تورخم کې ولې بشپړ قرنطین عملي نهشو؟
د تورخم د ښاروالۍ مسؤلین وایي، د راستنېدونکو مسافرو لپاره په دغه ښارګوټي کې د قرنطین ترتیبات د مسافرو د کچې د زیاتوالي له امله له ستونزو سره مخ شول. په دې اړه سهارګل امیرزی راپور لري.
د تورخم د ښاروالۍ مسؤلین وایي، د راستنېدونکو مسافرو لپاره په دغه ښارګوټي کې د قرنطین ترتیبات د مسافرو د کچې د زیاتوالي له امله له ستونزو سره مخ شول. په دې اړه سهارګل امیرزی راپور لري.
ډاکتر حنیف دوه ورځې مخکې پر کرونا ویروس د اخته کېدو له امله مړ شو، کورنۍ او همکارانیې د عامې روغتیا پر وزارت انتقاد کوي چې تر اوسهيې د دوی د کرونا ویروس معاینه نهده کړې. نصرت پارسا دغه راپور جوړ کړی دی.
د دغه راپور پر بنسټ، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په یوه کوچنۍ غونډه کې دا پیغام محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ته رسولی دی.
د اروپايي ټولنې مشرتابه د کرونا ویروس په خاطر له لګېدلو محدودیتونو د وتلو لپاره یوه تګلاره پلان کړې ده. د اروپايي کمېسیون مشره اورزلا فن در لاین به سبا په اروپايي هېوادونو کې عادي وضعې ته د بېرته ګرځېدو لپاره تدریجي اقدامات اعلان کړي. اروپايي ټولنه ټینګار کوي چې دا اقدامات به په همغږې بڼه پلي شي. وار له مخه د اروپا په ځینو هېوادونو له هغې ډلې په ډنمارک کې د اپرېل له ۱۵ وړکتونونو او د ماشومانو ښوونځي پرانیستل کېږي. اتریش هم ویلي چې له راتلونکې اوونۍ واړه دکانونه، ساختماني پروژې او د بڼوالۍ اړوند پلورنځي پرانیستل شي. Читать дальше...
د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د ایران د بهرنیو چارو له وزیر محمد جواد ظریف سره د کرونا ویروس په وړاندې د مبارزې په لارو چارو ټيلیفوني خبرې کړې دي. ارګ ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي چې دوی نن له کرونا ویروس سره د مبارزې، سیمهییزو او دوه اړخیزو همکاریو او ایران څخه د افغان مهاجرینو د بېرته راستنېدو پر څرنګوالي مفصلې خبرې وکړې. د ایران د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي ظریف په حواله ویل شوي چې هېواد یې هغو افغان کډوالو ته چې په ایران کې مېشت دي او په کرونا ویروس اخته شوي، په وړیا ډول روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي. Читать дальше...
د دې خطرناک ویروس د خپرېدو له امله، چارواکي وایي چې هره ورځ جوپه جوپه کډوال له ایرانه افغانستان ته ستنېږي.
د ازادې اروپا/ ازادي راډيو د قرغزستان څانګې ازاتیک راډیو د قرغزستان له یوې بلې وېبپاڼې سره په ګډه د امریکا د تحقیقي راپورونو یوه جایزه ګټلې ده. دا جایزه دې ادارو ته د سازمان شویو جرمونو او فساد په اړه د راپورونو د لړۍ په خاطر ورکړل شوې ده. په امریکا کې مېشت د تحقیقي خبریالانو او اېډېټرانو ادارې ای ار اي دوشنبه خبریالان ستایلي په داسې یوه هېواد کې چې خلک نهغواړي د فساد او جرمونو په اړه راپورونه جوړ شي د راپورونو لړۍ جوړه کړه او خلکیې له حقایقو خبر کړل. د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د منځنۍ اسیا... Читать дальше...
د امریکا د استازو جرګې د څار او سمون کمېټې مشرې کارولین بي. مالوني ویلي له دې ډېره اندېښمنه ده چې د ولسمشر ډونالد ټرمپ د ادارې او طالبانو ترمنځ د سولې په تړون کې د افغان ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب لپاره یوه کلمه هم نهده راغلې. د اغلې مالوني په حواله دا بیان پرون شپه د امریکا د استازو جرګې په وېبپاڼه خپور شوی. جمهوري غوښتونکې استازې کارولین زیاته کړې چې د طالبانو په رژیم کې ښځې او نجونې سخت تر فشار لاندې وې او په ټولنه کې هېڅ رول نهو ورکړل شوی. د امریکا د استازو جرګې د څار او سمون کمېټې... Читать дальше...
