Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Май
2022

Новости за 01.05.2022

د طالبانو مشر ملا هیبت الله کندهار عيدګاه جومات کې زرګونه خلکو ته وینا وکړه

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو مشر ملا هيبت الله کندهار عيدګاه جومات کې د اختر تر لمانځه مخکې زرګونه خلکو ته وینا وکړه. د هغه څېره بیا هم رسنیزه نه شوه او د سټېج پر ځای د طالب چارواکو له منځ په ناسته وینا وکړه چې څېره یې يوازې په ځانګړې ګنبده کې ناستو طالب چارواکو لیدله. د دغه لوی جامع مسجد شاوخوا ځانګړي امنیتي تدابير هم نيول شوي وو. نور حال په دې راپور کې:

استانبول کې لسګونه لاریون کوونکي نیول شوي

Pa.azadiradio.com 

د ترکیې په استانبول ښار کې نن په لسګونه  لاریون کوونکي هغه وخت ونیول شول، چې د زیاتېدونکي انفلاسیون په اعتراض لارو سړکونو ته راووتلي وو. یوه محلي ټلویزیون د پولیسو تصویرونه وښودل چې په تقسیم میدان کې له  لاریون کوونکو سره لاس و ګرېوان شوي او هغه  لاریون کوونکي چې لاسونو ته یې ولچکونه اچول شوي، د پولیسو موټرو ته خېژوي. دیميرورین خبري اژانس وايي، ۳۰ کسان د استانبول بشیکتاش او ۲۲ په شیشلي کې نیول شوي دي. د استانبول د والي دفتر بیا وايي، ۱۶۴ کسان د غیرمجاز لاریونونو پر مهال نیول شوي دي.

افغاني رسنۍ سږ کال د اختر لپاره ځانګړې خپرونې نه لري

Pa.azadiradio.com 

د رسنیو یو شمېر کارکونکي د طالبانو له لوري پر رسنیو د محدودیتونو لګول، اقتصادي ستونزې او وروستي مرګوني بریدونه هغه لاملونه یادوي، چې د سږ کال اختر لپاره یې د دوی ځانګړي پروګرامونه پیکه کړي دي. د رسنيو د خپرونو يو جوړوونکی چې د امنيتي ستونزو له امله نه غواړي نوم يې راپور کې خپور شي وايي، په تېرو کلونو کې به کنسرتونه او خپرونو ته د هنرمندانو رابلل د دوی مهمې اختریزې خپرونې وې. خو سږ کال رسنۍ هغه شان خپرونې نه لري. ده سږ کال د خپلې رسنۍ د اختریزو خپرونو په اړه ازادي راډیو ته وویل:"سږ کال زموږ په... Читать дальше...



روسيې د اوکراين له يوه موزيم قيمي اثار لوټلي

Pa.azadiradio.com 

اوکراین پر روسیې تور ولګاوه، چې ځواکونو یې په جنوبي ښار ماریوپول کې له یوه موزیم څخه قیمتي لرغوني اثار لوټ کړي دي. د ماریوپول ښاروال ایوان فیدوروف د اوکراین ملي ټلویزیون ته وویل، روسي پوځیانو د سرو زرو سکې هم ترلاسه کړي او معلومه نه ده چېرې یې وړي دي. نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی و، چې د ماریوپول موزیم یوې چارواکې ویلي چې د دوی کارکوونکو د موزیم قیمتي خزانه د یوې تاکاوۍ په بکسونو کې پټ کړي وو.

د امریکا د استازو جرګې مشرې کییف کې له ولسمشر زلینسکي سره وکتل

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د استازو جرګې مشره نانسي پلوسي په یوه نااعلان شوي سفر د اوکراین پلازمېنې کییف ته ورسېده او له ولسمشر ولادمیر زلینسکي سره یې وکتل. پلوسي زلینسکي ته وویل، چې د ازادۍ لپاره د مبارزې د قدرداني په پار ورسره ګوري. پلوسي ویلي، د دې سفر هدف دا دی چې د امریکا نور ملاتړ راروان دی. د امریکا د استازو جرګې مشرې اوکراین ته د سفر پر مهال د هغه هېواد د پارلمان له ځینو غړو سره هم وکتل. د امریکا ولسمشر جو بایډن تېره اوونۍ د امریکا له کانګرس غوښتنه وکړه، چې اوکراین ته د ۳۳ میلیارد ډالرو په ارزښت د مرستو بسته تصویب کړي.

