Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Апрель
2020

Новости за 12.04.2020

ايران کې د کرونا ویروس له امله د مړو شمېر ۴۵۰۰ تنو ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

په ایران کې په تېرو  ۲۴ ساعتونو کې په کرونا ویروس د اخته کېدو له کبله ۱۱۷ کسان مړه شول چې له دې سره د ټولو مړو کسانو شمېر  ۴۵۰۰ ته نژدې شو. د ایران د روغتیا وزارت ویاند کیانوش جهانپور نن یکشنبې وویل په یوه ورځ کې د کرونا ویروس ۱۶۵۷ نوي موارد ثبت شوي چې له دې سره د مثبتو مواردو ټول شمېر ۷۱۶۸۶ ته ورسېد. روسیې هم د ۲۲۰۰ نویو مثبتو پېښو خبر ورکړی. د دې وبا له خپرېدو وروسته په روسیه کې په یوه ورځ په دې ویروس د اخته کېدو تر ټولو لوړه شمېره ده. په روسیه کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو ټوله شمېره تر... Читать дальше...

چارواکي: ننګرهار کې د کرونا ویروس ۴ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار د کرونا د تشخیص په لابراتوار کې ۴ نوې مثبتې پېښې ثبت شوې. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي نن یکشنبه ازادي راډيو ته په رالېږلي پیغام کې ویلي چې دغه ۴تنه چې په کرونا ویروس اخته دي، درې تنه یې د کابل د سروبي ولسوالۍ مربوط دي چې دغه لابراتوار ته د تشخیص لپاره راغلي وو او یو بل کس چې په اصل کې د لغمان دی، په ننګرهار کې اوسي. ښاغلی خوګیاڼی وایي چې دغه پېښې تېره شپه تر طبي څېړنو وروسته معلومې او ثبت شوې. د ننګرهار د چارواکو په خبره، تر دې وړاندې په ننګرهار کې ۴نورې مثبتې پېښې هم ثبت... Читать дальше...



د کرونا ویروس مخنیوي لپاره د دیني عالمانو کمپاین

Pa.azadiradio.com 

دیني عالمانو کابل کې د کرونا ویروس مخنیوي په موخه کمپاین پیل کړی دی. د عامې روغتیا وزارت په ملتیا د منبر او ډاکتر غږ تر نوم لاندې دغه کمپاین د عامه پوهاوي لپاره ترسره کېږي. د ازادۍ راډیو خبریال فرید الله سعات پرې راپور لري:

غور او جوزجان کې د قرنطین بڼې

Pa.azadiradio.com 

د کرونا ویروس له ډېرېدو سره هممهاله د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې قرنطین هم سختېږي. د قرنطین دغه موده په مختلفو ښارونو کې د خلکو له بېلابېلو غبرګونونو سره مخ شوې ده. په دغه راپور کې د غور او جوزجان وضعیت ته کتنه شوې ده: ایډیټ: هیلۍ اسد

چارواکي: د ولسمشر غني د دوو ساتونکو د وژنې قضیې څېړل کېږي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د ولسمشر د ساتنې د ځانګړې ګارډ یا پي‌پي‌ایس د دوو تنه د وژل کېدو قضیې په جدي ډول څېړل کېږي. د دې وزارت ویاندې مروې امینې د یک‌شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په پغمان کې د ولسمشر د ځانګړي ساتونکي قیام مقصودي د ترور په تور د ملي امنیت له‌خوا ۷ تنه نیول شوي دي. اغلې امیني زیاته کړه، د پي‌پي‌ایس د بل غړي سید عطاالله د وژنې په تور هم څېړنې پیل شوي دي. پر سید عطاالله پرون د کابل په تایمني سیمه کې حمله وشوه چې په نتیجه کې‌ یې نوموړی ووژل شو او دوه ملګري‌ یې ټپیان شول. Читать дальше...

افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۶۰۷ کسانو ته ورسېد

Pa.azadiradio.com 

د عامې روغتیا وزارت وايي په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر نن ۶۰۷ ته لوړ شو. د عامې روغتیا وزارت ویاند وحید مایار نن په یو بیان کې ویلي چې د ۵۲ نویو مثبتو پېښو له تایید وروسته د مثبتو مواردو شمېر ۶۰۷ ته لوړ شو. د ښاغلي مایار په وینا په تېرو ۲۴ساعتونو کې په کابل کې ۲۸، په کندهار کې ۸، په هرات کې ۷، په بلخ کې ۴، په بامیان کې ۲ او په ننګرهار، هلمند او پکتیا کې یوه یوه مثبته پېښه ثبت شوه. ښاغلي مایار وویل چې د کرونا ویروس له کبله د ټولو مړیو شمېره ۱۸ ته او د روغو شویو کسانو ۳۷ ته رسېدلې ده.



