Мы в Telegram
Добавить новость
103news.com
Pa.azadiradio.com
Май
2022

Новости за 26.05.2022

" له زندان او شکنجې نه وریږم "، د کابل یوه معترضه

Pa.azadiradio.com 

کابل نن بیا د یو شمېر ښځو د اعتراضونو شاهد و چې د کار، ډوډۍ او ازادي شعارونه یې ورکول. یوې اعتراض کونکې ازادي راډیو ته وویل، طالبانو ددوی د اعتراضونو مخه ونیوله او د څه وخت لپاره یې یو شمېر معترضانې " یرغمل کړې وې" صفي الله ستانکزي له یوې معترضې سره چې د امنیتي دلایلو له کبله نه غواړي نوم یې یاد شي د سکایپ له لارې مرکه کړې ده.

په کابل کې معترضانې، " د نجونو ښوونځي پرانیزئ "

Pa.azadiradio.com 

یو شمېر معترضانو نن بیا هم کابل کې اعتراضي لاریون وکړ او د نجونو د تړلو ښوونځیو د پرانیستو غوښتنه یې وکړه. له دې سره په یو وخت د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي ګزارشګر نن په دې هیواد کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو د وضیعت په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

افغان شخصيتونو سره د اړيکو کمېسيون په بلنه انتظار خادم افغانستان ته ستون شو

Pa.azadiradio.com 

افغانستان ته د تېر جمهوری نظام د امنیت شورا د ملکي وګړو د خوندیتوب او پخلاینې برخې د رییس انتظار خادم تر ستنېدو ورسته، اوس له افغاني شخصیتونو سره د طالبانو د حکومت د اړیکو کمېسیون چارواکي وايي، د نورو سیاستوالو د ستنولو لپاره هم هڅې روانې دي. د تېر نظام د ملي امنیت شورا د ملکي وګړو د خوندیتوب او پخلاینې برخې رییس انتظار خادم، له افغاني شخصیتونو سره د طالبانو د حکومت د اړیکو کمېسیون په بلنه افغانستان ته ستون شوی دی. نوموړې له ازادي راډيو سره په خبرو کې کابل ته خپل تګ تاید کړی دی. له افغاني شخصیتونو... Читать дальше...



ريچارډ بينيټ: د افغانستان بشري وضعيت د ډېرې اندېښنې وړ دی

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورټر ریچارډ بينيټ په کابل کې خبریالانو ته ویلي چې حاکم نظام باید دغه ننګونې ومني او د حل لپاره یې بايد عملي ګامونه واخلي. ريچارډ بينيټ په دغه هېواد کې پر روان بشري او اقتصادي ناورین اندیښنه وښوده او له نړیوالو یې وغوښتل چې بشري مرستو ته دوام ورکړي. ریچارد بينيټ د پنجشنبې په ورځ افغانستان ته د ۱۱ ورځني سفر په پای کې خبریالانو ته وویل، د اوسنیو چارواکو اکثره تګلارې پر بشري حقونو اغېز کوي او داسې ټولنه رامنځته کوي چې په ډارولو اداره کېږي. ... Читать дальше...

د ريال مادريد رزونکی د تاريخي ريکارډ په لټه کې دی

Pa.azadiradio.com 

د ریال مادرید روزونکی د اروپا د اتلانو په لیګ کې د تاریخي ریکارډ په لټه کې دی. ریال مادرید د اروپا د اتلانو په لیګ کې د ‌ډېرو بریاوو په درلودلو سره پارسن جرمن، چلسي او منچسر سېټي شاته پرېښودل او په نیمه پایلوبه کې به له لېورپول سره مخامخ شي. د خبري رسنیو د راپورونو په بنسټ که ریال مادرید دا ځل د اروپا د اتلانو لیګ اتلولي وګټي، دا به څلورم ځل وي چې یاده لوبډله د روزونکي کارلو انچلوتي په روزنه کې اتلولي ګټي او نوموړی به یو مهم تاریخي ریکارډ په خپل نوم ثبت کړي.

