روسیه: په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۱۸۳۰۰ ته ورسېد
په روسیې کې نن د کرونا ویروس نوي ۲۵۵۸ پېښې ثبت کړي دي. دا د یاد ویروس تر ټولو لوړه شمېره ده چې په یوه ورځ کې په دې هېواد کې ثبت شوي دي. په روسیې کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېره تر ۱۸۳۰۰ اوښتې ده. روسي چارواکي وایي، تر اوسه ۱۴۸ تنه د دې ویروس په نتیجه کې مړه شوي دي. منتقدین وایي، پر هغو شمېرو چې د روسیې روغتیایي چارواکي یې ورکوي شک لري. د دوی په خبره، چارواکي ریښتیني شمېرې نه شریکوي.