طالبان: د افغان حکومت اړوند ۲۰ تنه بندیان خوشې کوو

Pa.azadiradio.com 

طالبان وايي چې نن به له خپلو زندانونو څخه ۲۰ تنه بندیان خوشې کړي. په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر ټویټر په یوه بیان کې ویلي چې د افغان حکومت اړوند دا ۲۰ تنه بندیان به له زندان څخه تر خوشې کېدو وروسته په کندهار کې د سره صلیب ادارې ته وسپارل شي. نن له دې مخکې د افغانستان حکومت سل نور طالب بندیان له بنده خوشې کړل. د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل وايي، دا بندیان د ولسمشر د فرمان پر اساس د هغو روغتیايي وضعیت، عمر او د قید پاتې مودې ته په کتو د سولې د هڅو د یوې... Читать дальше...

ملي امنیت: له اسلم فاروقي سره ۲ نور بهرني وګړي هم نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د ملي امنیت ادارې نن د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګې له مشر اسلم فاروقي سره یوځای د دې ډلې د دوو نورو مهمو غړو د نیولو خبر هم ورکړ. دا اداره په یوه بیان کې چې نن سهار خپره شوه وايي چې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې بنګلدېشی محمد تنویر او پاکستانی علي محمد هم له فاروقي سره یوځای نیول شوي دي. بیان زیاتوي تنویر چې د عمران، احمد او نصیر په مستعارو نومونو مشهور و، د داعش ډلې د ټکنالوژۍ او مخابراتو د برخې مسوول او علي محمد د دې ډلې د اکمالاتو، انتقالاتو او لوژستیک د چارو مشر و. ملي... Читать дальше...

چارواکي: د پکتیا له زندانه د طالبانو د ډله ییزې تېښتې هڅه ناکامه شوې

Pa.azadiradio.com 

د پکتیا سیمه ییز چارواکي وايي چې د دې ولایت له زندان څخه د طالبانو د ډله ییزې تېښتې هڅه یې ناکامه کړې ده. د پکتیا د والي ویاند عبدالله حسرت نن سهار په یوه خبرپاڼه کې وویل، تېره شپه ناوخته طالب بندیانو د پکتیا له مرکزي زندان څخه د ډله ییزې تېښتې هڅه وکړه چې په نتیجه کې یې د بندیانو او پولیسو ترمنځ نښته وشوه. ښاغلی حسرت وايي چې په نښته کې دوه تنه پولیس وژل شوي دي او همداراز څلور پولیس او دوه بندیان هم ټپیان شوي دي.

ملک سلمان په سعودي کې د ګرځبندیز موده وغځوله

Pa.azadiradio.com 

د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان په خپل هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو اوسني حالت ته په پام سره د ګرځبندیز موده تر راتلونکې خبرتیا پورې اوږده کړه. دا پرېکړه د سعودي عربستان دولتي خبري اژانس نن یوه ورځ مخکې له دې چې په دې هیواد کې ګرځبندیز پای ته ورسېږي اعلان کړه. سعودي عربستان د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره په مارچ میاشت کې ګرځبندیز اعلان کړی و.  تېره اوونۍ سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض او څو نورو لویو ښارونو کې ۲۴ ساعته ګرځبندیز ولګاوه. سعودي چارواکو د عمرې مراسم لغو کړي دي او ویلي... Читать дальше...

امریکا کې په کرونا ویروس د مړو شمېر له ایټالیا لوړ شو

Pa.azadiradio.com 

په متحدایالاتو کې په کرونا ویروس د مړو شویو کسانو شمېر تر ایټالیا هم لوړ شو. تراوسه په امریکا کې له ۲۰ زره زیات کسان په کرونا ویروس مړه شوي او تر نیم ملیون زیات پرې اخته شوي دي. د جانز هاپکینز پوهنتون د شمېرنو له مخې تر پرون ناوخته پورې په متحدایالاتو کې ۲۰ زره ۲۸۳ تنه په کرونا ویروس مړه شوي او له ۵ لکه ۲۲ زره د زیاتو کسانو ناروغي تائید شوې ده. په کرونا ویروس تر ټولو زیات کسان په نیویارک ښار کې اخته شوي چې تر یو لک او اتیا زره اوړي. د امریکا په دې ستر ښار کې ۶ زره ۳۶۷ تنه مړه شوي دي.

جرمني: د اروپايي ټولنې غونډه کې پر کرونا ویروس بحث کېږي

Pa.azadiradio.com 

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر وايي، د کرونا ویروس خپرېدل ښايي د اروپايي ټولنې د هغې غونډې د اجنډا مهمه برخه وي چې په ترڅ کې به یې دا هېواد د اروپايي شورا مشري په غاړه واخلي. هایکو ماس په یوه مقاله کې چې سبا د اپریل په ۱۳مه په جرمنۍ ورځپاڼه ډای ویلټ کې خپرېږي لیکلي، دوی ته به د کرونا ریاست را له غاړې وي څو په پای کې یې پر دې ویروس بریالي شي. د جرمني د بهرنیو چارو وزیر همداراز د دې ویروس د مخنیوي په چاره کې د متحدایالاتو پر اجراآتو انتقاد وکړ او د چین حکومت یې په دې برخه کې په استبدادي اقداماتو تورن کړ. Читать дальше...

د عیسویانو د اختر مراسم ولې لغوه شوي؟

Pa.azadiradio.com 

د عیسویانو د ایسټر یا پاک اختر د یکشنبې مراسم داسې مهال ترسره کېږي چې په ټوله نړۍ کې میلیاردونه انسانان د کرونا ویروس د خپرېدو له وېرې د ګرځبندیز په حال کې دي.

افغانستان ته د هند د ۵۰ زره ټنه غنمو صادرات

Pa.azadiradio.com 

هند افغانستان ته ۵۰ زره ټنه غنم صادروي. د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي ازادي راډیو ته وویل چې هېواد ته د دغو غنم د لېږد بهیر پیل شوی. ښاغلی رستمي زیاتوي چې چابهار بندر ته له رسېدو وروسته، افغان حکومت چمتووالی نیسي څو دغه ۵۰ زره ټنه غنم افغانستان ته را انتقال کړي. د نوموړي په خبره، دا ۵۰ زره ټنه غنم د هغو ۷۵ زره ټنو غنمو برخه ده چې تېر کال‌یې هند له افغانستان سره د مرستې ژمنه کړې وه. تېر کال هم هند له افغانستان سره د ۱۱۰ زره ټنه غنمو مرسته کړې وه چې په څو پړاونو کې د چابهار بندر له لارې افغانستان ته انتقال شول. Читать дальше...

پکتیا کې ۲۰ زره رضاکارانو د کرونا ویروس عامه پوهاوی پیل کړ

Pa.azadiradio.com 

په پکتیا کې د کرونا د ناروغۍ په وړاندې د عامه پوهاوي لپاره د رضاکارانو ۲۰ زره کسیزې کمېټې په فعالیت پیل وکړ. د دغې کمېټې غړي به کور په کور ګرځي او خلکو ته به د دې ویروس په اړه عامه پوهاوی ورکوي. د پکتیا والي شمیم خان کټوازي له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې د ښوونکو او زده‌کوونکو دغه کمېټه به د مشکوکو ناروغانو د پیدا کولو او روغتیایي مرکزونو ته د لېږلو ترڅنګ د هغو بې‌وزله کورنیو په اړه هم دقیق معلومات راټولوي چې د قرنطین په شپو او ورځو کې د خوراکي توکو له کمښت سره مخ وي. نوموړي زیاته کړه: "د... Читать дальше...

ویسا: کرونا سره شعاري چلند مه‌کوئ

Pa.azadiradio.com 

ورځپاڼه ټینګار کوي، څه ډول چې د کورنیو چارو وزارت ښارونو کې په تګ راتګ سخت بندیزونه لګولي، باید ټول جوماتونه هم تعطیل شي.


Музыкальные новости
Песня

Театр «Сказка» приглашает на грандиозное театральное шоу «Песни первых птиц»





Rss.plus
Владимир Потанин

"Атомайз" разместил новый выпуск ЦФА на корзину металлов




«Эфко» вложила 1,3 млрд рублей в разработку сладкого белка и готовит выпуск мировой инновации

Академик Бокерия предложил поднять волну здоровья, которая никогда не закончится

Урок безопасного обращения с электричеством прошел в Рахмановской школе

Багреева: в строительной отрасли Москвы провели оценку нормативных актов




د افغانستان حکومت ۱۰۰ تنه نور طالب بندیان خوشې کوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان حکومت ۱۰۰ تنه نور طالب بندیان نن یکشنبه (۱۳۹۹ کال د وري ۲۴) خوشې کوي. تر دې وړاندې د افغانستان حکومت په دوو جوپو کې ۲۰۰ طالب بندیان خوشې کړي دي. د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، دا طالب بندیان د افغانستان د ولسمشر د فرمان پر اساس د بندیانو روغتیايي وضعیت، عمر او د قید پاتې مودې ته په کتو د سولې د هلو ځلو د یوې برخې او د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره پرېښودل کېږي. د بخښنې نړیوالې ادارې یا ایمنسټي انټرنشنل پرون د افغانستان له حکومته وغوښتل چې د کرونا ویروس د خپرېدو په خاطر ښځینه بندیانو خوشې کولو ته لومړیتوب ورکړي.

کورنیو چارو وزارت ۱۰۰۰ پولیس له دندې د ناوړه ګټنې په تور نیولي

Pa.azadiradio.com 

کورنیو چارو وزارت تېر کال ۱۰۰۰ پولیس منسوبین له دندې د ناوړه ګټې اخیستنې په تور نیولي دي. د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي وايي، تېره یوه کال کې د دې وزارت د پولیسو ۱۰۰۰ تنه منسوبین چې یو شمېر لوړپوړي افسران هم په‌کې دي، له دندې د ناوړه ګټنې په تور نیول شوي دي. ښاغلي اندرابي په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دوی ژمن دي چې په کورنیو چارو وزارت کې اصلاحات راولي او د پولیسو ځواک په مسلکي او تخنیکي ډول پیاوړی شي، څو د خلکو غوښتنو ته رسېدنه وشي. د کورنیو چارو سرپرست وزیر زیاته کړې، له دندې ناوړه ګټنه د زغم وړ نه‌ده. Читать дальше...

نامعلومو وسله‌والو کابل کې د ولسمشرۍ ساتونکی وواژه

Pa.azadiradio.com 

نامعلومو وسله‌والو پرون په کابل کې د افغانستان د ولسمشرۍ یو ساتونکی وواژه. د راپورونو له مخې د 'پي‌پي‌اېس' یا د ولسمشر د خصوصي امنیت پر ساتونکي سید عطاالله د کابل په تایمني سیمه کې حمله وشوه چې په نتیجه کې‌یې نوموړی ووژل شو او دوه ملګري‌یې ټپیان شول. دا په څه کم یوه اوونۍ کې د ولسمشر غني دوهم ساتونکی دی چې په کابل ولایت کې وژل کېږي. تر دې وړاندې د حمل په ۱۵ د ولسمشر یو ساتونکی قیام مقصودي په پغمان ولسوالۍ کې د نامعلومو کسانو له لوري وژل شوی و.

د عربستان پاچا ګرځ‌بنديز وغځاوه

Pa.azadiradio.com 

د سعودي عربستان پاچا سلمان په خپل هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو اوسني حالت ته په کتو تر راتلونکې خبرتیا پورې د ګرځ‌بندیز موده اوږده کړه. دا پرېکړه د سعودي عربستان دولتي خبري اژانس نن یوه ورځ مخکې تر دې اعلان کړه چې په دغه هېواد کې ګرځ‌بندیز پای ته ورسېده. سعودي د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د مارچ په میاشت کې ګرځ‌بندیز اعلان کړی و. تېره اوونۍ سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض او نورو لویو ښارونو کې ۲۴ ساعته ګرځ‌بندیز ولګاوه.

روسیه کې د بندیانو له‌خوا د ځان وژنې هڅه

Pa.azadiradio.com 

په روسیه کې د محبسونو مسؤلې ادارې ویلي چې د ایرکوتسک سیمې په زندان کې وضعیت تر کنټرول لاندې دی. روسیې پرون د اپرېل په ۱۱مه، د ځانګرو عملیاتو ځواکونه سیمې ته استولي و او د زندانیانو بغاوت هم پای ته رسېدلی دی.  د راپورونو په حواله د ایرکوتسک زندان تر سختې امنیتي څارنې لاندې دی. د روسیې د دولتي رسنیو په وینا، د یوه بندي د سوځېدلي جسد برخې د زندان د یوې ودانۍ مخې ته موندل شوې دي. د بندي د مړینې علت نه‌دی څرګند شوی. خو په سیمه کې خپلواکو رسنیو په زندان کې د خپلو سرچینو په حواله ویلي چې تر هغه... Читать дальше...



Москва

За один день работники Уссурийского ЛРЗ и их дети выполнили сменно-суточное задание по ремонту 129 паровозиков


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин объявил о начале работы хаба молодежного предпринимательства



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Песня

Театр «Сказка» приглашает на грандиозное театральное шоу «Песни первых птиц»




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Юные тулячки завоевали серебро и бронзу турнира по синхронному плаванию

Первые тренировки нового сезона проекта «Спортивные выходные» прошли в Москве

Спортсмены из Росгвардии стали призерами соревнований по велоспорту в Москве


Даниил Медведев

После поражения де Минору россиянин Медведев завершает выступление в престижном теннисном турнире



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Game News

I tried to recreate Marvel's Iron Man in this movie studio sim, and my version was so bad my own father stormed out of the theater



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России