عمرګل: د افغان کرېکټ ملي لوبغاړو روزنه به په لېوالتيا وکړم

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د توپ اچوونې تازه ټاکل شوی روزونکی عمر ګل وايي، د خوارېکښو افغان لوبغاړو د روزنې دنده به په لیوالتیا مخکې یوسي. د افغانستان کرېکټ بورډ پرون ناوخته پر خپله وېبپاڼه کې ولیکل، چې د پاکستان تېز توپ اچوونکی عمرګل یې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د توپ اچونې روزونکی ټاکلی دی. عمر ګل تر دې مخکې د لنډ وخت لپاره د افغان لوبډلې د روزنې دنده منلې وه خو اوس د اوږد مهال لپاره ورسره تړون شوی دی. عمر ګل پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي دي چې له افغان لوبډلې سره له لنډ‌مهالې دندې وروسته په لیوالتیا د اوږد مهالې دندې مسولیت مني. Читать дальше...

د حاجيانو د لېږد رالېږد په موخه طالبانو له کام اير هوايي شرکت سره تړون وکړ

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سعودي عربستان ته د حاجیانو د لېږد او بېرته راستنولو په اړه له کام ایر هوايي شرکت سره نن، یوه هوکړه لاسلیک کړه. د طالبانو حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت، په دې اړه رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویلي، په هوکړه کې راغلي، چې ‎‏یاد هوايي شرکت به د ټاکل شوې سهمیه څخه نیمایي حاجیان د وړاندې شوو شرایطو مطابق او د هوایي چلند د موجوده معیارونو په پام کې نیولو سره سعودي عربستان ته د حج مراسمو ادا کولو لپاره انتقال او له مراسمو وروسته بېرته هېواد ته راستانه کړي. Читать дальше...

د ښځو اعتراضونه: ډوډۍ او کار مو رانه واخيست، خو درس او مشق مې مه اخله

Pa.azadiradio.com 

په کابل کې یو شمېر مېرمنو له شپږم ټولګي پورته نجونو زده کوونکو د ښوونځیو د دوام په غبرګون اعتراض وکړ. دغو ښځو ازادي راډیو ته وویل، دوی د مريم لېسې مخې ته راټولې شوي او له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده کوونکو د ښوونځیو د تړل کېدو د دوام په غبرګون کې يې اعتراض کړی. د دوی شمېر شلو تنو ته رسیده. اعتراض کوونکې چې د کابل د مریم لیسې مخې ته راټولې شوې وې، شعار یې ورکوو چې "ډوډۍ او کار مې دې رانه اخیستی، درس او مشق مې مه اخله". د اعتراض یوې ګډنوالې چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، د طالبانو... Читать дальше...



تاجکستان کې د افغانستان په تړاو غونډه؛ طالبانو يې هرکلی کړی

Pa.azadiradio.com 

په دې غونډه کې چې دوه ورځنۍ ده، د نورو مسایلو تر څنګ به په افغانستان کې د ښځو د حقونو او د ټول ګډونه حکومت په اړتیا هم خبرې وشي. د تاجکستان پلازمېنه دوشنبې به سبا د افغانستان د امنیتي او بشري وضعیت په اړه د یو شمېر هېوادونو د امنیت سالاکارانو تر منځ د ناستې کوربه وي. مخکې ویلی شوي وه، چې دا غونډه به پنجشنبه پیل شي خو د ازادي راډیو د تاجکې څانګې د معلوماتو له مخې دا غونډه به سبا ته جوړه شي. د طالبانو حکومت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، دوی له هرې هغې ناستې چې د افغانستان په محوریت ترسره کېږي هرکلی کوي. Читать дальше...

د طالبانو د سوداګرۍ وزارت د ګمرکي معافيت په تړاو خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د سوداګرۍ او صنعت وزارت وايي، د خامو موادو په اړه په ناسته کې یې د ګمرکي معافیت یا تعرفو په اړه خبرې کړې دي. یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي، چې په دې ناسته کې پرېکړه وشوه چې ۱۵ هغه شرکتونه چې خام مواد او ماشینري واردوي، اسناد به یې وڅېړل شي. په خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې دې ۱۵ شرکتونو د جوس، خوراکي او د وینځلو توکو او د غیرالکولي مشروباتو په برخو کې د تعرفو لپاره خپل اسناد دې وزارت ته وسپارل چې یاد اسناد د څېړلو لپاره اړوندو ریاستونو ته راجع شول.

