Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Апрель
2020

Новости за 11.04.2020

سافټ بانک ګروپ: جاپان ته په میاشت کې ۳۰۰ میلیونه ماسکونه ورکوو

Pa.azadiradio.com 

سافټ بانک ګروپ وایي په پام کې لري جاپان ته په میاشت کې درې سوه میلیونه ماسکونه ورکړي. سافت بانک ګروپ چې مقر یې د جاپان په پلازمېنه توکیو کې دی د اپریل پر یوولسمه وویل له یوې چینایې کمپنۍ سره تر قرار داد وروسته اوس کولی شي په هره میاشت کې درې سوه میلیونه ماسکونه جاپان ته ورکړي. دغه چینایې کمپنۍ BYD په اصل کې د برېښنایې موټرو د جوړېدو یوه کمپنۍ ده، خو اوس یې د ماسکونو جوړول هم پیل کړي دي. د سافټ بانک ګروپ اجراییه رئیس ماسایوشی سان Masayoshi Son پر ټویټر لیکلي سافټ بانک ګروپ به دوه بیل ډولونه... Читать дальше...

اندونیزیا کې خلکو د انټرنېټ له لارې د واده مراسم لیدلي

Pa.azadiradio.com 

په اندونیزیا کې یوه زلمي له یوې پیغلې سره د کرونا ویروس له امله د بندیزونو سربېره واده وکړ، خو داسې واده چې په نړۍ کې ښایي ساری ونه لري. محمد نورګامان او اوجي لیستاري د کرونا ویروس د خپرېدو لپاره تر خبرداریو مخکې د واده نېټه ټاکلې وه، خو د خبردارۍ تر نیټې مخکې شول. دوی د جمعې په ورځ د کورنۍ ۸ تنه په پلازمینې جاکارتا کې خپل محفل ته راوغوښتل نورو خپلوانو او دوستانو ته یې بلنه ورکړه چې د انټرنېټ له لارې دا مراسم وګوري. په اندونیزیا کې په رسمي ډول پر غونډو اجباري بندیز تر اوسه حکومت نه دی لګولی... Читать дальше...

دارالامان ماڼۍ کې په کرونا ویروس د اخته کسانو درملنه

Pa.azadiradio.com 

د دارالامان ماڼۍ یوه برخه د کرونا ویروس ناروغانو درملنې ته ځانګړې شوه. د عامې روغتیا وزارت وايي، که اړتیا شوه یاده ماڼۍ به په بشپړ ډول د کرونا ویروس ناروغانو لپاره ځانګړې شي. فرید الله سعادت یې په اړه دغه راپور چمتو کړی:





ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس پېښې له ۱.۷ میلیونو پورته شوې

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د جان هاپکنز پوهنتون شمېرې ښيي چې په نړۍ کې تر نن سهاره د کرونا پیښې یو اعشاریه ۷ میلیونو ته پورته شوې. د دغو شمېرو له مخې، دې ویروس تر اوسه څه باندې یو لک او دوه زره کسان مړه کړي چې ډیر یې په ایټالیا او امریکا کې دي. په ایټالیا کې د تلفاتو شمېر څه باندې اتلس زره اته سوه دی او په متحد ایالتونو کې تر اوسه څه باندې اتلس زره اووه سوه. داسې اندېښنې شته چې په ټوله نړۍ کې د کرونا شمېر له هغو زیات دی چې په رسمي ډول یې یادونه کېږي. د همدې ویروس د خپریدو له کبله عیسویان هم ایسټر یا پاک اختر په کورونو کې لمانځي.

هرات کې د ساه اخیستلو الې جوړېږي

Pa.azadiradio.com 

په هرات کې د ځوانانو څو ډلې چې د نجونو روباټ جوړونکې ډله یې هم ملګرې ده د ساه اخیستلو د مصنوعي الو په جوړولو کار کوي. دوی هیله من دي چې ډېر ژر به دا دستګاوې یا الې جوړې کړي او په کارونې سره به په کرونا ویروس د اخته کسانو د مړینې کچه راټیټه شي. د شاهپور صابر راپور هیلۍ اسد وړاندې کوي:

ایران کې کم خطره کاروبار بېرته پیل شوی

Pa.azadiradio.com 

ایران ویلي، نن د شنبې په ورځ یې کم خطره کاروبارونه بېرته پيل کړل. په دې ګام کې د تهران ښار شامل نه دی. ایرنا خبري اژانس راپور ورکړی چې ټاکل شوې د ایران پلازمېنه راتلونکې شنبې د اپریل په اتلسمه بېرته پرانستل شي. د ایرنا د راپور له مخې، د ایران ولسمشر حسن روحاني له خلکو غوښتي چې د طبي کارکوونکو د سپارښتنو له لارې د ویروس مخنیوي ته کار وکړي. د روحاني په خبره، د محدودیتونو کمول په دې معنا نه دي چې روغتیايي معیارونه او جسمي واټنونه دې نه مراعات کېږي. تسنیم خبري اژانس ویلي، د ایران د سوداګرو... Читать дальше...

