Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Апрель
2020

Новости за 14.04.2020

په انلاین او وړیا ډول د ماشومانو درمنله

Pa.azadiradio.com 

کابل کې یو ډاکتر په انلاین او وړیا ډول د ماشومانو درملنه کوي. عزیز الله حامد وايي، هره ورځ د ټېلېفون له لارې د لسګونو ماشومانو درملنه کوي او له دې کار یې هدف له کرونا ویروس د خلکو ژغورل دي. فرید الله سعادت پرې دغه راپور چمتو کړی:

د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې کرونا ویروس

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو تر کنټرول لاندې ځینو سیمو کې روغتیايي خدمات کم دي، خو دغې ډلې په خپلو کمو امکاناتو ځانګړي تدابیر نیولي څو له کرونا ویروس سره مبارزه وکړي. د ازادي راډیو خبریال نسیم شفق په میدان وردګو کې دغو سیمو ته تللی او پرې راپور لري:



سټولټنبرګ: طالبان دې له امریکا سره لاسلیک کړی تړون بشپړ عملي کړي

Pa.azadiradio.com 

د ناټو سازمان عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په طالبانو غږ وکړ چې بریدونه ودروي او له امریکا سره تړون پوره عملي کړي. سټولټنبرګ دا خبرې نن سه شنبه په هغه ویډیويي کنفرانس کې وکړې چې د ناټو غړیو هېوادونو د دفاع وزیرانو تر یوې غونډې مخکې جوړ شوی و. هغه زیاته کړه: "د طالبانو بریدونه زیان اړوي نو په طالبانو غږ کوو چې بریدونه ودروي څو د امریکا متحده ایالتونو او طالبانو تر منځ هوکړه پوره عملي او تاوتریخوالی کم شي، ځکه دا د سوله ییز حل لارې لپاره یې یواځینۍ لار ده، موږ قویاً د ټولو هغو هڅو ملاتړ کوو چې بین... Читать дальше...

مودي په هند کې د ګرځبندیز موده وغځوله

Pa.azadiradio.com 

د هند صدراعظم نرېندر مودي نن د اپرېل په ۱۴مه، په خپل هېواد کې د ګرځبندیز یا قرنطین موده د مې میاشتې تر ۳ مې، تقریباً درې اوونۍ وغځوله.



اتمر او ظریف د کرونا ویروس سره پر جدي مبارزې ټینګار کړی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بهرنیو چارو نوماند وزیر محمد حنیف اتمر د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره د کرونا ویروس پر وړاندې په مبارزې، افغان کډوالو او د سولې په پروسې خبرې کړي. د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن سه شنبه په دې اړه یوه اعلامیه خپرې کړې ده. په اعلامیه کې راغلي چې دواړو لوریو په نننیو ټېلېفوني خبرو کې ټینګار وکړ چې له کرونا ویروس سره د مبارزې او ټولو افغانانو ته د روغتیایي خدمتونو د رسولو په هدف بشري اوربند ضروري دی. اتمر او ظریف ویلي چې د اوربند او د سولې پروسې لپاره د یوې اجماع د... Читать дальше...

کرونا ویروس سره مبارزې لپاره ۳۴ ولایتونو ته ۲،۳ میلیارده افغانۍ واستول شوې

Pa.azadiradio.com 

مالیې وزارت وايي دغه پیسې یې د ولسمشر محمد اشرف غني د حکم پر بنسټ استولي او دا رقم د هغو ۶،۶ میلیارده افغانیو برخه ده چې د عامې روغتیا وزارت ته د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره ورکړل شوې دي.

افغانستان کې د کرونا مثبتې پېښې ۷۱۴ ته ورسېدې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان عامې روغتیا وزیر ډاکتر فېروز الدین فېروز وایي په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته خلکو شمېر په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۴۹ تازه پېښو په ثبتېدو سره ۷۱۴ ته ورسېد. هغه نن په دې اړه خبري کنفرانس درلود. تازه پېښې ۱۸ په کابل، ۱۵ په کندهار، شپږ په بلخ، څلور په هرات، څلور په غزني او دوه په ننګرهار کې ثبت شوي چې ورسره په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته خلکو شمېر ۷۱۴ ته پورته شوی دی. وزیر فېروز دا ډاډ هم څرګند کړ چې په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په خاطر لګېدلي محدودیت ګټه کړې ده. Читать дальше...

'د ټرانسپورتي عوایدو فیس به د اسکوډای سیستم له لارې راټول شي'

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان ټرانسپورټ وزارت وايي، په داسې یوې طرحې کار کوي چې له مخې به‌یې د ڼرانسپورټي عوایدو فیس د اسکوډای ګمرکاتي سیستم له لارې راټولېږي. د دغه وزارت مسؤلین وايي چې دا کار د فساد د مخنیوي او د عوایدو د سم راټولېدنې په هدف ترسره کوي. د ټرانسپورټ وزارت ویاند اشرف حق‌شناس نن ازادي راډیو ته وویل چې د ټرانسپورت په قانون کې یو لړ تعدیلات راغلي او هڅې روانې دي چې د فساد د مخنیوي په هدف سیستم برښنايي شي. نوموړي زیاته کړه چې په دې اړه به په نږدې راتلونکي کې د مالیې وزارت او ټرانسپورت وزارت ترمنځ یوه هوکړه هم لاسلیک شي. Читать дальше...