د افغانستان – ايران ترمنځ پر سوداګريزو ستونزې خبرې شوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان او ایران ترمنځ د سوداګریزو ستونزو د حل لپاره د یوې ګډې خونې پر جوړېدو بحث شوی. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په یوې خبرپاڼې کې ويلي دي چې په دې اړه غونډه تېره ورځ د خونې په مرکزی دفتر کې جوړه شوې وه. په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، د ګډې خونې د ایران څانګه فعاله شوې ده خو د افغانستان څانګه لا هم نه ده جوړه شوې. د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه پلاوي غړي خان جان الکوزي په دغه ناسته کې، ایران د افغانستان مهم سوداګریز شریک بللی او ویلي یې دي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ شته سوداګریزې ستونزې باید حل شي. Читать дальше...

د اوکراين په ختيځ کې د روسيې ځواکونو د پرمختګ ريپوټونه ورکول شوي

Pa.azadiradio.com 

د اوکراین په جګړه کې چې څلورمې میاشتې ته داخله شوې ده د ماسکو یو هدف دا دی چې د اوکراین ختیځ تر بشپړ کنټرول لاندې راولي. د اوکرایني ځواکونو په وینا، روسیې ځواکونه په دنباس کې له سختو ډزو وروسته د دوو ښارونو په لور ورمخته شوې دي او په زرګونو ملکیان په سیمه کې ګیر پاتې دي. په ورته وخت کې ولسمشر ولودومیر زیلینسکي د نازي المان د زمانې په څېر هغه وړاندیزونه رد کړل چې ویل کېږي، اوکراین د جګړې د پای ته رسېدو لپاره له روسې سره منلې ده چې ځیني سیمې ورپریږدي. په ۱۹۳۸ کال کې لویدیځ نازي المان ته دغسې یو وړاندیز کړی و. Читать дальше...

کابل او مزار شريف کې وروستۍ چاودنې؛ په اړه يې پراخ غبرګونونه ښودل شوي

Pa.azadiradio.com 

په کابل او مزار شریف کې تېره ورځ ناوخته په څلورو بېلابېلو حملو کې شپاړلس تنه وژل شوي او له دېرشو ډېر ټپیان شوي دي. يادو چاودنو په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه راپارولي دي. د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي توماس ویسټ دا حملي غندلې او د قربانیانو له کورنیو سره یې خپله ژوره خواشیني ښکاره کړې ده. نوموړي پر خپل ټویټر دا حملې بزدلانه ګڼلي، ځکه په خبره یې د بې ګناه ولسي وګړو ژوند يې واخیست. د افغان مېرمنو لپاره د متحده ایالاتو ځانګړې استازې رینا امیري بیا له طالبانو غوښتي چې د... Читать дальше...

توماس ويسټ له هندي چارواکو سره د افغانستان پر وضعيت خبرې کړي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ويسټ له هندي چارواکو سره د افغانستان پر وضعیت خبرې کړي دي. د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وایي، هند د افغانانو د ملاتړ لپاره اساسي بشري مرستې کړي او دې برخه کې نورو کړنو ته هم لیوالتیا لري. توماس ویسټ دا خبرې له هندي چارواکو سره تر لیدو کتو وروسته نن پنجشنبه پر خپله ټویټرپاڼه کړي دي. نوموړي پر هندي چارواکو سربېره د افغانستان د تېر جمهوري نظام د ملي مصالحې عالي شورا له مشر عبدالله عبدالله سره هم کتلي دي. ښاغلي ویسټ ویلي، له عبدالله... Читать дальше...

