Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Май
2022

Новости за 06.05.2022

امريکا او ايرلینډ پر هرازه وګړيو د بريدونو په اړه اندېښنې ښودلي

Pa.azadiradio.com 

امریکا او ایرلنډ په افغانستان کې د هزاره ګانو تدریجي وژنې او د افغان مېرمنو د حقونو په اړه جدي اندېښنه ښودلي. په افغانستان کې د هزاره ګانو وژل ، د مېرمنو د حقونو تر پښو لاندې کول او له زده کړو د دوی لرېوالی هغه موارد دي چې امریکا او ایرلنډ یې په اړه اندېښنې لري. د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویست په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې په ورستیو څو اونیو کې د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د هزاره ګانو په تدریجي ډول وژل د اندېښنې وړ مسله ده. هغه لیکلي په افغانستان کې له زده کړو د مېرمنو... Читать дальше...

د هنګري صدر اعظم: پر روسیه د اروپایي ټولنې د تازه بندیزونو ملاتړ نه کوو

Pa.azadiradio.com 

د هنګري صدراعظم، ویکټور اوربان یو وار بیا د خپل حکومت پر دریځ ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د روسیې په وړاندې د اروپايي ټولنې د بندیزونو د تازه پېشنهاد شوې بستې ملاتړ نه کوي. په دغو بندیزونو کې له روسیې د تېلو د واردولو منع کېدل هم شامل دي. اوربان نن د هنګري له دولتي راډیو په خبرو کې وویل، دغه بندیزونه، په اټومي بم د هنګري د اقتصاد په نښه کولو معنی لري. ده زیاته کړه، بوداپست د هغو پېشنهادونو مخالف نه دی، چې د هنګري ګټو ته زیان نه اړوي. تر دې یوه ورځ مخکې اروپايي ټولنې، له اوکراین سره د روسیې... Читать дальше...

راپورونه: د بغلان د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر وژل شوی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان محلي رسنیو د بغلان د امنیې قوماندانۍ د جنايي جرمونو په وړاندې د مبارزې مدیر د وژل کېدو راپور ورکړی دی. د پژواک خبري اژانس او طلوع نیوز په وینا، ناپېژاندو وسلوالو د مولوي نورالدین په نوم د طالبانو دغه چارواکی، تېره شپه د بغلان په تاله و برفک ولسوالۍ کې وژلی دی. رسنیو د بغلان د والي قاري بختیار معاذ په حواله راپور ورکړی، چې وايي پېښه د شخصي دښمنې له مخې شوې ده. تر اوسه د دې پېښې مسوولیت چا نه د ی منلی، خو تر دې مخکې د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت ملي جبهې ادعا کړې، د طالبانو غړي... Читать дальше...



ایران کې د افغان کډوالو سرشمېرنه؛ يو شمېر افغانان یې اندېښمن کړي

Pa.azadiradio.com 

په ایران کې یو شمېر افغان کډوال د افغان کډوالو د شمېرلو په اړه د ایران د وروستۍ پرېکړې ته اندېښمن دي. د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي په دغه هېواد کې د افغانانو د سرشمېرنې بهیر لازمي بللی او ویلي یې دي چې که څوک همکاري ونه کړي ورسره به قانوني چلند وشي. ۴۴ کلنه مريم د کندوز ولايت اوسېدونکې  او له ٢٨ کلونو راهيسې په ايران کې د کډوالۍ ژوند کوي. د اغلې مريم په خبره، پخوا یو ځلې خپله او بل ځلې يې نږور په سرشمېرنه کې برخه اخيستې او له کومې ستونزې سره نه دي مخ شوي. خو دا ځل په ايران... Читать дальше...