تخار کې یوه ستره سړه خونه جوړېږي

Pa.azadiradio.com 

په تخار ولایت کې د یوې سترې سړې خونې د جوړولو چارې پیل شوې. د افغانستان کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل چې دا معیاري او عصري سړه خونه د تخار په مرکز تالقان ښار کې جوړېږي چې په خبره‌یې د ۱۵۰۰ ټنه سبزي او مېوې د ساتنې ظرفیت به ولري. د ښاغلي رستمي په خبره دا خونه د ۱۸۰ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي چې د دولت د پراختیايي بودجې څخه ورکول کېږي. د کرنې وزارت د چارواکو په وینا، سړې خونې د کرنیزو محصولاتو له خوسا کېدو نه مخنیوي کوي او هم په بېلابېلو فصلونو کې هر ډول سبزیو او مېوو ته د خلکو لاسرسی ممکنوي. Читать дальше...

سویلي کوریا: شمالي کوریا څو لنډ واټن ویشتوونکي راکټونه توغولي

Pa.azadiradio.com 

د سویلي کوریا پوځ وايي شمالي کوریا څو لنډ واټن ویشتوونکي کروز راکټونه د کوریا او جاپان ټاپووزمې تر منځ سمندر په لور توغولي دي. د سویلي کوریا د پوځ د لوی درستیزانو ګډې کمېټې نن په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا راکټونه سه شنبه سهار د شمالي کوریا له شمال ختیځ ولایت کنګ ون توغول شوي. شمالي کوریا په دې وروستیو څو میاشتو کې د راکټونو توغولو یو لړ ازموینې کړې دي. شمالي کوریا دا کار د دغه هېواد په اټومي پروګرام له امریکا متحده ایالتونو سره د مذاکرو د بندېدو پر مهال کړی.

پکتیا کې د ۵۰۰۰ کورنیو لپاره د برښنا سب سټېشن پرانیستل شو

Pa.azadiradio.com 

د پکتیا په وزې ځدراڼ ولسوالۍ کې د ۵۰۰۰ کورنیو لپاره د برښنا د سب سټېشن پرانیسته وشوه. دغه سب سټېشن د ۳۰ میلیونه ډالرو په ارزښت جوړ شوی دی. د پکتیا والي شمیم خان کټوازي د یادې پروژې د پرانیستې په مراسمو کې وویل چې د د دې پروژې پنځه سلنه پاتې چارې به هم په راتلونکو دوو اوونیو کې بشپړې شي. هغه زیاته کړه: "شواک، ګرده څېړۍ، وزې ځدراڼ او سیدخېل چې د خوست اړوند ده، څلورو ولسوالیو ته به برښنا ورکوي چې چارې‌یې مکمل بشپړې شوې او بودجه‌یې د «US Army» له‌خوا ورکړل شوې، ۳۰ میلیونه ډالره لګښت پرې راغلی او... Читать дальше...

اروپايي هېوادونو د ایستر د رخصتیو لپاره ځانګړي تدابیر نیولي

Pa.azadiradio.com 

اروپايي هېوادونو د عیسویانو د ایستر رخصتیو پر مهال د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره ځانګړي تدابیر زیات کړي دي. د اپرېل له ۱۳مې نېټې څخه په یو شمېر هېوادونو کې پر ګرځېدو راګرځېدو بندیز سخت شوی او حکومتونو د لارو د تړلو، نقدي جریمو او مجازاتو خبر ورکړی دی. د نړۍ عیسویانو د ایستر په نوم مذهبي رخصتۍ د یکشنبې له ورځې پیل شوې. په واتیکان کې د کاتولیکو کلیسا په ټولو هېوادونو کې له خپلو پیروانو غوښتي چې په خپلو کورونو کې ایستر ولمانځي.  په نړۍ کې په هغو پنځو هېوادونو کې چې د کرونا ویروس د خپرېدو... Читать дальше...


Музыкальные новости
Певица

Певица Орлова рассказала о процессе лечения Заворотнюк и врачебной тайне





Rss.plus
#123ru.net

Устойчивая энергия: в России состоялось первое углеродно-нейтральное соревнование по киберспорту




Улыбка сделала слушателя «Юмор FM» миллионером

В МХТ имени Чехова наградили лауреатов II конкурса короткометражного кино

Откупорить мегаполис. Как Москва решила проблему пробок

Защита Лизы. Читатели aif.ru помогли оплатить операцию на лице девочки




پاکستان کې د یوې جټ الوتکې غورځېدو ۳ کسان وژلي

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان پوځ ویلي چې د دې هېواد یوه جنګي جټ الوتکه د روزنې د الوتنې پر مهال غورځېدلې او په‌کې سپاره درې کسان وژل شوي دي. د پاکستان پوځ په وینا دا جټ الوتکه د دوشنبې په ورځ د دې هېواد په پنجاب ایالت کې ولوېده او په‌کې سپور روزونکی له دوو پیلوټانو سره چې تر روزنې لاندې وو، ووژل شول. د پوځ د چارواکو په وینا دې پېښې پر ځمکه مرګ‌ژوبله نه‌ده اړولې. تر اوسه د الوتکې د لوېدو د سبب په اړه جزئیات نه‌دي ورکړل شوي. تېره میاشت هم د پاکستان د هوايي ځواک یوه «اېف-۱۶» جټ الوتکه د روزنیزې الوتنې پر مهال وغورځېده چې په‌کې یو پیلوټ وژل شوی و.