ملا برادر پنجشېر ته تللی

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د رییس الوزرا لومړی مرستیال ملا عبدالغني برادر پنجشیر ولایت ته سفر کړی دی. د پنجشېر د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولوي نصرالله ملکزاده دغه خبر تاييد کړ او ويې ويل، چې د برادر د سفر هدف په دغه ولايت کې له سيمه ييزو او طالب پوځي چارواکو سره ليدنه وه. خو هغه نور جزیات ورنه کړل. دا په لسو ورځو کې دویم لوړپوړی طالب چارواکی دی چې پنجشیر ته سفر کوي، تر دې مخکې د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست ملا یعقوب مجاهد هم تېره اوونۍ پنجشېر ته سفر کړی و. دغه سفرونه وروسته له هغه کېږي چې د پنجشېر په ځینو... Читать дальше...

کاپيسا: د کوهستان د لومړۍ حصې ولسوالۍ د زندان پر ودانۍ بريد شوی

Pa.azadiradio.com 

د کاپيسا ولايت د کوهستان د لومړۍ حصې د زندان په ودانۍ نن سهار وختي وسله وال بريد شوی. د کوهستان د لومړۍ حصې د ولسوالۍ امنيې قوماندان عبدالمتين سعيد دا وسله وال بريد تاييد کړ، خو ويې ويل چې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې. د ملي مقاومت جبهې په نامه ډلې د دغه وسله وال برید مسوولیت منلی دی. د ملي مقاومت د جبهې یوه غړي د نوم د نه ښودلو په شرط په یوه ټیلیفوني اړیکه کې ادعا وکړه چې په دغه برید کې درې طالبان وژل شوي دي. ځینو عیني شاهدانو ازادي راډیو ته وویل: " شاوخوا دوه بجې د کوهستان د حصې اول ولسوالۍ... Читать дальше...

امريکا: د ايران لپاره د اټومي تړون د بيا را ژوندي کېدو احتمال کم دی

Pa.azadiradio.com 

د ایران لپاره د امریکا ځانګړی استازی رابرټ مالي وایي، د ایران د ۲۰۱۵ کال د اټومي تړون د بیا را ژوندي کیدو احتمال ډېر کمزوری دی. نوموړي پرون د امریکا سناجرګې ته وویل چې ډېر احتمال شته چې په دې اړه خبرې ناکامه شي. مالي د سنا جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ته وویل، په اوس وخت کې د دغه تړون د بیا را ژوندي کولو لپاره د بریالیو خبرو اترو چانس کم خو د ناکامۍ یې زیات دی او علت یې هم دا دی چې ایران ډېرې غوښتنې مطرح کړي چې دوی به ورته غاړه کښېنږدي. د ایران یوه عمده غوښتنه دا ده چې متحده ایالات دې د ایران... Читать дальше...

متقي له ريچارډ بينيټ د افغانستان پر وضعيت د رښتيني راپور ورکولو غوښتنه کړې

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بینیت څخه وغوښتل چې په خپل راپور کې د افغانستان حقیقي وضعیت ته انعکاس ورکړي، هغه له تېر وضعیت سره پرتله کړې چې مثبت بدلونونه یې په ډاګه شي. د دې وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپله ټویټرپاڼه کې کښلي چې ښاغلي متقي دغه غوښتنه پرون له ښاغلي بینیت سره په کتنه کې وکړه او هغه هم ویلي چې پر مستندو راپورونو کار کوي. د دې کتنې په اړه په خپله بینیت یا د ملګرو ملتونو نورو چارواکو... Читать дальше...

توماس ويسټ په کابل او مزار شريف کې وروستۍ چاودنې وغندلې

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ په یوه ټویټ کې وویل چې متحده ایالات په کابل کې او مزارشریف کې ترهګريز بریدونه چې د ده په خبره بزدلانه بریدونه و او د بې ګناه افغانانو ژوند یې اخیستی، غندي. توماس ویست د پېښو د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږې څرګندولو ترڅنګ ویلي چې دا ډول تاوتریخوالي هیڅ نه‌شي توجیه کیدای. په کابل او مزار شریف کې تېر ماښام په څلورو چاودنو کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله واوښته. په مزارشریف کې د چادونو چې په مني بسونو کې شوي او مسولیت یې د اسلامي دولت ډلې یا... Читать дальше...