د افغانستان کورنیو چارو سرپرست وزیر د کابل پولیسو ته هدایت ورکړی چې سر له سبا په کابل ښار کې ګرځبندیز په جدي ډول عملي کړي. په هغه وېډیو کې چې د دغه وزارت لهخوا ازادي راډیو ته رسېدلې د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي کابل پولیسو ته په خطاب کې ویلي چې له امنیتي و رسنیز، روغتیايي او مخابراتي کارکوونکو پرته او دغهشان هغه کسان چې ناروغان دي یا هم د خوراکي موادو اړتیا وي ورته نور هېڅڅوک په ښار کې ګرځېدو راګرځېدو ته پرې نهږدي. ښاغلي اندرابي په ځانګړي ډول ویلي چې دا ګرځبندیز باید په دولتي... Читать дальше...
له یو شمېر افغانانو مو، چې له هیواده دباندي ژوند کوي، پوښتنه کړې، په هغو هیوادونو کې چې دوی اوسي، د کورونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د اقداماتو په اړه په وړو ويډيوګانو کې راته ووايي. ځینو یې پيغامونه رالېږلي دي.
له دواړو ګوندونو څخه دغو دوو جګپوړو غړو پرون د اپرېل په شپږمه نېټه په افغانستان کې د ښځو د حقونو پر راتلونکې اندېښنه څرګنده کړه.
ښاغلي پیکان وویل، تر اوسه په کابل کې د کرونا ۷۳ مثبتې پېښې ثبت شوي چې یوازې یو کس ایران ته د سفر مخینه درلوده.
هیومن رایټس واچ وايي چې په افغانستان کې په ترورېزم مشکوک بندیان په پټو توقیفخونو کې ساتل کېږي او اکثراً د شکنجې په وسیله جبري اعترافونه ترې اخیستل کېږي.
یونېسف وايي د 'کوویډ-۱۹' یا کرونا ویروس له امله په سوېلي اسیا کې له ۴۳۰ میلیونو زیات ماشومان د ښوونځیو د تړلو له امله اغېزمن شوي دي. دې ادارې نن سې شنبه په یوه اعلامیه کې ویلي چې که زیانمنو ماشومانو او ستونزمنو لارو لرونکو ځايونو لپاره د ښوونځيو د تړلو په وخت کې د زدهکړې بل بديل برابر نهشي او له خپلو درسونو څخه وروسته پاتې شي، ښايي هېڅکله به هم بېرته ښوونځي ته لاړ نهشي. د نړۍ اکثرو پرمختللو هېوادونو کې د کرونا ویروس د وېرې د خپرېدو په خاطر ښوونځي او پوهنتونونه تړلي دي، خو زدهکوونکو ته په انلاین بڼه درسونه ورکول کېږي. Читать дальше...
وروسته هغې چې طالبانو اعلان وکړ چې د دوی پلاوی نور د زندانیانو په تخنیکي غونډو کې ګډون نهکوي، افغان حکومت وايي، طالبان باید په دې اړه خپل دریځ نرم کړي.
د ننګرهار چارواکي انتقاد کوي چې د پاکستان حکومت له همغږۍ پرته زرګونه هغه افغانان دې خوا را اړولي چې په تورخم کې ایسار و. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډيو ته وویل چې دوی په تورخم کې د دری زره کسانو لپاره د قرنطین زمینه برابره کړې وه، خو د خلکو په زیاتېدو سره مجبوره شول چې یوازې مشکوک کسان وساتي او نور رخصت کړي. په ننګرهار کې د قرنطین د لګولو په لومړۍ ورځ سلګونه کسان د تورخم په قرنطین ساحه کې وساتل شول، خو ګڼو انتقاد کاوه چې ان یوې جنازې تهیې هم په لومړي سر کې د مخکې تګ اجازه نهورکوله. Читать дальше...
