي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دې طبي تجهیزاتو کې د مصنوعي تنفس الې او له کرونا ویروس د خوندیتوب وسائل شامل دي. د دغه وزارت ویاند مورګان اورتاګوس په یوه خبرپاڼه کې ویلي، امریکا او روسیې له دې وړاندې هم په کړکېچنو حالاتو کې یو له بل سره بشري مرستې کړي او راتلونکي کې هم داسې همکاري کوي. Читать дальше...

افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښي ۲۳۹ ته ورسېدې

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۲۳۹ ته ورسېدې. د هرات د عامې روغتیا رئیس ډاکتر عبدالحکیم تمنا وویل چې د چهارشنبې په ورځ د ۱۳۷ پېښو نمونې په دې ولایت کې وازمویل شوې چې ۴۱یې مثبتې تشخیص شوې. د ډاکتر تمنا په خبره په نویو پېښو کې هېڅ ناروغ ایران ته د سفر سابقه نه‌لري. بل‌خوا د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د چهارشنبې په ورځ وویل چې د کرونا ویروس دوه مثبتې پېښې په پلازمېنه کابل کې ثبت شوې چې له دې سره په افغانستان کې د کرونا یا (کوویډ-۱۹) ناروغانو شمېر ۲۳۹ تنو ته ورسېد. د عامي روغتیا... Читать дальше...

هند کابل کې پر درمسال د برید په اړه تحقیقات کوي

Pa.azadiradio.com 

هند په پام کې لري په کابل کې د سېکهانو پر درمسال د برید په اړه تحقیقات وکړي. هغه برید کې چې تېره اوونۍ په کابل کې وشوه ۲۷ تنه ووژل شول. اسلامي دولت ډلې یا داعش د هغه برید مسؤلیت منلی دی. هندي رسنیو راپور ورکړی چې برید کوونکی محسن نومېده چې به ابو خالد مشهور وو. د راپورونو له مخې یاد برید کوونکی د هند د کرالا ایالت وو او دوه کاله وړاندې له اسلامی دولت ډلې سره یوځای شوی وو.

پوتین په روسیه کې د بېړني حالت د اعلان اجازه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د روسیې ولسمشر هغه قانون لاسلیک کړ چې حکومت ته اجازه ورکوي په دې هېواد کې د کرونا ویروس له کبله بېړنی حالت اعلان کړي. دغه قانون چې ولادیمیر پوتین پرون د اپرېل لومړۍ نېټه لاسلیک کړ، تر هغه یوه ورځ دمخه د پارلمان له‌خوا تصویب شوی وو. دا قانون حکومت ته اجازه ورکوي چې په ټول هېواد کې بېړنی حالت اعلان او د دې وضعیت په ترڅ کې جبري اجرایي مقررات رامنځته کړي. روسي چارواکي په وروستیو ورځو کې د خلکو پر ګرځېدو لګېدلي محدودیتونه نور هم ډېر وي، په ځانګړي ډول په پلازمېنه مسکو کې چې ۲۱ میلیونه وګړی‌يې د کرونا... Читать дальше...

ایران کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شمېر تر ۳ زرو واوښت

Pa.azadiradio.com 

ایراني چارواکي وایي په دې هېواد کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شمېر تر درېیو زرو واوښت. د ایران د روغتیا وزارت ویاند کیانوش جهانپور د چهارشنبې په ورځ وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۳۸ تنه د دې ویروس له کبله مړه شوي دي. هغه زیاته کړه: "له بده مرغه د پرون او نن ترمنځ ۱۳۸ ایرانیان چې د (کوویډ-۱۹) له کبله په وروستیو اوونیو کې بستر شوي، مړه شوي. تر اوسه زموږ په هېواد کې د (کوویډ-۱۹) یا کرونا ویروس له کبله ۳۰۳۶ کسان مړه شوي دي." د جهانپور په خبره په همدې موده کې د ۲۹۸۷ نویو پېښو سره یاد ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۷۵۹۳ تنو ته لوړ شو. Читать дальше...



Москва

Улыбка сделала слушателя «Юмор FM» миллионером


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Сергей Собянин посетил фестиваль «Москва — на волне. Рыбная неделя»



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Игорь Бутман

Долина, Бутман и его оркестр представили Россию на Akra Jazz Festival в Турции




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Дептранс Москвы раскрыл детали инцидента на станции метро "Спортивная"

Вышел второй подкаст онлайн-лектория «Иннагрика» о возможностях аграрной генетики для молодых исследователей

Бизнес-тренер Азат Байбурин "заработал" 500 млн рублей и сел


Ролан Гаррос

Медведев пошутил о том, что часто проводит ночные матчи на турнирах «Большого шлема»



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России