وحید عمر او فېروزالدین فېروز څارنوالۍ ته وپېژندل شول؛ مشرانو جرګه دا واک لري؟
له دې سره جرګه د يوې دولتي کمېټې لهخوا د کرونا ویروس خپرېدو په اړه د عامه پوهاوي برخه کې د ٢٧ میلیونه افغانیو لګښت د پوښتنې وړ یادوي.
له دې سره جرګه د يوې دولتي کمېټې لهخوا د کرونا ویروس خپرېدو په اړه د عامه پوهاوي برخه کې د ٢٧ میلیونه افغانیو لګښت د پوښتنې وړ یادوي.
د دوهمې نړیوالې جګړې څخه پاتې بریتانوی پوځي ټام مور نن سلمه کلیزه لمانځي. ټام مور ته وروسته له هغه د رسنیو پام ور واوښت چې ده اعلان کړی و د خپلې سلمې کلیزې په مناسبت پیسې ټولوي او بیا یې له کرونا ویروس سره د مبارزې به برخه کې په بوختو ډاکترانو او روغتیاپالانو لګوي. دغه بریتانوي پخواني پوځي ۲۹ میلیونه انګلیسي پونډه ټول کړي دي چې ۳۶ میلیونه ډالره کېږي. ده ته اوس د یادو هڅو په خاطر په بریتانیا کې د یوه ملي اتل په سترګه کتل کېږي. کپټان ټام مور د دوهمې نړیوالې جګړې پر مهال په هند او اندونیزیا کې په پوځي خدمت ګمارل شوی و.
په تاجکستان کې د کرونا وبا د کنټرول دولتي کمېسیون منلې چې هلته ۱۵ کسان په کرونا ویروس اخته شوي. تاجک چارواکو تر دې مخکې نهتأییدوله چې څوک دې په تاجکستان کې کرونا ویروس نیولی وي. د کرونا د کنټرول دولتي کمېسیون نن د صدراعظم قاهر رسولزاده په مشرۍ غونډه درلوده. د همدې غونډې ګډونوال د ازادې اروپا راډیو تاجکي څانګې ته ویلي چې پنځه کسان په پلازمېنه دوشنبه او ۱۰ کسان په شمالي ښار خجند کې په کرونا ویروس اخته شوي دي. په تاجکستان کې ښوونځي د دوه اوونیو په مخ تړل شوي او هم د دغه هېواد د فوټبال سیالیو... Читать дальше...
د هلمند امنیه قوماندان وايي د طالبانو لهخوا يې د پنځو ولسوالیو د نیولو پلان شنډ کړی او ۱۹ تنهیې وروژلي دي. مل پاسوال خلیلالرحمن جواد پنجشنبه په لښکرګاه کې رسنیو ته وویل چې طالبانو تېره شپه پر کجکي، سنګین، ناوې، ګرشک او ګرمسېر ولسوالیو ډلهییز او قوي بریدونه وکړل، خو افغان ځواکونو په شا وتمبول. ښاغلی جواد زیاتوي: "دوی تېره شپه په پنځو ولسوالیو باندې شدیدې حملې درلودې. له نېکه مرغه اتلو پولیسو دوی ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړ. د دوی ۱۹ تنه مړه شوي او ۱۰ تنهیې ټپیان دي." په هلمند کې د طالبانو... Читать дальше...
که څه هم د يو شمېر دغو رسنيو نومونه نهدي اخيستل شوي، خو په کابل کې د موبي رسنيز ګروپ اعلان کړی چې د دوی ۱۵ کارکوونکي په کرونا ويروس اخته شوي.
ده وویل چې پيکنګ د ده د ولسمشرۍ پر مهال د سوداګرۍ اړوندو او نورو پالېسیو پر سر ناخوښی دی.