له سياسي بدلون وروسته يو له بل جلا شوې کورنۍ اختر څنګه لمانځي؟

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې له سیاسي بدلون را وروسته چې کومې کورنۍ له یو بله جلا شوي، اختر څنګه لمانځي؟ له کورنۍ لیرې په کډوالۍ کې خپل لومړی اختر. خدیجه په اوښکو او ډک ستونD د هغو ورځو کیسه کوي، کله چې له کورنۍ سره یو ځای وه. دا وایي، اختر ورته خوشالي نه ده راوړې. نوموړې وايي: "نن می حال ډېر بد دی، ځکه په ژوند کې لومړی ځل دی چې مسافره یم، ما پخوا کله مسافري نه وه کړې. مور مې سهار راته ټليفون وکړ او وې ژړل، زه او وروڼه مې ټول مسافر شوو. دا موږ ته اختر نه دی، نن مې څو ځلې ژړلي او ټلیفون مې قطع کړی، څو... Читать дальше...

د امريکا د استازيو جرګې مشره د اوکراين پلازمېنې ته رسېدلې

Pa.azadiradio.com 

په داسې حال کې چې د اوکراین په ختیځ او جنوب د روسیي ځواکونو بریدونه دوام لري، د امریکا د استازیو جرګې مشره نانسي پلوسي د یوه پلاوي په مشرۍ د اوکراین پلازمینې کییف ته رسېدلې. د امریکا د استازیو جرګې مشره نانسي پلوسي د اوکراین له ولسمشر ولادمیر زیلینسکي او نورو چارواکو سره د لیدنو کتنو لپاره د اوکراین پلازمینې کییف ته رسیدلې ده. د ازادي راډیود خبر د مرکزي څانګې د راپورله مخې پلوسي زیلینسکي ته وویل، موږ په دې باوریو چې له تاسو سره په دې خاطرګورو چې د آزادۍ لپاره د مبارزې په خاطردر څخه مننه وکړو. Читать дальше...

په افغانستان کې د اختر په لومړۍ ورځ هيڅ امنیتي پېښه نه ده شوې

Pa.azadiradio.com 

تر اوسه د کوچني اختر په لومړۍ ورځ په افغانستان کې د کومې امنیتي پېښې په اړه راپور نه‌دی ورکړل شوی. د یوې خونړۍ روژې له تېرېدو وروسته، د کوچني اختر په لومړۍ ورځ په افغانستان کې کومه لویه امنیتي پېښه نه‌ده شوې. یو شمېر کابل مېشتي وايي، سره له دې چې پلازمېنه کې د تېرې شپې هوايي ډزو ووېرول، خو خوښ دي چې د اختر لومړۍ ورځ خوندي وو.  د کابل اوسېدونکي شریف ازادي راډیو ته وویل: "د اختر لومړۍ ورځ شکر په امنیت کې تېره شوه، خو سره له دې چې په کابل کې کور په کور تالاشي وشوه او له خلکو وسله ټوله شوه، بیا... Читать дальше...



چين: د یوې ودانۍ نړېدو له کبله ۲۳ کسان تر کنډوالو لاندې بند پاتې دي

Pa.azadiradio.com 

د چین په مرکزي برخه کې د یوې ودانۍ د نړېدو له کبله لږ تر لږه ۲۳ کسان تر کنډوالو لاندې راګیر پاتې دي. چارواکو پرون شنبه وویل، ژغورونکي هڅه کوي د نړېدلو ځایونو په سپړلو سره راګیر کسان وژغوري. په دې ودانۍ کې یو هوټل، یوه سینما او څو اپارتمانونه وو. د ودانۍ د نړېدو د علت په اړه چارواکو څه نه دي ویلي.