ارزګان کې دوه کسان وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د ارزګان د اطلاعات او فرهنګ رياست مسؤلين وايي، تېره ورځ ناوخته د دهراوود ولسوالۍ په د سياه سنګ سيمه کې د نامالومه کسانو لخوا د عبدالجان او جمعه خان په نومونو دوه کسان وژل شوي دي. د اطلاعات او فرهنګ رئيس ملامحمد اصف ازادي راډيو ته وويل، پيښه هغه مهال رامنځته شوي ده چې ياد کسان په يوه موټر کې سپاره وه او پر دغه موټر ډزې شوي دي. نوموړی د پېښې انګېزه شخصي دښمني بولي. ښاغلی اصف وايي، سيمي ته ځواکونه رسېدلي دي او يادې پېښې په تړاو يې درې کسان نيولي هم دي. يوه سرچينه وايي وژل شوي کسان زوی او پلار... Читать дальше...

د ټولګيو جدا کېدل؛ محصلين: د درس ډېرېدو مو د دندو وخت نيولی

Pa.azadiradio.com 

د کابل پوهنتون یو شمېر محصلین وایي د نجونو او هلکانو د ټولګیو د جدا کېدو له امله یې درسي ساعتونونه ډېر شوي چې دغه مسلې دوی نیمه ورځ له دندو منع کړي دي. د کابل پوهنتون یو محصل چې د زده کړو ترڅنګ یې نیمه ورځ کار هم کاوه وایي، د محصلینو د درسي ورځو د جلا والي په اړه یې د طالبانو د حکومت وروستۍ پرېکړې ترې د نیمه ورځ کار کولو فرصت اخیستی دی. نوموړي چې نه یې غوښتل په دغه راپور کې یې نوم واخیستل شي ازادي راډیو ته وویل:"اړ شوم چې دنده پرېږدم، مخکې به مې له زده کړو سره کار هم کاوه چې دې مسلې راسره له... Читать дальше...

اڅکزی: د افغانستان د وېش په اړه فکر کوونکي به له ورته برخليک سره مخ شي

Pa.azadiradio.com 

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر وايي، که څوک سوچ کوي چې افغانستان به سره ووېشل شي، پاکستان او ایران به هم له ورته برخلیک سره مخامخ شي. محمود خان اڅکزي نن جمعه، په پښین کې د خپل ګوند یوې غونډې ته وویل:"که خدای مکړه افغانستان به په شمال او جنوب تقسیمېږي نو که افغانستان تقسیم شو پاکستان به خامخا تقسیمېږي ایران به خامخا تقسیمېږي." له کله چې طالبانو د ۲۰۲۱م کال د اګست پر ۱۵مه پر افغانستان بیا ولکه ټینګه کړې، د نړۍ یوه هېواد هم د دوی سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د ماريوپول کلا بند ښار؛ روسي ځواکونو پرې بيا بريدونه پيل کړل

Pa.azadiradio.com 

روسي ځواکونو د اوکراین د ویجاړ شوي بندري ښار، ماریوپول د فولادو پر یوه فابریکه یو وار بیا حملې له سره پیل کړې. هلته د راګیرپ اتې شویو جنګیالیو د ځپلو لپاره په دغو حملو کې له جنګي الوتکو هم کار اخیستل کېږي. بلخوا د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي له ماریوپول د ملکیانو د ایستلو درېیم پړاو عملیات پلان شوي دي. ګومان کېږي، د ویجاړ شوي بندري ښار ماریوپل د فولادو د فابریکې په تهکاوۍ/ زېرخانه کې به شا و خوا ۲۰۰۰ اوکرایني جنګیالي او په سلګونو ملکیان راګیر پاتې وي. روسي ځواکونو د تېرې اوونۍ په لومړیو کې هم هلته د ماریوپول پر دېره مدافعانو حمله کړې وه. Читать дальше...



بادغيس: پر نشه د روږدو کسانو د درملنې مرکز له تېرو اته مياشتو راهيسې فعاليت نه دی کړی

Pa.azadiradio.com 

په بادغیس ولایت کې د معتادینو د درملنې يوازيني شل بستريز مرکز تړلو د بادغیس ولايت د څو زرو معتادینو پر ژوند ناوړه اغېز کړی دی. بسم الله دېرش کاله مخکې ایران ته د کار لپاره تللی و چې هلته په هيروينو معتاد شو، ده ازادۍ راډيو ته وويل، د معتادینو د درملنې روغتون تړلو د ده هيلې له خاورو سره خاورې کړې. نوموړي وويل: "موږ ټوله هيله لرو چې درملنه مو وشي، ټول هلکان هوښياريان دي او آن دا چې په دوی کې داسې ځوانان هم شته چې پوهنتونونه يې ويلي دي. هيڅوک نشته چې زموږ پر سر لاس راتېر کړي او راته ووايي چې وروره،... Читать дальше...