امریکا د حزب الله د یوه قومندان پر سر لس میلیونه ډالره جایزه ټاکلې

Pa.azadiradio.com 

امریکا وایي، که هر څوک داسې معلومات ورکړي چې له مخې یې د حزب الله د پوځي څانګې یو قومندان محمد کوثراني ونیول شي لس میلیونه ډالر جایزه به ورکړي. ویل کېږي چې کوثراني د ایران د سپاه پاسدارن د قدس ډلې له وژل شوي قومندان قاسم سلیماني سره نژدې اړیکې درلودې. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، له کوثراني سره د تړلو شبکو او کسانو پيدا کېدونکو اطلاعاتو ته هم پیسې ورکوي. دغه وزارت وایي، په عراق کې د ایران له ملاتړه د برخمنو ملیشو په همغږۍ کې کوثراني مهمه ونډه لري. واشنګټن حزب الله ډله د یوه ترهګریز سازمان په توګه پېژني. Читать дальше...

دفاع وزارت: بدخشان کې ۲۷ وسله وال طالبان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان دفاع وزارت وایي، بدخشان کې یې ۲۷وسله وال طالبان وژلي دي. د دغه وزارت مطبوعاتي دفتر ویلي، طالبانو تېره ورځ د دغه ولایت په وردوج او نسي ولسوالیو بریدونه وکړل چې د پلیو او هوایي ځواک په مرسته په شا وتمبول شول. دوی وایي، وردوج کې ۱۱ او نسي ولسوالۍ کې ۱۶ طالبان په دې جګړه کې ووژل شول. طالبانو بیا د دوی د جګړو په اړه څه نه دي ویلي، خو یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ګډو ځواکونو د بدخشان په وردوج کې د ملکیانو لسګونه کورونه بمبار کړي دي.

چارواکي: تالقانو ښار قرنطین شو

Pa.azadiradio.com 

د تخار ولایت مرکز تالقان نن د شنبې په ورځ له یوه سره قرنطین شو. د تخار د ښاروالۍ امر سیدال پیرزاده ازادي راډیو ته وویل، دا ګام د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف پورته شوی دی. په تخار کې تر اوسه کرونا ۴ کسان نیولي او دوه یې مړه کړي دي. چارواکو دغه ښار کې سړکونو او کوڅو باندې د ویروس ضد دوا هم شیندلې ده.

افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۵۵۵ ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د کرونا ۳۴ مثبتې پيښې ثبت کړي دي. د دغه وزارت مطبوعاتي سلاکار وحیدالله مجروح نن یوې خبري غونډې ته وویل چې له دې سره د مثبتو پيښو شمېر ۵۵۵ ته ورسېد. ښاغلي مجروح وویل، تر اوسه له دې ویروسه افغانستان کې ټولټال ۱۸ تنه مړه شوي او ۳۷ تنه بېرته رغېدلي دي. نوموړي وویل، د یو شمېر ښارونو له قرنطین کېدو سره په کرونا د اخته کېدو پېښې کمې شوې دي. د وزارت مسئولین وایي، که کابل ښار او یو شمېر نور ښارونه قرنطین شوي نه وای، پېښې به زرګونو ته پورته شوې وې. Читать дальше...


Музыкальные новости
Ирина Серегина

Соревнования по футболу





Rss.plus
Сергей Собянин

Собянин объявил о начале работы хаба молодежного предпринимательства




Евгений Миронов, Ирина Пегова, Кристина Асмус, Илья Авербух, Елизавета Арзамасова и другие звезды не фестивале «НЕБО»

Юные тулячки завоевали серебро и бронзу турнира по синхронному плаванию

Август 1919-го: битва у стен Белого Вердена

Звезда сериала «Великолепный век» Фатма Каранфиль скончалась от рака




چارواکي: میدان وردګو کې د میوو او سبزیجاتو سړخونه جوړه شوې

Pa.azadiradio.com 

د میدان وردګو د کرنې او مالدارۍ ریاست د ۱۸۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د میوو او سبزیجاتو د یوې لويې سړې خونې د جوړېدو خبر ورکوي. د دغه ریاست رئیس ولید احمد تسل نن ازادي راډيو ته وویل،چې دغه سړ خونه د ۱۵۰۰ مټریک ټنه میوو او سبزې جاتو د ساتنې ظرفیت لري. د ښاغلي تسل په خبره یاده سړه خونه په یو نیم جرېبه ځمکه کې جوړه شوې ده. د ښاغلي تسل په خبره د دې سړې خونې په جوړېدو سره ۱۵۰ تنو ته د موقتي او ۳۰ تنو ته دوامدره کار زمینه برابرېږي. ښاغلی تسل وايي، د سړې خونې په جوړېدو سره بڼوال کولای شي چې میوې... Читать дальше...