د افغانستان په درېیو شمالي ولایتونو جوزجان، فاریاب او سرپل باندې له نن سهاره ترکمنستان هېواد خپله برښنا پرې کړې ده. دا خبره د جوزجان د برښنا شرکت رئیس سید منصور پویار ازادي راډيو ته وکړه. هغه زیاته کړه: "ترکمنستان د ځينو ستونزو په خاطر چې علتیې له بیات پاور سره د برښنا شرکت قرارداد دی برښنا پرې کړې. د ترکمن انرګو او زموږ د برښنا شرکت ترمنځ ستونزې پیدا شوي. هغوی غواړي د پخوا په څېر ۷۰ تر ۸۰ مېګا واټه برښنا موږ ته راولېږي، خو موږ دلته خپله تر ۴۰ مېګا واټه تولید لرو. اوس د ترکمنستان لهخوا برښنا... Читать дальше...
کندز ښار نن د کرونا ویروس د مخنیوي په هدف قرنطین شوی دی. د کندز مرستیال والي حشمتالله رحیمي عرضبیګي په یوه ناسته کې ویلي چې په کندز ښار کې دوشنبه د دوو کسانو د کرونا ټسټ مثبت راووت او له همدې امله د یاد ښار د قرنطین پرېکړه شوې ده. د کندز چارواکو له خلکو غوښتي چې د کرونا ویروس د مخنیوي په کمپاین کې له دوی سره همکاري وکړي او له خپلو کورونو ونهوځي. په کندز کې به له درملتونونو، قصابیو، نانوایانو او خوراکه پلورنځیو پرته نور ټول دکانونه او مارکېټونه تر بل اعلانه تړلي وي. له دې مخکې د افغانستان... Читать дальше...
د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي چې په دغه هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۴۲۳ ته رسېدلی. دغه وزارت ویلي چې په کرونا د اخته خلکو شمېر د ۵۶ نویو پېښو په ثبتېدو سره دې کچې ته لوړ شوی دی. د عامې روغتیا وزارت په وینا، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کرونا ویروس باندې په هرات کې ۲۷، په کابل کې ۱۲، په کندهار کې ۱۰، په بلخ کې ۵ او په ننګرهار کې دوه کسان تازه اخته شوي دي. هرات په ټول افغانستان کې د کرونا ویروس د زیاتو پېښو شاهد دی چې پهکې له ۲۵۷ تنه په دې ویروس اخته دي او ورپسې کابل په ۷۳ مثبتو پېښو سره په دوهم ځای کې دی. Читать дальше...
د ډاکتر حنیفالله زوی عتیقالله ازادي راډیو ته وویل چې پلار یې د نورو ناروغانو د درملنې پر مهال په دغه ویروس اخته شوی او اوسیې د کورنۍ نور غړي هم اندېښمن دي چې په دغه ویروس نهوي ککړ شوي.
د نړۍ ګڼ شمېر مرستندویه سازمانونو ویلي چې د نړۍ ډېرو غریبو هېوادونو ته ورکړي پورونه د دې لپاره ور وبخښل شي چې له کرونا ویروس سره په مبارزه کې مرسته ورسره شوي وي.
د بریتانیا صدراعظم بوریس جانس په کرونا ویروس له اخته کېدو وروسته اوس په نازک روغتیايي حالت کې دی.
د ازادي راډیو اوونیزه 'ژوند په شېبو کې' پروګرام د کندهار تاریخچې ته ځانګړی شوی.
نړیوالو ورځپاڼو د افغانستان په اړه په خپلو نننیو ګڼو کې بېلابېل مطالب خپاره کړي دي.
په داسې حال کې چې د نړۍ پام کرونا ویروس ته اوښتی، ایران دې خپلو هغو مکلفیتونو ته درناوی وکړي، چې په اټومي تړون کې ورته ټاکل شوي دي. دا خبره د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون پرون د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره په ټېلېفوني مکالمه کې کړې ده. مکرون زیاته کړې، د کرونا ویروس پر وړاندې د مبارزې لپاره دې نړیواله ټولنه همغږې شي. د فرانسې د حکومت د اعلامیې په حواله، مکرون هیله ښوولې چې ایران داسې تازه اقدامات ونه کړي، چې له اټومي تړون سره په ټکر کې وي او د سیمه ییز کړکېچ په کمولو کې برخه واخلي. بلخوا... Читать дальше...
Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).
103news.com — живые новости в прямом эфире!
В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.
Музыкальные новости