سيګار: د کوکنارو د کښت بندولو په اړه د طالبانو پرېکړه عملي نه ده

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د بیارغونې د څار امریکايي بنسټ يا سيګار وايي، د افغانستان د واقعيتونو په پام کې نيولو سره، د کوکنارو د کښت بندولو په اړه د طالبانو د حکومت پرېکړه ډېره عملي نه ده. د کوکنارو د کښت منع کولو په اړه د طالبانو د حکومت د مشر ملا هيبت الله اخوند د فرمان يوه مياشت پوره کېږي، خو د طالبانو حکومت تر اوسه د کوکنارو د کښت بندولو د څرنګوالي په اړه پاليسي نه ده اعلان کړې. اوس د افغانستان د بیارغونې د څار امریکايي بنسټ يا سيګار په خپل تازه راپور کې ويلي، د کوکنارو د کښت منع کولو په اړه د طالبانو... Читать дальше...

اوچا: افغانستان کې خلک بېړنۍ بشري مرستو ته اړتيا لري

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره اوچا په دغه هېواد کې د بشري اړتیاوو لوړې کچې اندېښمنه کړې ده. ۵۰ کلن ضیاءالدین چې د بادغیس ولایت اوسېدونکی دی وایي په دغه ولایت کې راوتلو سېلابونو یې کور او کرنیزې ځمکې په بشپړه توګه ویجاړ کړي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. نوموړی وايي:"ما په ژوند کې داسې حالت نه وه لیدلی، داسې شدید سېلابونه، همدا پرون مې ټولې ځمکې او هر څه مې چې درلودل،سېلابونو لاندې کړي دي." سبحان الله چې بیا د ننګرهار ولایت اوسېدونکی وایي تر اوسه له طبیعي پېښو په امان... Читать дальше...

ازبکستان سره پر پوله درې قزاقستاني وګړي وژل شوي

Pa.azadiradio.com 

د قرغزستان چارواکي وايي درې کسان د ازبکستان پر سرحد د ډزو په نتیجه کې وژل شوي دي. د چارواکو په خبره دغه کسان چې د قرغزستان وګړي ښوول شوي هغه وخت ووژل شول، چې د ادعا له مخې د ازبکستان سرحدي ساتونکو د دواړو هېوادونو پر پوله ډزې وکړې. د ازبکستان چارواکو نن جمعه د قرغزستان د سرحدي ساتونکو د دې راپور په اړه سم د لاسه تبصره نه ده کړې. راپورونه وايي د قرغزستان او ازبکستان مشران نن جمعه د دې پېښې په اړه خبرې کوي.

د هند کرکټ سيالۍ؛ نن ګجرات ټایټنز او ممبۍ انډیینز ډګر ته ښکته کېږي

Pa.azadiradio.com 

د هند د ۲۰ اوریزه کرکټ په کلنۍ اتلولۍ کې نن د ګجرات ټایټنز او ممبۍ انډیینز لوبډلو ترمینځ سیالي ده. افغان لوبغاړی راشد خان په ګجرات ټایټنز کې لوبیږي. تر اوسه په شویو سیالیو کې ګجرات ټایټنز پر لومړي، لکنو سوپر جاینټس پر دویم، راجستان رایلز پر درېیم، رایل چیلېنجرز بینګلور پر څلورم او دلي کیپېټلز پر پینځم مقام ده. د ای پي اېل سیالۍ د مارچ پر ۲۸مه پیل شوې دي چې د روانې میاشتې تر پایه به دوام ولري.