'د ښځو او نورو افغان وګړو حقونه او بریاوې به له پامه ونه‌غورځول شي'

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان حکومت د مرکچي پلاوي مشر ډاډ ورکړی چې په هر ‌ډول خبرو کې به د ښځو او نورو افغان وګړو حقونه او د دوو لسیزو بریاوې له پامه ونه‌غورځول شي. د سولې په چارو کې د دولت وزارت د یوې خبرپاڼې له مخې د افغانستان د ملي شورا ۱۱ تنه ښځینه استازو د دوشنبې په ورځ د مرکچي پلاوي له غړو سره خبرې وکړې. د خبرپاڼې په وینا په دې لیدنه کې د سولې په وړاندې پر خنډونو، د سولې په بهیر کې د ارزښتونو په ساتلو، ټولنیز مشارکت او د ښځو په استازولۍ خبرې وشوې. د سولې وزارت په وینا دې لیدنه کې د مرکچي پلاوي د رئیس معصوم... Читать дальше...

کندهار کې د ورځې له‌خوا بشپړ ګرځ‌بندیز لګول کېږي

Pa.azadiradio.com 

په کندهار ولایت کې سره له سبا چهارشنبې (۱۳۹۹ وري ۲۷) څخه د ورځې له‌خوا د خلکو په ګرځېدو راګرځېدو بشپړ بندیز لګول کېږي. د کندهار والي ویاند احمد بهیر احمدي ازادي راډیو ته وویل، ولایتي کمېټې د دوشنبې ورځې په غونډه کې پرېکړه وکړه چې د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره په دې ولایت کې بشپړ قرنطین نافذوي. هغه زیاته کړه: "د چهارشنبې د ورځې له پیل څخه د روژې تر میاشتې به د اصنافو او ټولو پر مخ کاروبار د شپې له ۱۲ بجو د سهار تر شپږ بجو پرانیستی وي. د سهار له شپږو د شپې تر ۱۲ بجو به سلو په سلو کې... Читать дальше...

اروپايي ټولنې د بندیانو خوشې کېدل د اعتماد جوړونې یو مثبت ګام بللی

Pa.azadiradio.com 

اروپايي ټولنې د طالبانو له بند څخه د ۲۰ تنو خوشې کېدل د دې ډلې له‌خوا له افغان حکومت سره د اعتماد جوړونې لپاره یو مثبت ګام بللی دی. په افغانستان کې د اروپايي ټولنې مأموریت د دوشنبې په ورځ په پر خپل ټویټر ولیکل چې د طالبانو دا اقدام محدود، خو سمبولیک دی. په دې پیغام کې د ژمنو د پر ځای کولو لپاره د بندیانو خوشې کول مهم بلل شوي دي. اروپايي ټولنې همدارنګه ویلي، د نورو داسې اقداماتو په تمه دي چې د بین‌الافغاني خبرو پیل تر بل هر وخت رالنډ کړي. طالبانو وړمه ورځ وویل چې د افغان امنیتي ځواکونو ۲۰... Читать дальше...

دي سپکتېتور: له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل د سولې په معنی نه‌ده

Pa.azadiradio.com 

د سپکتېتر مجلې لیکوال پاول ووډ زیاتوي، دې طالب ورته وویل چې په ۲۰۰۶م کال کې کله چې بریتانویانو اعلان وکړ چې هلمند ته راځي، د کلي خلک‌يې راټول شول او مطلق اکثریت پرېکړه وکړه چې له طالبانو سره یوځای شي.



Москва

"Святой Ленин" спасает мир и возглавляет "восстание ИИ машин... хороших по существу". 8 серия, СЕРЬЁЗНЫЕ НОВОСТИ.


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин объявил о начале работы хаба молодежного предпринимательства



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Тимати

"Звездач": рэпер Тимати купил мотоцикл за 3,1 млн рублей




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

Генпрокуратура потребовала передать государству велотрек с Олимпиады-80

После концерта и в дождь дороже: как складываются цены на поездки на такси

Юные тулячки завоевали серебро и бронзу турнира по синхронному плаванию


Ролан Гаррос

Главный русский теннисист заставил Париж аплодировать ему стоя. Что удалось Осьминогу Медведеву?



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Госдума в течение 30 дней рассмотрит пакет с поправками в Налоговый кодекс



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России