Музыкальные новости
Полина Гагарина

Полина Гагарина заявила о победе над Ольгой Кормухиной по обвинению в плагиате песни





Rss.plus
Кубок

В Туле наградили победителей межрегиональных соревнований по эстетической гимнастике "Кубок Роксэт"




Новосибирская область показала свой научно-технологический потенциал в Москве на ВДНХ

В Москве задержали участника нападения банды Басаева на Буденновск

За 2 дня 220 тысяч человек посетили фестиваль "Лето в Москве. Все на улицу!"

Телеведущая Виктория Лопырева вышла на улицу в мини-платье с глубоким декольте




تاجکستان کې نن د افغانستان په اړه دوه ورځنۍ غونډه پيليږي

Pa.azadiradio.com 

د تاجکستان پلاز مېنه دوشنبې ښار به نن د افغانستان په اړه د یوې دوه ورځینۍ غونډه کوربه وي. په دې غونډه کې به، چې د افغانستان د حالاتو په اړه د سیمې د هېوادونو له څو غونډو وروسته دایرېږي، د سیمې د هېوادونو د ملي امنیت سلاکاران ګډون وکړي. په دې غونډه کې، چې نن پنجشنبه او سبا جمعه دوام کوي، د افغانستان پر امنیتي، سیاسي، اقتصادي او بشري وضعیت د نظر تبادله کېږي. د تاجکستان په دوشنبې ښار کې د افغانستان په اړه په دې غونډه کې د هند، روسیې، چین، ایران او منځنۍ اسیا د هېوادونو د ملي امنیت سلاکاران برخه اخلي. Читать дальше...

د طالبانو حکومت د يوې دوديزې لويې جرګې د رابللو تابيا نيسي

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو یوه چارواکي باختر دولتي خبري اژانس ته ویلي چې د عنعنوي لویې جرګې د دایرولو لپاره به یو کمېسیون جوړ شي. د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس د طالبانو د حکومت د کانونو او پیترولیم وزارت د سرپرست مولوي شهاب الدین دلاور په قول ویلي چې د دودیزې لویې جرګې د جوړولو لپاره به یو کمېسیون وګومارل شي. شهاب الدین دلاور، چې له افغان شخصیتونو سره د اړیکو د کمېسیون مشري هم په غاړه لري، د جرګې د دقیق وخت، د بحث د موضوع، د ګډونوالو او نورو جزییاتو په اړه څه نه دي ویلي خو یادونه یې کړې چې ټول افغانان... Читать дальше...

افغان کرېکټ ملي لوبډله له زيمبابوې سره پنځوس اوريزې او شل اوريزې سيالۍ کوي

Pa.azadiradio.com 

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله پرون له کابله د زیمبابوې په لور وخوځېده چې له دغه هېواد سره په څو سیالیو کې ګډون وکړي. د افغانستان د کرېکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل، چې افغان لوبډله به له زیمبابوې سره ۳ یو ورځینۍ او ۳ شل اوره سیالۍ وکړي. نوموړي وويل: "د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله به درې پنځوس اوره نړیوالې او دوې شل اوره نړیوالې سیالۍ وکړي. دوی به څو ورځې په زیمبابوې کې تمرینونه وکړي." د ښاغلي هوتک په وینا له ټاکل شوي مهالوېش سره سم د دواړو لوبډلو سیالۍ د راتلونکې جون په څلورمه پیلېږي. Читать дальше...

د امريکا د استازو جرګې غړی: امريکا بېرته افغانستان ته د ور ستنېدو لېوالتيا نه‌لري

Pa.azadiradio.com 

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې رييس وايي، د افغانستان په اړه له خپلو متحدانو سره کار کوي. ګریګوري میکس، چې د دیموکرات ګوند غړی دی، دا خبره پرون (چهارشنبې) د ازادې اروپا/ ازادي راډیو د خبر له مرکز سره په مرکه کې وکړه. د کانګریس یوه بل غړي ازادي راډیو ته وویل چې د داسې وضعیت، چې اوس افغانستان ورسره مخامخ دی، پلوی نه و. د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې رييس ګریګوري میکس ویلي چې باید د افغانستان په اړه کار وکړي. ده د ازادې اروپا / ازادي راډیو د خبر له مرکزي څانګې سره... Читать дальше...