د اوکراين په ماريوپول ښار کې اوس هم نښتې روانې دي

Pa.azadiradio.com 

روسي ځواکونو او د ماریوپول ښار د ازوفستال د فولادو په کارخانه کې بند پاتې اوکراینیو سرتېرو نښتو ته دوام ورکړی دی. د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرېش د اوربند کېدو هیله ښوولې چې له هغې ویجاړې شوې ودانۍ څخه د نورو ولسي وګړو وتلو ته لاره برابره شي. روسي سرتېري، تر شاوخوا دوه نیمو میاشتو سختې بمبارۍ وروسته چې پکې ښار تر ډېره په کنډواله بدل شوی، د فولادو  لویې کارخانې ته داخل شوي دي. په هغه ودانۍ کې شاوخوا ۲۰۰۰ اوکرایني جنګیالیو او سلګونه ولسي وګړو په سورنګونو او خندقونو کې پناه اخیستې ده. Читать дальше...

فلسطيني بريدګرو درې اسرايليان وژلي

Pa.azadiradio.com 

اسرائیلي چارواکو ویلي، دوه فلسطیني بریدګرو د پنجشنبې په ماښام د تل ابیب په یوه ښارګوټي کې درې اسرایلیان د چړو په ګوزاونو وژلي او څلور نور یې ټپیان کړي. اسراییلي پولیسو د بریدګرو د موندلو لپاره چې په موټر کې تښتېدلي دي په پراخه کچه عملیات پیل کړي دي. د اسراییلو صدر اعظم نفتالي بینیټ د پنجشنبې په ماښام د لوړ پوړو امنیتي چارواکو سره تر لیدو وروسته وویل: "موږ به ترهګر تعقیب کړو او هغوی به د دې کار تاوان ورکړي." د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ تاوتریخوالی په دې وروستیو کې په اسراییلي اتباعو د بریدونو،... Читать дальше...

نړیوالې ورځپاڼې د افغانستان په اړه څه وايي؟

Pa.azadiradio.com 

سټار اينډ سټرايپس: سټارز اینډ سټرایپس خپرونې په افغانستان کې د امریکا شل کلنې جګړې په اړه د سیګار د یوه راپور په تړاو مقاله خپره کړې ده. په دې مقاله کې راغلي، چې که څه هم په افغانستان کې د امریکا جګړه پای ته رسېدلې، خو پوځ ته ځينې کاغذي کارونه لا پاتې دي.  په مقاله کې راغلي، چې د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون د ميلياردونو ډالرو په ارزښت هغه قراردادونه لغوه کوي چې د افغان امنیتي ځواک د تمیولو لپاره ځانګړي وو. د افغانستان د بیارغونې لپاره د ځانګړي سرپلټونکي د راپور له مخې چې د چهارشنبه په ورځ... Читать дальше...

افغانستان کې له ناقانونه لارو د اسنادو جوړولو اندېښنې زیاتې کړي

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې له ناقانونه لارو په جعل د دولتي او نورو ادارو د اسنادو جوړولو روان بهیر اندېښنې زیاتې کړي. هغه شخص چې شپږ میاشتې یې په دولتي ادارو کې کار بند دی او لا هم نه دی بشپړ شوی. دى نه غواړي نوم یې د ستونزو د لا پراخېدو له امله په دې راپور کې خپور شي، خو کیسه کوي چې د یوه قانوني کار د خلاصون لپاره یې تېرې ۳میاشتې په یوه دولتي اداره کې دروازه په دروازه ګرځېدلی دی. هغه وویل: "زما د خور د نکاح خط کارونه ټول بشپړ شول. شاهدان او نور قانوني مراحل یې خلاص شول، خو کله چې محکمې ته لاړو مسوولینو... Читать дальше...

د خوړو نړيوال پروګرام: د هند لس زره ټنه نور مرسته شوي غنم افغانستان ته لېږدول کېږي

Pa.azadiradio.com 

د ملګرو ملتو د خوړو نړیوال پروګرام چارواکو د هند په امرتسر ښار کې د غنمو له ګدام څخه د لیدنې پر مهال وویل،د هند له لوري لس زره ټنه نور غنم افغانستان ته لېږل کېږي.  د خوړو نړیوال پروګرام یا ډبلیو ایف پي او د هند حکومت د سږ کال په لومړیو کې یو سند لاسلیک کړ چې پر اساس یې هند افغانستان ته د ۵۰ زره ټنه غنمو مرستې ژمنه وکړه.   له دې اندازې غنمو تر اوسه پورې لس زره ټنه افغانستان ته رسېدلي دي.  د خوړو د نړیوال پروګرام مسوولانو د هند په امرتسر ښار کې د غنمو د یوه ګودام د لیدلو پر مهال وویل چې ۱۰... Читать дальше...