روسیې د اوکراین یوې نیول شوې اټومي بټۍ ته متخصصان لېږلي

Pa.azadiradio.com 

د اټومي انرژۍ نړیواله اداره وايي، د کییف لا خوا اطلاعات وررسېدلي چې روسیې د اوکراین یوې نیول شوې اټومي بټۍ ته متخصصان لېږلي دي. د دې ادارې په وینا د مسکو هدف دا دی چې د اوکراین د جنوب ختیځ په زاپوریژیا اټومي بټۍ کې د څارنې له چارو سره مرسته وکړي. دغه اټومي بټۍ د روسیې په کنټرول کې ده، خو د اوکراین او روسیې له سختې جګړې سره- سره یې فعالیت د اوکراییني کارکوونکي له کبله روان دی. د دې اټومي بټۍ په اړه د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ د څار ادارې اندېښنې ښوولې ده. د اټومي انرژۍ د څار نړیوالې ادارې... Читать дальше...

ننګرهار کې ۴۰ بنديان خوشې شول

Pa.azadiradio.com 

د ننګرهار لپاره د طالبانو مطبوعاتي دفتر پرون په یوه اعلامیه کې وویل، د کوچني اختر په مناسبت ۴۰ بندیان له بنده خوشې شول. اعلامیه کې راغلي، په دغو ۴۰ خوشې شویو بندیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

ترکيې په بدخشان او تخار کې له ۳۰۰ کورنيو سره بشري مرستې کړي

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې د ترکیې سفارت وايي، د دغه هېواد له خوا په بدخشان او تخار ولایتونو کې پر ۳۰۰ کورنیو بشري مرستې ووېشل شوې. دغه سفارت پرون ناوخته په یوه ټویټ کې ویلي، له دې سره د هغو کورنیو شمېر ۳۷۵۰۰ ته ورسېد، چې د نېکۍ په نوم د رېګاډي په وسیله له لېږدول شویو مرستو برخمنې شوې دي. بلخوا د طالبانو د حکومت یو ویاند ذبیح اله مجاهد تېر ماښام وویل، دوی له ازبکستان څخه هغه ۴۰۰۰ ټنه بشري مرستې ترلاسه کړې، چې د دغه هېواد د ولسمشر په سپارښتنه د اختر په مناسبت افغانستان ته ولېږل شوې.

پروان کې د برېښنا پايو د تخريب په تور دوه کسان نيول شوي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت وايي په پروان ولایت کې د وارداتي برېښنا د دوو پایو د تخریب په تور دوه کسان نیول شوي دي. د پروان د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول کامران حبیبي پرون محلي رسنیو ته ویلي، دغه دوه کسان په تاغمه سیمه کې د پایو د تخریب د پېښې په تړاو نیول شوي دي. دغه پایې وړمه شپه په بمي چاودنو تخریب کړای شوې، چې برېښنا شرکت ویلي ترمیم یې څو ورځې وخت نیسي.

اوکرايني چارواکي: د بوچا ښار کې تر زر ډېر مړي موندل شوي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین په بوچا ښار کې د ځینو نورو کسانو مړي موندل شوي، چې د پولیسو په خبره داسې ښکاري دغه کسان شکنجه شوي هم وو. د اوکراین د پلازمېنې کییف په شمال لویدیځ ښارګوټي بوچا کې د درېیو سړیو مړي پرون وموندل شول. چارواکي وايي د دغو کسانو لاسونه تړل شوي، پر بدن یې ټپونه او د مرمیو نښانونه ښکاري، چې د پولیسو په خبره دا د شکنجې ښکارندويي کوي. د اوکراین حکومت وايي په بوچا کې تر اوسه تر ۱۰۰۰ زیات مړي موندل شوي، چې د ګڼو مړو پر بدنونو د شکنجې نښې لیدل شوي دي. دغه مړي په دې ښارګوټي کې وروسته له هغې وموندل شول، چې روسي ځواکونه تېره میاشت ورڅخه ووتل. Читать дальше...