پر ریمدي سیور درملو د پراخې څېړنې پایله پرون چهارشنبه اعلان شوه او وویل شول چې دا درمل د 'کووېډ-۱۹' ناروغ د ناروغۍ موده چې له ۱۱ ورځو تر ۱۵ ورځو پورې ده، په متوسط ډول څلورو ورځو ته رالنډوي.
نیمه نړۍ د کورونا ویروس له ویرې په کورونو کې ایساره ده. روغتیاپالانو د دې وژونکې او اخیستونکې ناروغۍ د واکسین جوړیدو هڅې کړي، یو ډول دوا یې هم تازه تجربه کړې ده، خو په اروپا کې یوشمیر هیلمن دي چې بندیزونه به سستوي او د اسیا په ځینو سیمو کې دا اندیښنې دي چې بندیزونه څرنګه پلي کړي.احمد شیبر راپور لري
ریشي کپور د سرطان له ناروغۍ مړ شو. دی د بوبي په نوم په خپل لومړي فلم کې ښه وځلېد. فلم پر رومانوي کیسه جوړ شوی وو.
د 'افغاستان د حراست او ثبات شورا' ویاند مسعود ترشتوال ازادي راډيو ته د پنجشبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غويي ۱۱» وویل چې لا هم هڅې روانې دي چې د بېلابېلو لورو په منځګړیتوب د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله ترمنځ جوړجاړی وشي.
د نړۍ اکثر هېوادونه له اوونیو راهیسې د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره د اقداماتو په لړ کې په ډېرو سختو شرایطو کې ژوند کوي، خو په سویډن کې د دې ویروس پر ضد مقابله د جبري قرنطین او د کاروبار د جبري درولو له لارې نهکېږي.
په افغانستان کې تېره یو شپه او ورځ ۲۳۲ نور کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي. دا خبره د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار نن رسنیو ته کړې ده. هغه ویلي په افغانستان کې اوس په کرونا ویروس د اخته خلکو شمېر ټول ۲۱۷۱ ته رسېدلی. په دې ډله کې د ۶۴ کسانو مړینه تأیید شوې او د هغو کسانو چې درملنه شوې شمېر ۲۶۰ ته رسېدلی دی.
جرمني په خپله خاوره کې د لبنان د حزبالله ډلې ټول فعالیتونه منع کړل او اعلانیې وکړ چې د ایران له ملاتړ برخهمنه دا ډله له دې وروسته د یوه ترورېستي سازمان په توګه پېژني. د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویاند سټيف التر نن په یوه ټویټ کې د جرمني د کورنیو چارو د وزیر هورست سیهوفر په حواله دا اعلان خپور کړ. پنجشنبه جرمني پولیسو د دغه هېواد په څلورو ښارونو کې د حزبالله ډلې په څو جوماتونو هم ورننوتل. حزبالله په جرمني کې ۱۰۵۰ غړي او شاوخوا ۳۰ جوماتونه او فرهنګي مرکزونه لري. دا ډله ۲۰۱۳ کال په بلغاریا... Читать дальше...
د امریکا د استازو جرګې یوه غړي مایکل والټز ویلي ترڅو چې په افغانستان کې یرغمل شوی امریکايي قراردادي پخوانی پوځي مارک فریرکس نهوي خوشې شوی طالبانو ته نه کوم امتیاز قایلېږي، نه ورسره تړون غواړي. د جمهوري غوښتونکي استازي مایکل والټز خبرې نن د اسوشیټډ پرس اژانس خپرې کړي. هفه زیاته کړه: "زه واقعاً د هغو خبرو په اړه جدي اندېښنه لرم چې وايي طالبان د سولې لپاره جدي دي او له امریکا سره په تړون کې په خپلو ژمنو ولاړ دي. همدا نن چې موږ غږېږو هغوی (طالبان) یو پخوانی پوځي افسر او د امریکا تبعه له ځانه سره یرغمل نیولی. Читать дальше...
د دې روغتون رئیس حکیمالله صالح د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غويي ۱۱» له ازادي راډيو سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې نړیوالو اړوند ارګانونو ورسره د لازمو مرستو ژمنه کړې.