د بيلاروس ولسمشر: د اوکراین جګړې د غځېدو هیله مو نه درلوده

Pa.azadiradio.com 

د بیلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکو، چې د مسکو کلک ملاتړی دی، پرون (پنجشنبې) وویل چې تمه یې نه لرله چې د اوکراین جګړه به دومره اوږدېږي. لوکاشینکو له اسوشیتیډ پریس خبري اژانس سره په مرکه کې، له دې سره سره چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین بیا بیا د لوېدیځ او اوکراین پر ضد د اتومي وسلې د کارولو ګواښونه کړي، وویل چې له اتومي وسلو څخه د کار اخیستو مخالف دی. ده ونه ویل چې ایا پوتین له اتومي وسلې څخه د کار اخیستو پلان لري او که نه.


Музыкальные новости
Певица

Певица Пелагея разделила имущество с бывшим мужем





Rss.plus
Сергей Собянин

Собянин открыл пешеходную галерею между станциями метро и МЦД-4 Кутузовская




Эксперт оценил сообщения о требованиях КНР относительно стоимости газа РФ

Десятый сезон «Тавриды» впервые стартовал в Москве

Председатель столичного союза журналистов получил почетную награду

Семинар на тему контроля качества медицинской деятельности прошел в Лобне




د روغتیا سازمان: کرونا وبا په دوو کلونو کې نزدې ۱۵ ميليونه انسانان مړه کړي

Pa.azadiradio.com 

د روغتیا نړیوال سازمان اعلان وکړ چې کورونا وبا په ۲۰۲۰ او ۲۰۲۱ کلونو کې نژدې ۱۵ ميلیونه انسانان مړه کړي دي. دې سازمان پرون (پنحشنبې) په یوه مفصله اعلامیه کې دا خبره کړې ده.  د اعلامیې له مخې د ۲۰۲۰ کال له جنوري د ۲۰۲۱ کال تر ډسمبر پورې د هغو مړینو شمېر چې په مستقیم یا غیر مستقیمه توګه له کرونا سره تړلي دي ۱۴ میلیونه او نهو لکو ته رسیدلې.   په اعلامیه کې د روغتیا د نړیوال سازمان د مشر تدروس ادهونم ګبرېسوس په حواله راغلي چې د مړینو دا شمېر ښيي چې له کړکیچونو سره د مبارزې لپاره د روغتیايي سیسټمونو د پياوړتیا سخته اړتیا لیدل کېږي. Читать дальше...

شهباز شریف د سېلابونو له امله زیانمنو شويو افغانانو سره خواخوږي ښودلې

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې د وروستیو سېلونو او له کبله یې د سر و مال د تاوانونو په اړه خواشیني ښوولې او ویلي دي چې هېواد یې په دې سختو شېبو کې له افغانانو سره مرسته کوي. په هغه بیان کې چې پرون (پنجشنبې) د پاکستان حکومت خپور کړ، ویل شوي چې شهباز شریف د طالبانو له موقت حکومت او افغان ولس په تېره بیا هغو کورنیو سره خواخوږي کړې چې عزیزان یې مړه شوي یا ټپیان شوي دي. د افغانستان په شاوخوا لسو ولایتونو کې د وروستیو سېلونو او توپانونو له کبله لږترلږه ۲۲ تنه مړه شوي او تر ۳۰ ډېر نور ژوبل شوي دي.

