Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Апрель
2020

Новости за 08.04.2020

ډېر هېوادونه د ماسک اچول اجباري کوي

Pa.azadiradio.com 

دا مهال ګڼ شمېر هېوادونو له کرونا ویروس سره د مبارزې په هدف د ماسک اچول یا د خولې او پزې پټول جبري کړي او یا یې هم اختیاري پریښي دي. که څه هم تکه یي ماسکونه ستاسې بشپړه ساتنه نه کوي، خو ډاکټران وایي، دا ډول ماسکونه نورو کسانو ته د ویروس د ژر لېږد مخه نیسي. نور په دې ویډیو کې وګوری.



هرات چارواکي د کرونا ویروس د ټسټ موادو په تمه دي

Pa.azadiradio.com 

په هرات کې چارواکي وايي چې د کرونا ویروس د ټسټ لپاره ضروري موادو ته په تمه دي. د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمد رفیق شېرزي نن د اپرېل په ۸مه، ازادي راډیو ته وویل چې دوی ۵۰ روغتیايي متخصصانو ته هم اړتیا لري. په هرات کې د کرونا ویروس د معاینې او تشخیص یو مرکز فعال دی. د افغانستان عامې روغتیا وزارت پرون ویلي وو چې د کرونا ویروس د ټسټ لپاره د اړتیا مواد به نن هرات ته ورسېږي. شېرزي وویل چې د تخصصي موادو د کموالي له امله، له پرون راهیسې د کرونا ویروس د تشخیص پروسه بنده ده.

د کابل اوسېدونکو ته د کورنیو چارو وزارت خبرداری

Pa.azadiradio.com 

کابل کې د گرځ‌بندیز په دوهمه اوونۍ کې د کورنیو چارو وزارت د کابل اوسېدونکو ته خبرداری ورکړ ترڅو له کورونو ونه‌وځي. خو هارون د خپلې شپږ کسیزې کورنۍ سرپرست دی وايي اړ دی چې کار وکړي او کورنۍ لپاره نفقه پيدا کړي. د لېمه هادي راپور

د افغانستان عامې روغتیا وزارت د امیري کمپلېکس فعالیت وځنډاوه

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان عامې روغتیا وزارت په یو تازه اقدام کې په کابل کې د امیري کمپلېکس په نوم د شخصي روغتون فعالیتونه له دې امله وځڼدول چې د یاد روغتون ډېری کارکوونکي په کرونا ویروس اخته شوي دي. د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د وري ۲۰» په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د دغه روغتون ۶،۲۵ سلنه پرسونل په کرونا ویروس اخته شوي دي. دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې وړمه ورځ د حنیف‌الله حنیف په نوم د دغه روغتون یو ډاکتر چې په دغه ویروس اخته و، مړ شو. د افغانستان عامې... Читать дальше...



ایران له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره میلیاردونه ډالره پور غوښتی

Pa.azadiradio.com 

د ایران ولسمشر حسن روحاني په خپل هېواد کې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره د پیسو له نړیوال وجهي صندوقه د ملیاردونو ډالرو پور غوښتی دی. روحاني نن د اپرېل ۸مه د خپلې کابینې په غونډه کې وویل چې د ایران په وړاندې باید په چلند کې توپیر ونه‌شي. د ایران مرکزي بانک تېره میاشت د پیسو له نړیولې ادارې پنځه میلیارده ډالر پور غوښتی و. ایران په ټول منځني ختيځ کې له هغو هېوادونو دی چې تر ټولو زیات وګړي په کرونا ویروس اخته شوي او له دې امله مړه شوي دي. د ایران د روغتیا وزارت پرون وویل چې تر ۶۲۵۰۰ زیات... Читать дальше...

د بریتانیا صدراعظم لا هم په روغتون کې تر جدي څارنې لاندې دی

Pa.azadiradio.com 

د بریتانیا صدراعظم بورېس جانسون چې په کرونا ویروس اخته دی بېګا دوهمه شپه هم په روغتون کې تر جدي څارنې لاندې تېره کړه. بورېس جانسون د نړۍ تر ټولو لوی سیاسي مشر دی چې کرونا ویروس نیولی دی. د هغه ویاند نن د اپرېل ۸مه، ویلي چې د صدراعظم روغتیايي وضعیت ثبات لري، خو د دې لپاره چې تر نظر لاندې وي، په ای سي یو یا د شدید مراقبت په خونه کې ساتل کېږي. د بورېس جانسون مسئولیتونه د اوس لپاره د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر دومنیک راب ته سپارل شوي دي. راب ویلي باور لري چې بورېس جانسون به له کرونا ویروس سره جنګ وګټي ځکه هغه یو جنګیالی دی.

نیویارک کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمېر ۴۰۰۰ تنو ته لوړ شو

Pa.azadiradio.com 

د امریکا په نیویارک ښار کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمېر ۴۰۰۰ ته لوړ شو. دا شمېره پرون د اپرېل ۷مه خپره شوې ده. دا پر نیویارک ښار د سپټمبر د ۱۱مې په حملو کې تر وژل شویو وګړو نږدې ۱۰۰۰ تنه زیات دي. دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ په ځیني سیمو کې چې د کرونا ویروس سخت خپور شوی و، خو خلک په کورونو ننوتل او د واټن ساتلو مراعت‌یې وکړ، ویروس سوکه سوکه د کمېدو په حال کې دی. کرونا ویروس یوازې په بریتانیا کې ۵۵ زره کسان نیولي او تر ۶۲۰۰ زیات پرې مړه شوي دي.

'طالبانو د پل علم لومړۍ حوزې جنایي امر او دوه سرتېري وژلي'

Pa.azadiradio.com 

د لوګر سیمه‌ییز چارواکي وایي چې وسله‌والو طالبانو تېره شپه د پل علم ښار پر لومړۍ حوزه حمله کړې او د لومړۍ حوزې جنایي امر څارمن نور خدا یې له دوو سرتېرو سره یوځای وژلی. د لوګر د والي ویاند دیدار لونګ نن د اپرېل ۸مه، ازادي راډیو ته وویل چې وسله‌وال طالبان تر حملې وروسته تښتېدلي دي. وسله‌والو طالبانو یا بلې ډلې لا د حملې مسئولیت نه‌دی اخیستی.

د ۲۰۵ اتل قول اردو: په کندهار کې ۶ وسله‌وال طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د ۲۰۵ اتل قول اردو چارواکي وايي چې په کندهار کې ۶ وسله‌وال طالبان وژل شوي دي. د قول اردو ویاند خواجه یحdی علوی نن د اپرېل ۸مه، په کندهار کې د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې دا کسان په میانشین او معروف ولسوالیو کې په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې وژل شوي دي. عملیات د افغانستان کورنیو ځواکونو کړي دي. علوي ویلي چې وسله‌والو طالبانو په معروف ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو د حملې پلان جوړ کړی و چې شنډ شو. وسله‌والو طالبانو په دې اړه خبرې نه‌دي کړي.

کابل ته د ازبکستان وارداتي برښنا جریان وصل شو

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان برښنا شرکت وايي چې کابل ته د ازبکستان د وارداتي برښنا جریان وصل شو. د برښنا شرکت په اعلامیه کې چې نن د اپرېل ۸مه خپره شوه، ویل شوي چې د دې لپاره د بغلان ولایت د ډنډ شهاب‌الدین په سیمه کې د برق د لېږد یوه ستن ورغول شوه. په بغلان کې د چشمه شېر په سیمه کې د جګړې له امله د تېرې پنجشنبې په ماخوستن کابل او ځیني نورو ولایتونو ته د ازبکستان د وارداتي برښنا جریان پرې شو. برښنا شرکت ویلي چې په ډنډ شهاب‌الدین کې د وارداتي برښنا ستن تېر کال په وسله‌واله نښته کې تخریب شوې وه او د رغولو کار یې بشپړ شو. Читать дальше...