په همدې حال کې راپورونه وايي چې د امریکا کمانډو ځواکونو په افغانستان کې د خپل دغه برمته وګړي د خلاصون لپاره عملیات کړي او د حقاني شبکې مشکوک غړي یې د برمته نیونې په تړاو نیولي دي.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت د کرنیزو محصولاتو د مدیریت لپاره بېړنۍ او اضطراري طرحه چمتو کړې ده. اکبر رستمی د دې وزارت ویاند نن ازادۍ راډيو ته و ویل چې دا طرحه دا ولسمشر له لوري هم تأیید شوې ده. ښاغلي رستمي د دې طرحې په اړه و ویل: "کرنې وزارت په یوې عاجلې او بېړنۍ طرحه کار کړی چې د محصولاتو د مدیریت په خاطر جوړه شوې ده. دغه طرحه په داسې حال کې جوړه شوې ده چې که کرونا ویروس دوام وکړي دغه طرحه به په کار راشي. د دې طرحې پر بنسټ د کرنې وزارت په راتلونکو شپږو میاشتو کې پنځوس سلنه تازه مېوه... Читать дальше...
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي چې په وارداتي اوسپنیزو توکو ګمرکي تعرفه ١٤ سلنه زیاته شوې ده. د افغانستان مالیې وزارت وایي چې د دې تعرفو لوړېدو لامل د کورنيو اوسپنیزو تولیدي فابریکو څخه ملاتړ دی. د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي وایي چې دا د سوداګرۍ او صنعت خونو سره په همغږۍ ترسره شوی دی. د شمېرو له مخې افغانستان هره میاشت ٨٥ ټنه اوسپنیزو توکو ته اړتیا لري چې له ٨٠ سلنې لوړ اوسپنیز توکي له بهرنیو هېوادونو واردېږي.
د امریکا حکومت وايي، د یوه درمل ازمېښت ثابته کړې چې د کرونا په ویروس اخته کسان په لنډ وخت کې تداوي کېږي. دا درمل د امریکا د روغتیا ملي انسټټیوت په څه باندې زر تنو تجربه کړی او ډېره ښه نتیجهیې لرلې ده. امریکا په نړۍ کې په کرونا ویروس د اخته او مړو شویو خلکو د شمېر په لحاظ په سر کې ده. د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې په امریکا متحده ایالاتو کې څه باندې یو میلیون او ۴۰ زره کسان په کرونا اخته شوي چې له ډلې یې ۷۰ زره کسان مړه او نږدې یو نیم لک بېرته جوړ شوي. ټوله نړۍ کې بیا په کرونا... Читать дальше...
د هند سینما بالیووډ یو وتلی لوبغاړی ریشي کپور نن د ۶۷ کلنو په عمر په ممبی کې وفات شو. دی له سرطان کړېده چې بالاخرهیې د ممبی په یوه روغتون کې ساه ورکړه. د ده په مړینې باندې ګڼو خلکو په تېره بیا د هند د سینما ستورو خواشیني ښوولې ده. امیتابچن په خپل ټویټر لیکلي چې "ریشي ولاړ، ریشي کپور ولاړ. وفات شو. زه تباه شوم." د هند صدراعظم نرېندرا مودي هم په خپل ټویټر ریشي کپور یوه مستعده، لېوال او له شور ډک کس بللی دی او لیکلي يې دي چې ریشي کپور د فلمونو او هند د پرمختګ لېواله و او مړینې یې دی خواشینی کړی دی. Читать дальше...