د بندرونو په پرانېستو سره لسګونه سوداګریز کانټینره افغانستان ته وارد شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي وايي، د پاکستان له لوري د سپین بولدک، چمن او تورخم بندرونو له پرانېستې وروسته تر اوسه ۲۰۰ کانټینره مالونه افغانستان ته انتقال شوي دي. د دې خونې د عامه اړېکو مرستیال جان اقا نوید نن ازادي راډيو ته وویل، چې د دې بندرونو ترڅنګ نور بندرونه هم د افغان سوداګرو پرمخ پرانېستل شوې دي. نوموړي وویل، چې د دوې هڅه داده څو د افغانستان صادرات هم پیل شي. د افغانستان د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي،د یادو موادو په انتقالېدو سره به د بیو په کچه کې هم ټيټوالی راشي. ... Читать дальше...

ویسا: زموږ د ولس اصلي ستونزه کومه ده؟

Pa.azadiradio.com 

کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو ننيو ګڼو کې په افغانستان کې د کرونا ویروس د مخ په زیاتېدونکي بحران او د ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله ترمنځ په روان سیاسي کړکېچ لیکنې او تبصرې کړي.

طالب استازو تېر ماښام قطر کې له امریکايي قومندان سره لیدلي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د قطر دفتر وایي، تېر ماښام یې په افغانستان کې د میشتو بهرنیو ځواکونو د قومندان سکاټ مېلر په مشرۍ یوه پلاوي سره ناسته کړې ده. د دغه دفتر ویاند سهیل شاهین په ټویټر پاڼه لیکلي، دې غونډه کې له امریکایي قومندان سره د سولې د هوکړې په عملي کېدو او په دې برخه کې د شویو سرغړونو په اړه خبرې وشوې. ښاغلی شاهین وایي، دوی په غیر جنګي سیمو کې دچاپو او بریدونو په اړه هم دې امریکایي پلاوي ته وویل او له هغوی نه یې د داسې بریدونو د درېدو غوښتنه وکړه. پرون طالبانو وویل چې افغان او امریکایي ځواکونو... Читать дальше...

ترکمنستان د فوټبال ځنډېدلې سیالۍ پیلوي

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې کرونا ویروس په ټوله نړۍ کې خپور شوی، ترکمنستان پرېکړه کړې چې د فوټبال ځنډېدلې سیالۍ د اپرېل په ۱۹مه نېټه بېرته پيل کړي. د دغه منځنۍ اسیایي هېواد اته ټيمونه لرونکي مسلکي لیګ خپلې سیالۍ د مارچ میاشتې په ۲۴مه نېټه وځنډولې. په دغه هېواد کې چې حکومت‌یې مستبد ګڼل کېږي، تر اوسه په رسمي توګه د کرونا ویروس هېڅ مثبتې پېښې نه‌دي اعلان شوي او په وروستیو ورځو کې يې یو شمېر سپورټي سیالۍ جوړې کړي. ترکمنستان د بلاروس، تاجکستان، نیکاراګوا او بوروندي ترڅنګ له هغو هېوادونو دی چې د کرونا ویروس... Читать дальше...



Москва

"Святой Ленин" спасает мир и возглавляет "восстание ИИ машин... хороших по существу". 8 серия, СЕРЬЁЗНЫЕ НОВОСТИ.


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин: Начался прием заявок на конкурс грантов для социальных НКО



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Юрий Башмет

Башмет, Бутман и Мацуев выступят на юбилейном фестивале искусств Чайковского




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Ход конем. В Москве на Гоголевском бульваре открылся летний шахматный клуб

Юные тулячки завоевали серебро и бронзу турнира по синхронному плаванию

«23 and Friends»: в Москве состоялся спортивно-музыкальный фестиваль Аш 23


Елена Рыбакина

Елена Рыбакина добилась впечатляющего достижения



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

«Как гром среди ясного неба». Андрей Турчак возглавил Республику Алтай



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России