ننګرهار کې لسګونه نوي باغونه جوړ شول

Pa.azadiradio.com 

په ننګرهار کې د بڼوالو د اقتصادي پراختیا په هدف په لسګونه جریبه ځمکه کې نوي باغونه جوړ شول. د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي، دغه تجارتي باغونه د ننګرهار په بېلابېلو ولسوالیو کې په ۹۶۲ جریبه ځمکه کې جوړ شوي دي. د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل چې په دې کې د شفتالو، مالټو او املوکو باغونه شامل دي. نوموړي وویل چې دغه باغونه د ننګرهار په اچین، چپرهار، کوټ، رودات، خوگیاني او شېرزاد ولسوالیو کې جوړ شوي دي. تر دې وړاندې هم په ننګرهار کې د دغه ونو باغونو ښه حاصلات ورکړي وو.

د پانګونې او سوداګرۍ خونه: سوداګریزې چارې په عادي ډول پر مخ ځي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د پانګونې او سوداګرۍ خونې چارواکي وایی، د هېواد اکثره بندرونه پرانیستي دي او سوداګریزې چارې په عادي ډول پر مخ ځي. د دغې خونې ویاند جان اقا نوید نن ازادي راډیو ته وویل چې دوی د بازارنو نرخ هم کنټرول کړی دی. خو نوموړي له حکومت څخه وغوښتل چې په افغان سوداګرو ټکس راکم کړي. ښاغلی نوید وايي، هېواد ته د درملو او نورو ضروري موادو د واردولو په برخه کې له سوداګرو سره د مالیاتي ټکس د راکمولو په برخه کې باید همکاري وشي. د سوداګرۍ خونې د معلوماتو پر بنسټ د کرونا ویروس د خپرېدو او قرنطین له امله افغان سوداګرو ته هم مالي زیانونه اوښتي دي.


Музыкальные новости
Желдорреммаш

За один день работники Уссурийского ЛРЗ и их дети выполнили сменно-суточное задание по ремонту 129 паровозиков





Rss.plus
Ксения Бородина

«Деревенский вайб»: Бородина показала, как доит корову




Житель Подмосковья ранил в перестрелке воронежского полицейского

Еще 10 домов построят в коттеджном поселке Подмосковья «Кембридж»

Багреева: в строительной отрасли Москвы провели оценку нормативных актов

Турчак провёл первую рабочую встречу в должности врио главы Республики Алтай




د اروپايي هېوادونو د اقتصادي ژغورنې پر پلان بحث پیل شوی

Pa.azadiradio.com 

د اروپايي ټولنې مالیې وزیرانو نن چهارشنبه د اروپايي هېوادونو د اقتصادي ژغورنې پر پلان د اختلافاتو د حل کولو لپاره خبرې وکړې. د دغو هېوادونو اقتصاد د کرونا وبا بد ځپلی دی. د اروپايي ټولنې د رئيس ویاند لویس ریګو پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: "د «کوویډ-۱۹» په وړاندې د اروپايي ټولنې ستره اقتصادي پالېسي ښه پر مخ روانه ده، خو لا وروستۍ شوې نه‌ده." ټاکل شوې ده چې نن سهار د مالیې وزیرانو له غونډې وروسته په یوه خبري غونډه کې خبریالانو ته جزئیات وړاندې شي. د اروپايي ټولنې د مالیې وزیرانو پرون د وېډیو کنفرانس له لارې خبرې پیل کړې.

روسیې او قطر د فوټبال نړیوال جام په اړه وروستۍ ادعاوې رد کړ

Pa.azadiradio.com 

روسیې او قطر د فوټبال نړیوال جام سیالیو د حق د ترلاسه کولو لپاره د میلیونونو ډالرو رشوت ورکولو تازه ادعاوې رد کړې. د امریکا عدلیې وزارت د تازه تور پر اساس، د فیفا یا د فوټبال د نړیوال فدراسیون چارواکو د دې لپاره چې په ۲۰۱۸ کې په روسیه او په ۲۰۲۲ کې په قطر کې د فوټبال د نړیوال جام سیالیو ته رایې ورکړي، رشوت اخیستی دی. په دواړو ځایونو کې د فوټبال له سیالیو سره د موافقې په اړه له ډېر پخوا راهیسې پلټنې او اوازې روانې دي، خو په دې تازه تور کې چې د دوشنبې په ورځ خپور شو، د دواړو جامونو په اړه نوي مستقیم او رسمي تورونه لګول شوي دي. Читать дальше...

'هرات کې د کرونا ویروس د تشخیص لابراتوار ستونزه نن هوارېږي'

Pa.azadiradio.com 

د هرات د کرونا ویروس د تشخیص د لابراتوار ستونزه به نن هواره شي. د افغانستان عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار تېر ماښام وویل چې د چهارشنبې په ورځ به د هرات لابراتوار ته پلاستیکي ټیوبونه واستول شي. هغه زیاته کړه: "په موقع‌یې احوال نه‌و ورکړی سبا ټیم مؤظف شو چې ویې‌لېږي. په داسې حالاتو کې چې څه خلاصېږي باید وار له مخه همغږي وکړي، دلته ستونزې د مدیریت دي چې سیمه‌ییز مدیریتونه ستونزې رامنځته کوي." په هرات کې د دوشنبې له ماسپښین راوروسته د ټیوبونو د نه‌موجودیت له امله د کرونا ناروغانو د تشخیص چارې په ټپه درېدلې دي. Читать дальше...

ایران کې د کرونا ویروس وېره؛ پارلمان‌یې لومړۍ غونډه وکړه

Pa.azadiradio.com 

د ایران پارلمان د سې شنبې په ورځ وروسته تر دې خپله لومړۍ غونډه وکړه چې په دې هېواد کې کرونا ویروس خپور شوی دی. تهران پرون وویل چې اوومه ده چې په پرله‌پسې توګه په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر په ایران کې په کمېدو دی. د ایران پارلمان ۲۰۰ نوي غړي لري چې درېیمه برخه وکیلان دې غونډې ته حاضر شوي وو، خو د پارلمان رئیس علي لارجاني نه‌و ځکه چې هغه تېره اوونۍ په کرونا ویروس اخته شو. د ایران پارلمان د فبرورۍ په ۲۵مه بند شو او د پارلمان لږ تر لږه ۳۱ غړي په کرونا ویروس اخته شوي دي. د دې سربېره چې په... Читать дальше...

پاکستان پوځ معترضو ډاکترانو ته د کرونا ویروس طبي وسایل برابروي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پوځ وایي چې نږدې ۵۰ ډاکترانو ته به له کرونا ویروس څخه د ژغورنې وسایل چمتو کړي. دا هغه ډاکتران دي چې د روغتیایي تجهیزاتو او درملو لپاره‌یې اعتراض کړی وو او بیا د لنډې مودې په مخه زنداني شول. دغو ډاکترانو د دوشنبې په ورځ په کوټه کې مظاهره وکړه او پولیسو توقیف کړل. د بلوچستان ایالتي ویاند لیاقت شهواني وویل چې دا ډاکتران په همغه ورځ بېرته خوشې شول. د پاکستان پوځ پرون په یوه بیان کې څرګنده کړه چې روغتیایي وسایل او له ویروسه د ځان ژغورنې تجهیزات کوټې ته واستول شول. یو شمېر نیول شویو... Читать дальше...



Москва

Филиал № 4 ОСФР по Москве и Московской области информирует: Свыше 5,2 миллиона жителей Московского региона получают набор социальных услуг в натуральном виде


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин одобрил три проекта по программе создания мест приложения труда



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Елена Волкова

Евгений Миронов, Ирина Пегова, Кристина Асмус, Илья Авербух, Елизавета Арзамасова и другие звезды не фестивале «НЕБО»




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Юные тулячки завоевали серебро и бронзу турнира по синхронному плаванию

«23 and Friends»: в Москве состоялся спортивно-музыкальный фестиваль Аш 23

Спортсмены из Росгвардии стали призерами соревнований по велоспорту в Москве


Большой шлем

17-летний россиянин Даниил Саркисян разгромил Форбса из США на юниорском «Ролан Гаррос»



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России