ایران د افغان کډوالو سر شمېرنه پيل کړې

Pa.azadiradio.com 

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي په خپل هېواد کې افغان کډوالو ته خبرداری ورکړ چې په سرشمېرنه کې ګډون وکړي. د ایران د دولتي رسنیو د راپور له مخې، وحیدي وویل چې د افغان کډوالو سرشمېرنه پیل شوې او هڅه کوي چې په لنډ وخت کې یې بشپړه کړي. د ده په وینا د افغانانو لپاره دا سرشمېرنه جبري ده او که چا په سرشمېرنه کې برخه وانه خیسته، قانوني چلند به ورسره وشي. ایران ادعا کوي چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته شاوخوا یو ميلیون نور افغانان دغه هېواد ته پناه وړې ده. د ایران د کورنیو چارو وزیر د... Читать дальше...

ازبکستان: په يوازې توګه به د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژني

Pa.azadiradio.com 

د ازبکستان د ولسمشر سلاکار عصمت الله ارګاشیف وايي، هېواد به یې تر هغو چې نړیوالې ټولنې د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلی نه وي، په یوازې ډول د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژني. ارګاشیف، چې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړی استازی هم دی، وايي چې د نړیوالې ټولنې له لوري د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره لازمه ده چې په افغانستان کې ټولګډونه حکومت جوړ شي، بشري حقونه په تېره بیا د ښځو حقونه رعایت شي او له نړیوالو تروریستي ډلو سره د اړیکو د پرېکون په برخه کې ډاد ترلاسه شي. ده په عین حال کې منلې چې... Читать дальше...

بهايس: يو شمېر طالب مشران د نجونو د ښوونځيو د بېرته پيلېدو ملاتړ کوي

Pa.azadiradio.com 

سره له دې چې له شپږم ټولکي پورته د نجونو ښوونځي لا نه دي پرانیستل شوي خو د طالبانو او مذهبي مشرانو په منځ کې د نجونو د زده کړو د پلویانو ملاتړ په زیاتېدو دی.  د بحران د نړیوالې ډلې شنونکی ابراهیم بهایس وايي:"دیني عالمان وايي چې تعلیم د نجونو حق دی. دوی هڅه کوي چې د طالبانو سختدریځي عناصر قانع کړي او ورته ووايي چې د نجونو د زده کړو د مخنیوي په اړه یې پرېکړه تاوان پېښوي." وړمه ورځ د طالبانو یوه مشر او د کورنیو چارو د وزیر سلاکار انس حقاني په خوست کې یوې غونډې ته وویل چې ژر به د نجونو د ښوونځیو... Читать дальше...

د اغزن سيم غځولو جنجال؛ نیمروز کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ پر کرښه ځواکونه ځای پر ځای شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان له نیمروز ولایت څخه رارسېدلي راپورونه وايي چې لا هم د دغه ولایت په چهاربرجک ولسوالي کې د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ وضعیت ترینګلی دی.     د افغانستان د نیمروز ولایت په چهاربرجک ولسوالي کې د افغانستان د طالب ځواکونو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ لانجه د دواړو خواوو له هڅو سره سره لا هم حل شوې نه ده.   راپورونه وايي چې افغان طالبانو سیمې ته کومکي ځواکونه استولي او پاکستان، چې له وړاندې څخه لانجمنې ساحې ته ځواکونه لیږلي وو، په اختر کې یې د خپلو ځواکونو رخصتي ځنډولې ده.  په سیمه کې د... Читать дальше...



Москва

В филиалах АО "Желдорреммаш" прошли мероприятия ко Дню защиты детей


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Между станциями метро и МЦД-4 Кутузовская открыт новый переход — Собянин



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Евгений Маргулис

«Пензенский Майкл Джексон»: Тимур Родригез стал героем шоу Квартирник НТВ у Маргулиса




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

В филиалах АО "Желдорреммаш" прошли мероприятия ко Дню защиты детей

Среди сотрудников уголовно-исполнительной системы Республики Дагестан определили лучшего гроссмейстера

Росгвардейцы обеспечили безопасность во время футбольного матча в Москве


Ролан Гаррос

Азаренко не смогла выйти в 1/16 финала открытого чемпионата Франции по теннису



Новости Крыма на Sevpoisk.ru


Москва

Сергей Собянин рассказал о новых трамвайных линиях в Москве



Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России