سعودي عربستان له پاکستانه د خپل پور اخيستلو نېټه غځوي

Pa.azadiradio.com 

سعودي عربستان وايي، له پاکستان څخه د خپل ۳ ميلیارد ډالره پور د بېرته اخیستلو نېټه اوږدوي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د سعودي عربستان د مالیې وزیر محمد الجدعان دا خبره پرون د سویس په داوس ښار کې وکړه او ویې ویل چې په دې اړه پرېکړه به ژر عملي کړي. په داسې حال کې چې پاکستان د اسعارو له سخت کمي سره مخامخ دی، د پورونو د ورکړې وخت یې راغلی خو سعودي عربستان، د دې لپاره چې پاکستان د پیسو د ادا کولو لپاره وخت پیدا کړي، د پور د مودې د اوږدلو لپاره د دغه هېواد له غوښتنې سره موافقه کړې ده.

له افغانستانه د برتانوي ځواکونو ایستل خیانت وبلل شو

Pa.azadiradio.com 

واشنګټن پوست: واشنګټن پوست ورځپاڼې په خپله تازه ګڼه کې د هغو لسګونه زره افغانانو په اړه لیکنه کړې چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته امریکا ته تخلیه شول. لیکوال ویلي، امریکا ته بیول شوي دا افغانان درې ډلې دي، لومړۍ ډله یې هغه دي چې له مخکې یې د ( ایس.ای.وي) یا د امریکا د کډوالۍ ځانګړې ویزې لرلې، دوهمه ډله یې د امریکا د سیاسي او پوځي ماموریتونو کارکوونکي او دریمه ډله بیا داسې ده چې له امریکایانو سره د کار کولو هېڅ اسناد نه لري. لیکوال د تخلیه شویو کسانو په درېیمه کټګورۍ یوڅه تمرکز کړی او لیکلي... Читать дальше...



Москва

Артисты – они все особенные!


Губернаторы России

103news.net – это самые свежие новости из регионов и со всего мира в прямом эфире 24 часа в сутки 7 дней в неделю на всех языках мира без цензуры и предвзятости редактора. Не новости делают нас, а мы – делаем новости. Наши новости опубликованы живыми людьми в формате онлайн. Вы всегда можете добавить свои новости сиюминутно – здесь и прочитать их тут же и – сейчас в России, в Украине и в мире по темам в режиме 24/7 ежесекундно. А теперь ещё - регионы, Крым, Москва и Россия.

Moscow.media
Москва

Собянин открыл пешеходную галерею между станциями метро и МЦД-4 Кутузовская



103news.comмеждународная интерактивная информационная сеть (ежеминутные новости с ежедневным интелектуальным архивом). Только у нас — все главные новости дня без политической цензуры. "103 Новости" — абсолютно все точки зрения, трезвая аналитика, цивилизованные споры и обсуждения без взаимных обвинений и оскорблений. Помните, что не у всех точка зрения совпадает с Вашей. Уважайте мнение других, даже если Вы отстаиваете свой взгляд и свою позицию. 103news.com — облегчённая версия старейшего обозревателя новостей 123ru.net.

Мы не навязываем Вам своё видение, мы даём Вам объективный срез событий дня без цензуры и без купюр. Новости, какие они есть — онлайн (с поминутным архивом по всем городам и регионам России, Украины, Белоруссии и Абхазии).

103news.com — живые новости в прямом эфире!

В любую минуту Вы можете добавить свою новость мгновенно — здесь.

Музыкальные новости

Певица

Певица Орлова рассказала о процессе лечения Заворотнюк и врачебной тайне




Спорт в России и мире

Алексей Смирнов – актер, которого, надеюсь, еще не забыли

В филиалах АО "Желдорреммаш" прошли мероприятия ко Дню защиты детей

Росгвардейцы обеспечили безопасность во время футбольного матча в Москве

Дмитрий Вязьмикин – тренер по индивидуальной подготовке молодежного футбола «Локо»


Большой шлем

17-летний россиянин Даниил Саркисян разгромил Форбса из США на юниорском «Ролан Гаррос»



Новости Крыма на Sevpoisk.ru




Частные объявления в Вашем городе, в Вашем регионе и в России