افغانستان کې بشري بحران ماشومان اغېزمن کړي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت په افغانستان کې بشري بحران زیات جدي نه بولي او وايي عمده علت یې په دغه هېواد کې تېره جګړه وه. د طالبانو د حکومت یوه ویاند ذبیح الله مجاهد تېره شپه ازادۍ راډیو ته وویل، دغه بشري بحران چې ماشومان یې هم اغېزمن کړي، د تېرې جګړې نتیجه ده. نوموړي وويل: "بشري بحران هم دومره نه دی چې په بهر کې یې خلک تبلیغوي. خلک اقتصادي ستونزې لري چې له جګړې پاتې مسایل دي. موږ یې په حل پسې لګیا یو، ژوند روان دی. مرستې هم راغلي پر خلکو وېشل شوي دي. په داخل کې هم شتمنو افغانانو له بېوزلو سره مرستې کړي... Читать дальше...

طالبان: اختر کې د هر ډول نا امنۍ د مخنيوي هڅه کوو

Pa.azadiradio.com 

وروسته له هغه چې کابل کې د ايران سفارت افغانستان کې د امنيت په اړه اندېښنې وښودې، طالبانو ويلي دوی هڅه کوي چې د هر ډول نا امنۍ مخه ونيسي. په کابل کې د ایران سفارت ویلي، دوی هیله من دي، چې د طالبانو سرپرست حکومت د ټروریزم او افراطیت په وړاندې په مبارزه کې بریا خپله او د ټولو افغانانو خوندیتوب یقیني کړي. د ایراني رسنیو د پرونیو راپورونو له مخې دغه سفارت دا غوښتنه وروسته تر دې وکړه چې په کابل، بلخ او نورو ځایونو کې یو لړ بمي حملو څو جوماتونه په نښه کړل. دغه سفارت د جمعې په ورځ هم په ځینو ټویټونو... Читать дальше...

عمران خان د اسلام اباد پر لور د اوږد لاريون د ايستلو خبر ورکړ

Pa.azadiradio.com 

د پاکستانی پخوانی صدر اعظم او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان وايي، د روانې مې میاشتې په وروستیو کې به د اسلام اباد په لور اوږد لاریون وکړي. عمران خان چې د خپل حکومت پر پرځېدو اعتراض لري، تر اوسه څو احتجاجي غونډې کړي دي. د ده د تازه اعلان په ځواب کې د پاکستان نوي حکومت څه نه دي ویلي. د پاکستان د نوي حکومت صدر اعظم شهباز شریف دا مهال په سعودي عربستان کې دي.

روسيې د اوکراين پر درېيم ستر ښار اوديسې بريد کړی

Pa.azadiradio.com 

روسیې د اوکراین د درېیم ستر ښار اودیسې د هوايي ډګر پر الوتلیکې یا رن وې توغندويي برید وکړ. د اوکراین د جنوب عملیاتي قوماندانۍ ویلي چې پرون له غضب شوې کریمیا څخه راکټ وویشتل شو چې له کبله یې د اودیسې له هوايي ډ‌ګره کار نه شي اخیستل کېدای. له بلې خوا د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زیلسنکي وايي، ډېره ګرانه ده چې له روسیې سره دې د سولې خبرې وشي.

د طالبانو د حکومت رئيس الوزرا: سږنی د سولې او ټيکاو اختر دی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت رییس الوزرا محمد حسن اخند د ارګ په جومات د اختر له لمانځه وروسته وویل، افغانستان کې سږنی اختر د ټولیز امنیت او سولې سره راغلی. د طالبانو رییس الوزرا محمد حسن اخند وايي، سږ کال کوچني اختر کې په ټول افغانستان کې سراسري سوله راغلې او افغانان باید پر دې شکر وباسي. محمد حسن اخند چې د ارګ په جومات کې یې د اختر له لمانځه وروسته خبرې کولې وویل، تېرو کلونو کې د اخترونو پر مهال به افغانان درې ورځې اوربند ته خوښ و، خو اوس تل‌پاتې اوربند راغلی. نوموړي وويل: "دا به د عامو مسلمانانو او افغان... Читать дальше...

افغانستان کې نن د کمکي اختر لومړۍ ورځ ده

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې نن د اختر لومړۍ ورځ اعلان شوې ده خو له پلازمېنې کابل څخه د ازادۍ راډیو خبریال وايي، چې د نورو اخترونو په پرتله په ښار کې لږ خلک لیدل کېږي. همداراز د اختر لمونځ ته لږ خلک تللي وو. دا لومړی ځل دی چې د پخواني دود خلاف افغانستان له سعودي عربستان سره په یوه وخت اختر نه کوي.

ډيپلوماټ: داعش غواړي د تاجکستان پر وړاندې تاوتريخوالي زيات کړي

Pa.azadiradio.com 

ډیپلوماټ: ډيپلوماټ خپرونې لیکلي، چې په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د خراسان څانګه غواړي چې په سیمه کې د تاجک جنګیاليو او نورو له ډلې کسان جلب او د تاجکستان پر وړاندې تاوتریخوالی زیات کړي. خپرونه زیاتوي، چې داعش په دې لار کې خپلې تبلیغاتي هڅې پراخې کړي دي. په دوام کې راغلي، وروسته له هغه چې داعش ډلې په دې وروستیو کې د ازبکستان په خاوره کې د برید خبر ورکړ، د دغې ډلې یوه ملاتړي چې په تاجکي ژبه غږېده په تاجکستان کې د ورته بریدونو غوښتنه وکړه. د داعش د تبلیغاتو څانګې العزایم په یوه... Читать дальше...

حقاني: د طالبانو د مشر د عمومي عفوې فرمان نقض کوونکي به محاکمه شي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر، په خپل اختریز پېغام کې لیکلي، د دوی د مشر هبت الله اخندزاده د عفوې فرمان چې چا نقض کړی، که څه هم شمېر یې ډېر کم دی خو د اسلامي شریعت د احکامو له مخې به محاکمه شي.  د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست وزیر سراج الدین حقاني په خپل اختریز پېغام کې دا خبره کړې ده. دا پېغام چې د کورنیو چارو وزارت له خوا د دوی د واتسپ ګروپ له لارې له رسنیو سره شریک شوی په کې راغلي، هغوی چې دا فرمان یې نقض کړی او خپل احساسات یې پر اصولو لوړ ګڼلي دي، د شریعت د احکامو له مخکې به محاکمه شي. Читать дальше...

اقتصادي کړکېچ؛ ځينې افغان کورنۍ سږني اختر ته هېڅ تيارى نه لري

Pa.azadiradio.com 

د اختر له را رسېدو سره هم مهاله په کابل کې یو شمېر کورنۍ وايي، د اقتصادي بحران له امله یې سږ کال اختر ته هېڅ تیاری نه دی نیولی. ۴۵ کلن افضل په کابل کې د یوې شپږ نفري کورنۍ سرپرست وايي، سږ کال یې اقتصادي وضعیت ښه نه دی او د اختر د نمانځلو لپاره یې هېڅ تیاری نه دی کړی. هغه چې د طالبانو له راتګ مخکې رسمي دنده درلوده، اوس د یوې کراچۍ په وسیله د خپلې کورنۍ نفقه پیدا کوي چې په دې خاطر د اختر د مېوې او جامو د اخیستلو وس نه لري. نوموړي زياته کړه: "زه سږ کال بېکاره شوی یم او هغه عاید چې د کراچۍ له لارې... Читать дальше...



Москва

«СВЯТОЙ ЛЕНИН» спасает население от борьбы с перенаселением, 5 серия, СЕРЬЁЗНЫЙ НОВОСТНОЙ СЕРИАЛ.


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

В Москве выбрали лучших педагогов в рамках городского конкурса — Собянин



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Игорь Бутман

Трансляцию концерта джазового оркестра Бутмана посмотрели 50 млн китайцев




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

На ВДНХ пройдет Удмуртский национальный праздник Гербер

VK Fest 2024: Музыка и Развлечения на Открытых Площадках России

Представители KAMA TYRES приняли участие в 57-й легкоатлетической эстафете


Ига Свёнтек

Лишь две теннисистки моложе Свёнтек выигрывали 16 матчей подряд на «Ролан Гаррос»



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


News Every Day

‘Please don’t play that at matches next season’, beg Luton fans after Coldplay reveal new song for Hatters at festival



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России