نن د اپرېل ۳۰مه په افغانستان کې پر خبریالانو د خونړۍ حملې دوهم تلین دی. د ۲۰۱۸ کال د اپرېل په ۳۰مه د کابل په شش درک کې ځانمرګي برید د ازادي راډیو د درېیو همکارانو په شمول شپږ خبریالان او یو عکاس ووژل. د ازادي راډيو رئیس قادر حبیب د دې پېښې په اړه په یوه پيغام کې وویل: " په برید کې د ازادي راډیو خبریالان سباوون کاکړ او عبادالله حنانزی او دغهراز فرشته محرم درانۍ چې غوښتلیې د ازادي راډیو د ښځو پروګرام سره کار پيل کړي له شپږو نورو خبریالانو سره ووژل شول. هغه یوه توره ورځ وه موږ ټولو ټکان وخوړ، خو متزلزله نهشوو. Читать дальше...
په افغانستان کې د موبي ګروپ رسنیزې کمپنۍ ۱۵ غړي په کرونا ویروس اخته شوي دي. د دې رسنیزې کمپنۍ یوه مسؤل مسعود سنجر ازادي راډيو ته وویل چې په کرونا د اخته همکارانو وضعهیې ښه ده. موبي ګروپ په افغانستان کې طلوع، طلوعنیوز او لمر ټلوېزیونونه او څو راډیوګانې لري. مسعود سنجر وایي په کرونا د اخته همکارانو کورنۍ بهیې هم معاینه شي او اوس ټول دا ناروغان په کورني قرنطین کې دي. په افغانستان کې ټولټال ۱۹۳۹ کسان په کرونا ویروس اخته دي چې له ډلې یې ۶۰ کسان مړه شوي.
د غزني په اندړ ولسوالۍ کې ماین چاودنې پنځه ملکیان وژلي دي. د غزني د ولایت ویاند وحیدالله جمعهزاده نن ازادي راډیو ته وویل، د دغو ملکیانو موټر تېره ورځ ناوخته پر خښ شوي ماین وربرابر شو. هغه زیاته کړه: "د اندړ ولسوالۍ د نظر خان کلا په سیمه کې د ملکي کسانو موټر د طالبانو لهخوا پر خښ شوي ماین برابر شوی، چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه تنه شهیدان شوي دي. په وژل شویو کې ۲ مېرمنې، یو ماشوم او دوه نارینه دي. دغه کسان د لوګر ولایت د خروار ولسوالۍ اوسېدونکي وو چې دلته د خپلوانو لیدلو ته راغلي... Читать дальше...
په پکتیا کې د پوځ مسئولین وایي، طالبانو مرکز ته نږدې 'غوریزې' سیمه کې د محلي اردو پر پوستو ډلهییز بریدونه کړي دي. په دغه ولایت کې د ۲۰۳ تندر قول اردو مطبوعاتي مسؤل ایمل مومند ازادي راډیو ته وویل، بریدونه چې تېره شپه وشول، په شا تمبول شوي چې دواړو لورو ته مرګژوبله هم لري. هغه زیاته کړه: "د ګردېز اړوند د محلي اردو پر پوستو برید وشو، برید په شا وتمبول شو، خو زموږ دوه سرتېري پهکې وژل او درې ټپیان دي، طالبانو ته هم مرګژوبله اوښتې او د دوی دوه وسلهوال ژوندي نیول شوي دي." تر اوسه وسلهوالو طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نهدي ویلي.
په کابل کې د اروپایي ټولنې سفیر له عبدالله عبدالله غوښتي چې رامنځته شوی سیاسي بېلتون دې ژر تر ژره پای ته ورسوي. دغې ټولنې بېګا ناوخته په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دا غوښتنه د اروپایي ټولنې د سفیرانو مشر او د ناروې سفیر له عبدالله عبدالله سره د یوې وېډیویي غونډې پر مهال کړې ده. په خبرپاڼه کې خبرداری ورکړل شوی چې که سیاسي ناندرۍ هوارې نهشي، دا به له افغانستان سره په راتلونکو امنیتي او پراختیایي مرستو اغېز وکړي. د اروپایي ټولنې په خبرپاڼه کې غوښتنه شوې چې دا مهال باید د افغانانو ملي ګټو ته ارزښت... Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости