د پکتیا د احمدخېلو اوسېدونکي: د څښاک اوبو کمښت سره مخامخ يوو
د پکتیا د احمدخېلو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، په تېرو کلونو کې د جګړو له کبله د دوی په سیمه کې د بيارغونې لازم کارونه نه دي شوي او خلک يې د ژوند په هره برخه کې له ستونزو سره مخامخ دي. د احمدخېلو اوسېدونکي وايي، اوبه تر پخوا ژورې شوي او له یو-یو کوهي لسګونه کورنۍ ګټه اخلي. د احمدخېلو اوسېدونکي تراب خان وویل، حکومت او موسسات دې د اوبو د بندونو او استنادي دېوالونو د جوړولو په برخه کې ورسره همکاري وکړي. هغه زیاته کړه: "زموږ په ولسوالۍ کې جګړې زیاتې وي، هېڅ کار په کې نه دی شوی، د اسلامي امارت او د... Читать дальше...